د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آيا ځمکه په ٤ ورځو کې پيدا شوې ؟


03.03.2010

يو مولوي په تلويزيون کې وويل: الله تعالی ځمکه په ٤ ورځو کې او اسمانونه يې په ٢ ورځو کې پيدا کړي، آيا دا رښتيا ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او علت به يې څه وي، چې ځمکې ٤ او ٧ اسمانونو د ټولو ستورو سره سره صرف ٢ ورځې وخت نيولی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

په سلامونو او دعا ګانو!


عبد السلام
06.03.2010

[code:1:dd1cd8cab9]يو مولوي په تلويزيون کې وويل: الله تعالی ځمکه په ٤ ورځو کې او اسمانونه يې په ٢ ورځو کې پيدا کړي، آيا دا رښتيا ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او علت به يې څه وي، چې ځمکې ٤ او ٧ اسمانونو د ټولو ستورو سره سره صرف ٢ ورځې وخت نيولی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/code:1:dd1cd8cab9]

ښاغلي پتوال ته سلامونه اودرناوی:

پتوال صاحب !تاسو ددې کس دنظر په اړه څه فکر کوئ ؟ زه خووایم چې داسې یو دید ځمکه اوآسمان هواره اومسطحه ګڼي ! دځمکې په اړه داسی یو فکر کروي خو څه چې دایروي هم ندی. ښایي علت یې داوي چې موصوف نوو مراجعو ته لاس رسی نلري . که هسې فکر کیدای شي ، نو داسې فکر هم کیدای شي چې ځمکه دغوایی په ښکر ولاړه ده خو دچپ ښکر نه یې اوس په ښي ښکر سپره شوي او دغوایې ستومانتیا هم د راتلونکو وږدو کلونو دپاره رفع ده! او همداسې ده اوهمداسې به وي ، چې دی یې ګڼي!!! که چیرته خبره په حدس اوګمان وي.


رښتینی
06.03.2010

.
الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ(الفرقان 59)

{ إِنَّ رَبَّكُمْ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (54) } الأعراف
بيشګه چې رب ستاسې الله دی، هغه طات چې پيدا کړي يې دي اسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو کې ، بيايې [color=blue:9496c83d64]استوا [/color:9496c83d64]وکړه په عرش ، پټوي (تياره د شپې په (رڼا) د ورځې ، چې طلب کوي هره يوه بل لره په تلوار سره او لمر، او سبوږمۍ او ستوري مسخر (منقاد) کړی شوي دي امر د الله ته، خبردار شئ چې خاص الله لره دي پيدا کول او امر کول، لوی برکت والا دی الله چې رب د ټولو عالمايانو د جهان دی .

{ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ(9) وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ(10) ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ (11) فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ(12) } فصلت
دژباړی او تفسیر له پاری باید تفسیر کابلی اونورو تفاسیروته مراجعه وشی
خوددی موضوع له پاره په دی ایتونو کی ځواب شته


شاکری
06.03.2010

ځمکه او اسمانونه په اوو ورځو کې پيدا شوی دي .
لکه ښاغلی ورورحامد يې چې په اړه قرآنی آيت ذکر کړی دی .
د ملا خبره دليل نشی کيدای هغه به اشتباه شوی وي .
ځمکه نه د ماهی پر شا او نه هم د غوايې پر ښکر ولاړه ده دا د بنی اسرائلو د باطلو خبرو زړه کاپي ده
وسلام عليکم



06.03.2010

سلامونه !
ياره حامد صيب خدای دې لره، د تلويزيزن ملا صيب هم ويلي چې ځمکه او اسمانونه په ٦ ورځو کې او عرش په اوومه ورځ خلق شوي دي، خو هغه له ٦ څخه ٤ ورځې ځمکې او ٢ يې اسمانونو ته ځنګړې کړي ، چې البته د کوم حديث له مخې به يې دغه تفسير کړی وي !
پوښتنه داده چې په دې اړه کوم حديث شته که نه ؟ د مولوي صيب دليل به څه وي او شته نور عالمان چې دغه ويش تاييدوي که نه ؟؟؟؟


