د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

راځئ له د یوه انتحاری سره آشنا شو چې څه وایی

طالب ISI
14.03.2010

دغه شخص وایې چې ددوی امیر ورته ویلې چې هر څومره بې ګناه کسان په یوه ځان مرګې برید کې مړه شی، نو د برید کونکې څخه هیڅ پوښتنه نه کیږی ، او د مړ شویو کسانو جنت او دوزخ په دی پوری اړه لری چې ، چې دوی د حکومت خلاف دی او که ، د حکومت سره دی.
ددی تر څنګ واېې چې که چیری دده خپل فامیل هم ددوی د هدف تر څنګ تیریږی، نو دوی به حمله وکړی، اود خپل فامیل په فکر کی به نه شی، نو پداسی حال کی، د طالبانو څخه ګیله کول یو حماقت دی، ځکه دوی ته زمږنږ مرګ کوم اهمیت نه لری.
http://www.youtube.com/user/geotv?blend=1&ob=4#p/search/1/OeOExvUZHKw


میوند ننګیال
16.03.2010

سلامونه او نیکی هیلی !

شهیر صیب شه ویډیو ده

ایا شهیر صیب سلیم صا فی پیژنی او کنه ته خبر یی دا پروګرام یی ولی جوړ کړی او دا کس څوک دی .

[quote:e35fd67af9]دغه شخص وایې چې ددوی امیر ورته ویلې چې هر څومره بې ګناه کسان په یوه ځان مرګې برید کې مړه شی، نو د برید کونکې څخه هیڅ پوښتنه نه کیږی[/quote:e35fd67af9]

دغه کس چی وایی چی امیر ورته ویلی دی :

دغه د حکومت یو ایجنت دی او د حکومت د خولی خبره کوی او پا کستانی حکومت یی امیر دی که ته یی منی او کنه خو پدی په پیشور کی ډير بحث شوی .

پاتی شوه د طالبانو خبره نو طالبنو څو څو واره ویلی چی مونږ ډیر کوشش کوو چی عام وګړی ونه وژنو کله کله بله لار نوی نو دا کار وشی .

شهبیر صیب دا پرو پا ګنده دی دلته مه خپروه خلک خبر دی چی دا د خرڅ شوی او اجیر زرداری د حکومت خبری دی او همداسی په صهیونو خرڅ شوی افغانی پارلمانیانو پرپاګند ده.

زه د طالبانو سره تړاو نلرم خو پدی اوسنی شریطو کی ترینه دفاع کوی


monir
16.03.2010

سلامونه او ښې چارې
که شهیر صاحب او یا کوم بل هیوادوال مهربانی وکړي د ویدیو پښتو یا فارسی ژباړه ماته په pm کې واستوی زه به دا ویدیو په subtitel سمباله او په یو تیوب کې یې خپره کړم تر څو نور هېواد وال چې په اردو نه پوهېږي هم دا ویدیو وګوری !

په درنښت



16.03.2010

ننګيال صيب سلامونه!
[quote:79642d5c1b]ایا شهیر صیب سلیم صا فی پیژنی او کنه ته خبر یی دا پروګرام یی ولی جوړ کړی او دا کس څوک دی . [/quote:79642d5c1b]
چې علاج يې وشي که څنګه ؟؟؟؟:lol: :lol: :lol:
هسې خو له پوځي جنرالانو او استخباراتو له خولې څخه په کراتو مراتو دا منښته اورېدل کيده چې طالبان يې په لاس کې دي، ولې اوس خو يولوی سياسي ګوند هم منښته وکړه
چې طالبان لر او بر ټول زمونږ (مسلم ليگ ) په اجنډا سره ترهګري بريدونه تر سره کوي!
نو ددغه نيول شوی ځانوژونکی خبرې ځکه سمې بريښي چې له دغسې بې
مسوليته، متعصبانه او د شهادت دلوړترينو درجوله تضمينونکې روزنې پرته
يو هم دېته نشي حاضرېدای چې له خبل خواږه ژوند څخه تير شي! په دې برخه کې جزي ترين ويښ تنقيدي فکر د ځانوژونکي په سر کې نه پريښودل کيږي او باور لري چې په دې کار سره د جنت حوري غلمان به لکه پتنګان ترې راتاويږي او دغه ډول بريد يې هلته سم سيخ وررسوي!


