د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ژغورني ملي ميثاق

pattang
01.03.2010

Hezb e Islami Plan for Peace
Feb 19th, 2010, 2:27am


د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د حزب اسلامي نوې طرحه (د ژغورني ملي ميثاق)

19-02-2010 03:14 PM


بسم الله الرحمن الرحيم
د ژغورني ملي ميثاق:

موږ د الله تعالى په نامه ژمنه كوو چي له روان دردناك حالت نه د هېواد د ژغورلو لپاره يو بل ته لاس وركوو چي جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، په هېواد كي ډاډمن امنيت تأمين كړو، له بهرنيو ځواكونو نه فارغ او د پرديو له لاسوهنو نه خوندي افغانستان جوړ كړو، خپل ملي وحدت لازيات مضبوط كړو او ملت ته دا موقع برابره كړو چي د خپلي خوښي زعامت غوره او د خپلي عقيدې او باور مطابق نظام جوړ كړي. دغو لوړو او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مو په لاندي طرحي توافق كړى:
1. بهرني ځواكونه دي د روان ميلادي كال د جولاي په مياشت كي له هيواده وتل پيل كړي او د شپږو مياشتو په ترڅ كي دي هغه بشپړ كړي.
2. په دې مودي كي دي له ښارونو او گڼ مېشتو سيمو نه ووځي او په عسكري مراكزو كي دي ځاى په ځاى شي.
3. د امنيت چاري دي په بشپړه توگه ملي اردو او پوليس ته وسپارل شي، بهرني ځواكونه به د افغانستان په هيڅ گوټ كي او په هيڅ حالت كي په خپل سر د نظامي عملياتو، د كورونو تلاشي او نيونو حق نه لري.
4. اوسنى حكومت او پارلمان دي تر هغه خپل كار ته ادامه وركړي چي د دې معاهدې مطابق انتخابات تر سره كېږي او نوې منتخبه شورى او منتخب حكومت رامنځته كېږي. خو په دې حكومت كي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن كسان نه وي. همداراز د حكومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه كي به داسي كسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي.
5. د ټولو افغاني لورو په اتفاق به د ملي امنيت په نامه يوه داسي اوه كسيزه شورى جوړېږي چي په مهمو ملي مسايلو كي به د وروستۍ پرېكړي واك ورسره وي، د دې شورى مقر به په داسي ولايت كي وي چي امنيت ئې په بشپړه توگه د افغاني ځواكونو په لاس كي وي او هيڅ بهرنى ځواك په كي نه وي.
6. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به د 1390 كال په پسرلي كي د متناسب تمثيل پر بنسټ د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځاى، يو ځل او همهال انتخابات تر سره شي.
7. په دې انتخاباتو كي د حكومت د كابينې غړي او واليان يوازي په هغه صورت كي د برخي اخيستو حق لري چي د انتخاباتو تر نيټې درې مياشتي مخكي له خپلي دندي استعفا وكړي.
8. په لومړي منتخب حكومت كي به د هر لوري برخه د هغه د آراوو په تناسب وي او له شورى نه به د اعتماد رأيه ترلاسه كوي، خو تر دې وروسته به بريمن لورى پر دې مكلف نه وي چي ائتلافي حكومت جوړ كړي.
9. هغه حزب يا انتخابي مجموعه به په بعدي انتخاباتو كي د برخي اخيستو حق لري چي په لومړي انتخاباتو كي تر لس په سلو كي زياتي رأيي ترلاسه كړي.
10. په دې مودې كي به په جگړو كي د ښكېلو لورو تر منځ بشپړ اوربند تأمين وي، ټول سياسي بنديان به خوشي كېږي، ټول لوري به ژمنه كوي چي له دې وروسته به نه قدرت ته د رسېدو لپاره ناروا لاري لټوي او نه به د خپل حريف او رقيب د ځپلو لپاره وسله كاروي.
11. لومړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چي د دريو لورو له خوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅېړي او د هيواد د اساسي قانون په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي.
12. هيڅ بهرنى هيواد به دا حق نه لري چي په افغانستان كي زندان ولري، كوم افغان محاكمه او مجازات كړي، يا ئې د محاكمې لپاره بهر ته انتقال او په بل ځاى كي ئې محبوس او محاكمه كړي.
13. په اختلاس، د مخدره موادو قاچاق، د ملي شتنميو په غصب او په جنگي جناياتو تورن كسان به شرعي محكمې ته سپارل كېږي او هيڅ لورى به له هغوى نه په څرگنده يا پټه توگه دفاع نه كوي.
14. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي.
15. كوم كورنى او بهرنى لورى چي د روغي جوړي له دې ميثاق سره مخالفت او د جگړي پر دوام ټينگار وكړي موږ ټول به په گډه او تر هغه د جنگ غوښتونكو مقابله كوو چي خپل هيواد او ولس د هغوى له شر نه وژغورو.
والله على ما نقول وكيل


