د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نوي کال مبارکي

(( ښه ))
20.03.2004

د نوي لمريز 1383 کال دي ټولو هيوادوالو ته نيکمرغه وي.[color=green:b9b25fddab][/color:b9b25fddab]


Azad Nazer
21.03.2004

نوې کال به هله نه هېرېدونکې شي چې افغانان په يو غښتلي او خپلواک مشرتابه راغونډ شي او پرديوته اجازه ورنه کړي چې ددوی دژوند فيصلې وکړي ٠ په خواشينۍ بايد ووايم چې په افغانستان کی لا تر اوسه داسې خپلواک حکومت نه شته چې دخپل ملت اورعيت سرپرستي وکړي ، په هغوی رحم وکړي ، هغوی ته ديو خپلواک هېواددوګړوحيثيت ورکړي اودرعيت دحقوقو څخه دفاع وکولای شي٠

زه دافغانستان ديووګړي په توګه په دې فکرمنديم چې زمونږ ځوانان اوسپين ږيري پرته دملي افغاني منل شوې حقوقي اوقضايي ادارې له حکمه دپرديو په لاس سکنجه کيږي اودپوښتنې يې څوک نه شته ٠دغه غېر قانوني عمل ته بايد دفکرمندو افغانانو پام واوړي ٠ افغانان بايد دومره بې ارزښته نه وي چې هرڅوک پرې هرڅه کوي ،دوی جرأت ونه لري چې پوښتنه يې دځان څخه دفاع اودخپلوحقوقوغوښتنه ونه شي کړاي ٠

په درنښت
ازادنظر



طالب جان
23.03.2004

ګرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( ازاد نظر )) صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروره ستاسي دا پور تنې نظر زه هم تائيدوم ريښتيا هم چي بهرنيو ير غلګروافغانان هيڅکله سولي اوارام ته ندي پريښي او د خپلو روزل شوو تالي څټو له ﻻري يي افغانان په ډول ډول ربړو ربړولي خو کله چي چا دافغانانو غږ اوريدلې او د سولي ارامي خوښي يووالي او سوکالي ناوي يي هيواد ته راوستلي نو هغه کله په يوه او کله هم په بل نامه يادول شوي او په شهادت رسول شوي او په ډيره مکارانه توګه بيا هماغه ګوډاګيانو ته لاره هواره شوي او څوک دروسانو په ټانکونو سپاره په کابل ور ننوتلي او څوک بيا د ا مريکي بي ٥٢ ډوله الوتکو په زور په افغانانو تپل شوي خو خداي د حقي لاري مل دی اخير به د جهاد له لاري دغه امريکايان هم خداي داسي ورک کړي لکه روسان چي ورک شول ځکه چي پالونکې څښتن نيت ته ګوري اسبابو او الاتو ته نه ګوري .
[color=blue:3ba5d6f763]چي الله در سره مل نه وي رحمانه که لښکري در سره وي يک تنها يي[/color:3ba5d6f763]


Azad Nazer
23.03.2004

ښاغلې طالب جان صاحب !
سلامونوته مو په پوره اخلاص وعليکم السلام وايم ٠
لوی خدای دې دافغاني بې وزله اولس او په تېره د کونډو يتيمانو ، وږو او رنځورانو محافظ او مددګار شي ٠
امين

دلورېدنو او پېرزوينو سره
خاورې ازادنظر


mahboob
25.03.2004

[quote:dea9e074a8="طالب جان"]ګرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( ازاد نظر )) صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروره ستاسي دا پور تنې نظر زه هم تائيدوم ريښتيا هم چي بهرنيو ير غلګروافغانان هيڅکله سولي اوارام ته ندي پريښي او د خپلو روزل شوو تالي څټو له ﻻري يي افغانان په ډول ډول ربړو ربړولي خو کله چي چا دافغانانو غږ اوريدلې او د سولي ارامي خوښي يووالي او سوکالي ناوي يي هيواد ته راوستلي نو هغه کله په يوه او کله هم په بل نامه يادول شوي او په شهادت رسول شوي او په ډيره مکارانه توګه بيا هماغه ګوډاګيانو ته لاره هواره شوي او څوک دروسانو په ټانکونو سپاره په کابل ور ننوتلي او څوک بيا د ا مريکي بي ٥٢ ډوله الوتکو په زور په افغانانو تپل شوي خو خداي د حقي لاري مل دی اخير به د جهاد له لاري دغه امريکايان هم خداي داسي ورک کړي لکه روسان چي ورک شول ځکه چي پالونکې څښتن نيت ته ګوري اسبابو او الاتو ته نه ګوري .
[color=blue:dea9e074a8]چي الله در سره مل نه وي رحمانه که لښکري در سره وي يک تنها يي[/color:dea9e074a8][/quote:dea9e074a8]
ګرانه [color=blue:dea9e074a8]طالب جانه[/color:dea9e074a8] وروره سلامونه مي ومنه .
زه هم ستاسي نظر تا يئدوم .ريشتيا هم چي جهاد يواځينۍ د مشکلاتود حل لاره ده او بس .