pattang
16.03.2010

خلک دې وايې تهمتونه
ددروغجنو مزل لنډ روسوا به شينه

[quote:189a08fc01="پتوال"]ننګيال صيب سلامونه!
[quote:189a08fc01]ایا شهیر صیب سلیم صا فی پیژنی او کنه ته خبر یی دا پروګرام یی ولی جوړ کړی او دا کس څوک دی . [/quote:189a08fc01]
چې علاج يې وشي که څنګه ؟؟؟؟:lol: :lol: :lol:
هسې خو له پوځي جنرالانو او استخباراتو له خولې څخه په کراتو مراتو دا منښته اورېدل کيده چې طالبان يې په لاس کې دي، ولې اوس خو يولوی سياسي ګوند هم منښته وکړه
چې طالبان لر او بر ټول زمونږ (مسلم ليگ ) په اجنډا ترهګري بريدونه کوي!
نو ددغه نيول شوی ځانوژونکی خبرې ځکه سمې بريښي چې له دغسې بې
مسوليته، متعصبانه او د شهادت دلوړترينو درجوله تضمينونکې روزنې پرته
يو هم دېته نشي حاضرېدای چې له خبل خواږه ژوند څخه تير شي! په دې برخه کې جزي ترين ويښ تنقيدي فکر د ځانوژونکي په سر کې نه پريښودل کيږي او باور لري چې په دې کار سره د جنت حوري غلمان به لکه پتنګان ترې راتاويږي او دغه ډول بريد يې هلته سم سيخ وررسوي![/quote:189a08fc01]



16.03.2010

[quote:a7f086f92b]خلک دې وايې تهمتونه
ددروغجنو مزل لنډ روسوا به شينه [/quote:a7f086f92b]

نام خدا ! نامخدا!، شرميږې نه !!!
.
.


pattang
16.03.2010

ولې وشرميږم دداسې مکارې ليکنې ځواب ته خو دادې نجونو ټيکۍ
کفايت کوي ٠
شرم خودهغوی لپاره دی چې اشغالګرو او فاسد رژيم ته پرو پاګنده کوي او
يو پښتني پاڅون تر ابده له ISI پورې تړي٠
غلام يو غلام څه دلته څه هلته ،نرهغه ده چې له دواړو ځان خلاص کړي ٠
دطالب پاڅون اوله مرحله ده، دوهمه مرحله به يې بيا ګورو٠

[quote:e6725009a6="پتوال"][quote:e6725009a6]خلک دې وايې تهمتونه
ددروغجنو مزل لنډ روسوا به شينه [/quote:e6725009a6]

نام خدا ! نامخدا!، شرميږې نه ![/quote:e6725009a6]



16.03.2010

د اشغالګرو او ګوډاګيو پرضد چې څومره ليکلی شې ليکه، د هر اشغالګر، هر ګوډاګي او هر فساد پرضد درسره ولاړ يم، خو يو ککړ لاس په بل ککړ لاس مه
مينځه، د يو ملي خيانت د بل په ملي خيانت مه تبرئه کوه او دويم دريم پړاو او ياکومې نامعلومې مرحلې ته يې مه سپاره !
اشغالګره امريکا او انګلستان سره يو دي ، او ګوډاګيان يې هم يو بل ته زاري کوي، ملا برادر او نور امريکا يانو او پاکيانو په ګډه سره نيولي دي، دا څه معنی لري ؟؟؟ د جګړې علت ، بهير او نتيجې  ددوی دواړو په کنترول کې  دي ٠
دغه او نور جنايتونه  که دوی کوي ،که يې طالبان ورسره کوي او که يې د کابل حکومت وکړي ، بي امانه بايد رسوا شي ، يو خوا بيچاره ملت دی، او بل  خواته دغه  ټول جنايتکاران دي لکه اشغالګر، پاکستانيان ، طالبان او حکومت ، د ټولو خيانت او جنايت بايد همزمان رسوا شي ٠ دويم پړاو نشته او نه خبره دويم پړاو ته رسيږي ، د خيانت و جنايت له رسوا کولو او غندلو ښه جهاد او مبارزه بله نشته ٠ 


عبد السلام
17.03.2010

[code:1:aaf4948e54]د خيانت و جنايت له رسوا کولو او غندلو ښه جهاد او مبارزه بله نشته ٠ [/code:1:aaf4948e54]
کورمو ودان پتوال صاحب همداسی ده ،څوک چې دیوه په خیانت
سترکې پټوي او دبل پسې چراغ ګرځوي دا دوموخیزه سیاست دی
چې اوږده بقا نلري.
او دشهادت پټول هم لکه ټولو ته چې معلومه ده په هیڅ مذهب کې
جواز نلري ! الی دځان اودنورو غلونکو په مذهب کې!

دشاهر صاحب له خوا په دې رانقل شوې ویدوکې داخود کشه کس
خو را ته له عقلی صحته مطلقاً خلاص ښکاري ،
اويو مطلق لیونئ او د عقلی مداوی وړ بیوزله کس څرګندیږي!
نودلیونو اونورو عقلی معذوره کسانو نه ګټه اخیستل جرم ندی؟



