د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اصغراواکبرجهاد

وصيل پېروز
11.03.2010

دصحابه کرامواوله دوۍپه وروسته پېړيوکي داسلام ځواک اومټ قوي ؤ.داسلامي خدمت فکرله مسلمان سره ؤ،داسلام داشعات لپاره هرې قربانۍ ته چمتوؤ،جهادي سنګرونه يي تاوده ساتلي ؤپه جهادي سنګرونوکي يي په جوش اوولولوګډون کاوی. له جهادسره دخلکومينه وه،کفاريې ارام ته نه پرېښودل،پل پرپل يې درسول الله  سنت تعقيبول اوټوله نړۍ دمسلمانانوتررعب لاندي کړې وه، که څوپېړۍ همداحال وي نويقينابه دکفرتورټغرورټول اوداسلام نوراني وړانګې به هرلورته خورې شوې وای خومتاسفانه کفري فتنه ګرذهنونه يوځل بیاپه حرکت کي شول داسلام پرخلاف يي ددسيسويوه نه ختمېدونکې لړۍ پيل کړه.همدي فتنه ګرونوپه مسلمانانوکي دذهني تشويش اوګډوډۍ دپيداکولو لپاره له دوکې اوفرېب څخه کارواخيست. په دې لړکي يې ډيري دسيسې وچلولې چي يوه يې ترې دحديثوپه فن کي له ځانه دجوړشويوحديثوورګډول دي. داحديثونه په ډېره څالاکۍ له ځانه جوړشوي اوبيا په ډېرماهرانه ډول دحديثوفن ته ننويستل شوي دي چي يوترې دجهادپه اړه همداحديث دی چي زه اوس تفصيلي بحث پرې کوم .داحديث که څه هم ځینومحدثينوپه خپلوکتابونوکي ذکرکړی خو سيي نه دی حديث دادی :
رجعنامن الجهادالاصغرالی الجهادالاکبر،قالوا وماالجهادالاکبر؟ قال : جهادالقلب.(موضوع روايات ص ۸۶)
ژباړه :له وړوکي جهاددلوی اوسترجهادلورته راغلو،صحابه کرامو پوښتنه وکړه: لوی جهادڅه دی؟ نبي کريم  ورته وويل : دزړه اصلاح .
ملاعلي قاري  په موضوع روايات کي دعلامه ابن حجرعسقلاني  وينانقل کوي هغه وايي : زه وايم دخلکوپرخلوداجمله دحديث په بڼه مشهوره ده حال داچي دادابراهيم بن عبله جمله ده.لکه چي امام نسائي په خپل کتاب الکني کي ذکرکړی دی . ملاعلي قاري  وايي داحديث امام غزالي  په احياء العلوم کي ذکرکړی دی اوحافظ عراقي  ددې نسبت بيهقي ته کړی دی اووايي چي سندیې ضعيف دی . (پورتنۍ حواله)
دمشارع الاشواق مصنف هم ليکلي دي چي کله کافرانودمسلمانانوجهادي جذبه وليده نودسړولو لپاره يې په نبي کريم  پسي دروغ وتړل اوعام مسلمانان يې په دې تيرايستل . علامه زکريااحمدبن ابراهيم په مشارع الاشواق کي په دې اړه ليکي : له جهادسره هيڅ وخت کوم شی معادل نه شي کېدای اوپه استدلال کي يي دابوهريرة  حديثونه وړانړي کړي دي . ابوهريرة  وايي :
قيل للنبی  مايعادل الجهادفی سبيل الله؟ قال : لاتستطيعون،وقال فی الثالثة مثل المجاهدفی سبيل الله کمثل الصائم القائم القانت بآيات الله لايفترمن صلاة ولا صيام حتی يرجع المجاهدفی سبيل الله.(مسلم)
ژباړه:له نبي کريم پوښتنه وشوه کوم عمل دجهاد براردی ؟ هغه وويل:تاسويي وس نه لرئ .صحابي درې ځله پوښتنه وکړه نوپه درېيم ځل نبي کريم وويل :دمجاهدمثال داسي دی لکه دتل روژه نيونکي ،تل لمونځ کؤنکي اوهميشه تلاوت کونکي ترڅوچي مجاهدخپل ټاټوبي ته راګرزي .
له ابوهريرة  بل حديث نقل شوی دی : ان رجلاًقال: يارسول الله! دلنی علی عمل يعدل الجهاد؟قال:لااجده،ثم قال:هل تستطيع اذاخرج المجاهدان تدخل مسجدک فتقوم، ولاتفتر،وتصوم ولاتفطر؟وقال:ومن يستعطع ذالک؟.
(بخاری)
ژباړه:يوکس نبي ته وويل :دجهادمساوي عمل راوښيه ؟نبي وويل :ماته نه مالوميږي .وروسته يي وويل :اياته ددي وس لري چي مجاهدله کوره ووزي نوته خپل مسجدته ننوزې ترهغولمونځ کوې اوروژه نيسې چي مجاهدخپل کورته راستنيږي .اياددې توان لرې ؟
همداابوهريرة  روايت کوي :
مررجل من اصحاب رسول الله  بشعب فيه عيينة من ماء عذبة،فقال : لواعتزلت الناس،فاقمت فی هذاالشعب؟ ولن افعل حتی استاذن رسول الله،فذکرذلک لرسول الله  فقال : لاتفعل فان مقام احدکم فی سبيل الله افضل من صلاته فی بيته سبعين عاماً،الاتحبون ان يغفر الله لکم،ويدخلکم الجنة؟ اغزوافی سبيل الله،من قاتل فی سبيل الله فواق ناقة وجبت له الجنة.(ترمذی)
ژباړه:درسول اکرم يوصحابي يووخت په داسي دره کي تېرېدی چي دخوږواوبویوه وړوکې چينه پکښي وه ده وويل :کاش !له خلکوګوښه دلته ژوند غوره کړم خوداکار ترهغونه کوم چي رسول اکرم اجازه نه وي راکړې ،ددي يادونه يي رسول اکرمته وکړه.نوهغهوويل:داکارمه کوه ځکه دالله په پلارکي ستاسوديوه مرتبه په خپل کورکي تراوياکاله لمونځ لوړه ده .اياتاسو نه خوښه وئ چي الله درته مغفرته وکړي ،جنت ته موداخل کړي .داللهپلاره کي جهادکوئ .چاچي دالله په پلاره کي داوښې لوشولوپه اندازه جنګ وکړجنت ورته واجب دی .
ددې احاديثوترنقل کولووروسته علامه زکريا ليکي :
وفی هذاالحديث الاخرنص صريح علی بطلان ما يزعمون من الجهادالاکبر،لان هذاالصحابی طلب من رسول الله  ان ياذن له في اعتزال الناس ليجاهدنفسه، فمنعه وارشده الی ماهوافضل منه بکثير،ثم فی هذا الحديث نقطة مهمة،ينبغی الانتباه لها،وهی: ان المجاهد فی سبيل الله من البمشرين بالجنة،سواء قتل ام لم يقتل. لعموم قوله صلی الله عليه وسلم : من قاتل فی سبيل الله فواق ناقة وجبت له الجنة.وبهذاتعلم بطلان معنی هذا الحديث کمابطل سنده،فلله الحمدالذی لااله غيره،وقبل ان اضع القلم،أودان اقول: هذه فکره صوفية بحتة،اصلها من اعداء الاسلام اترکوهاوارموهاوراء ظهورکم،دعودواالی نصيحة نبيکم صلی الله عليه وسلم: ان الجهادلايعادله شی وفيه مايغنيکم عن الافکارالمستوردة من قبل عدوکم الماکرالذی يتربص بکم الدوائرعليهم دائرة السوء.
(مشارع الاشواق ۱ / ۳۲)
دعلامه زکريا له دې ليکني څرګنديږي چي داحديث هيڅ اصل نه لري .همداراز مولانافضل محمدصاحب په دعوت جهادکي دالتعليق الصبيع اوبيضاوي په حواله ليکي چي علامه ابن تيميه  وويل : هذاحديث لااصل له مولانافضل محمدصاحب په دعوت جهادکي تردې آيت فضل الله المجاهدين علی القاعدين اجراًعظيما وروسته ليکي : "په ايت کي مخاطبين صحابه کرام رضی الله عنهم دي،دصحابه کرامو به چي يوه ډله جهادته لاړه بله به ډله ټول وخت په لمنځونو،روژواو عباداتوبوخته وه خوبیاهم الله  ورته مجاهدين ونه ويل بلکه مجاهدین هغه ؤ چي له کفاروسره يې جهادوکړ،که له نفس سره مجاهده کوونکي ته هم مجاهدوويل شي نوبياداآيت څه مطلب لري؟ اوبل داچي سلفوصالحينوچي کوم کتابونه دجهادپه اړه ليکلي دي هغه ټول دجهادپرموضوع راڅرخي داسي يوکتاب نه شته چي دجهادپه نوم دي ليکل شوی وي خوبحث دي دنفسي جهاد پرشاو خوا راسرخي،بلکه له نفس سره دجهاداومجاهدې په اړه کتابونه په کتاب الزهداوکتاب التقوی يانوورو نومونوليکل شوي دي، بله داچي په زرګونوصحابه کرامو په جهادکي برخه اخيسته اياهغوئ له لوی جهادڅخه لاس اخيستی وو اوکوچنی جهاديې کاوی؟ العياذبالله . (دعوت جهادص ۲۶)


