د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د شهير دليكني (دطالبانو مسكال) په ځواب كي

كريم كامران
14.03.2010

کندهارکې چاودنو(36) تنه خارجي اوداخلي عسکرمړه او(73)يي ژوبل کړل

يکشنبه, 14 March 2010 07:57 قاري/ يوسف احمدي

دتفصيلاتوسره سم تيره شپه ( 2010-03-13 ) شاوخواخوااته بجې د کندهار ښار په زړه کې دخاد په ریاست، د امنیه قوماندانۍپه ودانۍ، دشورا د مشر احمد ولي کرزي په کورچې دوالي دکوټۍ سره نژدې پروت دی ، دخواجک باباپه سیمه کې دنظم عامه په ودانۍ،د ډنډ څلورلارې ته نږدې دخارجي ځواکونوپه مرکز او همدا راز ددې ښاردسرپوزي په محبس داسلامي امارت دقهرمانومجاهدينوله لوري دیولړدرندوچاودونوسره جوخت وسله وال بریدونه هم ترسره شول

دسرچيني له مخې دغه خونړي اوکامياب بریدونه دمجاهدينوله لوري چې اصلي هدف یې داشغالګرو ځواکونو دقومندان (مک کرستل )ګواښ ته ځواب،اودنياوالوته داښودل ووچې دوی ددې توان او پوره امادګي لري چې دهيواددلري پرتو سیموسربيره هر وخت په هر ځاى او هر ډول شرايطو کې وغواړي د لوى خداى په فضل په دښمن داسي کلک بريدونه کولاى شي چې دښمن يې مخه نشي نيولاى،له سنجول شوي پلان سره سم په مشخصو اهدافو په يوه ډیرمنظم ډول ترسره شول چې له امله يي شپږديرش(36) تنه چې ديارلس(13) يی خارجي اونوريي داخلي عسکردي مړه اودرواويا(73)تنه نورسخت ژوبل شول

تربريدوروسته بريدکونکي مجاهدين چې ټوله شپه يي ددې ښارمهمي دولتي ودانۍ ترخپل کنټرول اوبريدونولاندې نيولي وې ،په خوندي توګه دخپلومرکزونوپه لورستانه شوي دي بايدوويل شي چې [color=blue:a43a42e513]له بریده ورسته ددې ولايت چارواکو دوراوښتو زیانونو دپټولو په موخه په يوه ډيره سپين سترګۍ ادعا وکړه چی دبریدونو ډیر قربانیان ملکی ښاریان دي ،[/color:a43a42e513] له سیمی نه عینی شاهدانو او ځینو ازادو رسنیو خبر ورکړ چې دامنیه قومندانۍپه ستره چاودنه کې ټول تلفات يوازي پولیسو ته اوښتي همدا راز دسرپوزی سیمه چې دښارپه يوه څنډه کې واقع ده وسلوال برید په امنیتی عسکرو ترسره شو او وروستی لویه چاودنه هم [color=blue:a43a42e513]دخارجي عسکرو په ګزمه په داسې حال کې ترسره شوې چې په ښار کې پر عامو وګړو دګرځیدو بندیز لګیدلی وو[/color:a43a42e513] ويل کيږي چې په دغوستروچاودونواووسله والوبريدونوکې دښمن ته دپورتنيوځاني تلفاتوسربيره نورخوراسخت مالي تلفات هم اوښتي دي دسیمي جهادي مسوولينو په خپل يوه وروستی پيغام کې ويلي چې دلوی خدای په نصرت اوپوره کومک کولای شي چې دشرائطوپه نظرکې نيولوسره په دې نژدې وختونوکې تردې نورقوي بريدونه هم ترسره کړي

سرچینه:
http://124.217.251.48/~alemarah/index/index.php?option=com_content&view=article&id=2704:-36-73-&catid=5:2009-03-12-06-25-17&Itemid=17


Lotfollah
16.03.2010

دوستانو سلامونه
قاری صیب يوسف احمدي خو بیخي د خبرونو موسقه منبع ده . کله کله قاری صیب آن علم الغیب ته نژدې کېږی. کله چې د قاری صیب ملګري کوم غولولی شوی مظلوم ځان وژنې ته لیږ ي مخکې لدې نه چې ځانوژونکي له جنت نه ورته تلفون کړﺉ وي قاری صیب د وژل شویو شمېر اعلانوی او وایي چې وژل شوي ټول بهرنیان دي. آیا کوم چا کوم وخت د قاری صیب له خولې اوریدلي دي چې د ځانوژنې پر کوم عملیاتو کې بی ګناه ملکي خلک وژل شوي وي ؟ طبعاً نه!!! او دا ځکه چې قاری صیب او ملګرو ته یې ټول هغه افغانان چې له دوی سره ندي هغه بهرنی او یا دبهرنیو تالي څټي او جاسوسان دي .
[color=blue:d32aa93ba2][quote:d32aa93ba2]له سیمی نه عینی شاهدانو او ځینو ازادو رسنیو خبر ورکړ چې دامنیه قومندانۍپه ستره چاودنه کې ټول تلفات يوازي پولیسو ته اوښتي[/quote:d32aa93ba2][/color:d32aa93ba2]په فارسی کې یو متل دی چې وایي: روباه دم خود را شاهد می کَشد!
دقاری صیب دا آزادې رسنۍ کوم نوم هم نلري؟؟؟ او د قاری صیب خیالی عینی شاهد به هرومرو هغه بل ریښتیا ویونکی ‌ذبیح الله مجاهد صیب وي ! که د مجاهد صیب د بهرنیو تلفاتو شمېر سره جمع کړﺉ دبهرنیو تلفاتو شمېر له میلیون نه هم اوړي !