رښتینی
06.03.2010

{ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ(9) وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي[color=darkred:9c64dba164] أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ[/color:9c64dba164] سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ(10) ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ (11) فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي[color=cyan:9c64dba164] يَوْمَيْنِ [/color:9c64dba164]وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ(12) } فصلت

پتوال صاحب داد شپږو شپوخبره په همدی پورتنی ایت کی راغلی
لکه ما چی هغه څلور دځمکی اودووه داسمانونو ورځی درته رنګولی
دی دایت مطلب داده چی په دوو ورځو کی یواځی ځمکه پیدا شوی او
په دوو ورځو کی په ځمکه اسمانونه ټکوهل شوی او برکتونه او روزی
پکی پیداکړل شوی چی دا څلورورځی شوی او په دوو کی اسمانونه
پیدا کړل شوی نو دا تفصیل ټول په دی ایت کی واضح راغلی دی
خو شاید تاسو تفسیر کابلی ته مراجعه نه وی کړی اویا مو ایت په
غور ندی تلاوت کړی ...

په مینه



06.03.2010

[quote:83c8d143d4]دژباړی او تفسیر له پاره باید تفسیر کابلی اونورو تفاسیروته مراجعه وشی خوددی موضوع له پاره په دی ایتونو کی ځواب شته[/quote:83c8d143d4]

کور اباد حامد صيب چې اقلا آيتونه خو مو ليکلي، که څه هم عجيبه ده چې آيت تاسې ليکئ او ژباړه يې له لوستونکو غواړئ (!!!!) . مونږ افغانان خو عرب نه يو چې له ژباړې پرته هم د ايتونو په معنی وپوهيږو، داچې ستاسې عربي زده ده، غټ بری مو تر لاسه کړی، خو که دغسې بې ترجمې يې وړاندې کوئ، نو لوستونکو ته به ستاسې زدکړه څه ګټه ولري ، چې ماغوندې په معنی يې نه پوهيږي ؟؟؟؟؟
[color=red:83c8d143d4]په راتليزه کې دې استدان دې ته ځير اوسي چې آيت او حديث بې ترجمې وړاندې نکړي ، ومن الله التوفيق
والسلام[/color:83c8d143d4]


شاکری
07.03.2010

زه په پورتنی ليکنه کې اشتباه شوم اوه نه بلکي فی ستة ايام (6 ورځو کی )


شاکری
07.03.2010

زه په پورتنی ليکنه کې اشتباه شوم اوه ورځې نه بلکي فی ستة ايام (6 ورځو کې )


Sangar Watan
07.03.2010

محترمو اسلامپوهانو ته سلامونه،

يوم،ايام اويومين په پخوانئ عربي ژبه کی څنګه معنی کيږي؟

پوښتنه ځکه پيدا شوه چه شپه او ورځ چه ٢٤ ګږۍ کيږي د لمر او ځمکې
تر پيدايښت روسته را پيداشوی دي٠نودځمکی لمر تر پيدايښت دمخه د يوم
کلمې څه مفهوم درلود؟٠


و.افغان
07.03.2010

د (يوم) په مفهوم کې مفسرينو اختلاف کړی دی، چې آيا ځمونږ دغه موجوده ورځې
ترې مراد دي، او که زر کاله ترې مراد دي، ځکه چې د قرآن کريم په څو ځايونو کې
الله جل جلاله فرمايي چې يو ورځ د الله په نېز لکه زر کلونه چې تاسو يې حسابوئ:
47 سورة الحج «ان يوما عند ربك كألف سنة مما تعدون».
او دغه قول ته امام مجاهد بن جبر او امام احمد بن حنبل او نورو ډېرو علماوو ترجيح
ورکړې ده، په قرآن کريم کې نور ډېر آيتونه هم شته چې واضحوي چې ځمونږ ننۍ ورځې
او شپې د لمر او سپوږمۍ او سيارو د حرکتونو تابع دي، او له هغوی وروسته خلق شوي
دي.
په بل آيت کې الله جل جلاله فرمايي:«يدبر الامر من السماء الى الارض ثم يعرج اليه في يوم كان مقداره الف سنة مما تعدون»،
ژباړه: تدبير کوي امر کار له اسمانه ځمکې ته بيا بېرته خيژي هغه کار ده ته په هغې ورځې کې چې ده اندازه د هغې زر کاله ده له هغو (دنيوي وختونو) چې يې شمېرئ تاسې.
په وروستيو کې ځينو فيزيايي علماوو ځيني حسابي معادلې ترسره کړې تر څو د قرآني
ورځې چې د زرو کلونو سره مساوي ده افتراضي اندازه ښکاره کړي، د ځمکې،
سپوږمۍ، او لمر نسبي سرعت يې هم په دغې معادله کې استخدام کړی، نو په نتيجه
رسيدلي دي چې دغه ورځ چې له 299792.5 کيلو متر/په يوه ثانيه کې، مساوي ده
د رڼا له سرعت سره معادله دی، چې د دنيا تر ټولو تېز سرعت شمېرل کيږي.
دا د قرآن کريم يو بل اعجاز، چې 1400 کاله مخکې يې د رڼا د سرعت په هکله
اشاره کړېده.

