د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په پاکستان کې يو بل طالب مشر هم ونيول شو


23.02.2010

...............................................په پاکستان کې يو بل طالب مشر ونيول شو
سلېمانخېل

23.02.2010 15:56

وروسته له هغې چې د طالبانو د اسلامي امارت مرستيال او ددغې ډلې دويم مهم مشر ملا عبدالغني برادر څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې و نيول شو امريکايي استخباراتو هيله ښکاره کړه چې د دوی به وکولای شي د ملا محمد عمر مجاهد په ګډون نور لوړ پوړي طالب مشران هم ونيسي.

د ملا برادر له نيول کېدا څو وروسته ددغې ډلې د بل مهم غړي مولوي عبدالکبير د نيولو خبرونه ترلاسه شول، هغه مهال ويل شوي ول چې له نوموړي سره دوه عادي طالبان نيول شوي خو نن طالبانو ته يوې نژدې سرچينې ټول افغان ته وويل چې له نوموړي سره په نيول شويو کسانو کې يو تن د ملا يونس اخندزاده په نوم د طالبانو له مشرانو څخه دی،چې د طالبانو د واکنۍ پر مهال يې څه موده د خوست د والي په توګه دنده ترسره کړې.

له مولوي کبير سره د نيول شوي دویم کس په اړه نوموړي وويل چې تر دې مهاله دهغه په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي چې هغه هم د ملا يونس اخوند دکچې سړی دی او که کوم عادي طالب جنګيالی .

http://www.tolafghan.com/posts/17176


Re: په پاکستان کې يو بل طالب مشر هم ونيول شو

pattang
23.02.2010

ټول طالبان او ملي مقاومت خو نشي نيولی !
دا ډول د چرګانو اوازونه کومه مانا نلري خوشې هل هله اچوي او بس٠
زمامشوره طالبانو غازيانو ته داده چې په اول ګېرکې په ډېره کمه انرجي
سره اشغالګر اولاسپوڅی رژيم مصروف وساتي ترڅو چې په خپله زندۍ
او مردارشي اوبس٠

[quote:0a3aaee8fa="پتوال"]...............................................په پاکستان کې يو بل طالب مشر ونيول شو
سلېمانخېل

23.02.2010 15:56

وروسته له هغې چې د طالبانو د اسلامي امارت مرستيال او ددغې ډلې دويم مهم مشر ملا عبدالغني برادر څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې و نيول شو امريکايي استخباراتو هيله ښکاره کړه چې د دوی به وکولای شي د ملا محمد عمر مجاهد په ګډون نور لوړ پوړي طالب مشران هم ونيسي.

د ملا برادر له نيول کېدا څو وروسته ددغې ډلې د بل مهم غړي مولوي عبدالکبير د نيولو خبرونه ترلاسه شول، هغه مهال ويل شوي ول چې له نوموړي سره دوه عادي طالبان نيول شوي خو نن طالبانو ته يوې نژدې سرچينې ټول افغان ته وويل چې له نوموړي سره په نيول شويو کسانو کې يو تن د ملا يونس اخندزاده په نوم د طالبانو له مشرانو څخه دی،چې د طالبانو د واکنۍ پر مهال يې څه موده د خوست د والي په توګه دنده ترسره کړې.

له مولوي کبير سره د نيول شوي دویم کس په اړه نوموړي وويل چې تر دې مهاله دهغه په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي چې هغه هم د ملا يونس اخوند دکچې سړی دی او که کوم عادي طالب جنګيالی .

http://www.tolafghan.com/posts/17176[/quote:0a3aaee8fa]



23.02.2010

په هرصورت  که  پاکستان هغه څوک نيسي چې ددوی په لاس کې دي او پلوري يې ، نو هر څومره  چې  دغسې کسان  د طالبانو له منڅه  ووځي ، هومره پرې ددوی غورځنګ تصفيه او سوچه کيږي  ٠
او که چيرې  ISI ته دنيول شويو کسانو وفاداري  ترشک لاندې  وه، نو ځکه يې افغان حکومت ته تسليمول غواړي،  په دې صورت کې به دوی هم  دې ته
 اړ شي چې د طالب مشرانو د پاتې  کسانو او  ISI تر منځ  روانې  اړيکې ملت او طالب  غورځنګ ته رسوا کړي ،  رلونکې شپې   ورځې او مياشتې به حقيقت ښه روښانه کړي ٠   