ابومحمدحنفي
12.03.2010

جزاک الله خيرا محترمه محمد وصيل پيروز صاحبه چه تا پښتنو ورڼو ته په مختصر د جهاد په شان کښي يو اشتباه باندي رنړا واچوله الله تعالي دي تا لره ددي صله په ورځ ده قيامت کښي درکښي

خير الناس من ينفع الناس


كريم كامران
12.03.2010

داسلام دښمنانو له هغې ورځې چې جهاد پرمسلمانانو فرض شوی دجهاد دمخې دډب کولو لپاره یې ډول ډول حربې په کار اچولې ځکه چې هغوی پوهیږي چې جهاد ددې دین روح دی، که دمسلمان له زړه دې دجهاد جذبه وویسته دایمان او اسلام په نامه هیڅ نه ورپاتې کېږي ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: من مات ولم یغز ولم یحدث به نفسه مات علی شعبة من نفاق: څوک چې په داسې حال کې ومري چې جهاد یې نه وي کړی او دجهاد شوق یې په زړه کې نه وي ورګرځیدلی نوموړی دیو قسم منافقت په حالت کې ومړ.
دهمدې واقعیت له مخې کفار په اسلام کې تر هر څه زیات دجهاد له نامه ویرېږي ځکه چې په معنی یې پوهیږي. یو عالم چې نوم یې راڅخه هیر دی څه ښه ویلي: إن أكثر ما يرعب الغرب كلمة الجهاد؛ لأنهم يدركون معناها: غرب ترهرڅه زیات دجهاد له کلمې ډارېږي ځکه چې په معنی یې پوهیږي.
تاسو وینئ چې نن سبا غرب هغه افکارو او عقیدو ته څومره وده ورکوي چې اسلام ته منسوبېږي خو دجهاد په نامه هیڅ نه پیژني، دمثال په ډول تصوف. ددوی په اړه باید ووایم چې دغه کوم اسلام چې غرب یې دصوفیانو په لاس خپرول غواړي کټ مټ هغه اسلام دی چې څوارلس سوه کاله مخکې مشرکانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښت چې زمونږ دبوتانو او عقیدو توهین مه کوه او په وړاندې یې خنډ مه جوړېږه که هرڅه غواړې په مقابل کې یې مونږ درکوو. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې غوښتنه ونه منله خو متاسفانه چې څوارلس سوه کاله وروسته نن ورځ ډیرو مسلمانانو لکه صوفیانو دې غوښتنې ته غاړه کیښوده دکفارو په باطلو ادیانو، عقیدو رد نه کوي جهاد خو پرځای پرېږده او یو مړژواندي اسلام ته خلک وربلي په داسې حال کې چې اسلام دتورې دین دی، دمېړانې دین دی، په توره به پايي، او په توره به له ځان او بل څخه دفاع کوي.

ډیره مننه پیروز صیب هیله ده دې لړۍ ته دوام ورکړې او هغه شبهات چې نن سبا دجهاد په اړوند راپورته کېږي یویو رابرسېره او په دلایلو رد کړې.
موفق اوسې.



13.03.2010

جهاد تل دکفري اديانو د تيري په وړاندې د اسلام دسپېڅلي دين ددفاع له پاره دټول امت په متفق عليه فتوا له مخې د کفايي فرض په توګه لازميږي او بس !
انګليسي استعمار ٢٠٠ کاله پر هند حکومت وکړ له يو دين سره يې کار ونه لاره
او ديني ازادي يې د اسلام په شمول داسې پلې کړه چې د ديوبند غوندې دسترې
مدرسې تاسيس يا پراختيا يې هم ممکنه کړه ! دا ولې، دا ځکه چې سرمايداري بريدونه استعماري دي نه مذ هبي يا ايديالوژيک او عقيدوي! دا چې پښتنو د اسلام په نامه مقاومت کړی، دايې خپل ملي جهاد د اسلام په بڼه تر سره کړې او بس!
نن هم د اسلامي جهاد له شرطونو څخه :
- نه کوم بل دين لکه صلييبانو بريد کړی

- نه دا بريد د اسلام پر ضد تر سره شوی

- او نه د مسلمان امت پرې مجتهدينو په متوافق فيه ډول د جهاد فتوه صادره کړې ده !

- د وروستۍ غوښتنې برخلاف آن د پاکستان شمول ټولو اسلامي هيوادونو په ملګرو ملتونو کې دغه بريدپر القاعده او طالب تاييد کړ ، د پاکستان له هوايي ډګرونو څخه دامريکا طيارې پورته شوې او طالبان يې راوپرځول چې ترپې پيلوټه الوتکو په بڼه نن هم د دغه هوائئ ډګرونو څڅه پورته کيږي او طالب مشران په بمونو ولي!
تر ټولو بده يې لا داده چې نن ددغې ملي جهاد ددرک او پوهيدو پرځای زمونږ د ملي آزادۍ او ملي خپلواکۍ ددوښمنانو د لاسلرني له امله د اسلام په نامه داسې جهاد تر سره کيږي چې سراسر د ملي آزادۍ پر ضد تماميږي او مونږ ته وايي:
اسلامي آزادي (؟) : هو!
خو ملي آزادي (؟) : نه !
په بل عبارت :
ملي آزادي د افغانانو د ملي حاکميت له پاره : نه !
اسلامي آزادي د آی . اس . آی د حاکميت له پاره : هو !

يا :
ملي اسلامي آزادي : نه
خو پنجابي اسلامي آزادي : هو (!!!؟؟؟؟؟)


كريم كامران
14.03.2010

[quote:3f4b881aad]جهاد تل دکفري اديانو د تيري په وړاندې د اسلام دسپېڅلي دين ددفاع له پاره دټول امت په [color=red:3f4b881aad]متفق عليه فتوا [/color:3f4b881aad]له مخې د [color=red:3f4b881aad]کفايي[/color:3f4b881aad] فرض په توګه لازميږي او بس ! [/quote:3f4b881aad]

دکتور سفر الحوالي وايي:
[color=blue:3f4b881aad]اتفق السلف والخلف وجميع الفقهاء والمحدثين في جميع العصور الإسلامية، أنه إذا اعتدي على شبر من أراضي المسلمين؛ أصبح الجهاد فرض عين على كل مسلم ومسلمة، بحيث يخرج الولد دون إذن والده، والمرأة دون إذن زوجها[/color:3f4b881aad]
پخوانیو او اوسنیو علماوو او ټولو فقهاوو او محدثینو په ټولو اسلامي پیرونو کې په دې اتفاق کړی چې که دمسلمانانو په یوه لوېشت خاوره باندې تېری وشي جهاد په هر مسلمان نارینه او ښځینه باندې فرض عین ګرځي، داسې چې زوی دپلار له اجازې پرته، او ښځه دمېړه له اجازې بغیر دجهاد لپاره وتلی شي.

بله دا چې دجهاد دفرض عینیت لپاره دا شرط نه ده چې متجاوزین په جار نارې کړي چې مونږ داسلام ددین پرضد جنګیږو، تاسو وګورئ دټولو علماوو په فتواوو کې ویل شوي که چیرته دمسلمانانو په خاوره تجاوز وشي! دا تجاوز که ددین ترنامه لاندې ترسره کیږي، یا ددنیا لپاره، او یا ستا په عبارت: دا بریدونه استعماري وي او که مذهبي وي خو په مسلمانانو باندې ځکه جهاد فرض عین ګرځي چې په خاوره یې تجاوز شوی.

[quote:3f4b881aad]او نه د مسلمان امت پرې مجتهدينو په متوافق فيه ډول د جهاد فتوه صادره کړې ده ![/quote:3f4b881aad]
دفیل په غوږ کې ویده یې!
خو په ورپسې جمله کې دې پوه شوم چې ته مجتهدین چاته وايي؟

[quote:3f4b881aad]- د وروستۍ غوښتنې برخلاف آن د پاکستان شمول ټولو اسلامي هيوادونو په ملګرو ملتونو کې دغه بريدپر القاعده او طالب تاييد کړ [/quote:3f4b881aad]
دا ستا په قاموس کې دمجتهد معنی ده!

هیله ده دمجتهد، او متفق علیه، او فتوا، په معنی ګانو ځان وپوهوې!
ډیره مننه


عادل عادل
14.03.2010

سلامونه

پتوال صیب

تاسو به کیدای شي چې د فیل په غوږ کې ویده نه وی خو خوبونه پکې حتما وینئ، یو څه تعبیر یې زما نه واوره:-.

