د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمیلاد لمانځنه

نجم الدين
26.02.2010

ټولو لوستونکیو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ویاړم چې دټول افغان په بحث فورم کې لومړۍ لیکنه درسول الله صلی الله علیه وسلم، دمیلاد په مناسبت خوندي کوم.
تاسو پوهېږئ چې نن دجمعې ورځ زموږ دخواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دزېږېدنې دکلیزې سره برابره ده.
دا ورځ په ګرده نړۍ کې په ډول ډول اشکالو لمانځل کېږي.
مخکې له دې چې په دې اړوند دمحترمو علماوو آراء وغواړم، لومړی به خپل راسره معلومات له تاسو سره شریک کړم:
ابن حجر العسقلاني ددې ورځې دلمانځنې په هکله وايي:
ددې ورځې اصل بدعت دی، له سلفو څخه په درېوو پیړیو کې نه دی رانقل شوی، خو سه له دې دا ورځ یوشمېر ښېګڼې او بدګڼې لري، خو که څوک یوازې ښېګڼې راونیسي او له بدګڼو تېر شي بیا ورته نېک بدعت ویلای شو.
ددې لپاره چې دا ورځ په جایزه او روا طریقه تجلیل کړو ډېر بدیلونه شته.
زما یو درانه استاذ خپله پخوانۍ کیسه کوله ویل یې چې زموږ په مسجد کې به دمیلاد نه لس ورځې وړاندې هره شپه یو پروګرام ترتېبېدو، او هره شپه به دیو عالم لخوا د رسول علیه الصلاة والسلام، په بېل بېل صفت خبرې کېدې، مثلا: صدق، امانتداري، شجاعت...... او دا دخلکو دښوونې لپاره هم بهترین فرصت وو.
نو زما په نظر که علماء او پوهان همدا تګلاره اختیار کړي یو خو به خلک دهغو ناروا دودونو او رواجونو څخه راواړوي چې په دین کې اصل نه لري او دوی ورته دمیلاد لمانځنه وايي، او بل خلک به دخپل پیغمبر له ژوندانه او سیرت سره ډېره اشنايي ومومي.
ستاسو په نظر آیا دمیلاد ورځې دښې لمانځنې لپاره نورې لارې چارې څه کیدای شي؟؟؟
والسلام
ستاسو ورور
نجم الدین


وصيل پېروز
28.02.2010

محترم نجم الدين صاحب تاسوته ښه راغلی وايم اوالله جل جلاله دي وکړي چي خوښ اوخوشاله سره واوسوستاسوددې پوښتنې دځواب لپاره به زه صرف دالينک کافي وبولم که بياهم ځيني پوښتنې وې تاسويې دلته مطرح کړئ څوديني عالمان ځواب درکړي .
http://www.tolafghan.com/posts/17215


نجم الدين
28.02.2010

ِِښاغلی پیروز صاحب ډیر جامعه لیکنه مو کړي الله دی اجرونه درکړي. تاسو ویلي که څه پوښتنه وه مطرح یی کړه چي ځواب شي. صحیح ده دمیلاد نيټه دي دربیع الاول اتمه شي، آیا بیا هم لمانځل یی په شرعي طریقه چی خرافات او اباطیل پکې نه وي، جايز نه دي؟؟ لکه امام العسقلاني چې وايي دا یو حسنه بدعت دی نو ایا بدعت حسنه څه حکم لري؟؟ نو دا زما پوښتنه وه.


رښتینی
02.03.2010

دپاکستان په صوبه سرحد کی په یوه سیمه کی دبریالیانو حضراتو
دمیلاد جلوس په خرپ او درب کی روان و او دبدعتونو دا مست
کاروان د بدعت دمیرڅمنو (اهل حدیث) په سیمه ورغی هغوی
دسنتو دپیروی او دبدعت دمخنیوی په موخه په شین پګړیو بریلیانو
دکلاشینکوفو باړونه وچلول چی په پایله کی یی څو مړی او ګڼ شمیر
ټپیاو پرځای پاته شول به دی حالت کی د پاک فوځ(؟!!) بړیڅی را ورسیدل
هغوی په دواړو لوریو ړندی ډزی پیل کړی چی پوره پینځه ویشت کسان
یی مړه او ډیر ټپیان کړل