عبدالله صابر
24.02.2010

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

ګرانو وروڼو خوښ يم چي له ډيرځنډ وروسته بياهم ستاسوسره په بحث کښ
برخه اخلم ٠
او اوس راځم دبحث موضوع ته ، هغه داچي زه خو٩٩ فيصده په دي يقين يم
چي نه خوملابرادر نيول شوی اونه مولوی عبدالکبير، داځکه چي جګړه څو
اړخونه لري اوترټولومهم اړخ يی تبليغاتي اودوښمن مورال ياروحيې ماتولو
اړخ دی ، په داسي حال کښ چي يرغلګرپه مارجه ازمايښتي اوبخت ازمويو
نکي عمليات پيل کړي اوپه داډول حالاتوکښ دوی ته پروپګنډو اودطالبانو
مورال ماتونکواوازوته اړتياده چي هغه يوپربل پسي دطالبانومشرانونيولواو
ياوژلواوازې دي چي زماپه فکرناکامي څګه دي چي طالبان خونه دسرېلانکا
تاميل پړانګان دي چي يواځي ديومشرپه وژلوتس نس شول اونه هم په مادي
حالاتومورال بايلونکي جنګيالي ، بلکه هغوی عقيده وي جنګيالي دي چي غواړ
ي هيواد له اشغالګران خلاص اواسلامي نظام حاکم کړي ،مونږاوتاسووليدل
چي طالبانوترټولوډير درانه درانه تلپات وزغمل مهم مشران يی ياونيول شول
اوياشهيدان شول خوبياهم طالبان ترمخکښ زيات پياوړي شول ،تحولاتوپري
کوم اغيزنه ده کړی نوځکه ددوښمن داپروپاګنډه هم ناکامه ده ٠

دوهم داچي تراوسه پاکستاني غلامانوهم سل په سلوکښ نه ده منلي چي ملا
برادر دنيول شوي وي ،دفوځ وياند اطهرعباس ويناده چي دوی يوطالب مشر
نيولئ چي ښايی ملابرادر به وي اورحمان ملک يی هم له تائيده ولوانکارکړئ
له بلي خواطالبان هم په کلکه ددوی نيونه رده وي ،
همدارنګه پاکستان هم ډيرپيچلئ اودرواغجن سياست لري ،الله پاک ښه پوهيږي
چي دا ظالما ن به کوم غريب اوبيچاره افغان دملابرادراومولوی عبدالکبير
په نوم په امريکايانوخرڅ کړي ، بايد ياده شي چي څه موده وړاندي دايران
مخالفی سني ډلي مشرعبدالمالک ريګي ورورعبدالحميد ريګي پاکستاني واکمنا
نو ونيو او ايران ته يی وسپاره خودبلوچ ملت پالوګوندونومظاهره وکړه چي
ګني داعبدالحميد ريګي نه بلکي حيدر رئيساني دی چي بايد ايران ته ونه سپا
رل شي ٠
دريم داچي ددوی په وينا ملابرادرپه کراچئ کښ نيول شوئ نوکه فرض کړو
چي ملابرادر رښتياهم په کراچئ کښ نيول شوي وي بياخوداسي ښکاري چي
نوموړي دتيښتي هڅه کړي ځکه ملابرادردطالبانوډيرمهم نظام قومندان دی چي
بايد ياپه افغانستان کښ وي اوياافغانستان سره نزدي جهادي مبارزه پرمخ
بوزي نوکراچئ خوله افغانستان څخه لري دی هلته ده څه کول ؟ يعني که
رښتياهم دتيښتي په هڅه کراچئ ته تللئ وي بياخوی نوش جان طالبان ورته
اړتيا نلري ،دوی پوهه شه اوملابرادراوپرطالبانوکوم اغيزنه شي کولی ٠