تاسو فرض کړئ چې که افغانستان یو غیر اسلامي ملک وای او د ناټو او صلیبي یرغلګرو پر ځای سعودي عربستان اشغال کړئ وای، نو بیا به هم دغه د سپي زامن چې تاسو یې استعماري یا غیر مذهبي ټیکه داران یادوی، همداسې لاس تر زنې ورته ناست وای لکه نن چې زمونږ او تاسو مسلمان وروڼه زمونږ د مظلومیت په وړاندې کاڼه او ړانده دي؟

تر کومه پورې چې په اسلامي ملکونواو ددوی په اسلامي ورورولئ او مړ احساس پورې اړه پیدا کوي نو ستاسو خبره سمه ده، خو غیر اسلامي ملکونه ټول یو دین یو مکتب او یوه عقیده دي، زمونږ سره یې د عقیدې پر سر د سر سترګه خوړلې که نه نو مونږ بله څه ګناه لرو چې دغه ناولي رانه لاس نه اخلي؟

زه د غرب او دروغجنو متمدنو اروپایانو ټول تاریخ ته چې دوی یې صحیح بولي د شک په سترګه ګورم، د مثال په توګه ...........کیدای شي چې هتلر به ډیر اصولي او د عاطفې نه ډک انسان تیر شوی وي ..... او داسې نور .....،ددې د ثبوت لپاره زما استدلال دا دئ چې نن سبا زمونږ په ژوند کې زمونږ د سترګو شهود عیان په بل ډول تعبیریژي او په درواغو سره په نړئ کې په بله بڼه سره انعکاس پیدا کوي، سپین ته تور او تور ته سپین ویل کیژي، ........... عجیبه دا ده چې نن په نړئ کې هیڅ څوک تر مونږ نه زیات زمونږ په اړه ډیر مالومات او شناخت نشي لرلای خو دغه فرعونان دعوی کوي چې نه زمونږ شناخت ستاسو په اړه ستاسو نه ډیر مختلف او سم ته نږدې دی؟ او عام خلک او ولسونه یې هم همداسې تیر ایستلي دي.

نو ځکه خو د دوی په تیرو کړو وړو، ړندو او د زور او کبر څخه ډکو قضاوتونو باندئ شک پکار دی.

ښاغلی پتوال صیب د دین پالل دې ته نه وایي چې برحقه او د تزویر او مزخرفاتو نه خالي او بري قران مو په تاخچو کې ایښئ، پالل دې ته وایي چې د منسوخ دین د مزخرفاتو او تحریف نه ډکو په اصطلاح مقدسو کتابونو ایاتونه یې د پرمختللې تکنالوجئ په فوځي محصولاتو چاپیژي، هغه تکنالوجي چې ظاهرا د مذهب نه د بیزارئ شعارونه ورکوي، هماغه ټوپګ یې زما او ستا سو غاړو ته را اچولی دی، زمونږ په لاس د دا ډول ټوپکو ویشتل به خدای خبر دوی ته د دوی په عقیده څومره ثوابونه او اجرونه کمایي کوي .................. نور به یې نه اوږدوم ........خلاصه دا چې نیم اسلامي امت یې د نیم نور په مقابل کې بې لارې کړئ دئ، او همدا د دوی لپاره غټه لاسته راوړنه بلل کیدای شي، چې ددې ستونزې نه د راوتلو او ریښتیني واحد اسلامي امت د جوړښت او حاکمیت لپاره به خدای خبر د ناچارئ له مخې لومړئ د مسلمانانو په منځ کې د څو لسیزو لپاره اسلام کشئ ته، نعوذ بالله منه، ضرورت پیښیژي؟



14.03.2010

[quote="كريم كامران"][quote:a6e734b92c]

دکتور سفر الحوالي وايي:
[color=blue:a6e734b92c]اتفق السلف والخلف وجميع الفقهاء والمحدثين في جميع العصور الإسلامية، أنه إذا اعتدي على شبر من أراضي المسلمين؛ أصبح الجهاد فرض عين على كل مسلم ومسلمة، بحيث يخرج الولد دون إذن والده، والمرأة دون إذن زوجها[/color:a6e734b92c][/quote:a6e734b92c]
دلته د پخوانیونه ، بلکې د اوسنیو علماوو او ټولو فقهاوو او محدثینو په ټولو اسلامي هيوادونو کې بايد په اتفاق سره د جهاد فتوا ورکړی وای ، په هغه صورت کې يې بيا د هيواد چارزاکو هم برعکس عمل يا نشو کولای او يا له سخت مقاومت سره مخ کيدل، داچې دغه فتوا اسلامي علماو نه ده ورکړې لکه څنګه چې د شوروي پر ضد يې ورکړې وه، نوځکه يې چارواکو آن د امريکايانو د بريد ملاتړ وکړ !
بله داچې بهرنيان د خاورې د اشغال له پاره نه، بلکې د القاعدې د ځپلو او طالب د حکومت د بدلون له پاره راغلي ، نو که دوی له قانوني لارې څخه قدرت ته درسيدلو
لار خبله کړې وای هغوی به هم بيرته وتلي وو، او که سره له دې هم نه وای وتلي، بيا يې اشغال هم ثآبتيده او له ټول ملت سره يوځای به يې برضد د جهاد اعلام اړين و !
زه د عربي هيوادونو دغه چلند د هغو هيوادو نو د علماو چلند نه بولم، خو علماو يې هم ددوی په خلاف فتوا نه ده ورکړې ، نو بيا د جهاد فتوا صرف اسامه بن لادن او ملا عمر له خپلې ناچارۍ او قدرت ته د بيا رسيدو په موخه کړې ده او بس !
ددکتور سفر الحوالي وينا يو عربي متن دی ، نه آيت او نه حديث او نه هم د عربي اسلامي هيوادونوعلماو له پاره دومره معتبر چې حکوتونو ته يې ملا عمر يا اسامه ته د افغانستان په اړه دهغه له مخې کومه توصيه او يا غوښتنه وړاندې کړې وي !
[quote:a6e734b92c]او نه د مسلمان امت پرې مجتهدينو په متوافق فيه ډول د جهاد فتوه صادره کړې ده ![/quote:a6e734b92c]
نو داچې
[quote:a6e734b92c]- آن د پاکستان شمول ټولو اسلامي هيوادونو په ملګرو ملتونو کې دغه بريدپر القاعده او طالب تاييد کړ [/quote:a6e734b92c] دا نه زما په
[quote:a6e734b92c]په قاموس کې دمجتهد معنی ده![/quote:a6e734b92c] او نه ددوی دچلند پر ضد د افغانستان له پاره دعربي هيوادونو دمجتهيدينو کومه فتوا بولم !
نو له تا هم هیله ده دمجتهد، او متفق علیه او مشخصې فتوا، په معنی ګانو ځان وپوهوې،
نه د بن لادن او ملا عمر ګډې اعلاميې ته د امت مسلمه د جهاد فتوا ووايې !
ډیره مننه



14.03.2010

[quote:f14562692a="pattang"]ملا پتوال صيب !
په غلطه لار روان يې ، اشغال سياسي او اقتصادي وي ، په عراق او افغانستان
کې دغه دواړه صدق کوي ٠ ملا عمر او بن لادن دوه مختلفې قضيې دي يواځې اشغالګر يې ګډوي او شاګردان يې چک چکې ورته وهي ٠[/quote:f14562692a]
هو، جناب عالي!
نو پر ضد مبارزه يې هم بايد سياسي وي او پر ضد يې جهاد هم ملي وي نه مذهبي،
ددوی سياسي جهاد او مبارزه چيرې ده ؟ ايا طالب د ملي جهاد غږ پورته کولی شي (؟) ، د قومي مشرانو پاڅون مني؟ د ملت سرنوشت دISI له منګولو ژغوري ؟؟؟ که دوی يې نور هم په منګولو کې ورکوي؟؟؟
د ا نوی استعماري اشغال دی او پر ضد يې جهاد هم ملي جهاد دی او بر حقيت لري، نه مذهبي ، او بيا لا داچې مذ هبي جهاد ISI په مداخله او سرمشرۍ تر سره کيږي نو بالکل يو باطل جهاد ترې جوړيږي !


