نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان له خپل انګريزي سیاست نه کار واخیست!
larghonay laraway
20.02.2010
السلام علیکم!
په همدې نږدې تېرو ورځو کې د افغانستان حکومت او بهرنيو بادارانو يې د طالبانو سره د روغې جوړې ډنډورې غږولې چې پاکستان يې يو څه وارخطا کړی ؤ ځکه چې د پاکستان له پاره طالبان یوه ښه اقتصادي پروژه او د کليوالو په اصطلاح لنګه غوا ده. نو د دې لپاره چې پاکستان د سولې دغه پروسه ګډوډه کړي په پاکستان کې يې د طالبانو د مشرانو په نيولو لاس پورې کړ. دا نو هغه طالب مشران وو چې د پاکستان له ISI سره نږدې او ژورې اړيکې لري او د همغوی له خوا زېږول شوي او روزل شوي وو.
Lotfollah
20.02.2010
سلامونه
زما په نظر د پاکستان له خوا دا دنیول نیولو ډنډورې هسې خوشې سیاسی پروپاګند دی. ځکه هغه کسان چې بې لدې هم د دوی جاسوزان او له دوی سره دي نو د هغوی د نیولو ډرامه بیاڅه معنی لری؟؟؟
والسلام
Re: پاکستان له خپل انګريزي سیاست نه کار واخیست!
21.02.2010
[quote:b4da179ce0="larghonay laraway"]
په همدې نږدې تېرو ورځو کې د افغانستان حکومت او بهرنيو بادارانو يې د طالبانو سره د روغې جوړې ډنډورې غږولې چې پاکستان يې يو څه وارخطا کړی ؤ ځکه چې د پاکستان له پاره طالبان یوه ښه اقتصادي پروژه او د کليوالو په اصطلاح لنګه غوا ده. نو د دې لپاره چې پاکستان د سولې دغه پروسه ګډوډه کړي په پاکستان کې يې د طالبانو د مشرانو په نيولو لاس پورې کړ ....[/quote:b4da179ce0]
لاروی صيب عليکم السلام، ښې چارې، تر دغه ځايه دې خبرې راته بالکل د کاڼي کرښه ځليږي، د پاتې برخې بر ځای يې دداسې بشپړولو وړانديز کوم چې :
دلته دې لومړی طالب جنګياليو او مشرتابه رول يو له بل څخه اصولا تفکيک شي .
طالب جنګيالي لکه مجاهدين (نۀ د هغوی تنظيمي مشران) ددين او وطن له پاره
له سره تير افغانان دي نه انګليس او نه پنجابي استخباراتو
سر ټيټوي، ددوی نوم به تاريخ په زرينو کرښو ثبتوي ، خو په لوړ پوړه رهبرۍ کې يې د ISI اغيز اوس له شکه وتلی تثبيت شوی حقيقت دی !
ټيک لکه څنګه چې KGB هم د خلق اوپرچم له صفوفو سره څه کار نه و او د هغوی له ملعون تره کي او خبيثې اروا ملعون ببرک کارمل
او مرکزي کمېټې له غړو سره يې کار درلود، دغسې دلته هم د ملا برادر او نورو څه لوړ پوړو طالب مشرانو نيول په ګوته کړل
چې د ISI له خوا يې مغزوينځنه نه وه بشبړه شوې او د سولې خبرو ته د چمتووالي څرکونه په کې ليدل کېدل ، نو د لوړ بوړو امينيانو په څير يې سروخت و نيول او داسې بريښي چې ددوی له نيولو وروسته ممکنه شوه چې
چې د طالبانو د رهبرۍ شورا په آزاد لاس او ډاډه زړه د سولې خبرې اترې رد کړي!
که سبا ورځ دغه کسان بيرته خوشې هم کړي ISI يې
په نيولو څلور مرغۍ په يوه ډز وويشتلې :
يو يې د کويټې د رهبرۍ په شورا کې د بې قيدو شرطه جنګ د ادامي مخالف کسان
له منځه وکښل او يايې ضعيف کړل او بل يې
هغوی دمغزوينځلو د بشپړولو لاندې ونيول، چې څو ژوندي وي نو غُل به هم د پنجابي استادانو له امره پرته نه کوي ، او که نه - د بيرته راخلاصيدو چانس يې هم نشته!
