د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په مارجه کې د ۳۸۲ بهرنیان وژل شوی

طالب ISI
24.02.2010

[ وقاتلوهم حتى لا تكون فتنة ويكون الدين كله لله ]

خبرونه | فارسي | عربي | اردو | ENGLISH | ترانې | فلمونه | مجلې | اسلام | دشریعت غږ راډیو


خبرونه

دهلمنداوورڅيرمه ولایاتودعمومي جهادي اوضاع په اړه داسلامي امارت له ویاندقاري محمدیوسف احمدي سره مرکه :

(مرکه کوونکي :حکمت )

پوښتنه :

محترم احمدي صیب که له هرڅه وړاندې دهلمنددمارجي دجګړې په اړه وروستي معلومات راسره شریک کړئ چې اوس حالات په کوم پړاو کې دي ؟

ځواب :

مننه ،دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ دمارجې په سیمه کې ددښمن دیرغل په وړاندې زمونږ دمجاهدینو مقاومت تراوسه لله الحمد له پلان سره سم اوپوره په منظم ډول روان دی لکه څرنګه چې مونږ ددې عملیاتودپيل په مهال اټکل کړی وه دښمن په سخته اوزمولوونکي تاکتیکي جګړه کې ښکیل شوی چې دهرې ورځې په تیریدویې دتلفاتو کچه لوړیږي تراوسه ددښمن په لسګونو ټانګونه شوبلې اونورو وسائل دمجاهدینو په بریدونو کې له منځه تللي او په ګڼ شمیرکې پیاده سرتیري یې هم وژل شویدي همدااوس چې له سیمې کوم معلومات رارسیږي داسې روښانوي چې نوردښمن له دوه اونۍ درنو تلفاتوګاللو وروسته په بشپړه توګه دجګړې داوږدولو مورال بایللی او په دې هڅه کې دی چې څنګه له دې جګړې خپل محاصره شوي ځواکونه راټول کړي ځکه دوی چې په لومړني یرغل کې په کومو سیمو کې خپل پوځیان پیاده کړل او ځینې سیموته یې ټانګونه داخل کړل تراوسه په هماغه سیمو کې بندپاته دي که کله کومې خواته حرکت کوي نوټانګونه یې دځمکنیوماینونو اودمجاهدینو دکمینونو ښکارکیږي دغه راز پرې توغندویي بریدونه هم کیږي دوی دادوه اونۍ له همدې حالت سره مخ دي او تراوسه یې له درنو تلفاتو پرته هیڅ کومه لاسته راوړنه نه ده درلودلې نوځکه خواوس بیرته دعقب نشینۍ په هڅه کې دي لکه دوه ورځې وړاندې یې چې دمارجې دقاري صدي له سیمې خپل پياده کړي سرتیري بیرته دچورلکوپه واسطه پورته کړل اوسیمه یې پریښوده .

پوښتنه :

ددې جګړې دپيل په ورځو کې دښمن دخپلې بریااوپرمختګ خبرې کولې اوداسې ویل کیدل چې دښمن توانیدلی دځینې سیمو تصرف ترلاسه کړي ، چې همداخبره غربي رسنیو هم بیابیاګردانوله ، ددې اوازوحقیقت څه وه ؟

ځواب :

