د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اياله لاسپوڅي چټل دولت او اشغالګرو سره دسولې خبرې ملي خيانت ندی?

pattang
16.03.2010

[color=brown:a6da1a5376]انډيوالانو سوله خو هلته کېږي چې دوه يا ډېر پلوي/ خواوې په يوه شي کې نسبي حقوق لري اوغواړي يې ، نود اشغالګرو له خوا څخه تحميل شوی اجنټ دولت څه حق لري چې په سوله باندې خبرې ورسره وشي٠ ايا دسولې غوښتنه له داسې فاسد رژيم او اشغالګرو سره يو ملي خيانت ندی ? ايا دزرګونو پښتنو شهيدانو هېرول او خرڅول ندي ? ايا دپښتنو دسياسي حقوقو او فرهنګ خرڅول ندي ?

لانت پر هغوی چې پښتانه خرڅوي٠ [/color:a6da1a5376]

له ټول افغان څخه :
افغان مشاور وزير: د ملا برادر نيول كېدا، كرزى عصباني كړى و.

لمر مومند

16.03.2010 14:16

نوم Email لطفاٌ لاندې افغانستان په انګلیسي تورو ولیکئ. متن x ٠ ٩ ٨ ٧ ٦ ٥ ٤ ٣ ٢ ١ ژ څ ذ ح ۀ ط ظ ڼ ؛ ټ ډ ث ج چ ځ خ ه ع غ ق پ ښ ف ګ ک م ن ت ا ل ب ي س ش ؟ . ، ؤ ئ ص ض ز ږ ړ و د ر ې ی ۍ ے كابل: د افغان ولسمشر حامد كرزي مشاور وزير دعوه كړې، چې د پاكستاني استخباراتي ادارو له خوا د پاكستان په كراچۍ كې د طالبانو د غورځنګ د دويم مشر ملا برادر نيول كېدا، كرزى سخت عصباني كړى و.

نوموړى زياتوي، چې د ملا برادر د نيول كېدا پر مهال افغان دولت له هغه سره پټې خبرې اترې پيل كړې وې .

د يوې امريكايي خبري رسنۍ د رپورټ له مخې، افغان وزير دعوه كړې چې په كراچۍ كې د عبدالغني برادر نيول كېدا كرزى غوسه كړى و. عبدالغني برادر نه يواځې دا چې له افغان حكومت سره پټې خبرې اترې پيل كړې وې، بلكې په نږدې راتلونكي كې د كرزي له خوا په راغوښتل شوې درې ورځنۍ امن جرګې كې يې د ګډون شين كارډ هم رپولى و.

د كرزي مشاور له بهرنيو خبري رسنيو سره د خبر پر مهال، د ځينو ستونځو له لامله د خپل نامه له څرګندولو څخه ډډه وكړه، خو د هلمند ولايت امنيتي مشاور عبدالغتي شمسي سربېره نورو افغان چارواكيو هم له ملا برادر سره د افغان حكومت د پټو خبرو اترو تصديق كړى دى.

د شمسي د وينا له مخې، ملا برادر د افغان حكومت يو وړانديز د طالبآنو شورى ته وړاندې كړى و، خو هغه ملا عمر رد كړ. همداراز د طالبانو په غورځنګ كې دننه د ملا برادر ځينو مخالفينو له افغان دولت سره د هر ډول خبرو اترو او مذاكراتو كلك مخالفت كړى و.

--------------------------------------------------------------------------------

افغان چارواکی: ملا برادر له افغان دولت سره د خبرو اترو قرباني شو

----------------------------------------------------------------------

17.03.2010 ویسا

[img:a6da1a5376]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/molabtathe.jpg[/img:a6da1a5376]

د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي یوه سلاکار وویل، کله چې د افغانستان حکومت د طالبانو له دوهم نمبر مشرملاعبدالغني (مشهور په ملابرادر) سره پټې خبرې کولې، پاکستان هغه ونیوه او دې کار یې د افغانستان ولسمشرحامدکرزی سخت په غوسه کړ.