دريم داچې که په امريکايانو يې خرڅ کړي د اوبا دحکومت په اجازه به يې افانستان ته تسليم کړي او ډبلې ډالرې به پرې جب ته کړي !
څلورم داچې په دې ډول به يې د ملاضعيف او متوکل غوندې له طالبانو څخه ګوښه او پر هغوی له هر ډول اغيز څخه وغورځوي !
خو يوه پوښتنه په اړين ډول له هر چا سره مطرح ده چې :
د ملاعمر تر مرستيال ملا برادر پورې يې ونيول، ولې د کويټې طالب شورا غوږ هم ونه خوراوه، آيا داچوپتيا ، دا صبر او زغم که ددوی د مطلق
اطاعت او ګوډاګيتوب معنی ونه لري نو د څشي معنی لري ؟
څوک چې خپل مرستيال ګټل څه چې نوم يې هم په خوله اخيستلی نشي، په دغسې ګوډاګي بيا څنګه د ډيورن کرښې د امضا مخه نيسې ؟؟؟؟؟؟
دلته د مجاهدينو د تنظيمو مشرانو يوه برتري او ملي بهتري بر طالب مشرتابه
په ډاګه کيږي :
که د هغه مهال د حزب اسلامي يا بل تنظيم مرستيال لکه قاِضي وقاد يا بل کوم لوړ پوړی قوماندان يې ISI نيولی وای، ښائي حکمتيار يا بل مشر به چوب نه وای پاتې شوی او لږ يا ډېر علني تنظيمي غبرګون به هم ښودل شوی وای .
ولې ملا عمر غريب دومره هم نشي کولی او يايې حتی نه کوي، چې دواړه يوه معنی لري!
ددې رسوائۍ دغه لګېدلی اور خويې نور له لمنې څخه د سر او سوږمو تر ويښتانو ورسيد ، نور نو څه پاتې دي چې دوی پرې بايد پرده وغوړوي؟؟؟؟
Re: پاکستان له خپل انګريزي سیاست نه کار واخیست!
monir
21.02.2010
سلامونه او ښې چارې
د پتوال ورور خبرو په تائید غواړم ستاسو پام د طالب چارواکو د نیولو ډرامې بل اړخ ته را وګرځوم:
څه فکر کوﺉ آیا د دغو کسانو د نیولو او بیا افغانستان ته د تسلیمولو په صورت کې پاکستان ته دا امکان نه برابرېږی چې دخپلو اجنټانو له لارې په افغانستان کې د پلان شوې سولې خبرو اترو کې په غیر مستقیمه توګه ګډون وکړي؟
کله چې د پاکستان حکومت ملابرادر او نور نیول شوي کسان د افغان حکومت ته وسپاري ښایی د افغان حکومت هغه خوشې او دملا ضعیف او متوکل تر څنګ هغو ته هم په جوړیدونکې سولې جرګې کې د ګډون چانس ورکړي!!!
په درنښت
عبد السلام
21.02.2010
monir خانه !
همداسې هم ده دوي به دبڼکې په شان اول شه سپکوي او بیا به يې لاس تړلي د کرزي په سپکې اولاسپوڅې ادارې ور مڼډي او نوم به هم پرې ملی مصالحه ږ دي !
دطالبانو ددې نیول شوو کسانو مقام به هم دجهادی داړه مارانو مقام ته اول ښه راټیټ کړي او بیا به یې بشری حقوقو ته په سپکاوی متهم وي!! ولې هلته هم دورغ وایي داکار یې هم تر اوسه نه دی کړي اوهسې خپل ګمراه لاسپوڅې پرې ویروي.
دا هغه لوبه ده چې دا بیچاره په نام طالبان او جهادی لډران یې اصلی لوغاړې ندي. اصلی لو بغاړي په اوسنی حال کې د پردې ترشا دخپلو ګټو په مقابل کې هغه خطر لری کول غواړي چې دپاکستان او ایران اتومی پروګرامو له لوري ورته متوجی دی.