نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
03.03.2010
طالبانو پر رسنیو د کابل انحصار په کلکه وغانده
په هغه اعلامیه کی چی طالبانو رسنیو ته لیږلې ، پر خبری رسنیو د کابل نشراتی انحصار په کلکه غندل سوی دی . اعلامیه وایی چی خبریالانو ته د حملو پر مهال د ژوندیو صحنو پر راپور بندیز د طالبانو لخوا د بیان د آزادۍ د پېژندل سوو سالمو اصولو خلاف عمل ګڼل کیږی . اعلامیه زیاتوی چی دا کار د کابل پر هغو ناکامیو او فضیحتونو پرده اچول دي چی د هېواد په ګوټ ګوټ کی یې د طالبانو له لاسه تحمل کوی . دا عمل یې د خودارادیت ، استقلال او د بیان د آزادۍ د معقولو معیارونو او مقرراتو پر ضد د ټولو ملی او بین المللی قوانینو پر خلاف دی او هغه د دوی د امریکایی بادارانو د هغو بشری ضد کړنو څخه منشأ اخلی چی د نړۍ په ګوټ ګوټ کی یې د خپل دیکتاتوریت او نورو ولسونو د ځپلو لپاره کوی .
اعلامیه په پای کی وایی چی طالبان د خبری رسنیو د ټولو فعالو ژورنالیسټانو د هغو شجاعانه هلوځلو سخت درناوی او تقدیر کوی چی د افغانی قضیې په واقعی انعکاس کی یې د دغسی ګواښونو او کړاوونو سره سره عملی کوی او طالبان یو ځل بیا ټولو خپلواکو رسنیو ته بلنه ورکوی چی د خپل صحافتی رسالت په منظور دې د طالبانو لخوا یرغلګرو ته اړول سوي تلفات او د یرغلګرو لخوا عامه شتمنیو ته د رسېدلو ضایعاتو جاج واخلی او هغه دې د نړیوال قضاوت لپاره خپاره کړی
پښتون.
03.03.2010
مریکا او طالبانو د افغان حکومت له خوا د رسنیو پر محدودیت انتقاد وکړ
Wednesday, 03.03.2010, 11:19am (GMT)
تاند(چهارشنبه/مارچ۳) د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د تلویزیون له لارې په مستقیم ډول د وسله والو طالبانو د حملو په خپرولو باندې پر بندیز اندښنه ښکاره کړه .
وسله والو طالبانو هم نن په یوه اعلامیه کې د کابل د حکومت دا اقدام د بیان د ازادۍ د پېژندل شویو او سالمو اصولوخلاف عمل بللی او ویلي یې دي چې د کابل ادارې له لوري پر خپلواکو رسنیودا بندیز په حقیقت کې پر هغوی ناکامیوپرده اچول دي چې د طالبانو په وینا د هیواد په ګوټ ګوټ کې له مجاهدینو سره د مقابلې په ډګر کې دکابل اداره ورسره مخامخ ده .
طالبانو همداراز د دوی په وینا پر خپلواکو رسنیو د کابل حکومت بندیز د ملي اونړیوالوقوانینو خلاف او نه توجیه کېدونکی بللی دی .
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي هم د افغانستان د حکومت په وروستیواقداماتوچې په خبري رسنیو باندې یې نوي بندیزونه لګولي او د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیونونو یې بهرنیان لري کړي انتقاد کړی دی.ریچارډ هولبروک وویل دوی به په دې اړه د افغانستان حکومت ته خپلې اندېښنې څرګندې کړي.
هولبروک په افغانستان کې پر رسنیو باندې د نویو بندیزونو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل :«دا بیخي ښکاره خبره ده چې موږ د خبري رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوو. موږ په مطبوعاتو باندې قیودات غوره نه بولو.»
خود ولسمشركرزي وياند وحید عمر پرون وویل چې دا پريكړه په رسنيو د سانسور لګولو په هدف نه ده شوې.بلکې هدف یې دادی چې وسلوال مخالفین له دا ډول بریدونو ګټه وا نه خلي .
هغه همداراز وویل د مطبوعاتو او بيان ازادي د افغانستان د حکومت له مهمو لاس ته راوړنو څخه بلل كيږي او دوی هيڅكله نه غواړي، چې په وړاندې يي خنډ جوړ كړي.
وحید عمر زیاته کړه : "د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې كله چې د وسله والو مخالفينو له حملو څخه ژوندي راپورنه خپريږي داسې شواهد شته، چې وسله وال مخالفين ورڅخه ګټه اخلي، كله كله دوی د افغان امنيتي ځواكونو ځايونه تثبيت كړي او په ځينو مواردو كې یې خپلو كسانو ته د همدغو مستقیمو تصویري راپورونو له مخې لارښوونې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنيت ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وكړ،چې له دې وروسته به خبريالان په كابل او ولايتونو كې نه پريښودل كيږي چې د ځان وژونكو او نورو وسله والو حملو او نښتو مستقیم یا ژوندي راپورونه او تصويرونه خپاره كړي.
خو د رسنيومسوولانو او ژورنالستانو د حكومت دا اقدام د رسنيو او د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې خنډ او سانسوربللی دی. د افغانستان د خبريالانو د ازادې ټولنې رييس رحيم الله سمندراو د ژورنالستانو نورو ټولنو دا پريكړه د افغانستان د مطبوعاتو د قانون په خلاف هڅه ګڼلې ده .
تاند په انګلیسي ژبه ولولئ : www.english.taand.com