البته دغه آيت په دې دلالت نه کوي چې الهي اوامر د رڼا په سرعت سره پورته کيږي،
بلکه داسې اشاره هم په کې شته چې د رڼا له سرعت څخه تېز نور رنګه سرعت هم شته
چې دغه الاهي اوامر اووم اسمان ته په يوه ورځ کې خيژي.
رڼا يا نور په يوه ورځ کې 25831347000 كيلو متر مسافه طی کوي، او دا مسافه يواځې د شمسي نظام په حدودوکې ده، ځکه خو دغه سرعت ځمکې ته له نږدې اسمان څخه د عبور کولو لپاره په يوه ورځ کې کفايت نه کوي، ځکه بايد له دې پورته يو بل
سرعت وي چې د رڼا له سرعت څخه ډېر تېز وي، نني ځينې فلکي او فيزيايي علماء
دغه خبره تأييدوي.

دغه د زرو کلونو خبره په انجيل کې هم شته، په عهد جديد، 3 اصحاح، د بطرس دويم
خط کې داسې راغلي دي: او پټه دې نه وي په تاسې باندې ای دوستانو چې يوه ورځ په نزد د رب ستاسې لکه د زرو کلونو ده، او زر کاله لکه يوه ورځ.

http://www.al3lom.com/?p=176

http://www.aawsat.com/details.asp?section=17&article=146241&issueno=8809

په درنښت



07.03.2010

وهاج صيب کور مو آباد او اجرونه موپه برخه شه، ډير ښه لينکونه دې هم ورکړي دي، خو کاشکې اوس په دې ډيرو عربي زده ځوانانو کې داسې نر هم پيدا شي چې پښتو ته يې را وژباړي، څو په مفهوم يې سړی سم پوه شي!
يوه فاصله چې وهل يې په ځمکه زرکاله نيسي د حرکت په کوم سرعت حساب شوې ده ؟ اوکه پر خپل محور د ځمکې دوضعي حرکت معلوم سرعت ددغې زرکلني مصافې د محاسبې له پاره اساس نيول شوی ؟؟؟؟؟
[color=yellow:dce55b28b3]يعنې مطلب دا چې د يوې نوري ورځې ( ٢٤ نوري ساعتونو) واټن د ځمکې د وضعي حرکت په سرعت سره د زرکالو مصافې سره برابر ثابت شوی ؟ او که څنګه [/color:dce55b28b3]

والسلام !


رښتینی
07.03.2010

[quote:de71c3b130="پتوال"][quote:de71c3b130]دژباړی او تفسیر له پاره باید تفسیر کابلی اونورو تفاسیروته مراجعه وشی خوددی موضوع له پاره په دی ایتونو کی ځواب شته[/quote:de71c3b130]