ستاسوددې پوښتنې په اړه بایدووایم هغه څه چې دیرغل په لومړیو کې پيښ شول چې دښمن دمارجې ځینو سیموته داخل شوپه حقیقت کې زمونږ دجنګي پلان یوه برخه وه ځکه مونږددې لپاره چې په دښمن کاري ګذار وکړای شویاورته تلفات واړولای شودښمن ته مو فرصت ورکړچې ځینوسیموته له مقاومت پرته داخل شي ،دښمن همداپرمختګ خپل لوی بری وګاڼه اوپه مطبوعاتو کې یې لویې دعوې وکړې حتي چې دکابل درژیم ځینو لوړپوړو خودمارجې دفتحې مراسم هم ولمانځل خوله هماغه لومړني پرمختګ وروسته چې د دوو اونیوپه اوږدو کې دښمن له درنو تلفاتو ګاللو سره سره کوم پرمختګ نه ده کړی ښایي اوس نړیوال اویرغلګر ځواکونه هم پوهیدلي وي چې دبریالیتوب دعوه یې له وخت وړاندې وه ،ددښمن سرتیري چې دیرغل په دوهمه شپه په مختلفوسیمو کې پياده شوی لاهم په هماغه ساحه کې محاصره دي دغه راز ددوی ټانګونه اوزغروال ځواکونه چې دمارجې کومو کلیوته داخل شوي بیرته دوتلو اویا پرمختګ لاره نلري دمارجې بیلابیلې سیمې له دې وجې ددښمن لپاره په یوه خطرناک دام اوښتي چې دښمن مجبوردی چې په عامو لارو اوسرکونوبه پرمختګ کوي ځکه له سرکونو یوې بلې خواوو ته لویې ویالې اوزابوران دي چې ددښمن ټانګونه ترې نشي تیریدلای اوپه سرک باندې ګام په ګام مجاهدینو دریموټ کنترول بمونه ښخ کړیدي دغه راز دمجاهدینو نښه ویشتونکي اوناڅاپي بریدکوونکي هم په هره خواکې ددوی لارې څاري نوچې کله ددښمن پياده سرتیري یاټانګونه کومې خواته دپرمختګ هڅه کوي هره شیبه دچاودنو اوبریدونه له ګواښ سره مخ کیدلای شي .

پوښتنه :

محترم احمدي صیب :په تیرو څوورځو کې دمارجې په شمول دهلمند ولایت بیلابیلې سیمې ددښمن ددرنو تلفاتو شاهدې وې که هلته ددښمن دځاني او مالي زیانونو په اړه وروستی ارقام له مونږ سره شریک کړئ ؟

ځواب :

دمارجې دجګړې دپيل له ورځې بیاتراوسه چې نږدې دوه اونۍ تیرې شویدي دهغو معلوماتوله مخې چې له سیمې مونږ ته رارسیدلي او مونږ هم په خپل وخت دمطبوعاتو په واک ورکړیدی ددښمن دتلفاتو احصایه په لاندې ډول وه

تخریب شوي ټانګان : ۸۷

خارجي وژل شوي عسکر : ۳۸۲

تخریب شوی رینجرموټر: ۴

داخلي وژل شوي عسکر : ۳۶

دغه راز څنګه چې دمارجې له جګړې سره دهلمند په نوروساحو کې هم په دشمن بریدونه توندشویدي نوپه تیرو دوو اونیو کې په نوروولسوالیو کې ددښمن ۵۱ خارجي او ۲۳ داخلي عسکر وژل شوی دغه راز یې په بیلابیلو بریدونو کې ۱۷ ټانګان او ۶ رینجر موټر له منځه تللي .

پوښتنه :

که راشونورو پوښتنو ته ،دهلمند په نورو همجوارو ولایاتو کې جهادي اوضاع څنګه ارزوئ له مطبوعاتي راپورونو داسي ښکاري چې سږ دپخوا په خلاف په دې ولایاتو کې دژمي په موسم کې هم جهادي فعالیتونه خورا بریالي اوموثر وه په دې اړه که خپل نظرڅرګند کړئ ؟

ځواب :

بلې ،لکه څنګه چې تاسې وویل دهلمند په څيرپه نورو ورڅيرمه ولایاتو کې هم په وروستیو کې په دښمن دپاموړ زیان اړونکي بریدونه شويدی چې لاهم دالړۍ روانه ده ،الحمدلله په تیرو څوورځو کې مونږ ددې حوضې په بیلابیلو سیمو کې ددښمن ددرنو تلفاتو او دمجاهدینو دکامیابو عملیاتو شاهدان وو چې دې همآهنګو بریدونو ددښمن په وارخطاکولو او دځواک په تقسیمولو کې یې دپام وړرول درلودکه مونږ درواني میلادی میاشتې له ۷ مې بیاتر ۲۳ مې پورې په دې ولایاتو کې ددښمن دتلفاتو احصایې ته وګورو اوبیایې دموسم نامساعدتیا ته په پام سره له تیرو کلونو سره مقایسه کړو دپام وړزیاتوالی په کې راغلی په یاده شوې موده کې ددښمن دتلفاتو شمیر په لاندې ډول وه