17.03.2010

ورور عبدالسلام ته مې سلام!
کور دې ودان ، دحق او حقيقت پلويان به د حق او حقيقت په اړه نه د CIAکرزيخيلوته او نه د ISI طالبخيلو ته تسليم شي!
مونږ بايد حقيقت دولس غوږ ته ورسوو، مونږ دهيڅ قدرت سياستوال نه يو چې حقيقت په مراحلو ويشو او له دويمۍ دريمې يا څلورمې مرحلې مخکې يې په ويلو
خپل روان سياست له ماتې سره مخامخ کوو ! افغان ولس بايد خپر وي چې په آزادانه ډول خپل سرنوشت پخپله وټاکي ، دحقايقو په پټولو سره مونږ د هغوی غاړې ته د پرديو د غلامۍ کړۍ ورغورځو، که هغه کړۍ له طالب څخه جوړه وي او که له کرزيخيلو څخه، اقلآ بايد نوره يې هم کلکه او ابدي خو نکړو!
که دواړه خواوې د پرديو د غلامۍ په سِل اخته وي او ژغورل يې امکان نه لري، نو زما ستا او بل او بل د تنقيد ګوزارونه به مرسته وکړي چې رغيږي نه نو مردار به شي
او خدای دې مردار کړي ، چې ولس يې له دې چټل رنځه خلاص شي !
هو، افغان ملت دې ته اړتيا ت-نه لري چې افغانستان د امريکا په په غلامانو آباد کړي ، او دې ته لا هېڅ ضرورت نه لري چې د پنجابي چټلستان په غلامانوافغانستان وران کړي!
که له خپلوبادارانو له بادارۍ او د هغوی له غلامۍ کولو پرته وطن آبادول غواړي نو ملي روغه جوړه دې وکړي ! هغه وخټ چې د پاکستان غلام شويو افغاني تنظيمونو د مسکو غلام شوي نجيب له حکومت سره ملي سوله له دې شرط
سره هم نه کوله چې دمسکو د لاس د قطع کولو سره به بيا دپاکستان لاس هم قطع کيږي، نو خبلې ملي ګټې يې د پاکستان له ملي ګټو څخه قربان کړې او هيواد يې
د ISI په لاسلرنه داسې وران اوولس يې داسې وواژه ، وځاپه او ويې کړاوۀ چې تر نن ورځې پورې يې دردونه او پرهرونه چېړل کيږي!
آيا غواړئ چې دغسې ناتار بيا په افغان ولس تکرار شي ؟؟؟؟؟؟؟
اول د شوروي ناتار او بيا د ISI د اسلامي تنظيمونو ناتار په شان اول د امريکا روان ناتار او بيا د ISI د اسلامي طالبانو ناتار ؟؟؟؟؟؟؟؟
ماهغه وخت هم شخصا په افغان مجاهدينو، کله چې پاکستان ددوي په خوله ملي سوله ردوله ، غاړه خلاصه کړې وه او په دعوت اخبار کې مې ورته د يو مفصل مضمون په پای کې وليکل چې ورونو مه کوئ ګوری :

[color=red:b3095090d6]دپنجاب خامار مو غاړې نه تاويږي
................................................... او دا وطن به بيا همستا په لاس ورانيږي![/color:b3095090d6]

اوس د شوروي ماتې حالت د امريکا د ناکامۍ په بڼه تکراريږي او امريکا او پاکستان همغسې د ملي روغې جوړې له واقعي بري څخه ويريږي نو په ګډه هغه طالب مشران نيسي چې د ملي سولې د حکومت په جوړولو کې ګډون ته تياريدای شي، هغه وخت هم شوروي او پاکستان دواړو د ملي روغي جوړې
اجنډا له دواړو خواو څخه له ماتې سره مخامخ کړه :
شوروي افغانستان د شمالي ټلوالې او پاکستان د مجاهدينو د جګړو ډګر وګرځاوه ، تر څو چې د امريکا په مرسته افغانستان سېسره د پاکستان په لاس کې ولويد!
امريکا ددغسې خطر په ساتلو سره خپلې جګړې ته دوام ورکړی او د حتمي ناکامۍ په صورت کې به دافغانستان سرنوشت بيا دغه خطر ( پاکستان ) ته سپاري!
[color=blue:b3095090d6]نو ددې لوی خطر په ضد جدي مبارزه په کار ده چې هم بهرنيان له هيواده ووځي او هم
پاکستان بيا نه د مجاهدينو او نه د طالبانو په يو اړخيزه بڼه پر افغانستان مسلط شي ، دا کار ديوې ټول اړخيزه ملي سولې د حکومت په جوړولو سره ممکن دی او بس ![/color:b3095090d6]


pattang
17.03.2010

[quote:ae67765b12]کور دې ودان ، دحق او حقيقت پلويان به د حق او حقيقت په اړه نه د CIAکرزيخيلوته او نه د ISI طالبخيلو ته تسليم شي![/quote:ae67765b12]

واو ا څه ګل خبره ده !
خو که دځوان ليکنې سړی په ريڼو سترګو وګوري او واحد يې پروپاګنده ونسي
نو د ښونځي په رياضي به داسې وتلل شي :
طالب : ( | کرزی+ فهيم + محقق + دوستم + عطا+ اشغالګر | ) :=
( 1000 : ا)
سياست يو سابته معادله نده چې سړی يې حل کړي ، تر حل پورې يې مجهولات هره کړۍ تغير خوري .