کور اباد حامد صيب چې اقلا آيتونه خو مو ليکلي، که څه هم عجيبه ده چې آيت تاسې ليکئ او ژباړه يې له لوستونکو غواړئ (!!!!) . مونږ افغانان خو عرب نه يو چې له ژباړې پرته هم د ايتونو په معنی وپوهيږو، داچې ستاسې عربي زده ده، غټ بری مو تر لاسه کړی، خو که دغسې بې ترجمې يې وړاندې کوئ، نو لوستونکو ته به ستاسې زدکړه څه ګټه ولري ، چې ماغوندې په معنی يې نه پوهيږي ؟؟؟؟؟
[color=red:de71c3b130]په راتليزه کې دې استدان دې ته ځير اوسي چې آيت او حديث بې ترجمې وړاندې نکړي ، ومن الله التوفيق
والسلام[/color:de71c3b130][/quote:de71c3b130]

له ماسره فعلا کوم تفسیر په لاس کی نشته او دومره زړور هم نه یم چی
بی له تفسیره یی ژباړه ولیکم او هر مسلمان اوخصوصا پوه مسلمان
ته لازمه ده چی دقرانکریم ژباړه اوتفسیر په کورکی ولری

اوپه دی کی هم شک نشته چی بی ترجمی ایت او حدیث لیکل ډیر ګټور ندی
خوپه لیکلویی بندیز هم سم کار ندی ماډیرځله په ټول افعان کی دخلکو عربی
پوره لیکنی ژباړلی دی او دپردیو ژبو بی له ژباړی مخالف یم

په هر حال پتوال صیب هر انسان نیمګړتیاوی اوناپوهی لری
بښنه کوه ستاسو امرونه به منو او نوردی هم ورته ځیر اوسی


و.افغان
07.03.2010

دروند او محترم پتوال صاحب !

په لمړني لېنک کې ستا د پوښتنې ځواب شته، خو کاش چې يو ځوان را ميدان ته شي
او پښتو ته يې وژباړي.
زما خو له وسعې اوس پوره نه ده.

په درنښت



ع کريم حليمي
08.03.2010

درنو او مکرمو د بحث ګډونوالو سلامونه مي ومنۍ 
[quote:fea29b8022]٤ ورځو کې او اسمانونه يې په ٢ ورځو کې پيدا کړي، [/quote:fea29b8022]
زه په هند کي يم خو بحث مو ګورم ، 

ګران مکرم دانشمند پتوال صاحب !
هيڅ مشکل نه سته په دې خبره کښي چه ځمکه په ٤ ورځو کې او اسمانونه يې په ٢ ورځو کې پيدا کړه ، غلطي نه وينم ، 
درنښت



09.03.2010

محترم، مکرم او معظم استاد مولينا حليمي صاحب السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
عمر مو ډير او سفر مو نيکمرغه !
باور لرم چې په هند کې به د خپل سفر به ترڅ کې له ذاکر نايک سره هم وګورئ او د هغه د اسلامي کواندتياو څخه به ګرانوز لوستونکو ته له ځانه سره يو څخه ډالۍ راوړئ انشا الله !
که رښتيا مو ورسره وليدل ښايي د افغانانو له پاره هم په پښتو ژبه د يوه پروګرام په اړه ورسره پوهاوی وکړئ، پښتانه شته او په هند کې هم داسې امکانات پيدا کيدای شي
چې د ذاکر نايک خبرې په مستقيمه ژباړه او يا په پښتو دوبله کولو سره نشر ته وسپارل شي ، په پښتو دوبله شوي CD او DVD په يو ټوب کې کيښودل شي، او دغه راز ممکنه شي
چې پښتانه په پښتو ذاکرنايک ته خپلې دينې پوښتنې ولېږدوي او ځوابونه يې په پښتو نشر شي!

پاتې شوه د اسمانونو دخلقت خبره چې په دوه او د ځمکه په ٤ ورځو کې پيداشوې ده، نودا خو دغه پوښتنه راپورته کيږي چې آيا ددې علت هم هغه څه دي چې د تلويزيون مولوي صاحب
فرمايلی و، چې په ځمکه ګې الله تعالی ډير نعمتونه ، ډيره ښکلا او طبيعي رنګينۍ په مناظرو، جامداتو، نباتاتو، حيواناتو او انسانانو کې رامنځته کړي
دي چې ډير بډای اوپيچلی جوړښت او محتوا درلودنه انځوروي !