د کرزي سلاکار وویل: (( کله چې ولسمشرواورېدل چې پاکستانیانوملابرادر د امریکا د استخباراتو په مرسته نیولی، هغه سخت په قار شو. )) ده همداراز وویل چې له روانو خبرو سره سره ملابرادر په ضمني ډول د سولې په هغه درې ورځنۍ جرګه کې ګډون ته چمتووالی ښوولی وو چې ولسمشرکرزی یې د ثور په میاشت کې جوړوي.
د اسوشتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د کرزي دغه سلاکار، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د سولې د خبرو اترو په باب پوره مالومات لرل. نورو افغان مقاماتو منجمله د هلمند د والي امنیتي سلاکار عبدالعلي شمسي هم د افغانستان د حکومت او د ملابرادر ترمنځ د خبرو او تماس موضوع تایید کړه. ترټولو مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبره افشا کړه او ویې ویل چې ملابرادر چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره د پاکستان له خوښې پرته تماس ونیسي، د پاکستان له لوري نیول شوی دی
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د رسنیو ګڼ نور راپورونه هم تاییدوي چې ملابرادر د افغانستان د ولسمشر له استازو سره په تماس کې وو. څارونکي وايي چې پاکستان د دې لپاره ملابرادر افغانستان ته نه سپاري چې د دغه هیواد اراده او له طالبانو سره د آی ایس آی اړیکې لا زیاتې افشا کېږي. د اسوشتید پریس په وینا د افغانستان په جنوب کې یوه استخباراتي مقام وویل چې ملاعمر په ملابرادر باندې په دې سخت په غوسه وو چې ولې یې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی ښوولی وو او ده په همدې خاطر د پاکستان له استخباراتو د هغه د نیولو غوښتنه وکړه.
خو له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په نیویارک کې د طالبانو استازي عبدالحکیم مجاهد وویل چې ډېر طالبان غواړي چې خبرې وکړي. ده وویل چې ستونزه د طالبانو له لوري نه ده بلکې بهرني ځواکونه په خبرو کې خپله ګټه نه ویني
د اسوشتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ځینې کارپوهان وايي چې پاکستان د ملابرادر په نیولو سره غوښتل چې د کرزي د پخلانیې هلې ځلې له خنډ سره مخامخ کړي اویا کرزی مجبوره کړي چې له طالبانو سره په راتلونکوخبرو کې پاکستان هم شامل کړي
خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک، چې ویل کېږي سخت افغاني ضد احساسات لري او پاکستان ته ډېر نژدې دی، دا خبره ردوي او وايی چې دی داسي هیڅ ثبوت نه لري چې دا نظر تایید کړي



18.03.2010

داچې د کابل حکومت سره د ملي سولې له پاره تماس نيول ملي خدمت دی که ملي خيانت ، دا له دې نه معلوم او ثابتېږي چې نوموړی په دې کار د افغانستان دوښمنانو نيولی که دوستانو؟
آيا ملا برادر د پاکستان دISI له خوا نه دی نيول شوی؟
آيا چټلستان او ISI د افغانستان د ملت دوښمنان نه دي ؟
که ملا برادر د افغانستان په وړاندې ملي خيانت کولای يايې دوام ورکولای نو
آيا چټلستان به نيولی و ؟؟؟؟؟؟ نه هيڅکله نه !
د نوموړي له نيولو څخه له اظهر من الشمس څخه هم زياته روښانه شوه چې
چې ملابرادر نيول د افغان ملت سره خيانت دی او دملي خيانت پوښتنه اوس هغه
چاته راجع کيږي ، چا چې له ISI د ملابرادر د نيولوغوښتنه کړې وي !
ځکه يو افغان يواځې هغه وخت له ISI څخه د يو لوړ پوړي افغان طالب غوښتنه
کولی شي چې ستر ملي خاين او دISI استازی وي! نو اوس راشئ په خپله رانقل کړې ليکنې کې وګورئ چې دغسې کس يې څوک معرفي کړی :
[color=blue:2ba13f534a](( اسوشتید پریس په وینا د افغانستان په جنوب کې یوه استخباراتي مقام وویل چې ملاعمر په ملابرادر باندې په دې سخت په غوسه وو
چې ولې یې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی ښوولی وو[/color:2ba13f534a][color=red:2ba13f534a] او ده په همدې خاطر د پاکستان له استخباراتو د هغه د نیولو غوښتنه وکړه. [/color:2ba13f534a]))
خو داچې مشر ملا صيب يواځې نه ، بلکې د ISI ترڅنګ CIA هم د ملا برادر په نيولو کې مرسته کړې، دا روښانه کوي چې دا جګړه د امريکا ، پاکستان او طالب
مشرتابه په ګډه په سره پر خمنار او مظلوم افغان ولس تپلې ده، يوې خواته په حکومتي ځواکونو او بلې خواته په طالب جنګياليو!
الله تعالی دې دواړو وسلوالو خواو ته ته توفيق ورکړي چې په خبلو منځو کې سره يوشي او يوې خواته د ISI ايجنټان په خپله مشرتاپه کې او بلې خواته د CIA
ايجنټان په خپ لمشرتابه کې له منځه يوسي او بيا د امريکا او ناتو د پوځونو ويستلو په ګډه ملا وتړي !!!!

لعنت په ملي خاينانو او جنايتکاره ايجنټانو !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more