نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د وينو تږيه! د اولس په وينو موړ شوې كه لا نور كوي قتلونه
نجيب آرين
17.03.2010
کم شخص چی ځان د طالبانو ویاند معرفی کوی، (قاری یوسف)، باید د وجدان او انسانیت اوبالخصوص د اسلامیت څخه عاری یو انسان وی چی د نورو بی ګناه انسانانو په وژولو ویاړی او هغه خپل د قدرت او زور ښکارندوی بولی. په کندهار کی دا ورستیو چاودنو وښودل چی دطالبانو تحریک څومر ه په یو بیچاره، خوار، کمزوری ،غیری انسانی او غیری اسلامی حرکت تبدیل سوی دی. نور نو دوی ته د طالبانو دتحریک خطابول یو جرم دی او باید د انسان وژنی په تور محکوم او دابد دپا ره وغندل شی او ډاډه یم چی تاریخ به یی هم په همدی ګناه ملامت کړي. په اولس کی له دوی نه کرکه مخ په زیاتیدوده اوانشاا لله ډیر ژر به دالله (ج) دغضب نه هم برخمند سی ځکه دبیګناه انسان وژنه که دروس لخوا دکار ګرانو او بزګرو تر عنوان لاندی وه، که دجهاد تر پلمی لاندی دقومی اوژبنی غرضونو په خاطر وه، که دغربیانو لخوا ددیموکراسی په عنوان ترسره کیږی او باالاخره که دطالبانو لخوا داسلام په نامه کیږی، په هیڅ عنوان او عذر سره نه سی توجیه کیدای او د لعنت او نفرت وړ یو عمل دی. سړی که هرڅومره هم ددی کار د توجیه دپاره په آسمانی مقدسو کتابونو، ټولنیزوایډیالوژیو، د فلاسفوو په کتابونو او د بشر په قاموسونو کی وګرځی ، بیا هم هیڅ ډول دلایل نشی موندلای څو دغه کرغیړن عمل ته ښه ووایی.
انسان هیڅ نه پوهیږی چی د طالبانو مسخ سوی رهبران چی د سیمیزو او نړیوالو لوبو په دام کی لویدلی دی، دعامه خلګو پر زړونو کی د ډار او دهشت دتوری پردی په غوړولو سره کم هدف تر لاسه کول غواړی! نن سبا ټول اولس په دی پوهيدلی دی چه که دا لوبه د اسلام د مقدس دین په نامه تر سره کیږی نو ددوی اعمال خو نن ورځ هر څه به وی خو اسلامی نه دی ځکه چی د اسلام مبارک دین په جنګ کی حتی د څارویو وژل هم ناروا بللی دی. ددوی دډار او بیری زیږ ونی تاکتیکونه یوازی او یوازی داسلام په تاوان او دغلیم په ګټه دی. ددوی پلاس د مکتبونو سوځل د آمريکایی عسکرو د قرآن مجید دبیحرمتۍ څخه په کمه ندی، حد اقل هغوی خو د خپلو ټیټ رتبه عساکرو دا ناوړه عمل غندی او بخښنه لا هم غواړی. زموږ ددین ټیکه داران په ویاړ سره د منورینولکه شهید بابی وژنه نمانځی او نورو ته لاهم په بیشرمۍ سره ګواښ کوی.