Azad Nazer
25.03.2004

د1992 کال څخه راپدېخوا دجهاد معنابدله شوه او يواځې په انسان وژنه ،جهالت ، افراطيت ، زور ، ظلم ، بدنامۍ ،بداخلاقۍ ، غارت ، برمتې ، بې عدالتۍ ، ناپوهۍ ، بې نظمي ، ويجاړولو او بې شرمۍ پورې وتړل شو ٠ بايد داهم ووايم چې په افغانستان کی (( جهاد )) او (( ديموکراسي )) دواړه دجرمونو نومونه دي ٠ د جهادپه نوم مسلماني جوړه نه شوه اودديموکراسۍ په نوم ازادي ٠
څه وشول ؟

په دواړو نومو په ميليونو ډالر وګټل شول
په دواړو نومو چوکۍ وګټل شوې
په دواړو نومونوزمونږ په هېواد قبضه وشوه
يوې ډلې راته کمونيستي ټولنه جوړه کړه ، هغې بلې راته کپيتاليستي
پخوا يې چاقو نه درلودچې خربوزه پرې ماته کړي اوس شخصي ټانکونه او شخصي لښکرې لري
پخوا به يې (( کرولا)) ته ((قل هولا)) ويل ، اوس راته په الوتکو کی ګرځي
پخوا ورته چا ملا ايمامتي نه ورکوله اوس رهبران دي
پخوا چا سړې لېټۍ ته نه بلل اوس راته په جرګو او کنفرانسونو کی ناست وي
پخوايې پخپله تذکرې نه درلودې بيا يې پرديوته افغاني طابعت ورکاوه
پخوا به يې ((اليف )) ته ډانګې وايه چې ښه مال يې وګاټه نو عالمان او مولويان شول
ډېر ځوانان دواده په ارمان زاړه شول ، درهبرانو اودهغوی قوماندانانو ته يې زړه وهلې ، حتا چې هغه نه
ماشومانې يې هم پرېنښودې چې ددوی دلمسيانو پرځای وې
مسلمانانو تاوان وليد نه ديموکراتانو، يواځې هغه افغانان چې پوله پټې يې نه درلودل په ((کفر)) تورن وو ، لمنځه ولاړل

افغانانو او افغانستان ته يې په نړۍ کی غټ نوم وګاټه

بس نور ستړې شوم ، د ((جهاد)) لاسته راوړنې تردې نورې ډېرې زياتی دي :oops: :oops: :oops:

اوس به يوڅه په دې هکله هم ووايم چې ددغه ((لاسته راوړنو)) لپاره کومه قرباني ورکړل شوه

:oops: :oops: :oops:

په دواړو نومونوپه ميليونو بې ګناه افغانان قتل شول
په افغاني ماشومانو ، ښځو ،ځوانانو ، سپين ږيرو، کونډو ، يتيمانو ، بې وزلو، وږو ، رنځورانو او اړو باندی نه ((ديموکراتانو)) رحم وکړ نه مسلمانانو
په ديوالونو کی کوټبندونه پاتې نه شول
پوهنتونونه اومکتبونه وران شول ، وسوځول شول
دخلکو په کورونو کی ښائسته نجلۍ څه چې ښائسته هلک هم په امن کی پاتې نه شول
سړکونه او پلونه ويجاړ شول
شخصي او دولتي ادارې لوټ شوې
دافغانستان ناياب او تاريخي اثار په پاکستان ، اروپا اوامريکا کی وپلورل شول او هغه چې د وړلو امکان يې نه وو لمنځه يوړل شول

انسان دخپلو حقه حقوقو نه محروم څه چې لاپرې سکنجه شو
دانسان نه دخپل بدن واک اواختيا ر واخستل شواولکه دمېږو رمه څرېدل او چوپان ورته دډانګ اوسپي سره ولاړ وو
په رنځور او محتاجو هم رحم ورک شو
دخدای عسکروته به له اسمانه امر کېده چې بې لمانځه او بې ګېرو سره سختي وکړۍ تر څو دجنت جوګه شي خو د ((خدای عسکر)) له ډېر څه نه معاف وو
انسانيت شرک وو اوجهالت تقوااوعلم
پوهه ګناه وه اوجهالت ثواب
دښونځيواو پوهنتونونو استاذان ترور شول
دسياست ټوپکچيانو دبل هرچا کور وران کړ خو ځانته يې په هېواداو خارج کې بې شمېره اباد کړه

