د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چټليستان خو يوځل بيا خپل فاحش مخ ښکاره که

pattang
16.02.2010

[color=darkred:2bd1cc9436]الهي داچټل ملک دمځکې له مخه ورک که ، داچټل دولت د پيسو په عوض نه په مور بند دی نه په خور ، خدای پاک دې دپښتنو لاسونه لدي چټلو پنجا بيانو نه په خير او عزت خلاص کړي٠ [/color:2bd1cc9436]

درې نۍ د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې ٢٧tolafghan.com
استخباراتو ته نژدې سرچينې د ملا برادر نيول کېدا تائيدوي خو طالبان يې نه مني

زمه وال

16.02.2010 16:45

وروسته له هغې چې يوشمېر مشهورو نړيوالو خبري رسنيو په کراچۍ کې د افغان طالبانو دمشر ملا محمد عمر د مرستيال ملا برادر دنيول کېدا خبر ورکړ طالبانو ددغه خبر په ځواب کې وويل چې نوموړی نه خو کراچۍ ته تللی او نه نيول شوی.

د طالبانو وياندویانو ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف دواړو په خپل وار دغه خبره رد کړې چې ګواکې ملا برادر نيول شوی،نوموړي خبري رسنيو ته ويلي چې طالب مشر ملا برادر له سره کراچۍ ته نه دی تللی ځکه خو د هغه د نيول کېدا خبر هېڅ حقيقت نه لري.

که څه هم طالبان لا هم د نوموړي نيول کېدا نه مني خو په اسلام اباد کې دپاکستان لوړپوړي دولتي کړيو ته يوې نژدې سرچينې ټول افغان ته وويل چې ملا برادر اخند نيول شوی او دا مهال د پاکستاني او امريکايي استخباراتي مامورينو په ولکه کې دی.

د سرچينې په وينا امريکايي رسنيو د تېرې پنجشنبې په ورځ دهغه دنيول کېدا خبر ورکړی خو داسې رپوټونه هم شته چې برادر اخند د تېرې پنجشنبې په ورځ نه بلکې پرون په کراچۍ کې نيول شوی.

ملا عبدالغني چې په ملا برادر شهرت لري له ملا عمر وروسته د طالبانو دويم د سرسړی دی چې دملا عمر او طالبانو ترمنځ يې د اړيکو چارې پرمخ بيولې

پر افغانستان د امريکا له بريد او د طالبانو له پرځېدا وروسته ويل کېدل چې طالبانو پر دوو مهمو ډلو وېشل شوي چې يوه يې دملا برادر او بله يې د ملا داد الله اخند ډله ده،طالبانوته د نژدې کړيو په وينا د ملا برادر ډله تر داد الله يو څه نرمه ده او د جګړې ترڅنګ د سولې خبرو اترو ته هم اهميت ورکوي خو د ملا داد الله ډله يواځې پر جنګ ټينګار کوي.

د ملا برادر په اړه ويل کېږي چې هغه د ملا دادالله په پرتله له پاکستان سره ځينې ستونزې لري او پاکستان هم چنديانې باور ورباندې که کاوه.

ملا برادر له ملا عمر وروسته ددغه غورځنګ مهم کس او مشر دی که چېرته په رښتیا نيول شوی وي نو ښايي د طالبانو په ليکو کې ډېره ګډوډي راشي خو طالبان بيا دغه خبره ردوي او وايي چې د يوه مشر نيول کېدا او يا وژل کېدا ددوی پر هلو ځلو او تنظيم باندې هېڅ ډول منفي اغېزې نشي کولای.

د ملا يونس په نوم د طالبانو يوتن مسوول له ټول افغان سره په خبروکې وويل چې له دې وړاندې هم ددوی نور ډېرمهم کسان لکه ملا داد الله او نور وژل شوي او د استاد ياسر په ګډون ګڼ شمېر يې په پاکستان کې نيول شوي خو ددوی پر ليکو یې هېڅ بدې اغېزې نه دي کړي.نوموړی وايي د دوی د تګلارې له مخې د هر مشر په ژوند دهغه ځای ناستی او بديل ټاکل کېږي چې کله هم يو مشر ووژل شي او يا ونيول شي له وړاندې ټاکل شوی مشر چارې پر غاړه اخلي او ددوی په ليکو کې هېڅ بدلون او ناکامي نه راځي.