د طالبانوپه نامه ننی جنګ کاملا یو غیر اخلاقی او د پردو په اشاره اوګټه یو عمل دی چی سړی نه پرې پوهیږی چه پای به یی د بدبختو مسلمانانو او پښتنو لپاره څه وی. ددغسی یوې لوی ډرامی شاته ضرور کم ډایرکټر سته چه بیچاره ځوانان د مغز په پریولو سره د ستیج پر مخ د جنت د حورو په پلمه لوبو ته هڅوی. د ټولو هیواد والو خصوصاً د محترمو ملایانو او روحانی اشخاصو دنده ده څو د حد تر امکانه ددی مصیبت پر ضد خپل آواز اوچت کاندی. ټول هغه کسان چی که د یوی خوا د خارجیانو لخوا د ګران هیواد د اشغال پر ضد مبارزه کوی او د لوټمارو په واسطه دجوړ سوی دولت پر بی کفایتی اعتراض کوی، د بلی خوا هم باید ددغسی بی مغزه او بی هدفه وژونو پر ضد چوپه خوله پاتی نسی او د بیګناه انسانانو دوژلو عاملین علنی وغندی څو نور داسلام د مقدس دین د بدنامۍ باعث ونه ګرځی او زموږ ځوانان نور ددغه شیطانی او دوږخی کارڅخه چی یوازی او یوازی د اسلام ددښمنانو په گټه دی، خلاصون ومومی. آمین
____________________________________________________________________
http://www.benawa.com/details.php?id=33936
نجيب آرين
17.03.2010
دروان كال دمارچ دمياشتي د۱۳ مي ماښام دكندهاريانو لپاره دوينو اوويرونو ټغر وغوړاوه او دنوركله په شان يو ځلي بيا دپښتون اوكندهاري دوينو تږو دمعصو مو اوبي ګناه تورسرواو كوچنيانو په گډون د۳۵ كسانو ويني توي كړي . په دوى كي ډيريي داسي هم وه چه دخپلو كورنيو اوماشومانو دمړولو اويوه ګولي ډوډي دموندلو لپاره سهار دكوره وتلي اوماښام بيرته كورته په لاري ول چه دظالمانو دبي رحمه حملو ښكارسوه چه ډيريي اوس هم ورك دي او مړي يي دپيژندلو نه دي .
ماشوم اوكوچني الله ج ددوى دمعصوميت او نادانۍ له امله دخپل هرډول عبادت څخه معاف كړيدي او دوى هيڅ ډول شريعي مسوليت نه په دي دنيااونه هم په اخيرت كي لري خو دغو خداي ناترسو په ډيروحشي ډول له منځه يو وړل . خو ترټولو زړه بو ګڼونكي يي خو لاداده چه دتروريستانو دډلي سپين سترګي وياند يوسف احمدي وويل چه دكندهارحملي دناتولپاره پيغام دى ، ځكه په دي كي مو خارجي قواوي له منځه وړي دي .
د دوى په اند دغه بي ګناه ښاريان ټوله خاريجيان وه او دوى ته يي مرګ روادى . خداى خبر چه دوى به كله دپښتون په وينو اوبه كيږي او ترڅو به دپرديو په اشاره دپښتو ن كور نۍ دماتم په اورونو لړي او ترڅو به دپښتو ن دځپلو څخه لاس اخلي . له بلي خوا دكندها ر اداره ډيره ضعيفه او بي كفايته ده او داسي فكركيږي چه ددغو ترورستانوسره دكندهار امنيتي اوعدلي اداره مستقيما دخيل دي اوخپله وڼده ورسره لري ځكه كه دوى خپله وظيفه په ښه ډول ترسره كړي نو دكندهاريانو پرسر به داسي وحشت اوبربريت نه واى جوړ دكندهاريانو ويني به داسي په اسانۍ سره نه بهيدلي ، په كندهارښاركي ترورونو له يوي خوا دخلكو ژوند دخطر سره مخامخ كړيدي اوله بلي خوا دځآن مرګوبريدونو په ذريعه ډله ايزي وژني خو بيخي قيامت جوړ كړېدى. دنړى په ډيرو هيوادونوكي چه حكومتونه دداسي خروړي اوخونړي دښمن سره مخامخ وي نو حكومت هم ددوى په وړاندي جديت اوقاطعت ښكاره كوي خو دلته حكومت په اداري فساد كي دومره غرق دى چه هرڅومره خطري اوخونكار دښمن ونسي بي له دي چه اشد مجازات سي په ډير لږ وخت كي دپيسو په مقابل كي خوشي كيږي اودپخوا په شان نور هم جراتمند او خپلو ناروا ،غيراسلامي ،غير انسان او غير افغاني كړنو ته نوره هم ادامه وركوي .
په دي وروستيو كي دناتو قومندانانو ويلي دي چه دهملند وروسته دكندهاروارى دى اوعمليات به پيلوي خو ددوى لپاره غوره داده چه لومړى دكندهار دامنيتي اواستخبآراتي ادارو،دكندهارښاردناحيو اومساجدو څخه تصفيوي عمليات پيل سي ډير به موثر وي ځكه دتروريستانو ډير ناځوان مردانه حملي دهمدغه مساجدو څخه د امنيتي اوعدلي ادارو په همكاري رهبري كيږي .