والسلام


pattang
24.02.2010

صابر جانه له مذهب د جارشم ، الله دې ښاد لره ٠


كريم كامران
24.02.2010

پتوال صیبه!
ته خو خبرې له آی ایس آی نه ونه خوځوې!
هره لیکنه کې دې همدا آی ایس آی ده او ته یې او له طالبانو سره په یو نه یو ډول ربط
ورکول دي.
داسې ښکاري چې په ژوند کې له دې چټلې ادارې څخه یوه ترخه خاطره لرې چې ستا
دژوندانه په ټولو مفرداتو یې تاثیر کړی، دې حالت ته په علم النفس کې (التعمیم) وايي.
[color=blue:819c171ac9]التعميم: إذا تعلم الفرد استجابة وتكرر الموقف فإن الفرد يعمم
الإستجابة على استجابات أخرى مشابهة.[/color:819c171ac9]
تاسو ماته دتعمیم ښکار ښکاریږئ. په هره خبره کې ددغې ناولې ادارې نوم راننباسئ.
او یا ښايي دنورو دلایلو له وجې یې په ډیره هنرمندانه توګه قوي معرفي کوئ او خلکو ته
دا احساس ورکوئ چې ګورئ شور ونه خورئ چې ددې ادارې ریښې هرځای ته رسیدلي.
خو هغه څوک چې له الله ویرېږي ستاتبلیغات یې په زړه کې ویره نه شي اچولای.
نو ځکه خو لکه د (فروید) فیلسوف (۱۸۵۶م) په څیر چې هر عمل او هرې خبرې ته یې جنس
او شهوت معیار ټاکلی وو، تاسو هم هرکار ته ددې ادارې صبغه ورکوئ.

یوه ورځ مې هم ستاسو په لیکنې کې داسې څه ونه موندل چې استفاده ترې وکړم.

خو دا خبره دې ډېره ښه کړې چې راتلونکې شپې ورځې به حقیقت روښانه کړې.


كريم كامران
24.02.2010

صابر صیبه الله دې وکړي نو، چې دملا برادر دنیول کیدو خبره دروغ وي

[quote:8fc8b04b48]مونږاوتاسووليدل
چي طالبانوترټولوډير درانه درانه تلپات وزغمل مهم مشران يی ياونيول شول
اوياشهيدان شول خوبياهم طالبان ترمخکښ زيات پياوړي شول [/quote:8fc8b04b48]

په دې باندې ماته دیومصري مجاهد چې (ابو الحسن) نومېده او بیا یې په خوست کې
استشهادي حمله وکړه او ویډیو یې دانټرنټ له لیارې خپره شوه، هغه خبره رایاده شوه
چې کله ترې دسټوډیو نطاق وپوښتل چې تاسو خو په القاعده تنظیم کې درېیم څلورم
کس یاست ایا ستاسو شهادت به دمجاهدینو مورال ضعیفه نه کړي؟؟ هغه وویل: زه به تاسو ته
یوه خبره وکړم، په جهاد کې یو خاص سر دی، جهاد دمجاهدینو له وینو څخه خپله بقا لاسته
راوړي او کامیابي یې دمجاهدینو دقربانیو پورې تړلې ده، څومره چې قرباني ورکول کیږي
هومره جهاد او مجاهدین پیاوړي کیږي، بیا یې د عبدالله عزام شهید مثال ورکړ چې هغه وخت
به خلکو ویل چې لاړو دجهاد جرړې یې وویستې خو وروسته خلکو ولیدل چې دهغه په تعبیر
(مازاد الجهاد إلا توقدا واشتعالا وانتشارا) جهاد نور هم پسې پراخه شو، او وغځېد.

د اشبهه به هغه وخت صحیح وه چې طالبان دمادي ګټو دلاسته راوړلو لپاره جنګېدل،
او زه خو وایم چې (طالبان) لکه دابتدا دوخت برخلاف، یو تحریک نه دی، اوس ایدیولوجي ده، فکره ده، عقیده ده، نو ځکه دافرادو په جسدي تصفیه باندې هیڅکله دطالبانو مقاومت نه ځپل کېږي.