واالسلام


میوند ننګیال
16.03.2010

سلامونه !
لطف الله لیکی :
[quote:63105564f2]قاری صیب يوسف احمدي خو بیخي د خبرونو موسقه منبع ده[/quote:63105564f2]
نه ګرانه موثقه منبع خو د امریکا غږ بی بی سی او سی ان ان ده او د صلیبیانو او اشغالګرو میډیا مو ثوقه ده هغه خلکو ته د منلو وړ ده .
هاهاهاهاها
[quote:63105564f2]کله کله قاری صیب آن علم الغیب ته نژدې کېږی[/quote:63105564f2]
خو ماته ته د قاری صیب نه ډیر رسیدلی شکاری ځکه چی د قاری صیب د غیبو په پوهیدلو ته هم خبریږی

[quote:63105564f2] آیا کوم چا کوم وخت د قاری صیب له خولې اوریدلي دي چې د ځانوژنې پر کوم عملیاتو کې بی ګناه ملکي خلک وژل شوي وي [/quote:63105564f2]

ددی نه لویه خبره دا ده چی ایا ددغه اجیر حکومت نه چا اوریدلی او یا یی د اشغالګرو نه اوریدلی دی کنه .

د قاری صیب رسنیو دمره پرمختګ ندی کړی لکه د امریکی

[quote:63105564f2] او دا ځکه چې قاری صیب او ملګرو ته یې ټول هغه افغانان چې له دوی سره ندي هغه بهرنی او یا دبهرنیو تالي څټي او جاسوسان دي [/quote:63105564f2]

که دا خبره وی نو بیا خو دا خبره دیره بده ده خو داسی به نوی


طالب ISI
19.03.2010

کریم کاروان صاحب سلامونه،

آیا د جهاد په وقت کې بیا وروسته د تنظیمی جګړو وقت کې او بیا د د تحریک په وقت کې ستا څوک شهیدان شوی؟
خدای پاک د وکړې چې نه وی ځوریدلئ ، ځکه که تا ته د یوکونډی، یتیم، معیوب مشکل ژوند نه دئ درمعلوم، نو کله چې په خبرونو کې واوریدل شې چې فلانې ځای کب بمباری وشوه، دومره کسان شهیدان شول، او یا فلانی ځای کی انتحاری برید وشو، دوه کسه بهرنیان او ۱۵ کسه اولسی وګړی شهیدان شول، نو عین خبر هر چا ته بیله معنی لری، بهرنیان خو بهرنیان دی، زه او ته خو پری خوشحاله کیږو، خو ۱۵ کسه اولسی وګړی، آیا ته پوهیږی چې څومره کورنئ په غم ولړل شوی؟
که په پنځلس کسانو کې لس کسه د بچیانو څښتن وی، نو چې په اوسط ډول هر یو ۴ ماشومان ولری، ۴۰ ماشومان یتیمان شول، آیا ددغه ماشومانو کفالت، ملا محمد عمر په غاړه اخلی؟ یا ای،اس،ای، یا سی،ای،ای، یا کرزئ؟ او یا خپله انتحاری!

په کوم هوټل کی چی واده وو، آیا که ستا د واده خوشحالی همداسی په غم بدله شی، ته به یې تحمل کړی؟

هیله کوم لږ له سوچ څخه کار واخلئ او لږ د پښتو درد ته درد ووايې، سره له دي چې طالبان له ناټو څخه په دروغو کې کم نه دی، ځکه کوم عرب مجاهد چې په خوست کې د سی،ای،ای په مرکز برید وکړ، طالبانو وویل چې دا د ملی اردو سرتیرئ وو، اودوی ته یی کار کوو.
او یا لکه نن چې خبرو کی وویل شوی، چې طالبانو په مارجه کې خلکو ته ویلې چی امریکایان ستاسی جوماتونه ړنګوی، ځمکه مو درڅخه نیسی، ..... ټول دروغ

کفار په عمومی صورت له مسلمانانو سره جوړ نه دی، نه یې خوښیږی، خو پښتنو ته په ضرر رسولوکی طالب، امریکايي، پاکستان ، ټلواله ټول یو مقام لری.
که چیرې د ملا برادر نیولو کې امریکا هم لاس ولری، بیا نو طالب، پاکستان ، او امریکا درئ واړه یو دی، د جنګ قربانې زه او ته یو، او هغه امریکاېې چې د بې کارئ له لاسه پوځ ته تللئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more