ولایت خارجي عسکر داخلي عسکر ټانګان رینجر موټر

کندهار ۲۸ ۳۳ ۵ ۵

فراه ۲۹ ۱۷ ۸ ۳

زابل ۳ ۲۶ ۱ ۴

اروزګان ۵ ۱۹ ۱ ۳

داخو یوازې ددې حوضې دڅوولایاتو لنډه احصایه وه که ددرست افغانستان په کچه وکتل شي لله الحمد په دې وروستیو کې ددښمن دتلفاتو کچه خوراپورته تللې چې داخبره اوس ددښمن ځیني لوړپوړي چارواکي او ویاندویان هم تاییدوي نوپه ټوله کې ویلای شوچې جهادي اوضاع کاملاقناعت بخشه ده او دالهي نصرت او مرحمت له برکته کومه داسې ستونزه نه ترسترګو کیږي چې په یادولو وارزي .

پوښتنه :

محترم احمدي صیب :دوروستي پوښتنې په ډول که راته ووایئ دمارجې جګړه دافغانستان لپاره دامریکایي نوي ستراتیژۍ امتحان بلل کیږي ستاسوپه اټکل ایایرغلګر به وکړای شي دداډول پوځې هڅوله لارې خپلو اهدافوته ورسیږي ؟

ځواب :

ډیره ښه پوښتنه مووکړه .رښتیاهم دښمن اوس په ښکاره داوایي چې داجګړه یې دنوي ستراتیژۍ لومړنۍ ازموینه ده که چیرې په رښتیاداسې وي نوداهم بایدومني چې په دې سره یې دخپل تاریخی شکست په اړه شکونه په یقین بدل شوي ځکه مونږ وینو چې دمارجې جګړه په کومه خوا روانه اوتراوسه دښمن څه لاسته راوړنې درلودلې دي لکه څنګه چې وویل شول دښمن خپل ټول ځواک له تبلیغاتي اونورو غیرپوځي هڅو سره په کاراچولی خو له تیرو دوو اونیو راپدیخوا ندي توانیدلي کومه دپام وړبریاترلاسه کړي ددې عمده علت دادی چې دښمن له تیرو اتو کلونو تجربو څخه کومه زدکړه نده کړې اویوځل بیاغواړي دنوي ستراتیژۍ ترنامه لاندې خپل پوځي زور وازمایي اوله دې لارې خپل اشغال ته پایښت ورکړي خو داډول کړنې به ددوی لپاره خورا ناوړه پایلې ولري ځکه که له یوې خو ا په دې ډول عملیاتو کې ددوی پوځیان مري مالي تلفات ورته وړي له بلې خوا دزرګونو افغانانود ځور او بي کورۍ سبب ګرځي هغه څه چې ددښمن په وړاندې دولسي قهر اوغچ اخیستلواحساس لاپسې زیاتوي نودې ته په پام سره بایدیرغلګر سرله اوسه پوه شي اوپه خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي زه یوځل بیاوایم لکه څنګه چې اوس داخبره په یونړیوال منل شوی حقیقت اوښتې امریکایان اونور یرغلګر نشي کولای له پوځی لارې په افغانانو خپل اشغال ومني نو ښه داده چې له افغانستانه دخپلو ځواکونه په ایستلو غور وکړي اوپریږدي چې افغانان په خپلو اکۍ ، سوله اوداسلامی نظام په سیوري کې ژوند وکړي .

Copyright © د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسون
alemarah1@gmail.com

ناټو هم ریښتیا نه واېې، خو طالبان هم په دروغو کې تری کم نه دی، ځکه ډیر ځل داسی شوی، چې برید نه وی شوئ، طالبانو لس کسه بهرنیان الوځولی وی!
کله چې ملکې خلک مړه شی، هغه بیا په بهرنیانو ور اړوی، وایی متقابلو ډزو کی ووژل شول، ځکه دوی کوم څه چال کوی، چې که هر ځای ځان مرګې برید کیږی، نو که عام خلک د ځا مرګې په ځنګ کی هم وی، نه وژل کیږی!!!

او کله چې په خوست کی حمله وشوه، طالبانو وویل چې دا سړئ د ملی اردو عسکر وو، او ځان یې والوځولو، خو بیا وروسته خبر څه وه؟!!!
هغه یوعرب وو!

زه په بهرنیانو خغه نه یم خفه ، ښه شول،چې الله پاک د دولس کسه شهیدان غچ تری واخیست،
خوآیا دا به ریښتیا وی که نه هسی پخوا غوندی دروغ دی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more