17.03.2010

[quote:54c73df0c1]خو که دځوان ليکنې سړی په ريڼو سترګو وګوري او واحد يې پروپاګنده ونسي نو د ښونځي په رياضي به داسې وتلل شي : [/quote:54c73df0c1]
خو که ددغه ځوان ليکنې هم سړی په ريڼو سترګو وګوري او واحد يې د پروپاګند
په ځای حقيقت ونيسي نو د ښونځي په رياضي به داسې وتلل شي :
( | کرزی+ فهيم + محقق + دوستم + عطا+ اشغالګر | ) : (طالب + ګلبدين + ISI+ مسلم ليګ + مشرف + مولوي فضل رحمان + قاِضي حسين احمد +پيوپل پارټي) =
( 1000 : ا) شي!
د انګليس او امريکا استخبارات خو لا څکی څکی چې زيات د پاکستان سره او لږه همکاري د کرزي سره کوي!

[/quote]


pattang
17.03.2010

دلته دخره لکۍ ترې جوړه شوه که له يوې خوايې اندازه کوې او که له بلې پتوال صيب
په خپل خره سپور ده :
دطالب ټکول اوسپکول اشغالګرو او فاسد رژيم ته چوپړ دی٠
غېرې منطقې او خيانت ده چې ټول لر او بر طالبي پاڅون په ISI پورې تړ ل کيږي
او داسې عمل دغه انتي پښتون حرکت نور هم تقويه کوي ٠
مشر تابه که پټه ملي مفکوره ونلري نو هغه به ډېر ژر لرې کيږي خو په نطفه کې
يې ټکول او بې سبوته پروپاګنده د پښتون په ضداو دسمرقندي مهاجرو په ګټه ده
دافغانستا ن خره او دغلو پارلمان ټول جنګي جنايتکاران په اکسريت سره معاف
کړل٠ څوک به سزا ور کړي CIA ? اشغالګر ? نور لاسپوڅي ?
اوکه مېړني طالبان٠ ?
انډيواله خدای پاک دې نصيحت درته وکړي٠

[quote:5808af8734="پتوال"][quote:5808af8734]خو که دځوان ليکنې سړی په ريڼو سترګو وګوري او واحد يې پروپاګنده ونسي نو د ښونځي په رياضي به داسې وتلل شي : [/quote:5808af8734]
خو که ددغه ځوان ليکنې هم سړی په ريڼو سترګو وګوري او واحد يې د پروپاګند
په ځای حقيقت ونيسي نو د ښونځي په رياضي به داسې وتلل شي :
( | کرزی+ فهيم + محقق + دوستم + عطا+ اشغالګر | ) : (طالب + ګلبدين + ISI+ مسلم ليګ + مشرف + مولوي فضل رحمان + قاِضي حسين احمد +پيوپل پارټي) =
( 1000 : ا) شي!
د انګليس او امريکا استخبارات خو لا څکی څکی چې زيات د پاکستان سره او لږه همکاري د کرزي سره کوي!

[/quote:5808af8734][/quote]


میوند ننګیال
18.03.2010

سلامونه !

[quote:a43701c05b]چې علاج يې وشي که څنګه ؟؟؟؟[/quote:a43701c05b]
علاج نه ما خبره د پیژندګلو کړی

علاج خو باید د اجیر کرزی او دهغه خرڅ شوو وکیلانو وشی چی خپل افغانیت اسلام او ازدی یی د یهودو په غیږ کی اچولی .

پتوال صیب ما کله هم د پا کستان صفت ندی کړی او نه یی کوم خو که پا کستان زما 99 فیصده دشمن دی نو د اد مجوسو او حرامیانو بچی ایرا ن می 10000 فیصده د شمن دی ایران زما په کلتور مستقیما تیری کړی ایران دپدرام او نورو مرده ګانو غوندی خلک را پا څوی .

ګران پتوال صیب !

دته د پا کستا د ملایانو خبره کوه خو زه درته خپله وکړم .

چی په هر یهودی او اشغالګر فدایی حکله روا ده که ته یی کمنی او کنه هغه ستا خپل کار دی او همداسی په هر هغه چا چی د اسلام مخالف کار کوی او د اسلام په ضد وی پّ افغانستان کی .


larghonay laraway
18.03.2010

السلام علیکم!
زه د ويډيو په هکله څه نه وايم چې ښه ده او که بده. ځکه چې په خپله په ښار کې اوسم او باور وکړئ هره ورځ له ځان مرګو يا د ځينو کليوالو په اصطلاح د ځوانيمرګو له حملو وېرېږم. ځکه چې له يوې خوا د کرزي صیب دا لنډه غر مېلمانه نه کوڅه ګوري او نه بازار، بس ټوله ورځ ګزمې کوي او له بلې خوا ځوانيمرګي راډېر شوی دی.
زه يوازې دومره وايم چې ايا ځوانيمرګي سالم خلک دي؟
ځکه چې ما اوريدلي چې په پاکستاني مدرسو مریضان او جيلونو کې بې کسه بنديان په پيچاريو او درملو بې سده کوي او بيا يې افغانستان ته د انتحاري بريدونو لپاره را استوي. همدا راز په ايران کې هم.