كريم كامران
14.03.2010

پتوال صیب زه ستا په مطلب پوه شوم او لکه څنګه چې تاسو اشاره کړې تالکه دشوري پرضد دجهاد په څیر علني فتوا غواړئ.
اګر که دا یوه داسې موضوع ده چې فتوا غوښتلو پکې حاجت نشته مثلا ته یو چاته وایې زه ترهغه لمونځ نه کوم یا روژه نه نیسم چې علماوو فتوا نه وي ورکړې، خو بیا هم ستاسو دخبرې په ځواب کې وایم چې دشوروي پرضد جهاد له اوسني جهاد سره پرتله کول سم نه دي، هغه مهال ټوله اسلامي نړۍ حکومتونه او علماء له مجاهدینو سره علنا او په ډاګیزه توګه څنګ په څنګ ولاړ ول او دجهاد او مجاهدینو له مرستې څخه یې دهيڅ راز مرستې دریغ نه کاوو نو ځکه یې علماوو هم په ډاګه بې له وېرې او ډار او پرته له دې چې مشکلات ورته ایجاد شي په جار دجهاد فتواوې ورکولې. بلمقابل په اوس وخت کې حالات او شرايط سل په سلو کې له پخواني څخه فرق کوي، څرنګه چې اوس په ټوله نړۍ کې هرچیرته مسلمان له رنګارنګ مشکلاتو او ګواښونو سره متوجه دی نو داوس وخت مجتهدین هم له دې ګواښ او خطر څخه خلاص نه دي. همدارنګه څرنګه چې اوسني جهاد هغسې علني نه دی څرنګه چې دشوروي په مقابل کې وو نو فتواوې هم دپخواني جهاد په څیر علني نه دي.

خو بیا هم په اسلامي نړۍ کې همیشه داسې علماء پیدا کیږ ي دهرډول خطرونو او مشکلاتو ګاللو ته تیار وي خو دحق پټولو ته نه.
زه به تاسو ته یوڅو نمونې وړاندې کړم چې داسلامي نړۍ مشهورو علماوو دافغانستان داوسني جهاد په اړه فتواوې ورکړي دي:

أبو إسحاق الحويني:
http://www.youtube.com/watch?v=vJcqIqsHC5E

سلیمان بن ناصر العلوان:
http://www.tawhed.ws/r?i=0bs7zwmb

عبد الله بن عبد الرحمن الجبرين:
http://ibn-jebreen.com/ftawa.php?view=vmasal&subid=3016&parent=1857

خو زه نه پوهیږم چې پتوال صیب فتوا څه ته وايي؟ او مجتهد چا ته وايي؟ او اشغال او جهاد څه ته وايي؟؟


لقمان
14.03.2010

[quote:c329e2a0f7]خو بیا هم په اسلامي نړۍ کې همیشه داسې علماء پیدا کیږ ي دهرډول خطرونو او مشکلاتو ګاللو ته تیار وي خو دحق پټولو ته نه. [/quote:c329e2a0f7]
څه موده مخکي مي د یو لوی عالم او مجتهد دکتور وهبة الزحیلي د الفقه الاسلامي وادلته کتاب مولف سره ملاقات وشو له هغه څخه مو دافغانستان دجهاد په اړه وپوښتل نوموړي په ښکاره وویل چی په افغانستان کی طالبان سوچه مجاهدین دی او زه ددي خبري کولو ته دخپل سر په بیه هم تیار یم. له محترم وهبة الزحیلي څخه ما پخپله مخامخ همدا فتوا اوریدلي ده او په پوره جرئت یی دافغانستان دروان جهاد په اړه فتوا ورکړله.



ع کريم حليمي
16.03.2010

درنو او مکرمو السلام علیکم و رحمة الله
مکرم او محترم پېروز صاحب ، کور ودانی درته وایم ، ښه نویشته مو بحث ته وړاندي کړېٖ ده
اما : په دغه لاندي حدیث کښی ئې لاس وهلې او ساختګي رامعلومیږي
ابوهريرة  وايي :
قيل للنبی  مايعادل الجهادفی سبيل الله؟ قال : لاتستطيعون،وقال فی الثالثة مثل المجاهدفی سبيل الله کمثل الصائم القائم القانت بآيات الله لايفترمن صلاة ولا صيام حتی يرجع المجاهدفی سبيل الله.(مسلم)
ژباړه:له نبي کريم پوښتنه وشوه کوم عمل دجهاد براردی ؟ هغه وويل:تاسويي وس نه لرئ .صحابي درې ځله پوښتنه وکړه نوپه درېيم ځل نبي کريم وويل :دمجاهدمثال داسي دی لکه دتل روژه نيونکي ،تل لمونځ کؤنکي اوهميشه تلاوت کونکي ترڅوچي مجاهدخپل ټاټوبي ته راګرزي

دوی حواله پر مسلم شریف ورکوي ، ما نه کړ پیدا ، په پورته حدیث ئې ښایسته لیکنه بد رنګه ده

ممکن زه به خطا يم ! که د حوالې سره باب او کتاب او صفحه ولیکۍ ښه به سي
نو بیابه ښه په خړپ بحث پر وکړو
په درنښت


عبد السلام
17.03.2010

سلام اودرناوی ټولو ته:
بحث مو ښه ګرم روان دی، خدای دې نور هم ګرم لري!
خو خبره داسې ده چې افغانستان نه د اخوانیانو ، نه د مودودیان،اونه هم دوهابیان دفکری تکوین اوایجاد ډګر دی، اونه هم د افغانستان او نړۍ اوسنی شرایط هغه دجزیره العرب دبت پرستی اوشرک دڅوارلس سو کلو پخوانیو شرایطو ته ورته دي کو مو سره چې ښاغلی کامران مقایسه کړی ، چې دهغې دورې اویا ددې نورو( اخوان، وهابیزم، جماعت اسلامی پاکستان او حتی دیوبندیانو) دفکری چاپیریال دعمل اوتطبیق ډګردی وي، اودخپلو نا مانوسو اوبدعتی او بې ورته سایکولوجیکی تجروبې دې پرې تطبق کړای شي . ددین څخه اخیستنه هم دفردد ځانګړی محیطی اوذ‌هنی تاثیراتو اوعواملو دغوښتنو دتطابق پورې تړلی موضوع ده او تفسیر اوتعبیر ترې هم دمعینو ټولنو اواشخاصود دغوښتنو داشباع په خاطر ترسر کیږي. چې غټ مثال د ادیانو په داخل کې داختلاف موضوع ده ، اختلاف نه یواځي په فروعو کې بلکی په اصولو کې. او مذهبی اصول هم هغه ژوندی دي چې درقیب یې یا وژلي اویایې نیمژواندی کړي. په مذهبی اوغیر مذ هبی افراطیونو کې ترټولو لا لوي مرض دادی چې دوي احساسات ، زورواکی او سیاست ټول سره مخلوط وي ، او واقعیت او عقل ته رخصت ورکوي .او دیوې ټولنې څه ! چې ددرستی نړۍ په تاریخی ،اجتماعی، دودی اوتقلیدی لاسته راوړنو ،ښو اوبدو چې ریښې یې په زرهاو کلو زړې هم وي په ستوني محض د احساساتو پر بنسټ پښې ږدي اوپه وچ زور یې وژني .



ع کريم حليمي
17.03.2010

درنو او مکرمو په دین وړونو ، دانشمند ماهر او صاحب نظر پتوال صاحب ،مکرم پېروز صاحب ، ګران عادل عادل صاحب ، لقمان صاحب ، کامران صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
د جهاد اکبر خبره رشتیا هم چه په دا ۶ کتابونو کښي نسته ، او داسي راغلي چه اَفْضَلَ الْجِهَادِ.
که د خواږه نبي صلی الله علیه وسلم سیرة او قرآن مجید ته په ځیر سره پاملرنه او توجه وګړو ، نو دابه موږ ته څرګنده سي چه سیرة د خواږه محمد رسول الله یعني "حق په لار کښي دائمي جهاد"
نو ویلای سو چه : دائمي جهاد پر هر ایمانداره انسان فرض او لازم دئ ، منکر ئې د اسلام له دایریٖ وتلی
او زما په فکر ئې د دوږخ په درشل ولاړ ګڼم

او دائمي جهاد جمهورو علماء داسي موږ ته راښودلی چه :دائمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي جهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاد !

داخو هغه جهاد دی چه د دیٖ جهاد موقع د هر مسلمان په لاس نه سي ورتللای ، او که چاته ورهم سي نو په عمر کښي ډېره لږه او کله ناکله په سلاس ورځي

مګر د حق په لار کښي دائمي جهاد د هغه جهاد نوم دی چه هر مسلمان ته په هر وخت کښي د دغه جهاد موقع په
لاس ورتللای سي له دېٖ کبله محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم په خپل هر امتي دا خبره فرض کړېده
چه باید هر امتي تل د دین په حمایت ، د دین او علم په اشاعت او خپرونه ، د حق په نصرت ، د غریبانو په مرسته ، د غریبانو په نصرت ، د زېردستانو په امداد ، د بدکارانو په هدایت ، امر بالمعروف، نهي عن المنکر ،
د عدل قیام ، دظلم په ورَکُّوَنَه او د خدای د احکامو په تعمیل کښي تل او هر وخت داسي بوخت و اوسېږي
چه د هغه له ژوندانه د هر حرکت اوسکون څخه یو جهاد جوړ سي او د هغه ټول ژوندون د جهـــــــــــــــــــــــاد
د يوېٖ غیر منقطعي سلسلې شکل غوره کړي

په سورهٔ آل عمران کښي چه د دېٖ مسلسل او دائمي جهاد کوم احکام دي هغه دا آخري آیت دی :

بسم تعالی ، يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَ صابِرُوا وَ رابِطُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
اېٖ ایمان دارو ! په مشکلاتو کښي ثابت قدم اوسېږئ ، او په مقابله کښي خپله مضبوط تیا ښکاره کړئ او تل
په کار بوخت اوسېږئ او د خدای څخه بېره وکړئ شاید چه مراد ته ورسېږئ

دا هم هغه محمدي جهاد دی چه د مسلمانانو د کامیابۍ کلی او د فـــــــــــــتحي او کامیابۍ ښکاره نښان دی

محترم او مکرم پېروز وروره !
تاسو او یا ستاسو یو دوست داسي لیکلي چه :

[quote:48852d7d7b]دصحابه کرامواوله دوۍپه وروسته پېړيوکي داسلام ځواک اومټ قوي ؤ.داسلامي خدمت فکرله مسلمان سره ؤ،داسلام داشعات لپاره هرې قربانۍ ته چمتوؤ،جهادي سنګرونه يي تاوده ساتلي ؤپه جهادي سنګرونوکي يي په جوش اوولولوګډون کاوی. له جهادسره دخلکومينه وه،کفاريې ارام ته نه پرېښودل،پل پرپل يې درسول الله  سنت تعقيبول اوټوله نړۍ دمسلمانانوتررعب لاندي کړې وه، که څوپېړۍ همداحال وي نويقينابه دکفرتورټغرورټول اوداسلام نوراني وړانګې به هرلورته خورې شوې وای [/quote:48852d7d7b]

دا د اشعات خبره مو حق خبره ده ، اما دا خبره صحیح خبرنده چه کفار ئې آرام ته نه پرېښودل ، ولي او څرنګه ئې آرام ته نه پرېښول ؟
او بل د کفر ټغر ورټولول هم یوه ناممکنه خبره ده ، د هیځ دین ټغر په توره او توپک نسي ورټولېدلی !!
او البته که د فرد زړه رانیول سي ډېر امکان لري چه په نړۍ کښي به مسلمانان اکثریت سي ، د کقر ټغر ورټولول
نه د پاکستان ، او نه د تحریک له وسه پوره ده چه : ټغر يې ورټول کړي !
زموږ خواږه محمد رسول الله صلی علیه وسلم ارشاد کړی چه : "‏ لاُخْرِجَنَّ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى مِنْ جَزِيرَةِ الْعَرَبِ حَتَّى لاَ اَدَعَ اِلاَّ مُسْلِمًا ‏"‏

په یمن او عراق کښی هندوان او یهود او نصارا غټي سترګي کرځي ، دا چه د سعودي په خاکنا او جزیره کښي
دا نن نن اوسېږي ، معنا ئې دا ده چه ټغر ورټلول ئې ناممکن دي ، دا رانږدېٖ زر کاله !!! نور هم
او د رعب خبره مو هم کړيده ، دا هم صحیح خبره نه ده ! مسلمانانو ته نښايي چه کفار په ډار کي واچوي !
دا په ډېر ښه وي چه بایللی احترام بیرته تر لاسه کړي ، البته احترام په جنګ سره نه تر لاسه کیږي ،
احترام هغه وخت تر لاسه کېدای سي ، چه : اخلاق او اقتصاد او علم ته توجه وکړو ، نن اکثره مسلمانان بد اخلاقه دي او اکثره ئې غریبان دي او اکثریت ناپوه دي
کوم قوم چه په درو مرضو ګرفتار وي ، هیځ وخت په احترام تر لاسه نه کړي ، که پورته درېٖ مریضۍ ته متوجه
نه سو ، دا امکان سته چه زموږ کمبله او ټغرونه به د وخت تر مخه راټول کړي
په درنښت  


كريم كامران
17.03.2010

دفورم چلوونکیو! هریو وطنمل، حلیمي، او ساپی صاحبانو!
نن چې دې فورم ته مې سر راښکاره کړو هک پک پاته شوم، زما دوه لیکنې دفورم چلونکیو لخوا ړنګې شوي دي، چې ماعتیق الله ته په ځواب کې هغو کسانو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه لیکلي ول چې وايي دکرزي له ګوډاګي او لاسپوڅي او غلام حکومت سره جهاد کول ناروا دي. خو ښايي دکرزي دغلامې ادارې غلامان زما دلیکنې له ځوابه عاجز ول نو ځکه یې پرته ددې نه چې زما لیکنې ړنګې کړي بله چاره یې نه درلوده. چې دا کار ددوی دضعف او ناکامۍ ستر دلیل او زما دبرحق والي لویه نښه ده، و الله اکبر! زما لپاره همدومره افتخار هم بس دی.
يريدون ليطفئوا نور الله بأفواههم ويأبى الله إلا أن يتم نوره ولو كره الكافرون.



ع کريم حليمي
17.03.2010

السلام علیکم و رحمة الله
مکرم او محترم کریم کامران صاحب ، اول سلام او بیا کلام !!!
که خدای کول جوړ او روغ به یاست ،
ګرانه ! د "ټول افغان" اداره هر وخت داحق لري چه خپلي لیکني ړنګي کړي ، که ستاسو خپلي لیکني ډېري خوښیږي ، کوښښ وکړئ چه تر تېردلو دمخه یو کاپي له ځان سره وساتۍ ، اوکله چه لیکنه تيره ګړي و " ټول افغان" ته ، نو بیا د همدېٖ سایټ هستي سوه ، ستاسو په نامه ، اوبس

 [quote:993b34f874]دکتور سفر الحوالي وايي:
اتفق السلف والخلف وجميع الفقهاء والمحدثين في جميع العصور الإسلامية، أنه إذا اعتدي على شبر من أراضي المسلمين؛ أصبح الجهاد فرض عين على كل مسلم ومسلمة، بحيث يخرج الولد دون إذن والده، والمرأة دون إذن زوجها
پخوانیو او اوسنیو علماوو او ټولو فقهاوو او محدثینو په ټولو اسلامي پیرونو کې په دې اتفاق کړی چې که دمسلمانانو په یوه لوېشت خاوره باندې تېری وشي جهاد په هر مسلمان نارینه او ښځینه باندې فرض عین ګرځي، داسې چې زوی دپلار له اجازې پرته، او ښځه دمېړه له اجازې بغیر دجهاد لپاره وتلی شي. [/quote:993b34f874]
ګرانه د سترګو توره !!
نه داسي نده ! که پر خاوره تېرئ وشي ، له هر مشروع وسیلې څخه د استفادېٖ حق لرېٖ ، خو د جهاد او غزا
تر عنوان لاندي امت جنګ ته نه شېٖ هڅولی
او بله خبره داده چه: د ملک او جایداد په نامه جهاد ناروا دئ ، او جهاد یوازي او یوازي د لا إله إلا الله
د لوړ والي له پاره ، اوبس
او بله خبره داده چه: نه روژه فرض عین ده او نه حج او نه زکاة او نه غزا

اوبله خبره داده چه: جهاد پر ټول امت نه فرض کیږي ، د لېري مځکو پر خلګو باندي فرض كفاية دی
والمرأة دون إذن زوجها داهم صحیح نه ده چه ښځه بېله اجازیٖ غزاته ولاړه سي ، اَفْضَلَ الْجِهَادِ ته بې محرمه
د تلو اجازه نه لري (حج)
نه چه زه پر دېٖ فتوا اعتراض لرم بلکي یو عالم جمهور علماء هم اعتراضونه کړي دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بل تاسو د کرزي له حکومت سره جهاد فرض عین ګڼۍ ، کرزی خو د یوېٖ ټېډۍ اختیار نه لري ، دئ خو يو
رييس جمهور ، اختیار خو د مشرانو د جرګې په لاس کښی دۍ ، کرزی خو د پنځو ورځو سړی دی
تاسو د ملت سره جهاد کوۍ که د کرزي سره ؟؟ که د کرزي د راچپه کېدو له پاره جهاد کوۍ ، داجهاد ناروا دئ
تر پنځه کاله نور حق نه لري نور به ځي په خپل کار پسي ، بل مشر به راځي ،
او که د ملت سره مو جهاد اعلان کړئ ، نو ملت خو په سلو کښي ۹۹ مسلمان دئ ، یوازي حکومت دا حق لري چه
پر ملت جهاد اعلان کړي ، که يې ذکاة نه ورکاوه ، تاسو ته دا حق چادر کړئ دئ ؟؟