زه حېران يم چې ځينې دغسې ((جهاد)) لاپسې نور هم ((زنده باد)) کوي ، د(( مرده باد)) لپاره خو هسې هم څه پاتې نه دي ٠
دين هم ددوی دې او دنيا هم ، باقي ټول مرده باد دي

ازادنظر


mahboob
26.03.2004

ګرانه ورور جانه ((ازاد نظر)) صاحب سلامونه او نيکي هيلي مي ومنه . تش په نوم مجاهدينو ريښتيا هم جهاد بدنام کړخونن لږ دوي ته هم وګوره خداي بيا دوي څرنګه وشرمول . ويل يي څه ?او کوي څه ? افغاني پاپ جان پال ((سياف ))به ويل چي که زه له ظاهر شاه سره چا وليدم نو په هغه وخت کي به يا زه ليوني يم يا کافر خو اوس چي يي موژ ګورو ليوني خو والله که وي معلومه شوه چي کافر شوې او د کفرل فتوا يي پخپله په ځان ايستلي ده کوم ملا ته يي ضرورت نشته .
تاسي چي کوم څه ليکلي هغه ډيرريشتيا دي خو دا بديوي په جهاد کي نه بلکه په تش په نوم مجاهدينو کي وي.
جهاد په اوسني وخت کي داسلام شپږم رکن دې جهاد يوه پاکه او سپيڅلي لارده دکفر په وړاندي په موژ خداي پاک جهاد فرض کړي او موژ اوتاسي به يي کوو خو داسي نه لکه درباني اوسياف او....... جهاد بلکه نيت به مو خالص دخداي رضا اودهيواد ازادي وي .
خو لکه څنګه چي جهاد جنګ يا قتال وي نو په هغه کي خامخا کورونه ورانيژي ،سړي مړه کيژي شځي کونډي ،مندي بوري او بچي يتيمان کيژي خو دا دخداي له خوا يو امتحان دي پدي باندي صبر کول پکاردي او دي ته بايد وګورو چي دهمدي صبر په بدله کي به خداي موژ ته په اخيرت کي حوري ، قصرونه او د جنت نور نعمتونه راکوي د ابدي نعمتونو لاسته راوړل په دنيا کي ليژکي قرباني غواړي داسي نه چي په دنيا کي دي هم سړې دخداي امر يعني جهاد نه کوي اوپه اخيرت کي دي هم بيا دجنت اود هغه د نعمتونو تقاضا ولري .


نقاد
29.03.2004

درنو ورونو منلی آزاد نظر صيب او ښاغلی ضيأ صيب ته سلامونه او نيکې هيلې !
له اولسواکۍ نه ﻻ ١٩٧٨ کې (د پرولېتاريا) ديکتاتوري غوښتونکو او له جهاد څخه له ٩٢ ١٩څخه راوروسته د طالب ـ او ملاتاريا ديکتاتورۍ غوښتونکو ناوړه ګټه پورته کړه . هم د کونستي ديکتاتورانو او هم له د طالب او مجاهد ينو د مسلمان افغان ملت په وړاندې مخ تور دی . دوی دريواړو ډلو يو د بل په راپرځولو نيک نوم ونه ګاټه ځکه چې هرې يوې ډلې پخپله د قدرت په ﻻسته راوړلو سره په بيګناه او نجيب او مسلمان اولس باندې د ( کل يوم بتر) حالت راووست او د ملت غوښې يې وشپيلولې.
نه طالب او مجاهدين په دې پوهيدل چې هر جهاد ملي جهاد هم دی او د ملې دوښمن ته د جهاد مشرې پلاس نه ورکول کيږي و نه خو ملي دوښمن د چا سره پاکه او لومړۍ درجه سوچه اسلامي وروري کوي . دغه راز افغاني
اندويانو (روښان فکرو) هم ونشو کړای چې کمونست پلوو ډلو خلق او پرچم او نورو ته يې سپقونه په سترګو او اوبه د سر په کاسو کې ورکړي چې تاسو ښکاره ديکتاتوري غواړئ، د شوروي او شرقي بلاک په څير ديکتاتوري او د ديموراسۍ ضد رژيمونه غواړۍ او هلته خو ستالين او ستالينيزم اولس ونډۍ کړی او له ټولو ديموکراتيکو آزاديو څخه يې محروم کړی دی ، نو بيا څنګه تاسي ديموکراسي غواړئ او ځانونو ته څنګه ديموکراتان واياست او څنګه د لويديځ ديموکراتيکو هيوادونو سره دوښمني کوئ؟