که دغه علت ښودنه يې سمه وي، نو له ټولو محترمو دينپوهانو  څخه  ترې بله پوښتنه راپورته کيږي چې آيا جنت د نعماتو، غنا ، پراختيا او رنګينيو له مخې تر ځمکې ډير زيات نه دی او ددې زياتوالي
سره سره هغه په اسمان کې نه دی ؟ ظاهرا خو ددې خبرې حل دوه کيدايتوبونه (امکانات ) لري:

١- يا داچې جنت هډو مادي دی نه او صرف روحي او معنوي هستي لري! په دې صورت کې د ځمکې له پيدايښت مخکې ، وروسته او تل موجود و، دی، او وي به !

٢- يا به مادي وي خو د قيامت له ورځې له پيل وروسته رامنځته کيږي او د اسمانونو او مافيها زياته برخه په په لمن کې رانغاړي! که نه ددومره ښکلا، غنا او پراختيا سره
د هغه پيدايښت
څنګه ٢ او د ځمکې ٤ ورځې غواړي (؟؟؟؟؟؟؟؟) ،بلکې برعکس :
که د جنت پيدايښت ٢ ورځې په بر کې نيولای، بآيد د ځمکې هغه صرف يوه دقيقه په بر کې نيولی وای، او که څنګه ؟؟؟؟؟؟

او په دې صورت کې بيا هغه جنت (د عدن باغ ) هم چې آدم ترې راغلی و رښتيا هم الله تعالی په ځمکه کې د يوې بيلګې په ډول پيدا کړی و، نه په اسمان کې ؟؟؟



ع کريم حليمي
18.03.2010

ډیر مکرم او محترم مجرب او متبحر فى العلوم پتوال صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
عمر مو ډېر او د ژوند هره شېبه دي درته اختر وي ،
 [quote:07eb2e30e2]- يا داچې جنت هډو مادي دی نه او صرف روحي او معنوي هستي لري! په دې صورت کې د ځمکې له پيدايښت مخکې ، وروسته او تل موجود و، دی، او وي به !

٢- يا به مادي وي خو د قيامت له ورځې له پيل وروسته رامنځته کيږي او د اسمانونو او مافيها زياته برخه په په لمن کې رانغاړي! که نه ددومره ښکلا، غنا او پراختيا سره
د هغه پيدايښت
څنګه ٢ او د ځمکې ٤ ورځې غواړي (؟؟؟؟؟؟؟؟) ،بلکې برعکس :
که د جنت پيدايښت ٢ ورځې په بر کې نيولای، بآيد د ځمکې هغه صرف يوه دقيقه په بر کې نيولی وای، او که څنګه ؟؟؟؟؟؟
[[/quote:07eb2e30e2]

[color=white:07eb2e30e2]دانشمند پتوال صاحب ، داسي سوالونه تاسو مطرح کړیدي ډېر مشکل به وي چه څوک به ئې جواب ووايي
زه به د خپل رب العزت په ښوونه او هدایت سره تاسوته جواب ولیکم
زه هم دامنم چه د مځکي جوړښت ډېر وخت نیولی او جنت لږ ، سبب يې دا دي چه:
د هر مسلمان جنت یوه سحرا ده ، نه تعمیر لري او نه درختي او نه ګلان ، هر کله چه مؤمین بالغ شي او په
عبادت شروع وګړي ، د ده د عبادت په اندازه دده جنت آبادېږي ، تعمیرونه آبادېږي ، مځکه ئې شنه کیږي
په هر عمل يي د جنت يو حصه ابادیږي

[/color:07eb2e30e2]

[quote:07eb2e30e2]باور لرم چې په هند کې به د خپل سفر به ترڅ کې له ذاکر نايک سره هم وګورئ [/quote:07eb2e30e2]
نه ، د رخصتۍ په نیت تللي وم ، خرابات او مناجات مي دواړه نشواي کولي ، زه او زما مېرمن نه یو ځوانان
که خداي کول او ژوند وو ، د ډاکتر ذاکر نايک لیدوته به سکېجول جوړ کم ښه خبره ده[color=white:07eb2e30e2][/color:07eb2e30e2]