ملا يونس که څه هم د ملا برادر اهميت تر نورو هغو زيات مهم ګڼي خو وايي چې طالب غورځنګ په سلګونو ملا برادران لري،مخالفين به کوم کوم نیسي او يا وژني؟



17.02.2010

د چټلو چټله سوداګري لا دوام لري :

په پاکستان کې د دوو نورو لوړ پوړيو طالبانو د نيول کېدا خبر ورکړل شو
زمه وال

17.02.2010 15:53

په داسې حال کې چې لا د طالبانو د مرستيال مشر ملا برادر اخوند برخليک نه دی څرګند او په اړه يې ضدونقیض خبرونه خپرېږي د پاکستان يوې خبري رسنۍ د طالبانو د مرکزي شورا د دوو نورو غړيو د نيول کېدا خبر ورکړی.

خبرځای وايي چې نيول شوي کسان [color=red:388412aa86]حاجي عیسی او ملا محمد [/color:388412aa86]نومېږي،چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د ولايت مقام تر کچې دندې ترسره کړي او دامهال د طالبانو په ليکو کې د مهمو مشرانو په توګه فعاله ونډه لري.

د خبرځای په وينا دغه طالب مشران يو په [color=darkred:388412aa86]پېښور او بل په اکوړه خټک [/color:388412aa86]کې نيول شوی.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ملا برادر نيول کېدا نه ده تائيد کړې خو دغې رسنۍ ويلي چې دغه دوه طالب مشران له ملا برادر نه د ترلاسه شويو مالوماتو پر اساس نيول شوي.

موږ ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ترلاسه کړو خو له هغوی سره د اړيکو په ټينګولو ونه توانېدو

ياده دې وي چې تراوسه پاکستان په رسمي توګه ددغو کسانو د نيول کېدا په اړه څه نه دي ويلي.
http://www.tolafghan.com/posts/17097


pattang
17.02.2010

دغه فاحش ملک او تورلينګي بې ناموسان يې بيا يوڅه پيسوته ضرورت لري
نو دپښتنو په سر به اوس تجارت کوي ٠ دغه دوه بيچاره ګان چې ډېر وخته په
پېښور او اکوړه کې ژوند کوي په ناحقه يې ونيول او اوس به يې په امريکايانو لکه
ملا ضعيف خرڅ کړي ٠ دغه دوه کسان دطالبانو نه له مشرتابه سره هيڅ اړکي نلري٠
نالت په چټليستان ٠


عادل عادل
18.02.2010

سلامونه

زه فکر نه کوم چې دا پیښه به تر اوسه رښتیا وي، خو تر شا یې خیرن افغاني ضد نیتونه پراته دي، هغه په دې مانا چې دغه د هندو زامن غواړي په دې توګه طالبان تر فشار لاندې ونیسي چې که ددوی خبرې ونه مني او یا هم د مذاکراتو په بهیر کې د پاکستان رول نادیده ونیول شي، نو کولای شي چې دغه ډرامې په رښتیا سره بدلې او د افغانانو وینې یو ځل بیا په بهرنیانو وپلوري.

الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي. آمین


monir
18.02.2010

دوستانو سلامونه اوښې چارې
دا فتنه پاکستانی چارواکی د افغانستان د ویجاړۍ لپاره طالبانو ته ځکه پناه ورکړې ده چې په سر یې تجارت وکړي. دوی ته یواځې پیسې مطرح دي. زه فکر کوم چې اوس هغه وخت رارسیدلئ دﺉ چې طالبان له تعقل نه کار واخلي او د خبرو اترو لار غوره کړي. که نه نو دا باید ومني چې پاکستانیان به دوی یو پر بل پسې که نن وي که سبا امریکایانو ته وسپاري.

په درنښت
__________________________________________________________

پاکستان ومنله چې ملا برادر نیول شوی
17/02/2010

دپاکستان پوځ نن دا خبره تصدیق کړه چی د طالبانو یو لوړ رتبه قوامندان ملا برادر یی نیولی دی. د پاکستان دپوځ یو مطبوعاتی اعلامیه چی نن خپره شوی ده وایی چی د پوره تفصیلی پلټنو نه څرگنده شوه چی ملا برادر هم د هغو څو کسان په جمله ؤ چی په کراچئ کی څو ورځی مخکی ونیول شول.

امریکایی او پاکستانی مقامات وایی چه ملا عبدالغنی برادر په کراچئ کی د امریکایانو او پاکستانی جاسوسانو د شریکو عملیاتو په نتیجه کی ونیول شو. ملا عبدالغنی برادر د طالبانو د تحریک د رهبر ملا محمد عمر نه وروسته تر ټول مهم سړی گڼل کیږی.