Re: د ژغورني ملي ميثاق

لقمان
01.03.2010

[quote:f3d9666c2d]14. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي.[/quote:f3d9666c2d]

خو پتنګ صاحب تاسو خپل نظر ندی ورکړی
نوری خبری ټولی پخوانۍ دی خو دغه ۱۴مه ماده یی ماته نوی ښکاري او دبحث وړ ده
که چیرې له دبهرنیو جنګیالیو څخه مطلب عربان وي نو آیا ښه به نه وه چی دژغورني ملی میثاق یی دشړلو پر ځای ورته په افغانستان کې د اوسیدو لپاره حدود، لوائح، ضوابط او مقررات ایښي وو ځکه دغه عربان چی ملی میثاق یی دشړلو اراده لري خو په ټوله نړۍ کی دسر پنا نلري حتی خپل حکومتونه یی په هماغه ورځ په هوايي میدان کی نیسي او په امریکایانو یی سپاري. نو آیا اقلا دیو مسلمان په توګه په جامع او مانع ملی میثاق باندی دهغوی دا حق نه جوړید چی لږترلږه دیو مسلمان ورور په توګه ورسره چلند وشي او چی ترڅو په خپلو هیوادونو کی داوسیدانی شرایط ورته مساعد نه وي داسی ژر يې ونه شړي؟ دابه دهغو مسلمانانو ورونو سره چی دخارجی ځواکونو په ویستلو کی یې زموږ مرسته او ملاتړ کړی بی وفايي نه وي؟
دا زما نظر وو ستاسو دنظرونو په هیله


Re: د ژغورني ملي ميثاق

pattang
01.03.2010

لقمان خانه داخو اسانه خبره ده ،دنړۍ والې ټولني (UN) په سلا به دوی ته د مځکې دکرې په سرځای پيداکيږي او حق يې هم دی ٠
د asyl حقوق له داسې خلکو څخه هيڅ قانون هم نشي اخيستی هو جنايتکاره به هم
محاکمه کيږي٠ ولې نه زمونږ مسلمان وروڼه به ستا له يادشويو شرائطو سره بيا
خپل ژوند مخته وړي٠ سياسي پنا په هر اساسي قانون کې تضمين دی ٠
په دغو جزياتو به خبرې کيږي٠

[quote:30ce5fef97="لقمان"][quote:30ce5fef97]14. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي.[/quote:30ce5fef97]

خو پتنګ صاحب تاسو خپل نظر ندی ورکړی
نوری خبری ټولی پخوانۍ دی خو دغه ۱۴مه ماده یی ماته نوی ښکاري او دبحث وړ ده
که چیرې له دبهرنیو جنګیالیو څخه مطلب عربان وي نو آیا ښه به نه وه چی دژغورني ملی میثاق یی دشړلو پر ځای ورته په افغانستان کې د اوسیدو لپاره حدود، لوائح، ضوابط او مقررات ایښي وو ځکه دغه عربان چی ملی میثاق یی دشړلو اراده لري خو په ټوله نړۍ کی دسر پنا نلري حتی خپل حکومتونه یی په هماغه ورځ په هوايي میدان کی نیسي او په امریکایانو یی سپاري. نو آیا اقلا دیو مسلمان په توګه په جامع او مانع ملی میثاق باندی دهغوی دا حق نه جوړید چی لږترلږه دیو مسلمان ورور په توګه ورسره چلند وشي او چی ترڅو په خپلو هیوادونو کی داوسیدانی شرایط ورته مساعد نه وي داسی ژر يې ونه شړي؟ دابه دهغو مسلمانانو ورونو سره چی دخارجی ځواکونو په ویستلو کی یې زموږ مرسته او ملاتړ کړی بی وفايي نه وي؟
دا زما نظر وو ستاسو دنظرونو په هیله[/quote:30ce5fef97]