يو خو هغه ځوانيمرګي وي چې په ټي وي مرکې کوي او ځينې افشاګانې هم کوي چې دا ماته مصنوعي ښکاري.
بل هغه سوزيدلي جسدونه چې حکومتونه د دروغو دعوه کوي چې عرب، پاکستانی يا افغان ؤ.
ايا څوک داسې یو نفر ښودلی شي چې د پلاني کلي ؤ او ده پېژندلو او ځان يې انتحار کړ؟
که عاشقي له اوره نه وی
پتنګ به ولې ځان په اور ستي کونه


كريم كامران
18.03.2010

[quote:1012ae8fb9]ځکه چې ما اوريدلي چې په پاکستاني مدرسو مریضان او جيلونو کې بې کسه بنديان په پيچاريو او درملو بې سده کوي او بيا يې افغانستان ته د انتحاري بريدونو لپاره را استوي. همدا راز په ايران کې هم.[/quote:1012ae8fb9]
لاروی صیب! دلارو کوڅو په خبرو باور مه کوه، حتمي نه ده هرڅه چې واورې رښتیا دې وي.
دا دکرزې دادارې او دهغې دبادارانو تبلیغات دي، که په پیچکاریو او درملو وي نو وردې کړي امریکا دغه دوايي چاته چې کومه ورځ په طالبانو استشهادي حمله وکړي!!!
استشهادي حمله نه په پیچکاریو ده او نه په درملو، دپیچکاریو او درملو خبره هغه څوک کوي چې دقوي ایمان او قوي عقیدې په معنی نه پوهیږي. ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله په خپلې یوه بیانیه کې ډیره ښکلې خبره کړې او بایدپه زرینو کرښو ولیکل شي، هغه چې دطالبانو دتحریک دشروع او ابتدا تاریخ یې بیانوه او په ډیر لنډ وخت کې یې دطالبانو دلویو فتحو او ګړندي پرمختګ خبره کوله، ویل چې په دې حقیقت باندې یوازې او یوازې هغه څوک پوهیږي چې زړونه یې دایمان او عقیدې په رڼا روښانه وي، او دهغه چاچې په زړه کې د ایمان ډیوه مړه وي او عقیده یې کاواکه وي زمونږ دا ګړندی پرمختګ په مادي اسبابو تړي او طالبان په بهرنۍ مرستې تورنوي.

نوزه هم وایم چې داستشهادي حملې په حقیقت هغه څوک پوهیږي چې په قوي ایمان او عقیدې یې زړه روښانه وي، او دمړې عقیدې څښتن چې خپله یې په زړه کې دالله په دین باندې دسر قربانو جذبه او احساس نه وي استشهادي حمله دپیچکاریو او درملو نتیجه بولي. فیاللعجب!!


larghonay laraway
24.03.2010

السلام عليکم!
کریم کامران صیب ليکلي:

[quote:814ff33d64]لاروی صیب! دلارو کوڅو په خبرو باور مه کوه، حتمي نه ده هرڅه چې واورې رښتیا دې وي.
دا دکرزې دادارې او دهغې دبادارانو تبلیغات دي، که په پیچکاریو او درملو وي نو وردې کړي امریکا دغه دوايي چاته چې کومه ورځ په طالبانو استشهادي حمله وکړي!!! [/quote:814ff33d64]

بالکل د لارې او کوڅو په خبرو باور نه کوم. ځکه خو مې دا پوښتنه بحث ته وړاندې کړې ده او ستا خبره هم راته کوڅه يي ښکاري ځکه چې کوم منطق او دليل نه لري. د ملا عمر خبره څه د خدای کلام نه دی چې (باالغیب ) ايمان پرې راوړو. ملا عمر باید خپلې خبرې ته د منطق پرتوګ ورواغوندي.
تاسو هم زما پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. ځکه ما د روسانو سره د جهاد په وخت کې يوازې د خپل کلي د لسګونو شهيدانو نومونه زده دي او پېژنم يې. نو که انتحاريان او ځانچاودي په رښتيا انسان وي نو پته يې ولې ورکه ده. ما خو تر اوسه د يوه ځانچاودي خواخوږی ونه ليدو چې د ځانچاودي ويرنه يې کړې وي.

کامران صیب ستا د منطق سره ماته د ځينو ټګانو پيرانو خبره رایاده شوه. څوک چې د ګوډګرو او جټانو پيرانو په هکله د رد څه ووايي نو هغوی ورته وايي چې د ده عقيده خرابه ده.
په پېښور کې يو ځل اوازه شوه چې شهيدان په جنډو کې ښکاري او ګنهګاران يې نه ويني. باور وکړه چې چاته به نه ښکاريدل، هم سترګې به يې پورته پورته کولې او له ډاره يې نه شو ويلی چې نه ښکاري ځکه چې بيا د کامران لالا غوندې خلکو ډېر ځغرده پرې د کفر او بې عقيدې ټاپه لګوله.