داهم دنن ورځی دمیلادونو دستر ګو لیدلی حال !!
اسئل الله السلامه

په مینه


ابومحمدحنفي
04.03.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم ورو نجم الدين صاحب چه دا موضوع مد نظر کړه او له محترم محمدوصيل پېروز نه ډيره مننه چه هغه هم خپل نظر په اقوالو دعلماء سلفو سره ظاهر کړه
زه بس دومره وايم تر ټولو ړومبي بايد پدي خبره مومن مسلمان ورور ځان پوه کړي چه زمونږ د شريعت دوه اصول دي ( دوه اجزادي ) او ددي شريعت دوه بنيادي او اساسي مواد دي چه يو شريعت منصوصي ده او بل اړخ ئي اجتهادي دے او قياسي دے (١) منصوصي مسائل هغه ته ويل کيږي چه رب العالمين ئي راءساً په قران کريم کښي د هغي تصريح کړي وي او بيان کړي وي او ياد قران کريم نه وروسته خاتم النبين محمد مـصطفي صلي الله عليه وسلم د يوشي بيان کړے وي ديته منصوصي واي
(٢) دويم اجتهادي امور : اجتهادي امور هغه دي چي د وخت او زماني د ضرورت او واقعاتو او حواديثو د راپيداکيدلو په وجه په داسي حال کښي چه د هر عصر خپله تقاضه وي هغه عنوان يا لفظ چه صراحة په حديثو کښي نه وي نو فقهائو او مجتهيدينو ده هغه عصر او وخت مطابق د مسئلو استنباط داحکامو نه کړے وي او مسئل ئي راويستلي وي البته د خلکو دپاره دا ځکه چه هغه وخت د خاتم النبين صلي الله عليه وسلم دوره وه په دي معني چه هغوي مبارک صلي الله عليه وسلم حيات وو او دقران عظيم الشان چه د ټولو مخلوقاتو د هدايت او دنجات زريعه ده دنزول دوره وه او دازمونږ د دور داوسني عصر مسائل په هغه وخت کښي نه وه لکه د بانک حساب تجارتي نظامي کوم چه اوس روان دي او چليږي لکه په دي وخت کښي بيع او شرا يعني اخستل او خرڅول په تليفون سره دي حال دا چه دا مسايل په هغه وخت کښي نه وو او په دي عصر کښي اوس عام دي دا خبره چه روز مره را پيښيږي نو سوال دا پيداکيږي چه حکم يي څه دے ....
ځکه چه يو حديث شريف کښي هم نشته چه ته په ټليفون خبري کوه او يائي مه کوه ، او يادا چي بيعه په ټليفون حرامه ده او حرامه نه ده او زمونږ تجارت هم اوس روزمره په همدي ټليفون باندي روان دے حال دا چه خاتم النبين محمد مـصطفي صلي الله عليه وسلم فرمايئ ( لا يدخل الجنة جسد غذي بالحرام) الحديث
ترجمه : په هغه جسد بدن جنت تلل حرام دي کوم چه په حرامه باندي تغذيه شوي وي نو دتجارت هغه اهم مساائل دي چه د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه
په زمانه کښي به چه کوم تاجر تجارت کوو نو دهغه تجارت کونکي سره به ئي فقهي مجتهد يو ځاي کاوه يعني داسي يو کس به ئي ورسره يو حائي کاوه چه په تولو دينو امورو کښي به ورته پوره معلومات وه ترڅو ئي په معامله کښي سود رانشي حرام او ناروا ورځني او نه شي نو دااهم مسائل دي تسريح په قران عظيم الشان او حديثو نبويو کښي نشته نو اوس به څه کوو ؟ ايا دا خپل کار او معاملي حرامي او بلو او کا حلالي که ئي حلالي بولو په کوم دليل نو هغه دليل په قران او حديثو کښي نشته او که حرامي ئي بولو نو په کوم سند او دليل سره چه د قران او سنت نبوي صلي الله عليه وسلم مطابق وي .......