Azad Nazer
30.03.2004

پاڅونوال صېب !
زماسلامونه هم ومنه ٠

دافغانستان په سلو کې ٩٨ وګړي (( جهاد )) دوسله والې جګړې په نوم پېژني مګر له دې نه خبر نه دي چې دجهاد لغوي معنا جګړه او انسان وژنه نه ده بلکه د (( کوښښ ، زيار ، علميت ، پوهې ، جدوجهد، عمل ، تګلارې او تدبير )) لپاره يوعمومي مستعار نوم دې او دانساني ژوندداهدافو دپوره کولويوه اوږده پروسه ده چې دمختلفو اجزاوو څخه مرکب شوې ٠ دايو عربي لغت دې چې دمثبتو اړخونو اوتأثيراتو له کبله د (( جګړې )) پر ځای غوره شوې ٠ که چېرې يواځې دجګړې لپاره استعمال شوې وای نوبايد دجګړې دختمېدو وسره سم بايد له اعتباره غورځېدلې وای خوځکه يې په اسلام کې همېشنې اعتباراوارزښت ته توجه شوې ځکه چې دانساني ژوند هربرې په جدوجهد ، کوښښ او عمل پورې تړلې ٠ وګورۍ ، د جهاد او غزا- ا و جهاد او جګړې تر منځ هم توپير شته٠ داسلام معناهم سلامتي ، صلح اوسالميت ده ا و مونږ بايد هغه څه چې جامع معنا لري داسلام دلارښوونوسره په ((ضدونقيض)) سنګر کی ونه دروو٠ دمسلمانانودنده ده چې بايد په دې پوه وي چې پخپله خوله په ځان د ((شراچونکو)) او ((جګړه مارو)) تور لګول ، دخپل دين په مفهوم نه پوهېدنه او جفا ده ٠ زه فکرکوم چې د جهاد يوه برخه دځان څخه ددفاع اودتيري مخنيوې دې مګر د جهاد معنا دانه ده چې د شخصي اغراضو او ذاتي ګټو لپاره استعمال او يا د هغه چا پرضدمسلح اقدام کول چې مذهب او عقيده يې بېله وي ٠په لنډو ټکو کی بايد ووايو چې جهاد دحق په پلوۍ اودباطل پرضد جدوجهد ته وايي٠
ترکومه ځايه چې ددغو درې ډلو ، کمونيستانو ، مجاهدينو او طالبانو خبره ده نو مونږ يې د بېطرفو شاهدانو په توګه تحليلوو او دلايل مو نه شي رد کيدای ځکه چې بې له شرحې او ښکاره ثبوتونه وجود لري ٠ زما په شمول هيڅوک ليوني نه دي چې په چا پسې تهمت ووايي بلکه ددغوډلو له لاسه تر پوزې رسېدلي يو او خلاصون مو ترې نشته ٠ پوښتنه داده چې افغانان ولې دروسيانو ، غربيانو ، عربانو او ګاونډيو لپاره وژل کيږي ؟ دپرديو لپاره خپل ورونه اووطنداران وژل ، کورونه اوښارونه ورانول کوم دين دې؟
ددغودرېواړو ډلو مشران دافغان اولس دتباهۍ مسؤلين دي او څوک چې اوس هم ددغوملي خاينانو په پلوۍ دجګړې اورته لمن وهي ، هغوی دهيڅ نه عبرت نه دې اخيستې او هغه متل دې چې وايي : څه چې کرې هغه به رېبې٠

زه په دې افسوس کوم چې پښتانه تل دبل لپاره ځان وژلې اوخپل کور يې وران کړې مګر دخپل ځان په ګټه يې ديادونې کارنامې فقط يو څو دي چې څوک يې يادوي هم نه٠