و.افغان
02.03.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ميثاق خو ډېر ښکلی او جامع دی، په 14 ماده کې يې هم کومه ستونځه نه ليدل کيږي،
ځکه چې ميثاق بهرني جنګيالي ياد کړي نه مطلق بهرنيان، يعنې هغه بهرنيان چې بالفعل
د ميثاق د تطبيق په وخت کې د جنګياليتوب په صفت موصوف وي، مثلا ناست په
افغانستان کې وي، او د نړۍ ټولو هيوادونو ته ګوتې څنډي، يا پرې تېری کوي، نو په
بايد په افغانستان کې پرېنښودل شي.
خوکه خپله وسله وغورځوي، او له دغه کار څخه لاس واخلي؛ نو په افغانستان او نورو
هېوادونو کې هم د عزتمندې ابرومندې زندګۍ تېرولو حق ضرور لرلی شي.

په درنښت


monir
02.03.2010

دوستانو سلامونه او ښې چارې
د دې میثاق لومړﺉ مثبت ګام دا دﺉ چې د خبرو اترو له لارې د افغانستان د لانجې حل لټوي!
خو کله چې د میثاق جزیاتو ته ځیر شو لیدل کېږي چې ځینې اساسی پوښتنې موجودې دي. د ساری په توګه په یو ځای کې راغلي:

[quote:56ebf55fe8]4. اوسنى حكومت او پارلمان دي تر هغه خپل كار ته ادامه وركړي چي د دې معاهدې مطابق انتخابات تر سره كېږي او نوې منتخبه شورى او منتخب حكومت رامنځته كېږي. [color=blue:56ebf55fe8]خو په دې حكومت كي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن كسان نه وي. همداراز د حكومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه كي به داسي كسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي.[/color:56ebf55fe8] [/quote:56ebf55fe8]
نو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د پورتني القابو تعریف څوک کوي؟ تجربه خو دا ښودلې چې د افغانستان په شخړې کې ښکیل کسان تل ځانونه صادق او د خپل مخالفین یې په يوه او بل شي تورن کړي دي. دا چې همدا تورن کسان یا په حکومت کې یا د حکومت پلویان دي او یا دحکومت مخالفین نو د میثاق لومړۍ ستونځه د یادو شو القابو په تعریف باندې رامنځته کېږي !

[quote:56ebf55fe8]5. د ټولو افغاني لورو په اتفاق به د ملي امنيت په نامه يوه داسي[color=yellow:56ebf55fe8] اوه كسيزه شورى [/color:56ebf55fe8]جوړېږي چي په مهمو ملي مسايلو كي به د وروستۍ پرېكړي واك ورسره وي، د دې شورى مقر به په داسي ولايت كي وي چي امنيت ئې په بشپړه توگه د افغاني ځواكونو په لاس كي وي او هيڅ بهرنى ځواك په كي نه وي. [/quote:56ebf55fe8]
موضوع ګنګه ده ! دا د شورا اوه غړي په کومو معیارونو ټاکل کېږي؟ ولی اوه غړي؟

بل دا چې په میثاق کې د افغانستان د ستونځې بهرني اړخ ته د پام وړ پاملرنه نه ده شوې چې د میثاق د نه عملی کیدو یو دلیل کیدای شی!

په درنښت



02.03.2010

وايي معقول وړانديزونه له ضعيف ګروپ سره وي ، چې په چا يې هم زور نه چليږي!
بيا هم ځيني ټکي د تامل وړ دي :

٥[quote:ff9a96f45d]. د ټولو افغاني لورو په اتفاق به د ملي امنيت په نامه يوه داسي اوه كسيزه شورى جوړېږي چي په مهمو ملي مسايلو كي به د وروستۍ پرېكړي واك ورسره وي، د دې شورى مقر به په داسي ولايت كي وي چي امنيت ئې په بشپړه توگه د افغاني ځواكونو په لاس كي وي او هيڅ بهرنى ځواك په كي نه وي. [/quote:ff9a96f45d]
حکمتيار صيب د امنيت چارې اوسني ملي پوځ او ملي پوليسو ته سپاري خو واک يې د دريواړو خواو يوې ګډې ٧ کسيزې شورا ته سپاري (!)

١. دا ٧ کسيزه شورا به له يوه حزبي استازي، ٢ طالبانو او د شورا د مشر په شمول له ٤ حکومتي استازو څخه جوړه وي او که پرته له دې يې کوم بل ډول ترکيب هم شونتيا او د باور وړتيا لرلی شي؟؟؟؟؟
حکمتيار صيب د ملي بوځ او ملي پوليسو په راس کې حز.ب اوطالبان شاملوي، بي له دې چې طالبان اوخپل حزبيان مخکې خلع سلاح کړي !