نو ځواب دادے چه اوس بيا دلته اجتهادي مسائلو ته ضرورت دے چه هغه فقهائو د قران او احاديثو په رنړا کښي راو يستلي وي او مونږه تاسوته ئي بيا په پوره تفصيل سره بيان کړي وي او همدارنګه سلګونو مسائل دي چه هر عصر کښي نو م بدل وي او ناشناوي نو اوس توجه په دي پکار ده چه دا ټول د قران عظےيم الشان نه مستنبط دي خو په اجتهاد سره ، زمونږه او ستاسو دپاره قران کريم کښي يوه ډيره اصله او بنيادي مسئله په دي پاره کښي بيان کړي ده هغه داده ( قال الله عزوجل ( فان تنازعتم في شئ فرده الي الله والرسول ترجمه ( که چيرته اختلاف او ياشک په کوم حکم کښي راغې نو تاسي قران ته رجوع وکړے او يا ( او للامر منکم ) چي ددينه مراد فقهاء دي او مجتهدين دي او مفسرين واي د ( او للامر منکم ) نه مراد علماء کرام مفسرين فقهاء او مجتهدين دي نو اوس راځو اصلي او بنيادي مـسئلي ته چه د ميلاد النبي صلي الله عليه وسلم په ميلاد مبارک باندي د يو محفل جوړول او مجلس جوړول او هغي ته د خلکو را جمع کيدل د علمائو تقريرونه او پيانونه ورکول آيا ددي شرعي حيثيت څه شئ دي
په داسي حال کښي چه بزرګان دين واي چه دا محافل په دور د دنبي کريم صلي الله عليه وسلم او دور د صحابو کښي نه وه نو دا مهلا دونه او محفلونه چا کړي دي ددي جوړولو څه حکم شته او کنه دا به انشاء الله په ډير خلص او لنډولو سره بيان کړو ........
د خاتم النبين صلي الله عليه وسلم ميلاد او محفل د صحابو په دور کښي نه بلکه دا بعد قرون ثلاثة نه ورسته ايجاد شو يعني وروسته له دري ٣٠٠ سوه هجري نه معلومه شوه چه دا د اصحابو کرامو په دور کښي نه وو ن د موضوع لا په ښه پوه کيدو په خاطر دد ميلاد د محفل په باره کښي د علماء او فقهاء څه اقول دي د امت د مجتهيدنو په کښي څه اقوال دي
( امام السخاوي رحمه الله چه د امت او د عصر يو لوي مجتهد فقهي محدث او امام الشافعي رحمه الله د مذهب امام دي هغه واي( واعلم ان هذه المجالس والمحافل لم يکن في عصر النبي صلي الله عليه وسلم ولا في عصر الصحابة رضي الله عنهم ولمن حدث بعد قرون الثلاثة والمنون في امکنة مختلفة ( ترجمه مومنان په مختلفوا ځاينو او کلو او بانډو کښي دا مجالس او محافل منعقد کوي او حال دادے
چه دا په زمانه دنبي کريم صلي الله عليه وسلم او صحابو کښي نه وه دا نو پيدا دي وروسته له ٣٠٠ صدي نه بيا ورپسي واي( فيه اظهار المحبت مع النبي صلي الله عليه وسلم ولا محزور فيه بل يثاب فاعله ) امام السخاوي واي چه په ديکښي هيچ ډول ممانعت نشنه او ددي محافلو او مجالسو چه څوک منعقد کونکي دي يصاب فاعله ) بلکه پوره پوره اجر به الله تعالي ورته ورکوي اوس به او کورو چه بدعت څه شئ دے
بدعت هغه شي دے چه الله تعالي به پري عذاب ورکوي لکن امام السخاوي رحمه الله واي چه يثاب فاعله ) الله به په منعقيدينو ددي مجلسو او محافلو ته اجر ورکوي نو توجه پکار ده
(٢) اما م الجزري رحمه الله چه د دسندنو د وصل کيدو مرکزي شخصيت دے دا واي ( امان في ذالک العام وبشارة عاجله الي بغيت والمرام ) واي دغه محافل جوړول په کومه علاقه او بآنډه کښي چه شوے وے نو دا سبب لپاره د ټول کال د امن وي يعني زريعه لپاره د امن له قحط سالي او نو رو مضراتو نه او دا ډير لوي او مضبوط بشارت دے او په بدعت کښي بشارت نه وي بلکه نزارت وي او بيا ځما او ستا په خولي نه بلکي د يو لوي عالم رباني په خولي چه د ټو لو قاريانو مفسرينو او مجويدونو سند هم دي علم رباني ته رسيږي
او دا حديث چه نن صبا مونږ په خولي وايو چه( کل بدعت ضلالة ) نو زمونږ د زماني نه زر کاله مخکي دي علماء او ريدلے وو او زمونږ نه په ډير ښه پوهي ده او بيا هم ديو دا محافلو ته کوم نسبت کوي او ته کوم نسبت کوي
نو د مجتهيدينو فيصله به قران او حديثو فيصله وي
(٣) قال امام الحافظ ابن کثير رحمة الله تعالي عليه وله کتاب في الحديث خمسين مجلدا وله تاريخ عظيم اتفق الامة علي جلالته ( يعني دا دومره لوي علم رباني څه واي داوائي په خبل کتاب البداية والنهاية چه په څوارلس جلده کښي دے واي داسي چه ددي محافلو انعقاد اول چه چا کړے دے هغه بادشاه دي نوم ئي ( ابو المظفر السعيد البابلي ابن علي بن بکتګين وو ( کان زاهدا ورعا متعبدا) دا بادشاه ډير نيکو کار او پرهيز کاره وو او د الله تعالي عبادت کونکے وو
سره ددينه چه علامه ابن کثير صاحب جرح والتعديل دي هغه په باره ددي بادشاه کښي کوم الفاظ واي ( کان ورعا ) دا ډير زيات پرهيز ګاره وو الخ نو که بدعت وے نو ده به ورتخه ويلي وه کا مبتدعا ) دا ډير لوئ بدعتي وه ورپسي
علامه اسحاق رحمه الله د زماني ډير لوئ عالم تير شوے هغه ددي بادشاه صفت کوي واي چه د هغي پادشاه لوي صفت دا وه چه هغه به د نبي کريم صلي الله عليه وسلم په محبت کښي دا محفل انعقاد کوو فتفکر .........
(٤) حافظ ابن جوزي رحمه الله جه نن نه ٩٠٠ سوه کاله مخکښي تير شوے دے دا حافظ ابن جوزي رحمه الله په باب د حديثو کښي دومره باريک وو چه تقريباً ١٢٠٠ حديث ئي موضوعي ګرځولي دي او په بل روايت کښي ٨٠٠ او په بل روايت کښي ٣٠٠ چه دا حديث موضوعي دے دا ضعيف دے ده عالم رباني به دومره احتياط کوو چه په همدي وجه حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله پري رد کړي دے واي( واعلم ان کثيرا من الاحاديث جعل ابن جوزي موضوعا ووجدت اسانيد کلها صحاح ) يعني کوم حديث چه ابن جوزي صاحب موضوعي ګرځولي وي ما دهغي سند صحيح پيدا کړو )سره ددينه چه دوره محتاط دے دي عالم يو کتاب دے مراء ة الزمان ) چه ددغه بادشاه په باره کښي ليکلے دے او ددي پادشاه ئي ډير صفت کړيدے او ډير او ګد تاريخ ورته ذکر کړے دے اواپي ( وکان ) وه دا بادشاه چه د نبي کريم صلي الله عليه وسلم په مهلاد کښي به ئي لس زره چرګان ذبحه کول او پنځه زره ګډان ديش زره کاسي حلوه به ئي جوړه وله او لک قابه زبد جه طالبان ټکے کافيه واي هم تياره وه به او بياورپسي واي چه کله به د ميلاد شپي راغلي نو ده ٤٨٠٠٠٠٠ روپي په دي مصرف کولي او ٣٠٠٠٠ ديناره به ئئ د خانه کعبي په رنګ او روغن کښي مصرف کولي ددغه بادشاه المظفر السعيد ) ښځه چه وه خاتون ربيعه داده هغه لوي جنرال او قومندان خور وه کوم چه يهوديان او کافران اوس هم د نو نه ئي ډاريګي او ټول امت مسلمه د هغه په نوم او شجاعت او نامردګي فخر کوي صلاح الدين ايوبي او ربيعه د بادشاه ښځه هغه ده صلاح الدين ايوبي خور وه هغه هم ډيره لويه زاهده او عابړده پرهيزګاره ښځه وه هغه واي( فوالله رئيت ان قميصه يساوي خمسة دراهم ) يعني ځما دميړه قميص قيمت به د پنځو رپو هم نه وو خو د نبي کريم صلي الله عليه وسلم په ميلاد به ئي ٤٨٠٠٠٠٠روپي لکولي
والله اعلم وعلمه اتم


شبيراحمد
16.03.2010

السلام عليکم

محترموډېرخوندوربحث موراپيل کړى ده

[quote:86306037d8]ایا بدعت حسنه څه حکم لري؟؟[/quote:86306037d8]
ګرانه ته خبريې چې دبت پرستي ايجادڅنګه وشو؟؟؟

که نه يې خبرنوبايدووايم چې ( لات ) ( منات ) او( عزا) درې واړه ښه اوبزرګان خلک وکله چې دوئ له دې دونياڅخه سترګي پټي کړې نومعتقدينويې ددوئ شکلونه جوړکړل په دې موخه چې که يې پام په بله اوښت نوبه ددوئ شکل ته ګوري اوددوئ نصائح اولارښوني به ورپه ياديږي نوپه دې توګه به له بدوکارونوڅخه راګرځي .

خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو متاسفانه

دې بدعت حسنه په آخرکي ننۍ بت پرستۍ ته لارپرانسته .

بياهم متاسفانه چې

موږلانه پوهيږواو وړومبنيوبې لاروته ورته بدعات حسنه ايجادوو .

الله مودي وپوهوي

ته وايه آمين


عبد السلام
17.03.2010

----


و.افغان
17.03.2010

سلامونه وروڼو!
بدعت په شرعي اصطلاحي معنا حسنه او قبيحه نه لري، بدعتونه ټول قبيحه دی،
ګمراهي ده، او د هرې ګمراهۍ ځای اور دی.
دا چې څوک د عمر رضي الله تعالی عنه په دې قول (نعمت البدعة هذه) استدلال کوي
چې بدعت ښه او بد لري؛ نو په حقيقت کې اشتباه کوي، د عمر رضي الله تعالی عنه لغوي معنا
مراد وه، عمر رضي الله عنه په دين کې کوم نوی شی نه وو راوړی، بلکه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت يې يو وار بيا ژوندي کړ.
د تراويحو لمونځ نبي کريم صلی الله عليه وسلم تشريع کړی وو، درې ورځې يې په جمعې
سره د صحابه وو سره يو ځای په خپل مبارک مسجد کې وکړ، بيا د دې له وېرې چې
فرض نه شي؛ هغه جمعه يې پرېښوده، او خلکو ته يې وويل چې په فردي ډول سره
لمونځونه وکړي، دغه فردي لمونځ د عمر رضي الله تعالی عنه تر خلافت پورې همداسې
دوام پيدا کړ، تر څو چې هغه يو ځل بيا مسلمانان په يوه امام راټول کړ، د لمانځه د فرض
کېدلو وېره ځکه نه وه چې وحي قطع شوې وه، نو دا يې ښه وبلله چې په مسجد نبوي کې
خلک د فرادی لمونځ په ځای په يوه امام پسې ودريږي، صحابه وو ورسره موافقت
وښود، ځکه چې دا کار نبي کريم صلی الله عليه وسلم کړی وو، نبي کريم صلی الله عليه
وسلم فرمايي: لا تجتمع امتي علی ضلالة، ځما امت په ګمراهۍ اجماع نه کوي، په
دې قضيه کې د خير القرونو د بهترين قرن والاوو (صحابه کرامو) اجماع وکړه، چې دا
يو بل دليل دی چې دغه کار بدعت نه وو، بلکه نبوي سنت وو، او تر ننه ورځ پورې ټول
مسلمانان پرې په اجماع سره عمل کوي.

پاتې ځمونږ ښاغلي ورور ابو اسيد چې د چا اقوال راوړي دي؛ نو د دغو خلکو په وړو
کې شګه موجوده ده، د عقيدې متخصصين هم نه دي، په ځينو مسائلو کې د غلطې
فلسفې او يوناني منطق له وجې له قرآن او حديث څخه بې اختياره لرې شوي دي، اګر
ټول د اوچتې تقوی خاوندان او کلک علماء وو.

بله مسئله د تطور ده، تطور په فقهي نوو متجددو مسئلو کې وي، همدارنګه په
جائزو دعوي وسائلو کې وي، په دنيوي امورو کې وي، البته په ثابتو شرعي مسائلو کې د تطور خبره کول هسې يوه بې معنا خبره ده.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more