په درنښت

ازادنظر



ع کريم حليمي
30.03.2004

ضيا صيب سلام الله دی جوړ او روغ لره !
تاسو داڅرنګه ليکی چه ((دخداي له خوا يو امتحان دي پدي باندي صبر کول پکاردي او دي ته بايد وګورو چي دهمدي صبر په بدله کي به خداي موژ ته په اخيرت کي حوري ، قصرونه او د جنت نور نعمتونه راکوي د ابدي نعمتونو لاسته راوړل په دنيا کي ليژکي قرباني غواړي داسي نه چي په دنيا کي دي هم سړې دخداي امر يعني جهاد نه کوي اوپه اخيرت کي دي هم بيا دجنت اود هغه د نعمتونو تقاضا ولري .))
دغه جملی چه ستاسو ليکلی دي ٠ هيڅ يو هذهبی اصول ندی ٠ که تاسو خلک خپل ملګری کوی ٠ داستاسو حق
دی ٠ په ډماکرسی کی ٠ اما دا حق نلری چه په داسی الفاظو خلک ميسليډ کئ ٠ هيڅ افغان ته حق نسته په شرعه
کی چه صبر وکی ٠ هر څه چه دخدايه وي (سماوي مصيبت) صبر ضرور دی ٠ که صبر و نه کی هم بل علاج نه لری
که حزب طالب، حزب اسلامی و غيره که ظلم کاوه خلک دی صبر نه کوي ٠په دغه صبر کی غلامی راځی٠ نه قصرونه او نه جنتونه او نه باغونه او نه حوري ٠
که هر افغان و ظالم ته صبر کوی غيریمستقم دظالم سره کومک دی ٠ که يو ملا راوﻻړ سی داعمل وکی چه په
شرعه کی نوي ٠ دا هم ظلم دی ٠ دمثال په ډول د اسلام په تاريخ کی د ږری پر تراشلو انسان ندی وهل سوی
دايو ډير لوی ظلم وو چه وسو ٠ دمسلمانانوسره او د شرعی سره ٠ او دغه عمل د ګمراهۍ وو او ګمراهی
دوږخ ته ځی ٠ او دا بدعت دی او ټوله بدعتونه ګمراهی ده ٠ که څوک دظلم مخه نه نسی دا اصلأ ظالم ته دعوت
ورکول دی ٠ يعنی نور ظلم رابندی وکه ٠ هر هغه عمل چه قانونی شکل ونلری ٠ ظلم ورته ويل کيږی ٠
موږ افغانان چه طالب نوم واورو نومسجد ،ملا ،شريعت ،مو په فکر کی ور سره يو ځای سی ٠ اما
نن طالب معنا يو حزب چه ځان و قدرت ته و رسوی ٠ هر حزب چه بيله انتخاباتو منځ ته راځی غيری قانونی
وو او ويبه ٠
ګرانه ضيا جانه ٠ هر مجاهد چه جهاد کوي چه خيال په وکړی هغه دوږخ ته ځی چه مال خيرات کړی خيال په
وکړی دوږخ ته ځی ٠ چه قاری قرأن وايی او خيال په وکړی ٠ دوږخ ته ځی ٠ او الله د قيامت ورته وايی چه تکذب دی کړی دئ ٠ چه دا ډيره لويه ګناه ده ٠ حزب خلق،حزب طالب،حزب پرچم ، حزب اسلامی ،حزب جمعت و غيره
د ټولو حدف قدرت ته رسيدل دئ او بس
بخاری ٤ جلد ٣٥٨ حديث
Az-Zubair had four wives, and after the one-third of his property was excluded (according to the will), each of his wives received one million and two hundred thousand. So the total amount of his property was fifty million and two hundred thousand.
دغه صحابی چه مړ سو ٤ ښځی ئی درلودی هری ښځی ته ئی ([color=red:357a093eaf]١٢٠٠٠٠٠[/color:357a093eaf]) حق ور ورسيدی ٠ او د صحابی ټوله
جايداد ([color=red:357a093eaf]٥٠٢٠٠٠٠٠[/color:357a093eaf] ) وو ٠ يعنی د اسلام په اولو کی هم سرمايه خلکو ډيره درلوده ٠ اما امير دمسلمانانو
د زتاتی سرمايی خاوندان نه وه ٠ ته فکر وکه چه ربانی، کلبدين ، څو سرمايه لری ٠ او ملاعمر ته خپل يو رفيق چه بشر نوميږی څومره جايداد په قندهار کی ور رانيولی وو ٠ دغه سرمايه دملاعمر دکمه کړه ٠

وسلام

[color=#444444:357a093eaf][/color:357a093eaf]


mahboob
02.04.2004

[color=red:b2efdc3ff5]حليمي صاحب ليکلي :
{{{ تاسو داڅرنګه ليکی چه ((دخداي له خوا يو امتحان دي پدي باندي صبر کول پکاردي او دي ته بايد وګورو چي دهمدي صبر په بدله کي به خداي موژ ته په اخيرت کي حوري ، قصرونه او د جنت نور نعمتونه راکوي د ابدي نعمتونو لاسته راوړل په دنيا کي ليژکي قرباني غواړي داسي نه چي په دنيا کي دي هم سړې دخداي امر يعني جهاد نه کوي اوپه اخيرت کي دي هم بيا دجنت اود هغه د نعمتونو تقاضا ولري .))
دغه جملی چه ستاسو ليکلی دي ٠ هيڅ يو هذهبی اصول ندی ٠ که تاسو خلک خپل ملګری کوی ٠ داستاسو حق
دی ٠ په ډماکرسی کی ٠ اما دا حق نلری چه په داسی الفاظو خلک ميسليډ کئ }}}.[/color:b2efdc3ff5]