خو له الله نه به سوال کوو چې په راتلونکي کې هم دهرخاین لاس ترې لنډ کړي. آمین



25.02.2010

[quote="كريم كامران"]داسې ښکاري چې په ژوند کې له دې چټلې ادارې څخه یوه ترخه خاطره لرې quote]
کريم خانه وروره چې يوه حساسه اداره چټله هم بولې او ژټله هم وي، نو کارونه يې هم چټل دي که نه (؟) ، چې وي نو بيا يې څنګه هيرولی شې
چې ستا د وطن لس کلن جهاد يې په صفر کې درضرب کړ، مجاهدين يې په کورني جنګ اخته او ستا وطن يې پرې وران کړ، پيا يې له امريکا
سره جنګي اتلاف وکړ او ستا طالب رژيم يې په هغو پم غورځونکو الوتکو بمبارد او راپرځاوه چې ټولې د پاکستان له هوائي ډګرونو
څخه پورته کېدلې (!!!!!) او همدا اوس هم په ډاګه اعلانونه کوي چې يو او بل طالب مشر يې ونيوه، پر امريکايانو او يا
د هغوی په ګوډاګي حکومت يې پلوري او په داسې ماهرانه توګه يې ستاسې او ستاسې پشان د ډيرو پښتنو روحيات يې د اسلام
د سياسي Instrumentalisation له لارې داسې دربدل کړي چې د نفرين او لعنتي پر ځای په دغه چټله اداره شابسی وايئ او چکچکې ورته کوئ !

پاکستاني رسنۍ لکه خيبر ټي وي او نور اعلام کوي چې ملا برادر او مولوي کبير د ISI او CIA له خوا ونيول شول، چې ددې خبر ترديد يې تر اوسه پورې يو پاکستاني رسمي مقام هم ونشو کړای،
په داسې حال کې چې رسنۍ ټولې په تيره بئا د خيبر ټي وي په مستقيم ډول د آی اس آی په لاس کنتروليږي، چې دغسې
اعلاميې يې په واقعيت د آی. اس. آی خپلې غير رسمي اعلاميې ګڼل کيږي ، نو رښتينوالی يې نشي ردولای، خو تاسې بيا
آی .اس . آی. پخپله له آی . اس . آی څخه هم ښه پيژنئ او له هغې نه مو پرې پيرزو لا ډيره ده او په ننګه يې دا ټول تش پروپاګند انګيرل غواړئ (!) او پر دوی د نفرين پر ځای په ملا برادر غريب له جهاد څخه د تيښتې تورونه تپئ !
[quote:ff1e5b666f]او یا ښايي دنورو دلایلو له وجې یې په ډیره هنرمندانه توګه قوي معرفي کوئ او خلکو ته دا احساس ورکوئ چې ګورئ شور ونه خورئ چې ددې ادارې ریښې هرځای ته رسیدلي.[/quote:ff1e5b666f]
دا ماشومانه فکري بڼنه خو دې په هيچا نشې تبلی، ځکه هر چاته معلومه ده چې ما ددغه چټل سازمان د لاسوهنو په وړاندې تل له طالب مشرانو
څخه د خوله ماتونکي افغاني ځواب غوښتنه کړې ده ، نه مې ستاسې په څير کله هم ددې ادارې کړنه سمه او د يو ستر طالب مشر ملا برادر نيول د هغه تيښته بللې ده (!)
[quote:ff1e5b666f]یوه ورځ مې هم ستاسو په لیکنې کې داسې څه ونه موندل چې استفاده ترې وکړم.
خو دا خبره دې ډېره ښه کړې چې راتلونکې شپې ورځې به حقیقت روښانه کړې[/quote:ff1e5b666f].
نو څنګه ، هغه شپه خو به بيګاه او هغه ورځې خو به پرون او نن نه وه چې په رسنيو کې به دې هم له افغانستان او پاکستان څخه اوريدلي وي چې ددواړو هيوادونو
دداخله وزارتونود مقاماتو دليدلو په ترڅ کې ملا برادر غريب کابل ته وسپارل شو!

[color=blue:ff1e5b666f]لعنت دې وي د کابل او اسلام اباد ، ISI او CIA د چټلۍ په دې چټلو کارنامو ![/color:ff1e5b666f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more