دكندهارښار ډيري اداري د اى ايس اى په غلامانو ډكي دي چه په كندهاريانو دناتار جوړل يي څرګندي بيلګي دي . كه چيري حكومت واقعا غواړي چه دكندهارحشرته څه ناڅه حل پيداسوي وي او حكومتي اوقانوني واګي تنګي سوي نو ګل اغا شيرزي دي دكندهاروالي او عصمت الله عليزي دي دكندهاردامنيي قومندان په توګه وګماري دغه خلك كولاى سي دخپلو دتجربو اوسيميز نفوذ له مخي دكندهار په سياسي او امنتي وضع كي مثبت بدلون راولي .
په درنښت
___________________________________________________________________________
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=33883
کندهاره ! څنګه سوځې په لمبوکښي (هارون خپل)
نجيب آرين
17.03.2010
کندهاره ! څنګه سوځې په لمبوکښي (هارون خپل)
زما ښاره، زما کوره
زما ميني، زما ګوره
تر جاراو صدقه سم
ترتا وګرځم، ايره سم
بيا د کوم يزيد له قهره؟
داسي سوځې په لمبوکښي
بيا د کوم فرعون غضب دئ؟
چي را اوري ستا کوڅوکښي
دښت و غرونه دي لړزيږي
کور وکلي دي غړمبيږي
څه ناتار دئ؟
څه قيامت دئ؟
څه ښورښ دئ؟
څه بلوا ده؟
دچا ماتي ککرۍ دي
د چا سره دي ځګيرونه
هره خوا چغي، نارې دي
کور په کور دي جنازې دي
تا کښي بيا مندي بوريږي
تا کښي بيا خوندي کونډيږي
پر تا څه د غم شېبې دي؟
پر تا څه توري تياري دي؟
د ميرويس و احمد کوره!
ته اشرف وې د ښارونو
ته ډېوه د ملتونو
ته غښتلی، ازاده وې
ته مخکښ د غورځنګونو
ستا جنډه به رپېدله
پر ملکونو، ولسونو
څو يې زړه د زمری نه وای
چا په بد نظر ستا لورته
یو شېبه هم نه کتله
چي سل زړونه بې يو نه کړه
ستا پر خوا بې نه دانګله
څنګه خوار، څنګه لتاړ سوې!
د زمريانو له نېستييه
د بابا توره دي ورکه
د ناکسو په لاسونو
بې څښتنه، بې مالک يې
د هر چا پر تا ټوپونه
د پردو په لاس کي پروت يې!
خود به سوځې په اورونو
کشکي مړ وای چي مي نه ليد
ستا د غم او درد حالونه
______________________________________________________________________
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=33818
نجيب آرين
17.03.2010
طالب چارواکي دې نه لولي - سعید پښتون
په ۲۰۱۰/۲/۲۴ دطالبانواړوند الاماره ویب پاڼې دکندهارداطلاعاتو کلتوردرییس عبدالمجید بابي دوژلوخبرخپور اودهغه ترڅنګ یې دنوروداشانې ریسانودوژلوګواښ هم وکړ.
ماته ددغه خبرله لوستلوسره دعبدالمجیدبابي هغه له خواخوږۍ نه ډکې خبرې رایادې شوې چې نوموړې د ۲۰۰۲کال په لویې اضطراري جرګې کې دطالبانوپه ملاتړکولې اوددغې جرګې مشراسمعیل قاسمیار دمایک غږورباندې بندکړ.
عبدالمجیدبابی دهیواد دنوروولایتونودیوه منتخب غړي په توګه دکندهارولایت په استازیتوب په دغه جرګه کې ګډون کړی وه.
دجرګې په دریمه ورځ له ماسپښین نه وروسته دهرولایت استازي ته څودقیقې وخت ورکیدوترڅوپه لنډه توګه دخپل ولایت عمده مشکلات اوغوښتنې دلویې جرګې اداري هیأت ته وړاندې اودحل په اړه یې دهغوﺉ مرسته وغواړي.
عبدالمجیدبابي ته په نوبت رسیدوسره نوموړي دخپل ولایت د اساسي ستونزواوغوښتنوپه جمله کې په شبرغان کې دزرګونوطالب بندیانو بي پوښتنې اسارت هم یادکړ اوپه ډیره جدي توګه یې دهغو دژرخوشي کولوغوښتنه وکړه.