ضيااحمدليکم :
شاغلي عبدالکريم صاحب پاڅونوال صاحب ټولو دوستانو سلامونه مي ومنۍ . حليمي صاحب تاسي ليکلي چي زه بايد خلک { ميسليډ} يعني { ګمراه } نکړم {{{ الله اکبر }}} حليمي جانه داخبره خو چي ستاسي په څير يوه علمي شخصيت نه واي ليکلي کشکي ددي الفاظو د ليکلوپه وخت ستاسي Mous يا مژک کارپر ييشي واي کشکي مو سيستم جام شوي واي .
دا خبره چي دجهادي مشکلاتو زغملو يا صبر په بدل کي حوري جنتونه او نور نعمتونه ملاويژي دا ځما دخپل نظر او خپلي خيټي خبره نه ده داخبر خو په الهي کتاب قران شريف کي ځاي په ځاي راغلي ده چي په مشکلاتو باندي دصبر په نتيجه کي به تاسي ته داسي جنتونه درکوم چي تري لاندي به يي چينې اوويالي وي اوهغه به هم تنها داوبوچينې نه وي بلکه د شيدو ، شاتو ،اودشرابو ويالي به هم پکي بهيژي نو وروڼو داخويو خدايي فرمان دي چي ماهسي په پشتوژبه په خپلوالفاظو درته ليکلې نو پدي سره څنګه زه خداي مکړه خلک ګمراه يا {ميسليډ} کوم قران شريف خو هدايت دي ګمراهي نه ده نو کله چي داخدايي حکم دي نودامذهبي اصول هم دي چي په { صبر کولو به خداي خلکوته خامخا جنت ورکوي } "
داچي ګلبدين او حزبيانو څه کول دهغي جواب به هغه پخپله وايي اوداچي ملا محمد عمر ته چا جايداد اخيستې نو دهغه جواب به هم ملا صاحب پخپله وايي زه داسي څه معلومات نلرم اونه هم دپردو په کارونو کارلرم پخپل ځان کي بايد فکر وکړو چي موژ څونه خراب يو دخپلو اعمالو په اړه بايد فکروکړو په پردو ګوته لکول ډير اسانه ده مګر دخپل ځان اصلاح هم ضروري ده ځما دخبرو منظور حليمي صاحب نه دي ځکه يي بايد ځان ته راجع نکړي '



ع کريم حليمي
03.04.2004

[2:177][2:153][2:155][2:249] سوره البقره دغه ټوله اياتونه د (الصبرين ) په باره کی دی
( [3:17][3:142][3:146] سورت العمران
( [8:46][8:66][8:65] سورت الانفال
(16:110][16:126] سورت النحل
(18:69] سورت الکهف
(21:85] سورت الانبيا
(22:35] سورت الحج
(23:111] سورت المؤمنون
(28:80]القصص
(33:35] الاحزاب
37:102]الصافات
[38:44] سبا
(39:10] الزمر
[47:31] محمد
ګرانه ماته عزيز وروره ضيا صيب سلامونه مي راڅه قبول که!
محترمه وروره هيڅ وخت به قلم ونه ښوره ومه تر څو چه ښه پوره پوه نيم په هغه څه چه ليکم ئی ٠
[color=red:3c1b4c28da]تاسو ليکلی (ضيا جان)٠ صبر په بدله کي به خداي موژ ته په اخيرت کي حوري ، قصرونه او د جنت نور نعمتونه راکوي د ابدي نعمتونو لاسته راوړل په دنيا کي ليژکي قرباني غواړي داسي نه چي په دنيا کي دي هم سړې دخداي امر يعني جهاد نه کوي اوپه اخيرت کي دي هم بيا دجنت اود هغه د نعمتونو تقاضا ولري .)) [/color:3c1b4c28da]
[/color]
يو اندازه حوالی می دره وليکلی پورته ٠ تاسو پخپله د خدای کتاب را واخلئ و ئی ګورئ که خدای د خپل يو بنده
(عبد)سره کومه وعده کړی وه (الصبرين) ٠د حوري،قصرو،شيدو ، شاتو٠٠ زه به خپله ليکنه واخلم او بخښنه به د خدايه و غواړم ٠
هو الله داسی فرمايی ٠ بسمه تعالی ٠ [color=red:3c1b4c28da]يأيهاالذين امنوا استعينوا نالبر والصلوه ان الله مع الصبرين [/color:3c1b4c28da] ترجمه ٠ ای هغو کسانو چه ايمان ئی راوړی دی مدد وغواړی په صبر او لمانځه سره بيشکه چه الله له
صبر کونکو سره دی ٠
يعنی صبر پر کومو وختوکی چه ټولو شرعی طاعاتو او منهياتو ته شامل دی چه د هغو په ځای کول ډير سخت
کار دی ٠ نو د هغه د مداومت په ذريعه ټول کارونه په موږ او تاسو اسانيږی ٠ او په دی ايات کښی دی خبری
ته اشاره ده چه په قلبی او بدنی طاعت کښی محنت و باسی او وباسم ! او صبر لويه درجه لری٠
او د جنت وعده چه خدای کوي هغه په (عملوا الصلحت )سره ده
بسمه تعالی ٠ [color=blue:3c1b4c28da]والذين امنوا وعملوا الصلحت لانکلف نفسأ الاوسعها أولئک أصحب الجنه هم فيها خلدون[/color:3c1b4c28da] ترجمه ٠ او هغه کسان چه ايمان ئی راوړی دی او کړی ئی دی ښه عملونه [color=red:3c1b4c28da]تکليف نه فرمايو[/color:3c1b4c28da] په هيڅ
نفس مګر په قدر د طاقت د ده (مؤمنانو) ملګری د جنت دی هم دوی تل به په جنت کښی وي ٠
يوه خبره مو پياد وساتی چه صبر په هره جمله کی ځانته خپله شرحه لری (زمان، موقع )
علما چه تبلغ کوی په محراب کی ٠ موږ ته ﻻزمه ده چه ښه ورته غوږ سو او يا ځانونه په و پوهه وو ٠
او هغه دجنت وعدی چه سوي دی په قرأن کی حوالی لاندی درته ليکم (مفهم يا رأسأ وعده )
[2:25][2:82][2:277] البقره [3:57] عمران [4:34][4:57][4:122][4:124][4:173]نسا
[5:9][5:93] مائده 17:9] اسرا [7:42]اعراف 10:9][10:4] يؤنس 11:11][11:23]هود
13:29]14:23) ابراهم 19:76][19:96]مريم [20:75][20:112]طه 21:94] انبيا
18:2][18:30][18:46][18:107]کهف 22:14][22:23][22:50][22:56]حج )[24:55]النور