كريم كامران
25.03.2010

[quote:980a80cb45="larghonay laraway"] د ملا عمر خبره څه د خدای کلام نه دی چې (باالغیب ) ايمان پرې راوړو. ملا عمر باید خپلې خبرې ته د منطق پرتوګ ورواغوندي. [/quote:980a80cb45]
ملامحمد عمر مجاهد ډيره پر منطق ولاړه خبره کړې خو دا چې ته یې په معنی او ارزښت نه پوهیږې نو ستا عقیدې پورې اړه لري.

زه همیشه خلکو ته وایم چې دیو مسلمان تحلیلګر (څیړونکي) او یو غربي غیر مسلمان تحلیلګر دآراوو او تحلیلونو تر منځ بایدخامخا توپیر موجود وي، ولې چې مسلمان باید په دې آیتونو باندې ایمان لري چې (إن ينصركم الله فلا غالب لكم)، (كم من فئة قليلة غلبت فئة كثيرة بإذن الله)، (ذلك بأن الله مولى الذين آمنوا وأن الكافرين لا مولى لهم).................
ديو مسلمان په سياسي تحليل کې باید په الله باندې دقوي ایمان څرک له ورایه معلوم وي، یو مسلمان سیاسي محلل باید درسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او غزواتو ته په په اړخیزه توګه کتو سره په یوې موضوع رڼا واچوي.
بالمقابل دیو غیر مسلمان نظر باید خامخاپه مادیاتو ولاړ وي، هغه که دبدر په غزا کې دمسلمانانو دفتحې اسباب څیړي هم به یې ټول ترکیز په مادياتو وي، او دمسلمانانو مادي قوت به لټوي او دمشرکانو مادي ضعف به څيړي، خو که یو مسلمان څیړونکی غواړي دبدر په غزا کې دصحابه وو دفتحې عوامل وپلټي لومړی به یې سترګو ته دا ایت ودریږي چې: (إذ تستغيثون ربكم فاستجاب لكم أني ممدكم بألف من الملائكة مردفين).
نو لاروی صیب دملا محمد عمر مجاهد خبره بې له شکه چې دالله کلام نه دی، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې له یو داسې زړه څخه راوتلې خبره ده چې په الله باندې په کلک ایمان او قوي عقیدې مالامال دی.
نو مونږ باید (یوازې په دې موضوع کې نه، بلکې په هره موضوع کې) همیشه کوښښ وکړو چې په پټو سترګو هغه غربي افکار قبول نه کړو چې له غربه راواردیږي او له افغانایز کیدلو وروسته په مونږ راتپل کیږي.

خو لاروی صیب په پټو سترګو هغه څه مني چې دخپلو پیرانو له خولو یې واوري او بیا دپیښور دګوډګرو کیسه هم ماته کوي، فیا للعجب!!

[quote:980a80cb45]نو که انتحاريان او ځانچاودي په رښتيا انسان وي نو پته يې ولې ورکه ده. ما خو تر اوسه د يوه ځانچاودي خواخوږی ونه ليدو چې د ځانچاودي ويرنه يې کړې وي. [/quote:980a80cb45]
همدومره به درته ووایم چې نه پوهیږم ته په کومه دنیا کې اوسې؟!!!


pattang
25.03.2010

[quote:5d49b87978]تاسو هم زما پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. ځکه ما د روسانو سره د جهاد په وخت کې يوازې د خپل کلي د لسګونو شهيدانو نومونه زده دي او پېژنم يې. نو که انتحاريان او ځانچاودي په رښتيا انسان وي نو پته يې ولې ورکه ده. ما خو تر اوسه د يوه ځانچاودي خواخوږی ونه ليدو چې د ځانچاودي ويرنه يې کړې وي[/quote:5d49b87978]

وروره ځان و ژنه اسانه کار ندی او په اسلام کې هم په نسبتي موازنه دا عمل ندی روا
دروسانو په وخت کې cia او غربي صليبيانو مجاهدينوته دکمونيزم سوسياليزم دمنځه وړلو لپاره دومره اصلحه او پيسې ورکولې چې پاکستان هم پرې اباد شه ٠
حتا په هغه وخت کې مجاهدينو جبهه جنګ هم کاوو٠
دطالبانوجنګ خو او س د ميږي او پيل جنګ دی ، طالب په لوڅو پښو له ټولې
صليبي نړۍ ، سمرقندي محاجرينو او نورو لاسپوڅو سره جنګ کوي چې مقائسه
هيڅ نه کيږي نو لدې کبله داسې حملې کيږي ٠
او دا دپيچکاري خبري دکنډو ښځو دکوڅو خبرې دي٠
الله دې طالبان موفقه کړي٠


wadan

wadan
26.03.2010

سلامونه 
شهير صيب خو د پورتني ويډيو په اساس  ادعا کوي ٠ پتنګه وروره ته د ځه شي په اساس هغه ردوی؟
په درناوی