نوموړي مخکې ترمخکې په نوموړې موضوع ښه درازه لیکنه ترتیب کړې اوپه هغه کې یې ددوستم دځواکونوله خواپه سوځنده کانتینرونوکې دتسلیم شویوطالبانوزړه بوږنوونکی حالت په تفصیل سره څیړلی وه تردي چې په لوستلو یې ترهغه خپل ټاکلي وخت زیات وخت تیرشو،اوله دې سره دلویې جرګې په خیمه کې ددوستم اوشمالي ټلوالې دنوروغړیولخواورباندې د(بس کودیګه بس کو) نارې راپورته سوې.
عبدالمجیدبابي دجرګې له مشرقاسمیارنه په هیله مندي سره دبندي طالبانوپه اړه دخپلې لیکنې دپوره کولوغوښتنه کوله خوهغه هم دخپل پښتني اوطالبي ضداحساس له مخې دنوروخت اجازه ورنکړه اودمایک غږیې ورباندې قطع کړ.
عبدالمجیدبابی په داسې حال کې چې دبندي طالبانوپه اړه یې ترتیب کړل شوی غوښتنلیک ناتمامه پاتې سو دهغوپه ویرجن حالت اوخپلې بیوسۍ یې پښتنې اوښکې ترسترګورپ رپ راتوییدلې اوله لوډسپیکرنه دخپلې چوکې په لورراروان شو.
عبدالمجیدبابی ډیرخواخوږی اوزړه سواندشخصیت وه .
نوموړي په داسې وخت کې دطالب بندیانو دخوشي کیدواوله هغوﺉ سره دخواخوږۍ خبره دلویې جرګې په خیمه کې مطرح کوله چې دلویې جرګې دبرابرونکوله لوري دهغوﺉ په سر میلینونوډالر ه جایزې ټاکل کیدلې.
داهغه مهال وه چې له طالب سره خواخوږي اوله هغه نه ملاتړله خپل سرسره دلوبوکولو په ماناوه ،خوعبدالمجیدبابي دخپل وطني اوملي احساس له مخې ددغوخطرونوپروانه درلوده اوپه هرځای اومجلس کې به یې دهغوخبره مطرح کوله اودهغوﺉ له مظلومیت نه به یې دفاع کوله.
عبدالمجیدبابی زمونږدهیوادپه کچه یونومیالي ادیب ،روشن فکره سیاستوال اودخپل وطن اوولس په ویر ویرجن شخصیت وه .
نوموړی حکومتي سړی نه وه بلکي هغه یو ولسي شخصیت وه چې له حکومتي منصب پرته یې دخلګوپه زړونوکې ځای درلود.
نن چې دهغه په وژلوسره کومه تشه رامنځته شوې هغه په معنوي لحاظ یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه ده؛ځکه دهرې ټولنې دعلمي اشخاصو وژل اوله منځه وړل دهغې ټولنې دفرهنګ اومفکورې دله منځه وړلوپه مانادي .
زه نپوهیږم چې عبدالمجیدبابي طالبانوته څه تاوان رسولی وه چې هغه یې وواژو اودهغه وژل کیدودوﺉ ته څه ګټه ولرله.دانساني عقل له مخې هرڅوک چې یوکارکوي دهغه دتبریرلپاره مخکې ترمخکې مصالح سنجوي اودښواوبدوله سنجش نه وروسته دهماغه کارپه ترسره کولواقدام کوي .
طالبانو نه یواځې داچې دبابي په وژلوسره کندهارله یوه ریښتین ، مسلمان اوعلمي شخصیت څخه بي برخه کړ؛بلکې خپل ځان یې هم دیوه داشاني وفادار،مخلص اوخوخوږي ملګري له ملاتړڅخه محروم کړ.
زما له انده خودطالبانوپه وړاندې چې کوم منفي تأثر دعبدالمجیدبابي له وژلو وروسته د فرهنګیانو ،ژورنالیستانواوپوهانوپه منځ کې پیداشوی هغه په هیڅ صورت ددوﺉ په مصلحت نه ده .
زه نه طالب یم اونه دکرزي دادارې کارمند بلکې دیوه مسلمان افغان په حیث دعبدالمجیدبابي په څیر علمي هستي دهیواداولس لپاره افتخاربولم اودهغوﺉ له لاسه ورکول دخپل ولس اوهیوادلپاره نه جبیره کیدونکې ضایعه .