[quote:ff9a96f45d]١٥ . كوم كورنى او بهرنى لورى چي د روغي جوړي له دې ميثاق سره مخالفت او د جگړي پر دوام ټينگار وكړي موږ ټول به په گډه او تر هغه د جنگ غوښتونكو مقابله كوو چي خپل هيواد او ولس د هغوى له شر نه وژغورو. [/quote:ff9a96f45d]

٢. د بهرنيانو له وتلو وروسته به څوک ISI مخه ونيسي چې د طالبانو په يرغل سره دغه مخالف پيل نکړي او د زوړ ملا زړې تراويح بيا له سره شروع نشي ، آيا همداسې نه ده ؟


عادل عادل
02.03.2010

سلامونه

دې میثاق به هغه وخت د ولس هیلو ته د رښتیاکیدو امیدونه بښلي وای چې د حزب او طالبانو تر منځ د واحد زعامت تر سیوري لاندې انسجام او بشپړ یوالئ رامنځ ته شوی وای. په دې یوالي کې د ټولو په سر کې د ولس او بیا د ښکیلو ټولو اړخونو په تیره بیا بهرنیانو خیر دی، ...... ... خو نه شوني کیدل یې معقول شکونه زیږوي.

[color=white:4bc0fe0781]د ولس له نظره خو هیڅ ډول داسې اساسي ستونزه ددوی په منځ کې چې دوی دې بیل وساتي، په نظر نه راځي[/color:4bc0fe0781] که وي نو هغه به پورتني شکونه وي چې له مخې یې د دوی دواړو یا حد اقل یوه تر شا د پردي پټ لاس محتمل شتون په بشپړه توګه نشي ردیدلای.

زه د مذاکرې هرې هڅې ته چې ملي وحدت او خپلواکئ ته لار پرانیزي د قدر په سترګه ګورم، خو که مذاکرات د دښمن او لاسپوڅو سره نیکه هڅه بللئ شو، لکه چې بللې مې ده، نو د خپل مسلمان ورور سره چې په یو صف، یوه سنګر او د یوه دین، وطن او ناموس نه په دفاع کې د یوې لارې وتلي ملګري وي، په اعلی صورت سره نیکه هڅه څه چې د خوار او لویدلي افغان ولس او هر مظلوم شهید د وینو د نه ضیاع اړینه تقاضا هم ده.


pattang
02.03.2010

انډيوالانو دګلبدين دسولې پلان يوازې د کنجو تيږي Meilenstein /
cornerstone دي ، دپروڅيس ليکل يې کار اوسوچ غواړي اونه ديوه تن
کاردی ٠ دعادل خبره درسته ده طالبان له ګلبدين سره ګډون نغواړي زما ځينو
ملګرو پردي برخه کې ډېر کوششونه وکړل، حتی دترکيې دولت هم دا غوښتنه وکړه
که چېرې دواړه يوځای شي خبره به ژر حل شي اودناتو سره خبرې اونورکارونه
به ترکان په ضمانت سره په غاړه واخلي ٠
خو طالبان ،وايې " [color=white:b7a8a46be2]چې مونږ خپل ايمان ، دين ، پښتنولي په
چوکۍ نه خرڅه وو دګلبدين دحزب غړي له اشغالګرو او لاسپوڅيو سره يو ځای
کارکي چې غټ مسال يې ارغنديوال دی ، مونږ بيله قيد اوشرطه د اشغالګرو وتل
غواړو او دلاسپوڅي دولت سره نه خبرې اونه سوله غواړو او دا دواړه (اشغالګر
او لاسپوڅي) ديوه خره غوږونه دي ...... [/color:b7a8a46be2]"
اوس نود هر چا خپله خوښه !


..Ahmadzai
02.03.2010

وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

حزب يوه طرحة وړاندې كړې, چې ډير پكې د إخوانيانو د تحريك فكر او تګلاره ثبت سوی, سره لدې چې د عملي كيدو إمكان يې صفر ده, او كه عملي هم سي نو پايلې به همغه د شر او فساد مخكيني دور ته بيرته تلل وي,
او بيا به سره ډلې ډلې او فرقې فرقې سو, د دنيا ټولې جاسوسي او غير جاسوسي إدارې به ښه په پراخه توګه خپل فعاليت وكړي, ترڅو خپل پلوي لوړو څوكيو ته ورسوي, او كه د كومو زورورو پلويان مشرۍ ته ونه رسيږي, نو دشر يو لوی باب به پرانستل سي.
په چا به إعتبار وكړو چې زمونږ دغه پروسې په شفاف ډول مخكې بوزي, تير إنتخابات او درغلۍ خو به مو هيرې نه وي؟

زمونږ فيصلې بايد تل د قران او سنت په رڼا كې وي, نو 14 ماده هم د إسلامي شرعي فقهې له لارې حل او فصل سي, كه شرعې حكم جواز راكاوو د دوۍ په إخراج باندې نو بايد ويباسو او كه شرعاً د دوۍ إخراجول يو ناجائز او محرم كار وو نو بالكل بايد ونه ويستل سي, بلكې دفاع او حمايت يې وسي.

سياسي طرحې هغلته د إعتبار او منلو وړ كيداى سي چې طالبان يې وړاندې او يا هم ومني, حزب نه دومره عسكري ظرفيت او نه سياسي رول لري چې داسې طرحې وړاندې كړي او خلك يې قبول كړي.

په درنښت


Lotfollah
02.03.2010

سلامونه
[quote:93da3b6d9c="pattang"]
خو طالبان ،وايې چې مونږ خپل ايمان ، دين ، پښتنولي په
چوکۍ نه خرڅه وو [/quote:93da3b6d9c]
د طالبانو په خبره چېرې اعتبار شته؟ دوی پخوا هم ادعا کوله چې حکومت کول نه غواړې . دوی ویل چې د شر او فساد لرې کولو لپاره یې قیام کړﺉ دی. دا چې بیا وروسته څه وشول ټولو ته څرګنده ده.

والسلام


pattang
02.03.2010

تهمت ښه ندی !
شر او فساد ، فحشا ، غلا او پاټکونه ورک شول
، ننګ او نا موس پر ځای وو ، انسان تښتول ، دخلکو دښځو سره په زور زنا کول
اوواده کول يې ورک کړل ٠
يو شی نه وو : دغربيا نو موافقه ، لوڅې ښځې سپين لينګي ا ويدا جانه صمدزۍ٠

[quote:e0507851d4="Lotfollah"]سلامونه
[quote:e0507851d4="pattang"]
خو طالبان ،وايې چې مونږ خپل ايمان ، دين ، پښتنولي په
چوکۍ نه خرڅه وو [/quote:e0507851d4]
د طالبانو په خبره چېرې اعتبار شته؟ دوی پخوا هم ادعا کوله چې حکومت کول نه غواړې . دوی ویل چې د شر او فساد لرې کولو لپاره یې قیام کړﺉ دی. دا چې بیا وروسته څه وشول ټولو ته څرګنده ده.

والسلام[/quote:e0507851d4]


Lotfollah
03.03.2010

سلامونه
[quote:f607d44817="pattang"]تهمت ښه ندی !
[/quote:f607d44817]
پتنګ صیب سمه ده چې تهمت ښه ندﺉ، خو له واقعیت نه سترګې پټول هم د تهمت نه کم ندﺉ. ما دا ادعا هم نده کړې چې طالبانو شر او فساد لرې نه کړ! آیا طالبانو هغه وعده یې هم عملی کړه چې دوی د حکومت کولو لپاره یې قیام ندﺉ کړي؟ دا خبره طالبانو په لومړﺉ ځل هغه مهال وکړه چې په کندهار کې یې د حزب اسلامی په وړاندې جګړه کوله.
[quote:f607d44817]يو شی نه وو : دغربيا نو موافقه ، لوڅې ښځې سپين لينګي ا ويدا جانه صمدزۍ٠[/quote:f607d44817]
بښنه غواړم، داسې افراطی موقف غوره کول مو د مرګ عادت شوﺉ دﺉ! غربیان به پرېږدوو، آیا طالبانو پخپلې واکمنۍ کې د افغان عام اولس ته په واک کې د ګډون حق ورکړﺉ و چې دا تمه اوس له دوی نه وشي چې وايې [quote:f607d44817]مونږ خپل ايمان ، دين ، پښتنولي په [color=blue:f607d44817]چوکۍ [/color:f607d44817]نه خرڅه وو [/quote:f607d44817]؟؟؟؟
ما په همدې ټول افغان کې د طالبانو د واکمنۍ د شورا غړو لست لیدلئ و چې ټول همدا یوه ډله وه.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more