30.03.2010

محترم مکرم او معظم استاد حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت ا لله و برکاته !
ښه روغتيا او د درنې کورنۍ په شمول مو سلامتي او نيکمرغي د الله سبحانه وتعالی له لوی دربار څخه غواړم !
ما د خپلې پوښتنې د ځواب په اړه سوچ کاوه، چې د يو حديث شريف متن را په ياد
شو، چې رسول اکرم (ص) جنت يو ډاګ بللی چې د مؤمنانو نيک عملونه په کې ونې زرغونوي او ددې حديٍث په تعميم دې نتيجې ته ورسېدم چې تر آدم (ع) د مخه
لا د جنت پيدايښت ته څه اړتيا نه وه، ځکه ملايک نفس ( = روح+ مادي بدن) نه لري ، مادي خوراک او چښاک او نورمادي خوندونه نه پيژني، نو مادي جنت ته يې هم
اړتيا نه وه او نه شته او ښايي له همدې کبله مړينه هم نه لري، ځکه :
په (کل نفسٍ ذايقة الموت کې ) کې هم موت د نفس له پاره راغلی نه د روح له پاره !
نو هغه جنت چې آدم په کې پيدا شوی په غالب ګومان سره همغه د حمکې په سر عدن و، او هغه جنت چې له په قيامت د مؤمنانو په برخه کيږي، او دوزخونه چې د
کفارو هستوګنځی دی د قيامت په ورځ رامنځته کيږي او بيا هم په غالب ګومان
معنوي جنت او دوزخ به وي ، ځکه چې دګناه عذابونه ټول روح ته رسيږي ، نه پدن ته، بدن او د بدن غړي پر روح شاهدي ورکوي چې دغه او دغه ګناه ته يې له ما او زما
له غړو څخه ناوړه ګټه اخيستې ده ! ثٍوابي کارونه هم هم هذ القياس !
خو ددې تصور تصديق ته مې اړتيا لرله، نو کله مې چې ستاسو له خوا اوس د خپلې پوښتنې ځواب وليد، د همغه حديٍث شريف متن ته مو اشاره کړې ده چې پر
اساس يې پورتنۍ انګيرنې لاسته راتلای شي ، خو داچې ايا دا انګيرنې سمې او د منلو وړ هم دي که نه، دا به ستاسو او نورو قدرمنو ديني عالمانو يوې تبصرې ته اړتيا ولري !
په درنښت او سلامونو !


محمود سعيد
23.05.2012

دا موضوع په زړه پورې ده.
د وهاج صيب په ليکنه کې راځي:
[quote:7e17b4bcf1]په بل آيت کې الله جل جلاله فرمايي:«يدبر الامر من السماء الى الارض ثم يعرج اليه في يوم كان مقداره الف سنة مما تعدون»،
ژباړه: تدبير کوي امر کار له اسمانه ځمکې ته بيا بېرته خيژي هغه کار ده ته په هغې ورځې کې چې ده اندازه د هغې زر کاله ده له هغو (دنيوي وختونو) چې يې شمېرئ تاسې.
په وروستيو کې ځينو فيزيايي علماوو ځيني حسابي معادلې ترسره کړې تر څو د قرآني
ورځې چې د زرو کلونو سره مساوي ده افتراضي اندازه ښکاره کړي، د ځمکې،
سپوږمۍ، او لمر نسبي سرعت يې هم په دغې معادله کې استخدام کړی، نو په نتيجه
رسيدلي دي چې دغه ورځ چې له 299792.5 کيلو متر/په يوه ثانيه کې، مساوي ده
د رڼا له سرعت سره معادله دی، چې د دنيا تر ټولو تېز سرعت شمېرل کيږي.
دا د قرآن کريم يو بل اعجاز، چې 1400 کاله مخکې يې د رڼا د سرعت په هکله
اشاره کړېده. [/quote:7e17b4bcf1]
دا واټن د څه لپاره دی؟ په دې کلونو کې د تلونکو اوامرو سرعت اټکل کېدای شي؟
آيا زموږ نړۍ او آسمان په همدې واټن کې سره لرې دی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more