_____________________________________________________________________
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%84%DB%90%D8%AA%D8%A8%D8%B5%D8%B1%DB%90&article=17736
نجيب آرين
17.03.2010
د طالب پر وژلو څرنگه خواشينى شم ؟
ظاهر زابلى
وسله والو طالبانو ويلي دوى د کندهار د اطلاعاتو کلتور ريس عبدالمجيد بابى وژلى دى . د قاري يوسف په نامۀ د طالبانو وياند به د دې قتل د منلو پر وخت د يوۀ ليکوال ، فرهنگي او بې بدو سړي وژنه څرنگه په وياړ يادوله ؟
د ارواښاد بابي گناه د طالب وسله والو په وينا دا وه چې هغه په حکومت کې کار کاوۀ .
د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې شاوخوا څلور سوه زرو کسانو په حکومت کې کار کاوۀ .
که د شهيد بابي د وژنې علت ته وکتل شي نو ايا دا به سمه وي چې هر هغه طالب ووژل شي چې د دوى په امارت کې يې کار کاوۀ ؟
ايا د مولوى عبدالحي مطمين ، جهانگيروال او د دوى په څير د نورو هغو کسانو چې د کندهار د اطلاعاتو کلتور په رياست کې يې کار کاوۀ ، وژل اوس پکار دي ؟
له طالبانو مې بله پوښتنه دا ده چې ايا يوازې پښتانۀ د وژلو وړ دي چې دوى يې په نخښه کوي ؟
د ښاغلي کرزي په ټولو وزيرانو کې يوازينى کس چې د دوى د ځانمرگو بريدگرو له خوا څو ځلې په نخښه شو ، کريم خرم و ، ولې ؟
تر هغو چې طالب خواخوږي او طالب پلوي د شهيد بابي د شهادت له امله ښکاره بخښنه ونه غواړي ، د يوۀ ليکوال او فرهنگي په توگه زه نور د طالب پر وژلو ځان خواشينى کولى نه شم .
تر اوسه مې ويل که طالب مري زما د هيواد يو زوى مري خو اوس چې گورم دغه زوى تش زما په وينو پايي او پر دغه ډول کس خواشيني نه ده پکار .
___________________________________________________________________________
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=%DA%A9%D9%84%D8%AA%D9%88%D8%B1&article=17677
نجيب آرين
17.03.2010
ټولو ملګرو ته سلامو او نيکې هیلې، له شهید بابي صاحب سره دې خدای ښه وکړي الله دې ورته جنتونه ورکړي په غم یې ډېر سخت غمجن یم، خو تاسي ته حیران یم دالیکنې طالب ته لیکﺉ طالب په لیکنه څه پوهېږي؟ هغه خو یو داسي وحشي انسان دی چې ټول ژوند به مو په ډوډﺉ لوی شي خو بیا یې هم چې زور درباندي ورسېږي پرېږدي دي نه،
نو داسي خلکو ته ګيله او نصیحت څه ګټه لري.
____________________________________________________________________________
http://taand.com/index.php?mod=comment&article=17736
لعنت د پرديو پر لاسپوڅو،
داسي كسان به هيڅكله هم نه د خداى او نه د مخلوق په وړاندي مقبوليت ترلاسه كړي
بلكه په دواړو جهانونو كي به يې مخ تور او بخت به يې ړوند وي،
لعنت پر داسي مفكورې شه چي دا ډول ناوړه افعال د اسلام د مقدس دين په سپيڅلي نامه پوري تړي او د اسلام له امنه پر ډكه لمن يې ورتپي ،
خوار ذليل او برباد دي وي هغه شخص چي د اسلام د ستر لارښوود حضرت محمد صلى الله عليه وآله وسلم زريني ويناوي د خپلو حرامو او ناروا كړنو لپاره پلټي او دليل پرې وايي ،
همداسي اشخاص د همدغه ستر پيغمبر صلى الله عليه وآله وسلم او د ده د خوږو ملګرو په دربار كي تل ترټل سوي، شړل سوي ، سپك او ذليل ګڼل سويدي،
او انشاء الله هغه ورځ ليري نه ده چي دا ډول بې ناموسه او ايمان ته عقيده نه لرونكي انسانان به د خپلو ناروا كړنو جزا او سزا په دې دنيا كي هم وويني ، او په آخرت كي خو ابدي دوږخ له پخوا څخه لا ورته مقرر دى.[color=red:95535040b8][/color:95535040b8][size=18:95535040b8][/size:95535040b8][size=12:95535040b8][/size:95535040b8][size=18:95535040b8][/size:95535040b8]