Re: wadan

pattang
26.03.2010

مقصد دې پيچکاري دي ?
که وي نو هغه طب ، کميا ، بيالوژي او منطق نه مني ٠
که مقصد دې انتحاري حملې وي هغه يواځې طالبان نکوي نورو مليتونو قومونو
هم کړې دي او دا هغه وخت دی چې انسان بله لاره نه ويني ، په داسې حملو کې طبعا
بې ګنا خلک مري ، د امريکايانو (درونه : بې پيلوټه الوتکو ) هم په وزيريستان کې
په تروريستي حملاتو کې ناخبره په ېر زرګونو بې ګنا انسانان مړه کړل .
چېره ده UN?
چېرې ده دبشر دحقوقو کميټه او نور غربيان چې له ديموکراسي څخه ناري وهي!
په طالب پسې دټولو لار يوده ٠
د سپويو کور په کور بدي ده ، خوار فقير ته يې يوه ده ٠


[quote:47e76facf3="wadan"]سلامونه 
شهير صيب خو د پورتني ويډيو په اساس  ادعا کوي ٠ پتنګه وروره ته د ځه شي په اساس هغه ردوی؟
په درناوی[/quote:47e76facf3]


محترمه سلام

عبدالمتین
26.03.2010

محترمه سلامونه ومنه
ګرانه دشک ځای نشته پکی ، او شک مکوه خدای نا خواسته چی ګونهګار به شی،


wadan

wadan
27.03.2010

سلامونه ،
نه موخه می ځان وژونکو او هغوی لارښوؤنکو ته د عام خلکو د ژوند بی ارزښت توب دی.
تاسي هر کله اوري چی پدی بریدونو کی ډیر ولسی وګړي مړي. ددی خلکو وژنه ګناه ده او کنه؟ که په یو هو یا نه باندی ځواب راکړی ښه به وي. بل دا چی دا خلک ځه دي ؟ شهيدان؟
ګناهکاران؟ مجبوران؟او که خدای مکړه کافران؟
بل دا چی ددی خلکو په وژلو سړی کومه مرتبه لاس ته راوړي ده غازي توب او یا د يو قاتل؟ هیله کوم په سړه سینه ځواب راکړی٠
په درناوی
خلک نه می مطلب ولسي وګړي دي


كريم كامران
27.03.2010

[quote:6afd95c5ad]تاسي هر کله اوري چی پدی بریدونو کی ډیر ولسی وګړي مړي. ددی خلکو وژنه ګناه ده او کنه؟ که په یو هو یا نه باندی ځواب راکړی ښه به وي.[/quote:6afd95c5ad]
له چا څخه یې اورو؟ دکرزي دادارې او امریکایانو دنطاقانو له خولې چې له ازادۍ او نورو اجیرو او غلامو راډیوګانو څخه خپریږي؟؟ لږ له عقل څخه هم کار اخیستل هم په کار دي، طالب له امریکايي اشغال څخه دولس دنفس او ناموس دژغورلو لپاره ټوپک رااخیستی هغه څنګه بیا همدا ولسي وګړي ووژني؟؟؟
که طالبان وغواړي چې ولسي وګړي ووژني نو دا کار ورته هیڅ مشکل نه دی چې په عامه اوسیدونځایونو او بازارونو کې چاودنې وکړي او هره ورځ په سلهاوو ولسي خلک ووژني،همدارنګه په طالبانو پسې همیشه دمکتبونو او ښونځیو دورانولو تورونه پورې کیږي که چیرته طالبان همدا نن دمکتبونو او ښوونځیو ورانول وغواړي سباته به په ټول افغانستان کې نیمايي مکتبونه له منځه تللي وي، مونږ باید دې ټکي ته متوجه اوسو چې په طول دتاریخ کې اشغالګرو همیشه هڅه کړې چې مقاومت کوونکی اړخ په رنګارنګ تورونو بدنام کړي او دملت ملاتړ ورسره کمزوری کړي، مونږ باید په دې وپوهیږو چې دا هرڅه ددښمنانو دتبلیغاتو پرته بله هیڅ توجیه نه لري، اشغالګر په راز راز حربو او طریقو غواړي دطالبانو سپیڅلی نوم بدنام کړي زه همیشه په دې ټکي ډیر ټینګار کوم چې که غواړو په حقایقو پوه شو نو باید ددواړو اړخونو آراء او نظریات په انصاف سره او بې له دې چې کوم ته لوري ته په تعصب قائل واوسو واورو، او بیا ترې نتیجه ګیري وکړو. خو متاسفانه نن ورځ مونږ وینو چې خلکو ته له بګرام څخه نشریدونکې خبرپاڼه له لوح محفوظ څخه رالیږل شوی خبر ښکاري او دهیڅ راز دروغو او خطاوو ګنجایش پکې نه ویني په تیره بیا چې له بي بي سي، امریکاغږ، او ازادۍ راډیو نشر شي. زه خو خپله هک پک پاتې شم چې ولې مونږ ددوی دتبلیغاتو ترتاثیر لاندې راځو په داسې حال کې پوهیږو هم چې دنړۍ دټولو خبري رسنیو او تلویزوني چاینلونو خبرونه او راپورونه وروسته له هغه چې سانسور او چاڼ شي او دامریکا له خوا دنشر اجازه ترلاسه کړي نشریږي.
دکابل دامنیت ملي وروستۍ فیصله به مو په یاد وي چې خبري رسنیو ته اجازه نه ورکوي د طالبانو صفونه او دجګړې صحنه له داخل څخه انځورګري او دنیاوالو ته وړاندې کړي.
او دښمنان ددې نقطې په اهمیت پوهیدلې ځکه خو دطالبانو خبرې او نشراتي وسائل لکه انټرنټ پاڼې، مجلې، او دتلویزونونو او راډیوګانو له لارې خپل غږ اوچتول او ولس له حقایقو آګاه کول، له مختلفو چیلنجونو او مشکلاتو سره مخامخ وي.
او دا داسلام ددښمنانو کومه نوې دسیسه هم نه ده، درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دمکې مشرکانو نه غوښتل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل غږ خلکو ته ورسوي او په خپلې حقیقي څیرې یې خلک وپيژنې ځکه چې که چیرته دمکې مشرکانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبروته غوږ ایښی وای او قرآن کریم ته یې غوږ نیولای وای هرومرو یې په زړونو تاثیر کاوو او ایمان یې راوو، نو ځکه به مشرکانو یوتربله ویل: (لا تسمعوا لهذا القرآن والغوا فیه لعلکم تغلبون): تاسو دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او غالمغال او شورماشور کوئ، که دا کار مو وکړ شاید تاسو غلبه ومومئ.
لکه نن ورځ چې دطالبانو پرمخ په ټوله نړۍ کې په خبرې رسنیو بندیز لګیدلې او نه شي کولای خپل غږ ولس ته ورسوي او دداسې پوچو تبلیغاتو په مقابل کې له ځانه دفاع وکړي.


