ادبي ټوکې ټکالې
کابلي پاړسي - ریښتینې ټوکه
عادل عادل
03.03.2010
سلامونه
یوه هزاره چې په پاکستان کې د مین پاکئ په کومه افغاني موسسه کې آشپز ول کیسه کوله چې کله به په دفتر کې بهرني کارکوونکي څوک بیمار شول نو دده په همکارئ سره به ډاکټر ته تلل.
ده ویل چې په ښار کې یوه افغانه ښځینه ډاکټره وه، او دا چې ما به ناروغان وروستل نو د جوړ تازه په حد کې به یې یو څه التفات او وطنداري راسره کوله، ده ویل چې ما ډیر کوښښ کاوه چې په کابلي لهجه ورسره وګړیژم تر څو پوه نه شي چې زه کابل بچه نه یم ...... ... ....... سره لدې چې پزه یې بهترینه د هویت تذکره وه.
ده ویل چې بالاخره دغې ډاکټرې یوه ورځ له مانه زما د علاقې وړ پوښتنه وکړه چې تاسو د کوم ځای یاست؟ ده ویل چې ما سمدلاسه په ډیره خوښئ او چالاکئ سره ورغبرګه کړه چې :-
مه از کابول استم.
ده ویل چې ډاکټرې خپله پوښتنه وغزوله او ویې ویل چې په کابل کې د کوم ځای یې؟
ده ویل چې زما نه لاره ورکه شوه او د هغه یوازیني ځای نوم مې ورته واخیست چې په ټول کابل کې ماته یاد وو، نو ځواب مې ورکړ چې:
مه از ټوووپ مرادخاني استم :)
ده ویل چې ډاکټره مسکه شوه خو زه ساکت او نهایت ډیر وشرمیدم.
عتیق الله
04.03.2010
په هلمند لښکرګاه کې يو هزاره ډاکټر دی چې د غزني ولایت د جاغوريو دی. دا هزاره (ړ) نه شي تلفظ کولی خو (ړ) (ل) تلفظ کوي نو مریض چې ورشي دوا ورکړي او په اخر کې د پرهیز په هکله ورته وايي. : (هر شی خوره خو د غوا غول مه خوه). یعنې هر شی خوره خو د غوا غوړ مه خوره.