امریکایی او پاکستانی ماموران وایی چه په کال یوه دپاسه دوه زره میلادی کی طالبانو په خلاف دجنگ دشروع کیدلو نه وورسته ملا برادر دطالبانو تر ټولو مهم قوماندان دی چه ونیول شو.. ټاکل شوی ده چه نن به دامریکا جمهور ریس بارک اوباما په واشنگټن کی دلوړ رتبه امریکایی مامورانو سره ملاقات وکړی او دافغانستان په اړه به ورسره خبری وکړی. په غونډه کی به دجمهور رییس مرستیال جو بایډن، خارجه وزیره هلیری کلنټن، او د امریکی دپوځ لوړ رتبه قوماندانان ، او افغانستان او پاکستان کی به دامریکا سفیران د ویدویی کانفرانس په وسیله په دی مهمه غونډه کی برخه اخلی.

http://www.voanews.com/pashto/2010-02-17-voa2.cfm



18.02.2010

دا دې هم بله رسوايي !

درنو ورونو خبره بالکل بل چيرې ده :

دغه چټله ISI په طالب مشرانو کې هغه څوک نه پريږدي چې د ملابرادر غوندې آزاد فکر کولای شي او له ISI پرته په آزادانه ډول د کابل له حکومت يا امريکايانو سره د سولې به اړه خبرو ته ترجيح ورکوي ، د ملا برادر نيول د سولې به خبرو د ISIسخت ګوزار دی !
ددغه لانديني خبر په څير نوي نوي خبرونه مو يو د بل پسې له ISI سره د طالب مشرتابه ژور ښکېل شوي حالت ته ځير کوي ، په دقت يې ولولئ :

پينځه نۍ د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې ٢٩tolafghan.com
.
نيويارک ټايمز: پاکستانيانو ملا برادر ځکه نيولی چې غواړي له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې وشي
خبري څانګه

17.02.2010 13:31

نوم Email لطفاٌ لاندې افغانستان په انګلیسي تورو ولیکئ. متن x ٠ ٩ ٨ ٧ ٦ ٥ ٤ ٣ ٢ ١ ژ څ ذ ح ۀ ط ظ ڼ ؛ ټ ډ ث ج چ ځ خ ه ع غ ق پ ښ ف ګ ک م ن ت ا ل ب ي س ش ؟ . ، ؤ ئ ص ض ز ږ ړ و د ر ې ی ۍ ے
د امريکا څخه خپرېدونکی اخبار نيويارک ټايمز نن ليکلي دي چې پاکستانيانو ملا برادر ځکه نيولی چې غواړي له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې وشي. مخکې داسې انګېرل کېدل چې ملا برادر په خپله په نېغه توګه له امريکايانو سره د خبرو لاره پرانيسته وه. خو پاکستان او پوځ ته یې دې کار خوند نه ورکاوه نو ځکه یې ملا برادر له صحنې لرې کړ او ویې نيوه.

نيويارک ټايمز ليکي چې درې اونۍ مخکې ورته د پاکستان د استخباراتو یو مامور ويلي و چې ((موږ ملا برادر پسې یو. موږ باور لرو چې امريکايان د [ملا برادر] او ياد نوموړي د نږدې کسان سره اړيکي لري.))

ټايمز ليکي چې د امريکاد استخباراتو یو کس ورسره منلې ده چې د ملا برادر سره خبرې روانې وې او دوی د نوموړي شاوخوا ملګرو سره ليکي پرانيستې وې. د استخباراتو دا چارواکی وايي چې (( اوس به طالبان موږ سره مذاکرات ونه کړي او موږ چې څه وايو په هغې به باور ونه کړي.)) نوموړی وايي چې په کار نه وه چې ملا برادر نيول شوی وای ځکه چې د امريکايانو سره یې خبرې روانې کړې وې.

پاکستاني مامور نيويارک ټايمز ته ويلي و چې که امريکايان د پاکستان له لارې طالبانو سره خبرې ونه کړي نو کارونه نور هم سختوي. پاکستان بار بار په دې نيوکه کړې وه چې امريکايان او ناټو غواړي نېغ په نېغه د طالبانو سره خبرې وکړي.

ټول افغان ته یو داسې کس چې د طالبانو سره نږدې اړيکي لري وويل چې طالبان د پاکستان له اجازې پرته هيڅ هم نه شي کولای او که چېرته په خپله اقدام وکړي بيا لکه د ملا داد الله او دهغه ورور د برخليک سره مخامخ کېږي. دې کس ټول افغان ته د مولوي اختر عثماني يادونه هم وکړه چې ځکه ووژل شو چې د پاکستان له اجازې پرته یې اقدام کاوه.