ښه سمه ده صحیح خبره ده ، دا وايي چه د خارجي قواوو سره جهاد کوي ، هغوۍ خو سنګرونه په غرونو کښی
جوړ کري ، په دښتو کي درته پراته دي ، مه پرېږده ! ورامله که ، موږ دي مخي ته نه درېږو ،
خو دښار او کوڅو په منځ کښي د جنګ حق نه لرېٖ ، په هیڅ کتاب ، د ښار په کوڅو کښي ، ښځي ، کوچنیان ،
زاړه آو سیاه سري سته ، شرعا د جنګ حق نه لرۍ ، ورسه دده پر سنګر ور وځغله ، زما د وریندار ګانو
تر پلو لاندي مه جنګېږه ، د جنګ حق لریٖ ، په مرګ جنګ کوه ، زما اختیار مه راڅخه اخله ، زه جنګ نه کوم

په درنښت


وصيل پېروز
17.03.2010

دفورم درنوګډونوالوالسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
الله جل جلاله دي وکړي چي ټول روغ جوړاوبريمن ياست .
ترهرڅه لومړی غواړم دفورم چلوونکوته يوه يادونه وکړم :
تراوسه چي ماپه فورم کي کومې ليکنې کړې دي اکثره وخت دهمدې دفورم چلوونکوله لوري په ناحقه ډول اوبې ځايه بانوسره تړل کېږي اوياهم له منځه وړل کېږي چي څرګنده بېلګه يې دهمدې روان بحث څخه دډېرولوستوونکودنظرونواو ياجوابي ليکنولرې کول دي البته دازماليکنې نه وې خوماچي نوري کومې ليکنې کړې وې هغه بندې کړای شوې دي دفورم چلوونکي بايديوداسي ګام په ډېراحتياط سره واخلي دااوس چي دګران کريم کامران صاحب ليکنې لرې کړل شوې دي دايقيناًله دې محترم سره سترظلم دی هرچاته خپل شی ډېرارزښت لري اودوئ دلته هيڅ ډول بانه هم نه شي کولای پرته له دې چي داووايي : موږخپلواک نه يو. دلته په رښتياهم ددوئ باداران غندل شوي ووخوالله جل جلاله له حق سره دبرياليتوب کلکه ژمنه کړې . هو! خوکومه ليکنه چي دادب له چوکاټه وتلې اودنوروسالم شخصيت ته تش په تشه يعني له کوم شرعي اواخلاقي ثبوت پرته سپکاوی شوي وی هغه ددې وړ ده چي خپره نه شي،موږوتاسي بايدپريوه موضوع داسي بحث وکړوچي يوپربل دخپل دريځ دتحميلولوهڅه ونه کړوبلکه دحق دوضاحت اوحق دطلب لپاره يوبل ته دلائل وړاندي کړودکوم چادلائل چي پياوړي اومستندوي هغه ومنو.
اومحترم ورورحليمي صاحب چي دمسلم شريف پرحديث څه ملاحظات وړاندي کړي ووهغه له دې کبله ووچي موږحديث په لنډوټکوکي وړاندي کړی ووبشپړحديث دادی :
(( 110 - (1878) حدثنا سعيد بن منصور. حدثنا خالد بن عبدالله الواسطي عن سهيل بن أبي صالح، عن أبيه، عن أبي هريرة. قال:
قيل للنبي صلى الله عليه وسلم: ما يعدل الجهاد في سبيل الله عز وجل؟ قال (لا تستطيعوه) قال: فأعادوا عليه مرتين أو ثلاثا. كل ذلك يقول (لا تستطيعونه). وقال في الثالثة (مثل المجاهد في سبيل الله كمثل الصائم القائم القانت بآيات الله. لا يفتر من صيام وصلاة. حتى يرجع المجاهد في سبيل الله تعالى))
(صحيح مسلم کتاب السيرباب فضل الشهادة فی سبيل الله تعالی)


كريم كامران
17.03.2010

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (الناس كإبل مائة لا تجد فيها راحلة): په اخره زمانه کې به خلک دسلو اوښانوپه څیر وي هغه سل اوښان چې یو به هم پکې داسې پیدا نشې کړای چې بار پرې یوسې او په ښه دې راشي.
یا په معاصره اصطلاح درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک حدیث معنی دا ده چې په سلو کې به یو کس داسې وي چې دخیر سړی به وي.
که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره داشخاصو په هکله کړې خو زما په نظر یوازې په اشخاصو پورې منحصره نه ګرځي بلکې آن په نن زمانه کې تر هرې خبري رسنۍ، راډیو، تلویزون، ویبپاڼو، او اخبارونو او مجلو پورې رسيږي ځکه چې همدغه خبري رسنۍ او مطبوعات داشخاصو دافکارو څرګندونه کوي.

که نن ورځ وګورئ هیڅ داسې راډیو، تلویزون، اخبار، ویبسايټ نشته چې دیهودو اونصاراوو په ګټه نه څرخیږي، که وي هم په نشت حساب دي او رنګارنګ ګواښونو او خنډونو سره مخامخ دي.

زه دټول افغان له چلوونکیو څخه هیڅ ګیله نه کوم، دا زما دخواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم وړاندوینه ده او دا به حتما واقع کیږي، خو ځوریږم پر دې چې ولې زمونږ افغانان وروڼه دیهودو او نصارو سره دمسلمان ورور پرضد په یو صف کې ولاړ دي، هم په سیاسي ډګر کې، هم په عسکري ډګر کې، او هم په مطبوعاتي ډګر کې، او که چیرته کوم مسلمان یې په وړاندې راولاړیږي او له یهودو او نصاراوو سره دهغوی مرستې ته ګوته نیسي، په ولس کې دتفرقې اچونې په تور ځپل کیږي، او زه دا دیهودو او نصاراوو یو کامیاب پلان بولم.

زړه ته رانږدې پیروز صیب له تاسو ډیره مننه کوم، او ستاسو دلیکنې هره کلمه په سروزرو تلم. موفق بریالي او دالله په غیبي نصرت او حفاظت کې اوسئ.


شبيراحمد
18.03.2010

محترموسلامونه مي ومنئ

محترم کامران صيب بالکل برحق يې په دې دهيڅ ډول شک ځاى نشته
اوزه هم ستاپه شان دفورم په ليدلوهک پک شوم زماهم يوې ليکني سرخوړلى وو

دايوازي زمااوستاليکني نه وې بلکه دمحترم پتوال صيب لکنه هم ريسايکل بين ته غورځول شوي ده هغه هم زماپه ګډون عتيق ته ځواب ويلى وو

هغه به دي نه وي اورېدلي چې وايي
دى به په ماته خوله څه ووايي

الاالقاء


عادل عادل
18.03.2010

سلامونه

زما په نظر خو دا ډول تصرفات چې د یوه مسلمان ورور په حق او اصولو ولاړه لیکنه او یا وینا دې ړنګه او یا نادیده ونیول شي، هغه څه دي چې په عملي ډګر کې د دوست او دښمن دواړو سره په ورځني تعامل کې شدت زیږوي.

دا به هم سمه نه وي چې دین دې په افسانوي ډول داسې بیان شي چې د هیڅ مکاني او زماني ظروفو سره ارتباط او انطباق یې تفهیم او ونه څیړل شي، دا که له یوې خوا د سیاسیونو مصلحت ایجابوي، خو د بلې خوا پورتنئ ارتباط او انطباق د علماوو نه پرته په فردي ډول او سلیقه سره شکل نیسي، چې دا په خپل ذات کې د سیاسیونو په تاوان تمامیژي.


میوند ننګیال
18.03.2010

سلامونه !

ګان کریم ورور مه خفه کیږه زما هم مخکی څه لیکنی ورانی شوی دا پکی را ځي .

خو غالبا دا د وطنمل صیب کار ندی دا کار هغه چا کړی چی د لاسپو ّڅی حکومت قایل دی .

مننه

محرتم او معزز حلیمی صیب لیکلی :
[quote:bd6266d457]
او بله خبره داده چه: د ملک او جایداد په نامه جهاد ناروا دئ ، او جهاد یوازي او یوازي د لا إله إلا الله
د لوړ والي له پاره ، اوبس [/quote:bd6266d457]

نو ګران او محترم مولوی صیب :

حديث: من قتل دون ماله فهو شهيد
وعن سعيد بن زيد -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم: من قتل دون ماله فهو شهيد رواه الأربعة، وصححه الترمذي.

--------------------------------------------------------------------------------

وهذا مثل ما ذكر حديث صحيح، سبق الإشارة إلى هذا الخبر، والمصنف -رحمه الله- ذكره في حد الصائل لماذا؟ إشارة إلى أن الصائل من صال عليك، صال على إنسان في أهله وماله فإنه يدافع، فقال من قتل دون ماله فهو شهيد قال: يأتي الرجل يقاتلني؟ قال: قاتله. قال: فإن قتلته؟ قال: فهو في النار. قال: فإن قتلني؟ قال: فأنت شهيد .

ولهذا قال: من قتل دون ماله وسبق ذكره بشيء من التفصيل فيما يتعلق بمشروعية المقاتلة أو من عدمها، وأن الأصل هو مشروعية المقاتلة، وكما قال -عليه الصلاة والسلام- قال: قاتله حديث سعيد بن زيد هذا هو الذي رواه الأربعة، وسبق أن الحافظ -رحمه الله- ذكر حديث عبد الله بن عمرو، وأن الصواب عزوه إلى الصحيحين من قتل دون ماله فهو شهيد وهذا هو في الصحيحين من حديث عبد الله بن عمرو من قتل دون ماله فهو شهيد دون أربعة، دون أهله ونفسه ودينه، زيادة هذه الثلاثة نعم، عند الأربعة من حديث سعيد بن زيد، عند الأربعة من قتل دون ماله وأهله ونفسه ودينه فهو شهيد، نعم.

2 :
باب دفع الصائل وإن أدى إلى قتله وأن المصول عليه يقتل شهيدا 2441 - ( عن أبي هريرة قال : { جاء رجل فقال : يا رسول الله أرأيت إن جاء رجل يريد أخذ مالي ، قال : فلا تعطه مالك ، قال : أرأيت إن قاتلني ؟ قال : قاتله قال : أرأيت إن قتلني ؟ قال : فأنت شهيد ، قال : أرأيت إن قتلته ؟ قال : هو في النار } رواه مسلم وأحمد ، وفي لفظه : يا رسول الله أرأيت إن عدا على مالي ؟ قال : " أنشد الله " ، قال : فإن أبوا علي قال : " أنشد الله " ، قال : فإن أبوا علي ؟ قال : " قاتل ، فإن قتلت ففي الجنة وإن قتلت ففي النار " فيه من الفقه أنه يدفع بالأسهل فالأسهل ) .

3 :

2442 - ( وعن عبد الله بن عمرو أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : { من قتل دون ماله فهو شهيد } متفق عليه وفي لفظ { من أريد ماله بغير حق فقاتل فقتل فهو شهيد } رواه أبو داود والنسائي والترمذي وصححه ) [ ص: 390 ]

نو ګران مولانا صیب دا دی دلیلونه :

[quote:bd6266d457]تاسو د کرزي له حکومت سره جهاد فرض عین ګڼۍ ، کرزی خو د یوېٖ ټېډۍ اختیار نه لري [/quote:bd6266d457]

اختیار نلری نو بیا څه کوی چی دپښتنو مشری کوی پریی دی ږدی چی معلومه شی .

[quote:bd6266d457]دئ خو يو
رييس جمهور ، اختیار خو د مشرانو د جرګې په لاس کښی دۍ ، کرزی خو د پنځو ورځو سړی دی
تاسو د ملت سره جهاد کوۍ که د کرزي سره ؟؟[/quote:bd6266d457]
د کومو مشرا نو جرګه محترمه د مشرانو جرګه ددی لپاره وی چی خلک او کورن او ناموس یی په عزت کی پاتی شی .

ددغه حضرت نه واخله تر هغه یو وړوکی مشر پوری دی ته او خدای دا مشرلن به داسی وی چی ددوی لو رګانی امریکایان تلاشی کوی او ځانونه یی ګوری او دا بی ناموسان غلی وی
ته دوی ته مشران وایی ته او رب دی چی په ودونو بمباری کیږی او دمور یو ځویی شهیدیږی سره د میلمنو او دغه بی غیرته چپ وی ته دوی ته مشران وایی ددوی نه خره ښه دی هغه خپل حیثیت خو پیژنی .

[quote:bd6266d457]که د کرزي د راچپه کېدو له پاره جهاد کوۍ ، داجهاد ناروا دئ
تر پنځه کاله نور حق نه لري نور به ځي په خپل کار پسي ، بل مشر به راځي[/quote:bd6266d457]

و لی ناروا دی حلیمی صیب دا ستا فتوی یی خو زه وایم چی بلکل روا ده داسی روا ده لکه دروژه ماتونکی لپاره اوبه .

[quote:bd6266d457]هغوۍ خو سنګرونه په غرونو کښی
جوړ کري ، په دښتو کي درته پراته دي ، مه پرېږده ! ورامله که ، موږ دي مخي ته نه درېږو [/quote:bd6266d457]

محرتم او قدر مند مولوی صیب !

هو په غرونو کی یی هم سنګر دی او په دښتو کی خو تا یی د کابل ننګرهار او نورو ولایتون د ښآر په منځ کی مورچی ندی لیدلی .

[quote:bd6266d457]خو دښار او کوڅو په منځ کښي د جنګ حق نه لرېٖ [/quote:bd6266d457]

ولی یی نلرم دا درته چا ویلی د ا څه حرم مکی خو ندی چی د جنګ حق لرم په کوم دلیل .

امید کوم خفه نشی دا زما خپل نظر دی هر انسان حق لری چی خپل نظر ووایی

په درنښت


كريم كامران
18.03.2010

ننګیال وروره
دټول افغان مولوي صاحب خو دې سخت راګیر کړی :?



ع کريم حليمي
19.03.2010

ډېر ګران او محترم میوند ننګیال وروره ،اسلام علیکم و رحمة الله
[quote:de0d6e2bfa]
اقتباس:
که د کرزي د راچپه کېدو له پاره جهاد کوۍ ، داجهاد ناروا دئ
تر پنځه کاله نور حق نه لري نور به ځي په خپل کار پسي ، بل مشر به راځي

و لی ناروا دی حلیمی صیب دا ستا فتوی یی خو زه وایم چی بلکل روا ده داسی روا ده لکه دروژه ماتونکی لپاره اوبه .
[/quote:de0d6e2bfa]
مشروع حکومت دئ : سعودی ، مصر ، پاکٌستان ، هندوستان ، ایران ، عراق ، کویټ ، یمن ، دبي ، ترکیه .
تاجکستان ، اوزبکستان ، .........................او ټوله نړۍ ئې په رسمیت پېژني
او تقریبا ۸۵ في صده ملت ئې تر شا ورسره ولاړ دي ، تر دیٖ بهتر مشروعیت زه نه پېژنم
که د کابل حکومت نامشروع وي!!!، نو تاسو مشروعیت څه شي بولی ؟؟؟؟؟ 'په اشغال کي خبري نه کوم'!!!
د اکثره ملکونو د حکومت بنیادونه د غلو په لاس ایښودل شوي ، داستاسو د "دبي " د شیخ محمد ،پلار غل وو
بحري غل ، اوس څه ښه حکومت دئ ، عسکر نه لری ، دملک دفاع يې د لندن په لاس ور کړېٖ يعني د انګلستان
سره ئې کانټرک لیکلی ، نو د افغان دحکومت او دا ستا د 'دبي' د شیخ محمد د حکومت په مشروعیت کښي څه فرق سته ؟؟؟؟ او دجاپان ؟؟؟
هر څوک چه مشروع حکومت سره جنګ کوي هغه ته باغي ویل کیږي

[quote:de0d6e2bfa] من قتل دون ماله فهو شهيد[/quote:de0d6e2bfa]
داخو زه منم چه هغه شهید دي ، که څوک کور پروت ویٖ ، په باغ کي وېٖ ، غل ورسي ، او د کور خاوند مال په ساتنه د غله سره په کړپه اخته سي ، او په ضمن کښي د کور ، یا د باغ خاوند مړ سي د غله له لاسه ، نو مقتل پال شهید دي ، او او که غل مړ سي پر هغه د دوږخي حکم دی
دا حدیث د جهاد سره څه تعلق لري؟؟؟ د دېٖ خبري او او جهاد ئې سره څه ؟؟؟؟
[quote:de0d6e2bfa]
اختیار نلری نو بیا څه کوی چی دپښتنو مشری کوی پریی دی ږدی چی معلومه شی .
[/quote:de0d6e2bfa]
دا خو یوازی کرزی نه دی ، د ټول ولسواک حکومتونو مشران مقید دي ، حکومتونه پر درو پایو ولاړ دي
د عمر د پاچاهۍ وختي ولاړېٖ ، هغه یو خوب وو ! يو د زنګېدو ټال وو
[quote:de0d6e2bfa]

ولی یی نلرم دا درته چا ویلی د ا څه حرم مکی خو ندی چی د جنګ حق لرم په کوم دلیل .

