نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په پښتونخوا کې څوک ښونځې ورانوي؟
طالب ISI
19.02.2010
سلام ټولو ته،
څه نا څه هره اونئ اورو چې دره آدم خیل، او نورو ځایو کی ښونځې د بمو نو په وسیله ورانیږي، دا خلک څوک دي؟
بل خوا ته یو اسلام، یو پښتون یوه په ځان لښکر د اسلام نوم ایښئ بل یې انصار د اسلام، خو هر میاشت کې د یوبل لسګونه پلویان وژنی، او ډیر عام خلک هم ورسره وژل کیږی.
زما د اسلامی علومو استاد په ښونځی کی کیسه کوله، چې په تیرو وقتو کی پښتنو د ص او ض په نامه مشهوره جګړه کړی، چی په لسګونه تنه یی یو د بل وژلی، یوی ډلی به ویل چی، د سوره فاتحه آخر باید ولظوالین تلفظ شی، بلی ډلی ویل چی نه ولضالین باید تلفظ شی، چی خبره جنګ ته ورسیده او یو بل یی سره ووژل.
اسلام یو ډیر ښکلئ دین دی، خو په کوم شکل چي ځینی پښتانه په اسلام عمل کوی، ددوی لپاره په آخری پایله کی اسلام او کفر کومه خاصه معنی نه لری، مطلب دا چی که دغه پښتنو چي د صوات او ضوات په نامه یو بل مسلمان وژنی ، نو که دی کافر وی او مړ شی، نو هم ځای یی معلوم دی، او که په نامه مسلمان وی، او په دغه شکل مړ شی، بیا یی هم ځای دوزخ دی، د کفر د حالت یوه ګټه به یی داوی، چي حد اقل د اسلام نوم خو به نه بدوی.
اسلام همغه ښکلئ اسلام دی، پښتنو همغه باتور پښتون دی، خو پرون یی یو بل د صوات او ضوات په نامه وژل، نن دلشکر اسلام او انصار اسلام په نامه سره وژنی.
زما په اند د ټولو علت غربت، او کم علمی ده، هم ددین او د دونیاوی علوموله نظره او په داسی حالاتو کی علما سو، یا بد علما چی خپله ښو عالمانو دغه نوم پری ایښئ له دغه بی علمئ او غربت د خلکو ګټه اخلی، تر څو دغه بد عالم همیش په نوع د انواعو مطرح څیره وی، لکه د شمالی ټلولی، لنډغر.
که چیری وګور، د پيښور په صدر علاقه کی چیرته چی خلک یو ښه دی په ګذاره کی او زیات شمیر دینی مدارس ا وښونځی شته،نو هلته د صوات او ضوات (دوات)، یالښکر اسلام او انصار اسلام په نامه جګړه ډیر کم امکان لری، او پدی شکل کومه واقعه هم نه ده واقع شوی، خو برعکس په لری پرتو ساحو کی داسی پيښی ډیری کیږی، چیرته چي اسلامی او دنیوی علم کم دی.
خو د پښتنو یو غم نه دی، که ملا شی خپل قوم په یو شکل بربادوی ، که تعلیم یافته شی، بیا یا پاکستانئ پوځی تری جوړ شی، یا ای،اس،ای واله چی بیا خپله د پښتنو لپاره غضب شی، یا شیر پاو تری جوړ شی، چي پر خپلو پښتنو یی نه لوریږی، چي د بریښنا بندونه ولری،.
طالب ISI
21.02.2010
دا د افغان کور دی
دلته په اردو ليکنې نه کيږي !