larghonay laraway
27.03.2010

السلام عليکم!
هر وخت که تاسو په بحث کې د بې کمزوري منطق او سرتمبه خوی څښتن وګورئ نو هغه به ډېر زر يا جګړه کوي او يا به ټاپه لګوي.
کامران صیب له يوې خوا د اسلام ټيکه داري کوي او د قرآن عظيم الشان آيتونه او احاديث راوړي چې يو هم زما له پوښتنې سره ارتباې نه لري. او له بلې خوا بيا راته ليکلي:
خو لاروی صیب په پټو سترګو هغه څه مني چې دخپلو پیرانو له خولو یې واوري فیا للعجب!!
ګرانه ما پوښتنه کړې چې که رښتيا هم ځانچاودي سالم انسانان وي نو ايا څوک شته چې ووايي چې ځانچاودی يې د کلي، سيمې او يا ولسوالۍ دی او پېژني يې؟

زه ډېر داسې طالبان پېژنم چې د همدې اوسني حکومت او بهرنيانو سره په جګړو کې وژل شوي چې هم يې نوم معلوم دی، هم درک او هم خرک. خو داسې ځانچاودی مې نه دی ليدلی چې کلی، ولس او خپل خپلوان يې معلوم وي. دا چې د کابل بې ايمانه اداره او يا د طالبانو کرکټري او فرضي څيره (قاري یوسف) تر چاودنو وروسته دعوه کوي چې پلانی ؤ او د کابل حکومت بيا د جسد سوزېدلې پښه رابېله کړي او وايي چې دا توره پښه د پنجابي او يا عرب وه. دا هغه بې پرتوګه منطق دی چې نه يې د مسلمان تحليل منلی شي او نه د کافر.

د کابل د وروستيو ځانچاودو حملو په اړه د خلکو شکونه لا زيات شوې دي. ځکه چې دا حملې چورلټې د پاکستان د حکومت په ګټه وې. ځکه چې په دې هوټل کې هندي ډاکټران وو، نه بهرني نظاميان. په داسې حال کې چې کابل د اروپايانو او امريکايانو په ګسټ هاوسونو ډک دی. چې د ګسټ هاوسونو دود هم د پاکستان د يونيورسټي د ټاون او اسلام اباد څخه راغلی دی . بيا هم وايم چې د ملاعمر خبره هغه وخت منطقي کېږي چې د منطق پرتوګ ورواغوندي. او خلکو ته قناعت ورکړي.
د يو مؤحد مسلمان تحليل بايد دومره کمزوری نه وي چې د لارې او کوڅو په ډنډورو هم د خدايي فرمان ګومان وکړي.
مسلمان بايد يوه خبره هغه وخت ومني چې يا خو د خدای او رسول کلام وي، يا د خدای او رسول د کلام په رڼا کې شوې وي او يا منطقي اړخ ولري.

يو بل ورور ليکلي وو چې د ځانچاودي خبره نوې نه ده او په نورو قومونو کې هم شته. زما يې څه چې نوې ده او که زړه. خو دا چې ولې پټه او مرموزه ده؟
نو د ځانچاودو محرکين يې بايد ځواب ووايي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more