)[29:7][29:9][29:58]عنکبوت 26:227]شعرا 30:15][30:45]الرم 31:8]لقمان 32:19]السجده

[35:7]فاطر )[34:4]سبا [38:28][38:24] ص )[40:58] غافر )[41:8]فصلت

) ) [42:22][42:23][42:26]الشورا [45:30][45:21] [47:2][47:12] [65:11][84:25 [85:11] [95:6][98:7] [103:3]
کله چه څوک ليکی چه الله ج داسی فرمايی ٠ هغه بايد په قران کی واضع ايه وي ٠ او يا داسی وليکل سی
چه مبارک ع حديث داسی فرمايی ٠ ولیچه ځنی يا بعضی خلک ستاسو له ليکنی څه کوټيشن کوي ٠
چه داښه نه بولم ٠ او ميسليډ کيږی ٠ او امکان لری چه ستاسو نوشته on line لس کاله پاته وي ٠ او پښتانه به
ئی لولی ٠ زموږ او ستاسو د محترم ورور طالب جان خبره مذهبی ليکنی په کوم يا هيڅ حزب پوري نه دي تړلی ٠
حليمي

)


mahboob
03.04.2004

وروره حلیمی صاحب سلامونه می ومنه ستاسی له لیکنی نه مننه.
تاسی لیکلي چي تاسی ماته راوشایاست چي چیري د صابرینو لپاره د جنت وعده شوي نو وروروره زه ستاسي سره مقابله نه غواړم خو ستاسي دعلم دلا زیاتوالي لپاره دغه دی هغه أیت لیکم چي د صبر کوونکو لپاره پکي دجنت ذکرراغلی دی .
الله تعالی فرما یلی چی { للذین اتقوا عند ربهم جنت تجري من تحتها الانهر خالذین فیها وازواج مطهرت ورضوان من الله والله بصیر باالعباد } العمران3 15 ایت .
ترجمه - شته لپاره دهغو کسانو چي متقیان دي په نزددرب ددوي جنتونه چي بهیژي لاندي له هغوي ويالی چي تل به وِي پدي جنتونو کي او شځي به شي پاکي او رضا مندي له جانبه دخدايه او الله شه لیدونکی دی دبندگانو .
داچي هغه متقيان څوک دي دکومو اوصافو خاوندان به وي خداي پاک په وړاندي ايت کي داسي فرمايي { الصابرين والصادقین والقانتین والمنفقين والمستغفرين بالاسحار } ألعمران 17 ایت .
ترجمه- هغه متقیان چي صبر کوونکي دي په مصیبتونو کي او صادقان دي او په ځاي راوړونکي دي دحکم او خيرات کوونکي دي په رضا دخداي کي او مغفرت غوشتونکي دي په اخیر دشپو کي .
یعنی هغه هغه څوک چي د جهاد په لاره کي تکليفونه گالي هغوي دخداي په نزد هغه خلک دي چي خداي به دوِی ته جنتونه پاکي حوري او نور نعمتونه ورکوي .
حلیمي صاحب په تاسی کوم نوعه اعتراض نلرم قرأن شريف لوي کتاب دي شايد د کتني په وخت کي به دغه مبارک أیت ستاسی تر نظر لاندي نوي راغلی اميد لرم چي ددي ايت له ليدلو سره سم به خپله خبر واخلۍ او پورتنۍ ليکنه به مو ړنگه کړۍ ځکه چي اوس حو ستاسي له ليکني څخه دخلکو د ميسليډ کيدلو خطره ده ځکه چي داويل چي دصبر په مقابل کي جنت په قران کي نشته دا له آیت څخه انکار دی . ځما خبري مشرورورو حليمي صاحب ته ندي راجع عامي خبري دي .



