د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ای اس ای دافغاني منورينواوليکوالو قا تلين

محمد احمد حمي
02.03.2010

--------------------------------------------------------------------------------------------
دډېرې خواشينۍ او خپګان ځای دی چې دطا لبا نو وياند ذبيح الله مجاهد په ډېر فخر سره وايي چې موږ دکندهار داطلاعاتو او کلتور رئيس ارواښاد عبد المجيد بابی په شهادت ورساوه٠
دا لو مړی ځل نه دی چې طا لبان د غسي کسان په شهادت رسوي٠ په پخوا وختو نو کې هم دوی دپښتنو ډېر معزز مشران،ډاکټران، انجنيران، خبر يالان، پو هان، ليکوالان ،ښوونکي، ژورناليستان او شا عران په ډېرې بېرحمۍ سره وژلي دي٠ نه پو هيږم چې دوی ته ددغو وژنو جواز چا ورکړی دی؟٠ داسلام مباک او سپيڅلی دين خو هيچا ته هم ددې اجازه نه ورکوي چې يو مسلمان خپل بل مسلمان ورور قصدا په داسي بېر حمۍ سره ووژني٠
طا لبانو تا سو ته وايم چې په تاسو کې يو فيصده عقل وای نو داسې ناروا او دشر عې شر يفې خلاف کار به مو نه کاوه٠ ايا تا سو په را تلو نکي کې ډاکټرانو، انجنيرانو، خبر يا لانو،ليکوالو او ژور ناليستانو ته اړتيا نلرئ؟٠ايا تا سو په دې خبره نه پو هيږی چې يو ډاکټر ،انجنير، ليکوال او ژورنا ليست په اسا نۍ سره نه جو ړيږي٠ څومره وخت په کار دی چې يو تن ډاکټر، انجتير، ليکوال او ژور نا ليست شي او څو مره پيسي پرې لګيږي او تا سو يې بيا په يو ه مر مۍ ژوند ترې واخلئ٠ ايا هغه اکټر او يا نجنير، وونکی او ژورناليست مور او پلار او کورنۍ، ښځه او ما شو مان نه لري٠ ايا تا سو نه پو هيږئ چې ديوه ډاکټر، انجنير، ليکوال او يا ژورنا ليست وژنه دې هېوادته څو مره ستره ضا يعه ده ٠ ديوه تن ډاکټر، انجنير ،ليکوال او ژورنا ليست په وژلو مو نه يوازې دهغه ژوند واخيست ،بلکې دهغوی بچيان مو هم بې سر پر سته او يتيمان کړل ٠
خوټول افغا نان او په تېره بيا پښتا نه په دې خبره باندې ښه پوه شوي دي چې خبره په بل ځای کې ده٠ تا سو دبل چا په خد مت کې يا ستئ ،تاسو کې ای اس ای او پنجا بيانو په غاړه کې دغلامۍ پړي در اچولي دي او دخپل هېواد مادي او معنوي شتمني در باندې تباه کوي او تا سو دهغو ډول ته ګډ يږئ٠

تا سو با يد په دې پوه شئ چې دافغا نستان مظلوم اولس به ستا سو دغه تاريخي خيانت او جنا يت هيڅکله هم ونه بخښي٠ تر دې به لا زيا ت جهالت بل کوم وي چې خپل دهيواد ښونځيو ته اور واچوه،چا ته دا حق مه ورکوه چې علم او پو هه تر لا سه کړي ،ډاکټر ووژنه، انجير ووژنه، ليکوال او ژور ناليست ووژنه هغه هم دمفسدو او بيد ينو پنجا بيانو او ای اس ای په اشارو٠ ايا ته په دې خبره نه پو هيږي چې هغه ستا دخاورې تاريخي دښمن دی او نه غواړي چې ته او ستا اولاد ار امه ژوند ولرئ، په خېټه ماړه واوسئ او هېواد مو ودان وي٠هغوی تا سو استعمالوي ا و ستا سو دبې عقلۍ نه ناوړه ګټه اخلي خو ستا سر تر او سه هم په دې خبرې سر واز نه شو چې ولې موږ با يد داسي وکړو؟٠

نو ای طا لبا نو دعقل او درايت نه کار واخلئ ٠دای اس ای او پنجا بيانو غلامي پريږدئ ٠دوی تا سو ديو څو پيسو په درکولو سره تباه کوي٠ دوی مسلمانان نه دي بلکې داسلام او اسلا ميت په جا مه کې منا فقين دي چې زموږ دګران هيواد بر بادي غواړي او زموږ معنوي شتمني په تا سو باندې له مينځه وړي٠ الله جل جلال دې هغه کسان تبا ه او بر بادکړې چې زموږ دهېواد بر بادي غواړي او دای اس ای او تور مخو پنجا بيانو په اشارو زموږ هېواد او وطن تبا ه کوي او زموږ ځوان نسل په تېره بيا پښتانه دعلم او پو هې له فضيلته بې بر خه کوي٠ ذبيح الله مجا هد صا حب تا ته يې وايم چې ډېر دشرم او کر کې ځای دی چې په افتخار سره وايې چې پلانکی ډاکټر، انجنير، ليکوال اوژ ور نا ليست مو وواژه٠

لږ په خپل ګر ېوان کې سر ښکته کړه چې څه کوئ٠ اسلام او اسلا ميت خو داسي نه وي٠ ته به سبا په دې خلکو بيا څنګه حکو مت وکړې؟ ٠ددغو شهيدانو وار ثين به حتما يوه ورځ ستا سو نه غچ او انتقا م اخلي ٠ په پای کې وايم چې خدای دې تا سو ته عقل در په بر خه کړي ،که نه نو په دا سې جها لتو نو خو به يې والله که شل کړئ

ډ اکټر حميد راز

_________________________________________________
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=33421


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more