د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له خدای ګيله روا ده؟

عتیق الله
27.02.2010

د ټول افغان د بحث فورم څانګې لیدونکو ته سلام
تاسو وګورئ نن د دي پاڼي پر لومړي مخ دجناب يون ليکنه وه چي د يو فرهنګي په مړينه يي خواشيني کړي وه خو آن له خدايه يي ګيله کړي وه. ګيله هم لاپرخپل ځاي چي لوی خدای ته يي نعوذ باالله کوچنی ويلي دی. دا د شاغلي يون شعر نه دی چي څوک وويايي ځه خو مبالغه يي کړي ده. دا ليک په نثر دی. که دلته يون ځان خلاصوي چي له قاتلانو ګيله ده نو بيا نه دي ټوانيدلی چي خپل د زړه خبره وليکلای شي ځکه چي ګونګه ده.

[quote:2e8b730305]کله چې مې انټرنيټ خلاص کړ ، نو پر همدې دردونکي خبرمې سترګې ولګېدې ، زړه مې وښويد، بيا پر موږ يوه بله ټکه پرېوته ، عبد المجيد بابی هم راڅخه ولاړ ، د ژوند قافله مو څومره ورو ورو درومي ، خو د مرګ هغه څومره په ځغاسته ده ، هسې خو مرګ له موږ سره روږدی دی ، موږ هغه ښه پېژنو اوهغه موږ د خپلې سزا وړ ګڼلي يو ، په ډېرو مرګونو مو له مرګه ګيله نه ده کړې ، خو په يو نيم مو خامخا له هر لوی او [color=red:2e8b730305]کوچني [/color:2e8b730305]ذاته ګيله کېږي چې ولې يې دومره مجبور ليدلي يو.

کلونه کلونه وشول چې عبدالمجيد بابی د خپل فرهنګ دغوړيدا پر هڅو بوخت و، ستړی و، ستومانه و ، د چا يې زنه نيولې وه د چا يې لاس او د چا لمنه ، ټولو ته په زاريو و ، چې زموږ دژغور لاره همدا ده ، په نورو لارو زړه مه خورئ . هغه نور دتل لپاره هر چاته له زاريو خلاص شو ، پر يو داسې سفر لاړ، چې بيا به هيڅکله رانه شي ، ځان يې دټول عمر لپاره بې غمه کړ ، خو موږ يې دټول عمر لپاره د غم پر ټغر کېنولو.

بابی بيا له موږ څخه يو ګام دمخه شو ، خدای خبر چې عبد المجيد بابي پسې به دا ځل د کوم بل خدمتګار بابي وار وي، د مرګ کډه زموږ له کلي نه ځي .

بابي ګله ! هلته ستا دليدو په هيله

ستا يون ، نوی ډيلی ـ هندوستان[/quote:2e8b730305]


Re: له خدای ګيله روا ده؟

و.افغان
27.02.2010

عتيق الله صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترما!
د خوښيو او غميزو پيدا کوونکی لوی الله جل جلاله دی، بنده د هغه مملوک مطلق دی،
بنده ته په کار دي چې د هغه لوی خالق الله تعالی له اړخه په ده باندې د هرې شوې فيصلې
په اړه خپله رضامندي ښکاره کړي، او په هر غم کې داسې ووايي چې: الحمد لله علی کل
حال.

هو! په طبيعي خفګان باندې الله جل جلاله خپل بنده نه نيسي،
خفه دې شي، ودې ژاړي، اوښکې دې تويې کړي، خو په الله جل جلاله دې اعتراض نه
کوي، او نه دې له هغه ګيله کوي، ځکه چې ګيله د نه رضامندۍ ښودونکې ده.

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ګران ځوی ابراهيم مړ شو، هغه وژړل، له سترګو يې
اوښکې تويې شوې، صحابه ترې پوښتنه کوي: چې ته هم ای رسول الله (يعنې ژاړې؟)
هغه ځواب ورکوي: چې دا خو رحمت دی، بيا وايي:
ان القلب لیحزن، وان العين لتدمع، ولا نقول الا ما يرضي الرب، وانا علی فراقک يا
ابراهيم لمحزونون.
بېشکه چې زړه خفه کيږي، او سترګې اوښکې تويوي، خو نه وايو مګر هغه څه چې الله
جل جلاله پرې راضي کيږي، او مونږ ستا په فراق باندې ای ابراهيمه ډېر غمجن يو.

راځم د يوون صاحب خبرو ته:

په پيل کې بايد څرګنده کړم، چې د جناب يون صاحب ليکنې مې ډېرې خوښيږي، او
په مينه يې لولم، په اوسني وخت کې يې د قلم له لارې خپل وطن او ملت ته هم د پام وړ
خدمت کړی دی، خو حق له هر چا لوړ دی، يون صاحب چې کله غلطيږي؛ خامخا به ورته
وايو چې له سمې لارې دې په مسئله کې فاصله نيولې، او يون صاحب هم بايد د خپل
اخلاص او خلوص له مخې حق په ورين تندي قبول کړي.

که يوون صاحب په خپلو خبرو کې د (کوچني) کلمه هم په کار نه وی وړې؛ نو بيا يې هم
جمله کې د لوی خالق په وړاندې يوه سپينسترګي او ګستاخي ده، خو يوون صاحب
ملامت نه دی، اصلا ستونځه بل چېرې ده:

د اسلام د صراط مستقيم په لاره د برابرېدلو لپاره اړين يواځينۍ شرط د قرآن او حديث
اتباع او هغو دواړو ته نزديکت دی، او په څومره اندازه چې انسان د قرآن او حديث له
لارې لرې کيږي؛ په هماغه اندازه د هغه خبرې، کارونه او کړه وړه د پاک اسلامي مبين
او صفا اسلامي عقيدې سره په تضاد کې واقع کيږي.

نن صبا ځينې سپينسترګي اديبان په ډېرې سپينسترګۍ او ګستاخۍ سره په قصدي
او عمدي ډول داسې تېروتنې کوي، خو کله يې چې وپوښتې، نو ځواب درکړي چې دا
خو د کلام ظاهر دی او باطن يې بل شی دی، خو حقيقت دا دی چې هر ظاهر د باطن
ښکارندوی وي، او هر مجاز د حقيقت په وجود دلالت کوي، مجاز پرته له حقيقته هيڅ
وجود نه لري.

لوی الله جل جلاله دې مونږ ټولو ته هدايت وکړي.

[quote:dad4a9de81="عتیق الله"]د ټول افغان د بحث فورم څانګې لیدونکو ته سلام
تاسو وګورئ نن د دي پاڼي پر لومړي مخ دجناب يون ليکنه وه چي د يو فرهنګي په مړينه يي خواشيني کړي وه خو آن له خدايه يي ګيله کړي وه. ګيله هم لاپرخپل ځاي چي لوی خدای ته يي نعوذ باالله کوچنی ويلي دی. دا د شاغلي يون شعر نه دی چي څوک وويايي ځه خو مبالغه يي کړي ده. دا ليک په نثر دی. که دلته يون ځان خلاصوي چي له قاتلانو ګيله ده نو بيا نه دي ټوانيدلی چي خپل د زړه خبره وليکلای شي ځکه چي ګونګه ده.

[quote:dad4a9de81]کله چې مې انټرنيټ خلاص کړ ، نو پر همدې دردونکي خبرمې سترګې ولګېدې ، زړه مې وښويد، بيا پر موږ يوه بله ټکه پرېوته ، عبد المجيد بابی هم راڅخه ولاړ ، د ژوند قافله مو څومره ورو ورو درومي ، خو د مرګ هغه څومره په ځغاسته ده ، هسې خو مرګ له موږ سره روږدی دی ، موږ هغه ښه پېژنو اوهغه موږ د خپلې سزا وړ ګڼلي يو ، په ډېرو مرګونو مو له مرګه ګيله نه ده کړې ، خو په يو نيم مو خامخا له هر لوی او [color=red:dad4a9de81]کوچني [/color:dad4a9de81]ذاته ګيله کېږي چې ولې يې دومره مجبور ليدلي يو.

کلونه کلونه وشول چې عبدالمجيد بابی د خپل فرهنګ دغوړيدا پر هڅو بوخت و، ستړی و، ستومانه و ، د چا يې زنه نيولې وه د چا يې لاس او د چا لمنه ، ټولو ته په زاريو و ، چې زموږ دژغور لاره همدا ده ، په نورو لارو زړه مه خورئ . هغه نور دتل لپاره هر چاته له زاريو خلاص شو ، پر يو داسې سفر لاړ، چې بيا به هيڅکله رانه شي ، ځان يې دټول عمر لپاره بې غمه کړ ، خو موږ يې دټول عمر لپاره د غم پر ټغر کېنولو.

بابی بيا له موږ څخه يو ګام دمخه شو ، خدای خبر چې عبد المجيد بابي پسې به دا ځل د کوم بل خدمتګار بابي وار وي، د مرګ کډه زموږ له کلي نه ځي .

بابي ګله ! هلته ستا دليدو په هيله

ستا يون ، نوی ډيلی ـ هندوستان[/quote:dad4a9de81][/quote:dad4a9de81]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more