د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وايي که مېښه ځوروې نو کټی يې وهه

larghonay laraway
13.03.2010

السلام علیکم!

وايي که مېښه ځوروې نو کټی يې وهه

احمدي نژاد افغانستان ته راغی او په خپل کور کې يې کرزی د امريکې له خوا په څوکۍ کېنول شوی وباله او په امريکې يې هم خپل زړه یخ کړ.
دا چې رښتيا يې وويل او يا دروغ ، په دې اړه مونږ او تاسو څه نه وايو. ولې دا چې په کوم جرات يې دا خبرې وکړې؟
دلته دوه نظرونه دي. یو دا چې خلک وايي کرزی او احمدي نژاد دواړه د امريکې له خوا کېنول شوي دي نو احمدي نژاد ته يې وويل چې ته داسې ووايه او کرزي ته يې وويل چې ته ورته د نر غوندې مړې سترګې ونیسه!
دویم نظر دا دی چې احمدي نژاد يو خپلواک دی او رښتيا هم د امريکې ضد دی نو دا چې په امريکې يې زور نه رسیدو نو کرزی يې ورته وډباوه او هغه د پښتو متل يې پر ځای کړ چې ( که مېښه ځورول غواړې نو کټی يې وډبوه)
تاسو درانه په کې څه وايئ؟

[code:1:01703b149c]( له ټولو بښنه غواړم چې ډېر وخت غير حاضر وم او هغه په دې چې کال رادبره کيدو نو باید زاړه کارونه مې خلاص کړي وای او نويو ته مو پلان جوړ کړی وای)[/code:1:01703b149c]



13.03.2010

لرغونوال صيب لاروي ته سلامونه او هرکلی!
ياره دا مستعار نوم خودې دې لږ له مرکبې بڼې څخه ساده ته را اختصار که، يا لاروی او يا لرغونوال، هم لرغونی او هم لاروي ته څه اړتيا؟؟؟؟
خوکه دا وړانديز دې خوښ نشو، پريږده يې، خو چې خفه او يا په قار نشې!
د احمد نژاد په اړه په دوه نظرونو کې لومړنی خو چا هسې خيالپلو غږولی او
د دويم نظر په تړاو تاسې که د احمدي نژاد خبره او دکرزي ځواب هم ورسره کټ مټ رااقتباس کړی وای نو خوند به يې کړی و . اوس خو له ديرې څخه د مربع جوړول بريښي، خو بيا هم :
ايراني سياستوال په په سياست کې د فرانسويانو او په ديپلوماسۍ کې د انګليسانو د سپين سترګۍ پيښې ډيرې کوي ،نو شک نشته چې کاکو ته اغا ته يې دغه پيغور ورکړی وي .
مونږ وايو ملي روغې جوړې ته د رسيدو له لارې دې ملي پراختلسټه انقلابي حکومت جوړ اوهغه دې بيا بهرنيانو ته د وتلو مهالويش ورکړي، د سرغړاوي
په صورت کې دې دملي او پراختلسټه حکومت په مشرۍ د بهرنيانو په وړاندې ملي پاڅون اعلام کړي ، نو هله به دغسې پيغورونه هم له منځه لاړ شي! ومن الله التوفيق !


باتور
16.03.2010

سلامونه او احترامونه ټولو ته

پتوال خانه دا ستا خبرې ټولې زړې او تکراري دي . . دا خبرې تر دا دمخه غيرت خان په څو څو ځلې دلته کړې دي .

لرغونې لاروې خانه . . . . . لومړی، دوهم او دريم نشته . . د ايران د دولت د مشر او زموږ د اشغالي ادارې د مشراو د پاکستان د دولت د مشر ترمينځ يوه خاشه فرق هم نشته .

درې واړه يو تر بل بتر د سپي . . . . دي !

تاته لا نه يي معلوم نو له ګاونډي نه دې وپوښته !

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more