د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا څه چل شوی دی ...؟!!

رښتینی
06.03.2010

.

دټول افغان درنو لیکوالانو اوټولو ګډونوالو سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ!

نه پوهیږم څه چل شوی دی هاغه ده ژمۍ هم نور په تیریدو دی خو زموږ بحثونه
ټول ساړه پراته دی !! په سیاسی بحثونو کی هم څوک نه لیدل کیږی او اون د
چپ اندو په خونه کی هم چوپه چوپتیا ده او دشعر په خونه کی هم د چوپتیا له امله
پیریان وروڼه دیره شوی دی .
نه سیاستوال او نه د سیاست مینه وال شته ، نه چپ اندی او ښی اندی ترسترګو
کیږی او نه شاعران او نه یی خوندوره غوغا تر غوږوکیږی !!!
ماته ځان ملامت ښکاریدی چی اوږده غیرازیری می کړی وه او ځینی نورو هم
ګوتی راته څنډلی چی ګوره بیا داسی ناروا ! ونکړی اخر دا تاسو نو کومی ....
خواته ورک یئ ؟؟؟ داڅو شپی کیږی زه راغلی یم په شمار دووه درۍ لیکنی
می لیدلی نور هیڅ نشته ...!!

ډاکټر صاحب وطنمل تاسو هم ډیر نه وینم لطفا مهربانې وکړئ خدای مکړه
که حالات داسی په ځوړ روان و خبره نوره هم بیخونده کیږی وهاج صاحب
اونور مسئولین هم نه لیدل کیږی چی کوربه نه وی دمیلمنو دخدای سوب وکړی
اخر دا څه چل دی ؟؟؟؟

په مینه اودټول افغان دبیا ګرمیدلوسمسوریدلو اومستیدلوپه هیله


و.افغان
06.03.2010

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

ګران او زړه ته رانږدې دروند ورور حامد صاحب!
له هر څه مخکې مو له احوال پوښتنې يوه نړۍ مننه.
په دارنګه عام فوروم کې کېدای شي لوستونکي د چا شخصي بيوګرافۍ سره دومره
دلچسپي ونه لري، البته د څو خونو د چلوونکي په حيث مناسبه بولم چې د خپلې
کمزورې حاضرۍ علت بيان کړم.
حامد صاحب: فوروم راباندې ډېر ګران دی، که په ليکنو را څخه غير حاضري کيږي،
مګر د لوستلو لپاره ضرور حاضري ورکوم، پوره ۵ مياشتې مې مسلسل درسونه وو
چې نږدې ۱۰۰ بحثه په مونږ مقرر وو، الحمد لله د هغو امتحانونه ډېر ښه له ښو نتيجو
سره تېر شول، اوس يو بل امتحان په ۷ مجلده کې راته پاتې دی، چې په تعليمي سلسله
کې تر ټولو وروستۍ اکاډيميک
نظامې امتحان دی، الله دې په خير تېر کړي، دا زړه مو نور له امتحانونو سم خوړين
شوی دی، نورې تعليمي بوختياوي هم شته، البته هغه مې له ټول افغان څخه نشي منع کولی.

که ژوند وو خپله دېره به ان شاء الله ښه آباده ساتو.

په درنښت


رښتینی
06.03.2010

.
وهاج صیب الله دی په دی امتحان کی هم بریالۍ لره
اوما نو هوډ کړی دی چی یوڅه موده به ټول افغان ته ورکوم
که څه هم ډیری لیکنی می نیمګړی پرتی دی خو ستا په وینا
هغه می له ټول افغان نه نشی منعه کولی
او وطنمل صیب او نور وروڼه هم باید حاضری ولری

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more