امید کوم خفه نشی دا زما خپل نظر دی هر انسان حق لری چی خپل نظر ووایی [/quote:de0d6e2bfa]
قتل او قتال یو اسماني امر دي يو مقدس عمل دی ، او اسماني اخلاق هم ورسره راغلی ، د خرچلکو اجازه
نشته په کښې
زموږ او ستاسو خوازه نبي صلی الله علیه وسلم داسی و موږ ټه فرمايي چه :
حديث موطا باب النهى عن قتل النساء، والولدان، في الغزو
وحدثني عن مالك، عن يحيى بن سعيد، أن أبا بكر الصديق، بعث جيوشا إلى الشام فخرج يمشي مع يزيد بن أبي سفيان - وكان أمير ربع من تلك الأرباع - فزعموا أن يزيد قال لأبي بكر إما أن تركب وإما أن أنزل ‏.‏ فقال أبو بكر ما أنت بنازل وما أنا براكب إني أحتسب خطاى هذه في سبيل الله ثم قال له إنك ستجد قوما زعموا أنهم حبسوا أنفسهم لله فذرهم وما زعموا أنهم حبسوا أنفسهم له وستجد قوما فحصوا عن أوساط رءوسهم من الشعر فاضرب ما فحصوا عنه بالسيف وإني موصيك بعشر لا تقتلن امرأة ولا صبيا ولا كبيرا هرما ولا تقطعن شجرا مثمرا ولا تخربن عامرا ولا تعقرن شاة ولا بعيرا إلا لمأكلة ولا تحرقن نحلا ولا تفرقنه ولا تغلل ولا تجبن ‏‏[color=white:de0d6e2bfa]
موصيك بعشر لا تقتلن امرأة ولا صبيا ولا كبيرا هرما ولا تقطعن شجرا مثمرا ولا تخربن عامرا ولا تعقرن شاة ولا بعيرا إلا لمأكلة ولا تحرقن نحلا ولا تفرقنه ولا تغلل ولا تجبن ‏.‏ [/color:de0d6e2bfa]

مبارک فرمايي چه :
زه نصیحت درته کوم د لس شیانو : ښځي مه وژنۍ ، او کوچنیان او زاړه ،ناتوان او ضعیف ، مېوه داره وني مه وهئ ، د اوسېدو کورونه مه ورانوئ ، ...................

اوس پوه سوېٖ چه چا ویلي ،

درنښت


وصيل پېروز
19.03.2010

السلام عليکم
محترم حليمي صاحب دادی له داڅوورځوراهيسي دباطل دفاع کوې الله جل جلاله ښه علم درکړی خوته له کرزي اوحکومته يې دفاع کوې په دې خوهرڅوک پوهېږي چي داحکومت نامشروع دی ته دکرزۍ حکومت خپلواک بولې اياتېرانتخابات دي هېرشول چي څه حال ووپکي اياستاداباورراځي چي هغه انتخابات شفاف وواوکرزۍ دولس له لوری غوره شوی دی؟. تاته الله جل جلاله علم درکړی دی يوځل په دې اړه ښه مستندکتابونه ولټوه وروسته به درته څرګنده شي چي له کفرسره مرسته ،له کفرسره دوستي او... څه حکم لري اودهغوکسانووژل څرنګه دي؟ داهرڅه دلمرپه څېرروښانه خبرې دي،په ټوکونوټوکونوکتابونه پرې ليکل شوي دي زه دلته ځکه دلائل نه وړاندي کوم چي هرڅه ښکاره دي خوچي څوک لاهم دفاع ترې کوي او پلوی يې وي الله جل جلاله دي په دنيااواخرت کي رسواکړي . آمين
خوحليمي صاحب تاته يوه يادونه ضروري کوم چي بې ځايه دلائل وايې اوپرسخته غلطه لارروان يې دالله لپاره په دې اړه ښه مطالعه وکړه ! .


كريم كامران
19.03.2010

السلام على من يستحقه!

موضوع اوږده شوه او چې هرڅومره اوږدېږي دکرزي دحکومت په خلاف دجهاد دلایل نور هم پیاوړي کیږي، نودحلیمي صیب لپاره غوره داده چې یا دغه لیکنې ړنګې کړي او یا موضوع وتړي.

[quote:fb93e52fed="ع کريم حليمي"]تقریبا ۸۵ في صده ملت ئې تر شا ورسره ولاړ دي [/quote:fb93e52fed]
ودې نه ویل حلیمي صیب چې دا سروې څنګه؟ او چا؟ او دڅه لپاره؟ او ولې؟ او په کوم ځای کې؟ کړې ده.
دبریتانیې پخواني لومړي وزیر هغه خبره مې اوس هم په یاد ده چې څو میاشتې وړاندې یې ویل چې که بهرنیان له افغانستانه ووځي دکرزي اداره زیات نه زیات یوه هفته ژوند کولای شي، او بیا به په ټول افغانستان طالبان واکمن شي.
نوموړی پوهید چې دکرزي ادارې سره دملت ۲ فیصده ملاتړ هم نشته، بلکې ملت دطالبانو ترشا ولاړ دی او دا په تاریخ کې په ثبوت رسیدلې چې په افغانستان یوازې هغه څوک حکومت کولای شي چې دملت قاطع اکثریت یې ملاتړی وي لکه دطالبانو اسلامي تحریک.

[quote:fb93e52fed]تر دیٖ بهتر مشروعیت زه نه پېژنم
که د کابل حکومت نامشروع وي!!!، نو تاسو مشروعیت څه شي بولی ؟؟؟؟؟ 'په اشغال کي خبري نه کوم'!!! [/quote:fb93e52fed]
په اشغال کې ولې خبرې نه کوې؟!! ټوله خبره په اشغال کې ده.
دالجزیرې عربي تلویزوني چاینل سره داسلامي مفکر، سیاسي څیړونکي استاذ طلعت رمیح په خپلو خبرو کې دبریتانیا دبهرنیو چارو دوزارت ویاند (جان ویلکس) ته دواړه په الاتجاه المعاکس پروګرام کې میلمانه وي، چلینج ورکوي چې خارجي قواوې دې فقط دیو ساعت لپاره له افغانستانه ووځي بیا به ووینو چې ملت دچا ملاتړ کوي؟؟؟
دنوموړي دا خبرې مې اوس هم په ذهن کې پاتې دي چې (لیرحلوا ساعة، ساعة واحدة فقط، فلننظر من يؤید الشعب)، او جان ویلکس غریب نه لاره خطا کړي او په ګډو وډو سر شي.


عبد السلام
20.03.2010

درنو دوستانو ته سلامونه اودرناوی وړاندی کوم :
ښاغلي کامران لیکلي:
[code:1:a191d79134]دبریتانیې پخواني لومړي وزیر هغه خبره مې اوس هم په یاد ده چې څو میاشتې وړاندې یې ویل چې که بهرنیان له افغانستانه ووځي دکرزي اداره زیات نه زیات یوه هفته ژوند کولای شي، او بیا به په ټول افغانستان طالبان واکمن شي.[/code:1:a191d79134]دبریتانیې داپخوانی لمری وزیر څوک وو چې څومیاشتی وړاندې وو اواوس ندی؟ او که مطلب مودادی چې دبریتانیې کوم وزیر داسې ویلې وو!
چې : که ناټو او امریکایان په اوسني حالت کې دافغانستانه ووځي په یوه هفته کې به پاکستان ترنیمه زیات افغانستان تر خیټې لاندې کړي ! او بقیه به یې دنوروګاونډیانو ترمنځه وویشل شې !
کامران صاحب! که دخبرو نه داسې اخیستنې وشې لکه دازمونږ نو پوه شه چې د اقوالو په نقل کې هم ځینې ریښتا په بډه وهي ! او که په دې یې سره قیاص کړو نو قیاص خو دروغ ثابتوي!ریښتیا ویل په پیسو ندي ! صرف اخلاص او تقوی غواړي ، د حقد،عقدې او خودخواهۍ نه نوره چټلی رامنځته کیږي !!!

[code:1:a191d79134]دالجزیرې عربي تلویزوني چاینل سره داسلامي مفکر، سیاسي څیړونکي استاذ طلعت رمیح په خپلو خبرو کې دبریتانیا دبهرنیو چارو دوزارت ویاند (جان ویلکس) ته دواړه په الاتجاه المعاکس پروګرام کې میلمانه وي، چلینج ورکوي چې خارجي قواوې دې فقط دیو ساعت لپاره له افغانستانه ووځي بیا به ووینو چې ملت دچا ملاتړ کوي؟؟؟ [/code:1:a191d79134]
دالجزیرې والمجزرې او طلعت او انګریز نه به تیر شو ،(ځکه دواړه یو دي) اوس خو په خپلو کې یو ، عرب
او انګریز ،زما اوستا دکورپه حال زما اوستا نه ښه خبر دی؟ ؟؟ ته او ګریوان دې ! چې په ملت کې دومره زور پاتی چې دټو پکیانو او خودکوشوپه مقابل کې دې په خالی لاس اوخیټې ودریږي؟ چې هغه دې طالب وي او که ناټو؟
بیا هم په خپلو کې یو ! ددې بیچاره عادی افغانانو نه چې زه او ته ورته ملت وایو چا پوښتنه کړې چې ته څوک او څه غواړې؟ اویا داموقع ورته ورکړل شوې چې دڅه او چا ترمنځه دې توپیر وکړي؟ او که هر څه پرې دبهرنیو دروغژنو له خوا تحمیلیږي ؟؟؟که پکئ دی که عرب اوکه انګریز ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more