ادبي ټوکې ټکالې
ټوکې
هيواد شېرزاد
21.03.2004
سلامونه دوستانو
دادې يوڅو نوې ټوکې به درته وليکم؛ دا ټوکې د ښکلا مجلې څخه اخيستل شوي دي.
.........................................
وايي چې يوه ښوونکي له زده کوونکي څخه وپوښتل: هغه کوم [color=red:78f73071d5]حيوان[/color:78f73071d5] دی چې تاته بوټان ، جامې او غذا درکوي؟
زده کوونکي ورته وويل: هغه زما [color=darkred:78f73071d5]پلار[/color:78f73071d5] دی :lol:
************
يوې ښځې خپل مېړه ته وويل: که نن دې راته جامې رانه وړې نو بيا به مې په سترګو ونه وينې. مېړه يې ورته وويل، هغه څنګه؟ ښځې يې ځواب ورکړ: ځکه چې دا سترګې به درنه وباسم :D
÷÷÷÷÷÷÷÷÷
يو سړی ډېر ستړی کلي ته راغی او خلکو ته يې وويل: زه دومره زړور يم چې د زمري څخه مې لکۍ راپرې کړه. يوه سړي ورته وويل: ولې دې د زمري څخه سر نه راپرې کولو؟
سړي ځواب ورکړ: يره، سر خو يې بل چا پرې کړی وو :lol: