نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ديموکراسي پالو ته
pattang
05.03.2010
دتخار ولايت پښتانه دستري محکمې دحکم سربېره،لاهم دبند شپې ورځي تيروي.
عنايت الله کاکړ
05.03.2010 07:26
دتخار ولايت دخواجه بهاالدين په سيمه کې له خپلو کورونو نه شړل شوي پښتانه دستري محکمې دحکم سربېره،لاهم له خپلوکورونو ليري دبند شپې ورځي تيروي.
دتفصيلاتو ترمخه دتخار ولايت دخواجه بهاالدين په سيمه کې له خپلو کورونو نه شړل شوي پښتانه له ډيرو منډو ترړو وروسته په دې وتوانيدل چې دافغانستان له سترې محکمې نه خپلو کورونو اوځمکوته دستنيدا حکم ترلاسه کړي. خو له بده مرغه دافغان حکومتي چارواکو دغفلت له امله هغوي لاهم له خپلو پلرنيو کورونو او مېنو ليري دژبنۍ متعصبي ډلي ترچترلاندي دبندشبې ورځي تيروي.
دپښتنو کډوالو سلو کورنيو وغوښتل چې دخپل شل کلن هجرت په پای کې له اوسنيو غوړيدلو شرايطو نه په ګټه پورته کولو سره دتخار ولايت په خواجه بهاالدين سيمه کې خپلو کليو ته ستانه شي.خو د۲۰۰۸ کال داګست په مياشت کې د والي آمرلطيف او متعصب ژبني پارليماني وکيل قاضي کبير دوسله والو له لوري خپلو کورونو ته پرې نه ښودل شول او دخواجه بهاالدين په سيمه کې په یوه پخوانۍ کلاکې بنديوان شول.
دغه مهال پردغو کډوالو سخت کړاوونه راغلل. دسختو جوي شرايطو سربېره هغوي دفقر،مسکنت او ناروغيو له امله هم سخت وکړيدل. له څو ولس پاله افغانانو پرته له هغوي سره هيڅ دولتي ارګان هيڅ ډول مرسته ونه کړه. نه يې دهغوي دناروغيو درملنه وکړه اونه یې هم دهغوي دتنکيو او ګلاليو ماشومانو د ښووني او روزني په لاره کې وړ ګامونه پورته کړل.
دکډوالو له منځ نه يو تن سردارخان چې غوښتل يې خپلې پلرنۍ ځمکي وګوري دقاضي کبير دوسله والو لنډه غروچې زياتره يې دپخوانۍ جوزجاني اوګلم جم مليشه غړي دي، ونيول شو اوپه وهلو ډبولو ووژل شو. سره له دې چې دغه پېښه هغه مهال دافغان چارواکو ترغوږونودغه پېښه ورسول شوه خو له بده مرغه دبې ګناه سردارخان دوژني عاملين تردې دمه ازاد ګرځي.
افغان کډوالو وروسته دخپلو ځمکودترلاسه کولو قضيه افغان ستري محکمې ته وړاندي کړه.ستري محکمې له اوږدو پلټنو وروسته دکډوالو په حق کې پریکړه وکړه.ستري محکمې په خپله پریکړه کې ليکلي چې دقاضي کبير لنډه غرو پردغو ځمکو باندې دخپل ملکيت دثابتولو په موخه هيڅ ډول کره اسناد وړاندي نه کړای شول،په داسې حال کې چې ځايي پښتانه له ځانه سره هرډول پاخه اوکره قانوني سندونه لري.
ځکه نو ستري محکمې نه يواځې داچې پرځمکه باندي يې دبياستنيدونکو کډوالو دملکيت حق تسليم کړ،بلکې دکورنيو چارو وزارت ته يې حکم ورکړ چې دخپل ځواک په کارولوسره پښتنو ته خپلي ځمکې بېرته وروسپاري.
خو له بده مرغه دکورنيو چارو وزارت تردې دمه دستري محکمې دغه حکم
نه دی پلې کړی.
دکډوالو استازي ارباب ظاهرخان ټول افغان ته په دې اړه وويل چې دکورنيو چارو وزارت په دې اړه دمرستي ژمنه راسره کړي ده،خوداوږدې مودې د تېرېدا سربېره دغه وزارت لاهم نه دی توانيدلی چې خپلو څښتنانوته دځمکې بېرته سپارل شوني کړي. دنوموړي په وينا څنګه چې پسرلی پیل شوی دی،ځکه نو دوي غواړي چې پرخپلو ځمکو باندي کښتونه وکړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې دکورنيو چارو وزارت دې د وري دمياشتي له پیل نه وړاندي دغه ځمکې خپلو څښتنانو ته وسپاري ترڅو هغوي دخپلو بچيانو دسرپټولو له پاره دخونو او دهغوي دنسونو دپاللو له پاره دکښت اوکروندې بندوبست وکړي
14.03.2010
[color=blue:73c303f4ce]هو ، لعنت د اشغالګرو په پلمه يې دموکراسۍ ، توپک سالارۍ ته څوک دموکراسي وايي ؟
نو دلته نه ملي اسلامي ولسواکي شته او نه هم کومه بله دموکراسي، ځکه خو حقپالنه هم نشته،ولې چې ملي اسلامي ولسواکي
او حقپالنه سره کټ مټ يوشی دي ، د يوې نيمګړتيا د بل نيمګړتيا او د يوې نشتوالی د بل نشتوالی دی ، آخر ځان پوی که ![/color:73c303f4ce]
و.افغان
21.03.2010
[quote:806b8ced1d="پتوال"][color=blue:806b8ced1d]هو ، لعنت د اشغالګرو په پلمه يې دموکراسۍ ، توپک سالارۍ ته څوک دموکراسي وايي ؟
نو دلته نه ملي اسلامي ولسواکي شته او نه هم کومه بله دموکراسي، ځکه خو حقپالنه هم نشته،ولې چې ملي اسلامي ولسواکي
او حقپالنه سره کټ مټ يوشی دي ، د يوې نيمګړتيا د بل نيمګړتيا او د يوې نشتوالی د بل نشتوالی دی ، آخر ځان پوی که ![/color:806b8ced1d][/quote:806b8ced1d]
محترم پتوال صاحب:
اميد دی چې خطا نه اوسم، ستاسو دغه ديموکراسي خامخا يوې ديکتاتورۍ ته
ضرورت لري. :)
په درنښت
stanizay
25.03.2010
د هرې دېموکر اسي پایله دېکتاتوري ده .
او دا تفصیل ته ضرورت نه لري .
اسلام یو مستقل نظام دی چې د ژوند ټولو چارو ته ور شامل دی ، نه دېموکراسي
په هغه کې ځای لري ، نه سوسیالستي او نه هم بل په لاس جوړ شوي وضعي نظام ،
څوک چې وايې چې موږ په افغانستان کې اسلامي دېموکراسي غواړو ،هغوی په واقعت کې له اسلام نه هیڅ معلومات نه لري ، او څوک چې وايې چې د دېموکراسي هغه برخې چې له اسلام سره تضاد و نه لري موږ پلي کول غواړو ، موږ ور ته وایو چې بیا نو دېموکراسي نه شوله او دېموکراسي هم خپل ځانګړي شرطونه لري چې باید پوره پلې شي نه دا چې څه له دېموکراسي نه د خپلې خوښې را واخلې او څه له اسلام نه .
آن تر دې چې ملي اسلامي واکمني کلیمه هم په اسلام کې ځاي نه لري او نه هم د اصلام په خپلو اصلي مراجعو کې کارول شوې ده او موږ ته یواځې هغه څه د منلو وړ
دي چې د اسلام له اصلي سرچینو نه يې اخذ شوي وي نه دا چې د مستشرقینو له کتابونو نه د غربي مزاجه معتدل اسلام .
په درناوي .
ستانیزی
احمدبلال
01.04.2010
د جمهوريت په باب به زه د علامه اقبال لاهوری یو شعر ووایم
اس راز کو ايک مرد فرنګی نی کيافاش
هر چند کی دانا اسی ديکها نهی کرتی
جمهوريت ايک ايسا طرزحکومت هی
که جس می لوګو کو ګنا کرتی هی تولا نهی کرتی
01.04.2010
ستانيزی صيب ليکي [quote:b9155b1e62]د هرې دېموکر اسي پایله دېکتاتوري ده .
او دا تفصيل ثبوت ته هېڅ ضرورت نه لري[/quote:b9155b1e62]
ګوره ستانيزی صيب ، يواځې قاضي ته مه ځه، آخر دومره خو ووايه چې په منځنۍ، شمالي او لويديزه اروپا او شمالي امريکا په دموکرات هيوادونو کې تر اوسه کوم يو ديکتاتورۍ ته رسيدلی؟ ؟؟؟؟؟؟؟
په دې دموکراسيو سترګې څنګه پټولی شې، آيا داسې چې انکار وکړې او ورپسې زياته کړې چې : [quote:b9155b1e62] او دا تفصيل ثبوت ته هېڅ ضرورت نه لري [/quote:b9155b1e62]که څنګه ؟؟؟؟؟؟
له شک پرته چې
[quote:b9155b1e62]اسلام یو مستقل نظام دی چې د ژوند ټولو چارو ته ور شامل دی [/quote:b9155b1e62]
ځکه خويې سياسي نظام ته خلافت وايي ، نه شاهي يا سلطنت، نو اوس وګوره چې خلافت ولسواکۍ ته ډير نږدې دی که سلطنت ته ؟؟؟؟؟؟؟؟
١- د ولسواکۍ ټول ماهيت په انتخا بئت کې پروت دی چې د بيعيت تکاملي شکل دی، ايا همدغه آزاد بيعت (= ټولټاکنې) د خلافت اساس نه و ؟؟؟؟؟؟
که و، نو همدغه اسلامي ولسواکي نشوه ؟؟؟؟؟؟؟؟ د بيعت سيستم آن د پارلماني
ولسواکۍ سبب ګرځي چې له رياستي ولسواکۍ نه هم ډيره ولسواکي لري !
٢- په خلافت کې پر خليفه تنقيد آزاد دی ، په ولسواکۍ کې هم تنقيد پر حکومت
آزاد او دا د د سلامت اپوزيسيون او پارلمان دنده ده ، نو آيا پارلماني او مطبواتي تنقيدونه د اسلامي ولسواکۍ يو رکن نشو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
٣- په خلافت کې خليفه ګانو او د چارو ښو ريسانو به پر ځان هم تنقيد کولو، او بر ځان تنقيد، په خپله ګناه اعتراف په ولسواکۍ کې هم يو معلوم اصل دی، نو ايا له ځان څخه تنقيد د اسلامي ولسواکۍ يو رکن نشو ؟؟؟؟؟
٤- په خلافت کې هره لانجه د قران له امره سره سم په مشوره حليدله ، او په ولسواکۍ کې هم د ملت او دولت مهمې چارې د ملي شورا له خوا تصويب او د قانون په شکل حل کيږي او ددولت مهم ارګانونه يوه منتخبه د رهبري شوری يا کمېټه لري چې ، چې دا ټول د خلافت د شورا او مشورتي چارو متکانلاره بڼه ده، نو آيا دا اسلامي ولسواکي نه نو څشی ده ؟؟؟؟؟؟؟؟
٥ - په يوه هيواد کې چې اسلامي شرعه نافذه وي او شورا، قوانين او ولسواکي يې تکميلي برخې وي نو آيا دا ولسواکي اسلامي نه ده ؟؟؟؟؟
داچې خلافت اوس په نړيواله کچه امکان نه لري بلکې په ملي کچه پلی کيدای شي، نو که پورتنۍ اسلامي ولسواکي په ملي کچه پلې شي او د ملي ګټو ساتنه هم وکړي نو آيا دا هم ملي او هم اسلامي ولسواکي نشوه ؟؟؟؟؟؟؟
يو خلافت چې د نورو اسلامي هيوادونو ملي ګټې، ملي کلتور، ملي ژبې ، ملي رسميات، ملي اداره او ملي مرکزونه مني او نه يې تر بښو لاندې کوي ضرور به پخپله هم ملي چوکاټ لري ، نو د پورتني ثبوتونو سره ملي خلافت = ملي ولسواکي نشوه ؟؟؟؟؟؟
بالکل شوه او د اسلام بشپړ پلی کول يواځې په ملي اسلامي دموکراسۍ کې امکان لري او بس! بنسټبال او اخوانياني ديکتاتوران د اسلام د ولسواکۍ په اعجاز خبر هم نه دي ، اسلام ته يواځې د تعصب له تنګې تروشې زاويې څخه ګوري
او فکر کوي چې د اسلام قهرمانان ګواکې همدوی انتحاريان دي (!)
هو په اسلام کې چې څوره پاکه او سوچه د مؤمن ولس ولسواکي پرته ده، په بل هېڅ سيستم کې نشته !!!!!!!
pattang
01.04.2010
ځوانه د ستانيزي صيب خبره درسته.
ديکتاتوري څه مانا ???????????????
زه يو څوک انتخابه وم چې زما اقتصادي او سياسي اقتصاد نظر ته نږدې وي خو
دملي شيانو واک نه ورکوم٠ انتخاب يواځې اقتصادي مخ لري نو کله چې دا ځوانان
انتخاب شي بيا داولس له ارادې څخه چپ کارونه هم کوي نو دا ديکتاتوري
نده!!!!!!
يو بل دليل دادی چې يواځې څو انډيوالې پارټۍ حکومت کوي بله هر قسم
متضاده نوې پارټۍ چې منځ ته راځي دخپلې تړل شو يې مېديا په واسطه يې له منځه
وړي٠
دديموکراتي او ديکتاتوري ښه مسال دقندوز مسئله ده چې دولت له اولسه
پټه ساتله او دساتنې لپاره يې څه جنايتونه وکړل ????
په لسګونو مسالونه نور درکولی شم ...........!!!
زمونږ کمونستان په ديکتاتوري د پرولېتاريات مين وو او زمونږ ګران پتمند
پتوال صيب په اولسواکي ، ګورو به چې نتيجه به څه شی شي !!
و.افغان
02.04.2010
پرته له شکه چې اسلام يو کامل نظام دی، په عربي به داسې ووايم: منهج حياة متکامل
لسعادة الدارين.
البته کله کله چې د اسلام سره يو بل څه هم ملګري کيږي نو د دې په خاطر نه چې هغه په
اسلام کې نشته، بلکه د دې په خاطر چې هغه جزء د اسلام څخه دی، او د ډېر اهميت له
وجهې ذکر کيږي، يا چې هېر شوی دی، نو د مزيد تنبيه لپاره بيل تشخصيږي، دېته په
اصول فقه کې تخصيص بعد التعميم وايي.
د دې مثال داسې دی لکه چې الله جل جلاله فرمايي:
اياک نعبد و اياک نستعين.
ژباړه: خاص تاته عبادت کوو او خاص تانه مرسته غواړو.
دلته عبادت عام دی، او مرسته غوښتل چې هم عبادت دی؛ خاص دی، دېته ويل کيږي
تخصيص بعد التعميم.
د راشده خلافت نه وروسته د اسلامي تاريخ په اوږدو کې ټولو پاچاهانو او خليفه ګانو
الا ما شاء الله د خلکو څخه د بيعت اخيستلو اصول تر پښو لاندې کړي دي، د خپلې
خوښې اهل الحل والعقد يې منځ ته راوړي دي، او په خلکو يې په زور، ظلم او جبر حکومتونه کړي دي، الا ما شاء الله مې ځکه وويل چې د راشده خلافت څخه وروسته
داسې پاچاهان هم تېر شوي دي چې لکه ستوري د اسلامي تاريخ په پاڼو کې ځليدلي
دي، لکه عمر بن عبد العزيز، صلاح الدين الأيوبي، محمد الفاتح او داسې نور.
پاتې شوه د ملي ګټو خبره، نو ملي ګټې د يوه وطن د هغه د حدودو ځېګنده دي، او
اوسني حدود يو واقع امر دی، چې په هيڅ صورت څخه ترې تېښته نه کيږي، او نه په
زور دغه حدود څوک له منځه وړلای شي، تر څو چې د مسلمانانو په زړونو کې جوړ
شوي حدود له منځه ونه وړل شي، او دغه له منځه وړل ډېر وخت او ډېر کار غواړي،
په زور سره ناممکنه ده، نو تر څو چې هغې مرحلې ته مونږ رسيږو؛ نو د خپلو ملي ګټو
او حقه حقوقو څخه دفاع کول ځمونږ يو شرعي جايز حق بلکه واجب او فرض دی.
په درنښت
08.04.2010
[quote:b4685d1b9a]ځوانه د ستانيزي صيب خبره درسته.
ديکتاتوري څه مانا ???????????????
زه يو څوک انتخابه وم چې زما اقتصادي او سياسي اقتصاد نظر ته نږدې وي خو
دملي شيانو واک نه ورکوم٠ [/quote:b4685d1b9a]
د ملي شيانو له واک نه دې مطلب څه دی، ملي ګټې ؟ که ملي زيانونه ؟؟ که دواړه ؟؟؟
داسې بريښي ، له هغه چانه دې چې واک نه ورکوي مطلب پانګوال دي، نه ولس ! که داسې وي نو د ولس رايې هم د ولس نه بولې، بلکې د ميدياو د انحصار په مټ
د ولس په ذهن کې د پانګوال له پاره توليد شوې رايې دي چې ګوندونو ته يې ورکوي،نو په دې ترتيب نتيجه ګيري کوې چې دا نو ديکتاتوري شوه صرف نوم يې دموکراسي ده .
په اسلامي او ملي ولسواکۍ کې ليبراليزم نشته ،نو نورې نظر بدلونکې
ميدياوې به هم د سرمايدارانو د لاس اله نه وي او نه به په ملي ګټو خبلې شخصي
اقتصادي لوبې کولی شي . په غرب کې چې ميدياوې د سرمايې په لاس کې دي
الټرناټيف اقتصادي سيستم او د هغه ايديالوژي هم نشته چې د سرمايې حاکميت
نسبي کړي، کمونيزم خو خپل چانس په تاريخ کې هم له لاسه ورکړی دی. او زمونږ بحث هم په غربي او ليبرالې دموکراسۍ نه دی!
[color=red:b4685d1b9a]له اسلامي ولسواکۍ نه زما مطلب دملت په کچه د اسلامي خلافت د اصولو غوړېدلي شکلونه پلي کول دي![/color:b4685d1b9a][quote:b4685d1b9a]
انتخاب يواځې اقتصادي مخ لري نو کله چې دا ځوانان انتخاب شي بيا داولس له ارادې څخه چپ کارونه هم کوي نو دا ديکتاتوري
نده!!!!!! [/quote:b4685d1b9a]
ولس د ې خبل استازي وټاکي اوکه دا هم نشي کولی، نو انتخابات دې په يوه غږ بايکاټ کړي ، تر څو چې د انتخاباتو مشروعيت له منځه يوسي او يا دوی خپل استازي وټاکي او اکٍريت تر لاسه کړي!
[quote:b4685d1b9a]دديموکراتي او ديکتاتوري ښه مسال دقندوز مسئله ده چې دولت له اولسه
پټه ساتله او دساتنې لپاره يې څه جنايتونه وکړل ???? [/quote:b4685d1b9a]
رسوايي هم شته او د جناياتو سزا هم ورکول کيدای شي که چيرې ولس وغواړي
او حکومت هم راپرځولی شي د ټلټاکنو له لارې!
[quote:b4685d1b9a]زمونږ کمونستان په ديکتاتوري د پرولېتاريات مين وو[/quote:b4685d1b9a]
هغوی ځوانان ، خام فکره ا و بي تجربې وو او مشران يې ملي خاينان او ځينې يې تر خنګرو پورې دحماقت نابغه وو او د عقدو له مخې يې د شوروي سفارت خپله
پټه قبله ګرځولې وه!
[quote:b4685d1b9a]پتوال صيب په اولسواکي ، ګورو به چې نتيجه به څه شی شي !!
[/quote:b4685d1b9a]
پتنګ خانه زه خو ګوند نه لرم ، او که يې ولرم نو ټول به پکې ستا پشان ځوانان وي، نو په تاسو خو خدای خبر که دا وړۍ شړۍ شي!
ته خو ګرم اتڼ ته خوشاليږې چې نتيڅه يې هرشی وي ، چې له خوند نه يې غرنج ښه وي، او هغه اتڼ اوس زمونږ طالبانو ورونو پيل کړی او ته به پکې مستې څڼې غورځوې!
ته پوی شه او کاکو ګان دې، چې يوه ISI ورسره نه وي نوره مو کاميابي غواړم !