ع کريم حليمي
03.04.2004

ډير مکرم وروره ضياصيب سلام عليکم ٠
اول به دغه حوالی چه تاسو لکلی نمبر ئی غلط دی در صحيح به ئی کړم
[color=green:4cc7e9c926]اوهئلۍ ته زمرئ او بازی نه ورښوي ٠ هئلۍ چه پيداسی اب بازی ئی زده وي [/color:4cc7e9c926]٠
((وروره حلیمی صاحب سلامونه می ومنه ستاسی له لیکنی نه مننه.
تاسی لیکلي چي تاسی ماته راوشایاست چي چیري د صابرینو لپاره د جنت وعده شوي نو وروروره زه ستاسي سره مقابله نه غواړم خو ستاسي دعلم دلا زیاتوالي لپاره دغه دی هغه أیت لیکم چي د صبر کوونکو لپاره پکي دجنت ذکرراغلی دی . ))
الله تعالی فرما یلی چی { للذین اتقوا عند ربهم جنت تجري من تحتها الانهر خالذین فیها وازواج مطهرت ورضوان من الله والله بصیر باالعباد } العمران3 15 ایت . [color=red:4cc7e9c926]دغه اصلأ (العمران سورت او ايه نمبر ١٥ )[/color:4cc7e9c926]
ترجمه - شته لپاره دهغو کسانو چي متقیان دي په نزددرب ددوي جنتونه چي بهیژي لاندي له هغوي ويالی چي تل به وِي پدي جنتونو کي او شځي به شي پاکي او رضا مندي له جانبه دخدايه او الله شه لیدونکی دی دبندگانو .
داچي هغه متقيان څوک دي دکومو اوصافو خاوندان به وي خداي پاک په وړاندي ايت کي داسي فرمايي { الصابرين والصادقین والقانتین والمنفقين والمستغفرين بالاسحار } ألعمران 17 ایت .
ترجمه- هغه متقیان چي صبر کوونکي دي په مصیبتونو کي او صادقان دي او په ځاي راوړونکي دي دحکم او خيرات کوونکي دي په رضا دخداي کي او مغفرت غوشتونکي دي په اخیر دشپو کي .
[color=cyan:4cc7e9c926]په دواړو اياتو کی وعده خدای نه ده کړی ٠[/color:4cc7e9c926]
[color=red:4cc7e9c926]وعده دخدای صالحينو سره ده چه جنت ته ځی يا جنتيان دي٠بسمه تعالی ٠ والذين امنوا وعملوا الصلحت لانکلف نفسأ الاوسعها أولئک أصحب الجنه هم فيها خلدون
نور ئی نه اوږده وم ولی هر شئ چه پيچی لنډيږی ٠ خبری چه پيچئ اوږديږی ٠ اوبس [/color:4cc7e9c926]
[color=olive:4cc7e9c926]د جنت د دروازی کيلی يوازی عمل صاليحه ده او بس [/color:4cc7e9c926]٠
حليمي


م ن غروال
03.04.2004

ښاغلئ حليمي ورور سلام عرض کوم
نورې خبرې ټولي يوې خواته، اما اوسنۍ حالت ګران هېواد افغانستان ته يو چانس دي چه د سولې او پر مختګ او نړېوال سياسي تګلارې سره ځان اعيار کړي٠ او که نړېوال اسلامي علمأ يې غير شرعي بولي نو هغوئ دې له ستوني راټينګ کړي چه د اسلام په نامه د سياست نتيجه يې وطن د نورو غلام وګرځولو٠ داسې اسلامي مشر چه هېواد پرې راټول شي له بده مرغه نه يې لرو٠ او که غواړو چه يو ريښتنۍ اسلامي هېواد ولرو نو کلو کلو ته اړتيا ليدل کيږي چه اسلامي سياست پوهه مشران او کشران وروزو او علمي تګ ﻻره غوره کړو٠ په شعارو او د قرأن کريم له مبارکو آياتو څخه به ناوړه او خپلي شخصي او تنظيمي ګټې نه پورته کوؤ٠ چه بعضي نو ماشاالله پرته له طالب نور اصلا اسلام نه پيژني، يعنې اسلام؟ طالب! او بې ګناه خلک وژل يعنې جهاد!
څومره به ښه وای که دا څو اسلامي احکامو کاپي يې هم ککرۍ کي نه درلودای٠ په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more