پاکستان تل غواړي چې هر څوک د طالبانو سره هر څه کوي بايد د پاکستان له لارې یې وکړي. پاکستان په دې ډېر ټينګار کوي چې بايد نېغ په نېغه د ملا عمر سره خبرې وشي. د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI پخواني مامور کولونيل امام څو اونې مخکې ويلي و چې که د ملا عمر سره خبرې ونه شي نو د طالبانو سره د خبرو کولو هڅې به ناکامې شي. کولونيل امام ويلي و چې د ملاعمر مذاکراتو ته زړه کېږي او دی په دې اړه مرسته کولای شي خو ويلی و چې په امریکایانو باور نه شي کولای.

د نيويارک ټايمز په وينا افغان چارواکي هم دا مني چې ملا برادر سولې ته زړه ښه کوي او ملا عمر پرې باور کوي. په کندهار کې د سولې د بهير د یو پخواني چارواکي حاجي آغا لالي له خولې ټايمز ليکي چې ملا برادر یواځينی طالب چارواکی و چې غوښتل یې مذاکرات وکړي.

ټايمز د طالبانو د پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف د رد عمل په اړه ليکلي دي چې د پاکستان له خوا د ملا برادر په نيولو یې بريد کړی او ويلي یې دي چې پاکستان په دې کار د سولې په بهير کې د د طالبانو د نورو مشرانو د شاملېدو ټول چانسونه له منځه یوړل.

ضعيف ويلي دي چې د پاکستان له خوا د ملا برادر نيول به هغه لږ باور چې د دواړو خواوو (افغان دولت او طالبانو) تر منځ راپيدا شوی دی له منځه یوسي او دا کار د سولې په بهير کې مرسته نه کوي.

د بي بي سي اردو څانګې لا دې ته هم اشاره کړې ده چې یو شمېر کړۍ په دې باور دي چې ملا برادر په چل ول نيول شوی دی. د مذاکراتو په بهانه بلنه ورکړل شوې وه خو کله چې حاضر شو ونيول شو.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه د طالبانو بېلابېلو سرچينو ټول افغان ته په مرکو کې د ملا برادر نيول رد کړي دي خو نن د پاکستان د پوځ سرچينو د نوموړي نيول تاييد کړي دي. طالبانو ډېری وخت یو شمېر رپوټونه رد کړي چې بيا وروسته سم ثابت شوي دي.
درنو لوستونکو ! لومړی د پاکستان مسلسلې مداخلې چې هم يې له امريکا څخه په پار پار وغښتل چې له طالبانو سره په خبرو کې دې دغه چټلستان هم [color=yellow:f5836af1c4]((په اعتماد کې واخلي )) [/color:f5836af1c4]، بيا د ملا مجاهد صيب اندېښنه څرګندول چې په سعودي عرب کې که افغانان په څيلو منځو کې له هر دريمګړي برته سره بټې خبرې ونکړي ، خبرې به ناکامې شي، همدارنګه د ملاضعيف خرګندونې چې د پاکستان يانو حضور به په خبرو کې د ناکامۍ بيل وي، او اوس د ملا برادر نيول دا به ډاګه کوي چې په طالب مشرتابه کې ډير کم کسان د دغه جهنمي استخباراتي سازمان له منګولو څخه بهر پاتې دي ، ځکه اوس
يو دبل پسې نيول کيږي !

http://www.tolafghan.com/posts/17091


ډاکټر څپاند
19.02.2010

درنو هيوادوالو،
که  دطالبانو،پاکستان اوغرب سياسي لوبو او دپتوال صيب ليکنو ته ذير شو
داسې مالوميږي چه که ټول نه وي، ځيني طالب مشران ياخو د ISI اجنټان دي او
يا هم د ISI په رزيلانه لومو کې بند پاته دي٠
ځما په اند اوس ددې وخت رارسيدلي دی چه محترمان عادل صيب ،پتنګ صيب
اوددې اندونولرونکي ورته  افغانان په خپل دريځ بيا کتنه وکړي٠ 


كريم كامران
19.02.2010

السلام علیکم
له الله تعالی نه به سوال کوو چې دملا برادر دنیول کیدو خبره دروغ وخیژي
خو ماته په پورتنیو ټولو لیکنو کې د ښاغلی عادل صیب دې ښېرا ډېر خوند راکړ چې
[quote:33c27f887f]الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي. آمین[/quote:33c27f887f]
نو ځکه خو دزړه له تله وایم چې اللهم آآآآآآميیییییین
او راځئ چې همدغه ښیرا په پنځه وخته لمانځه کې خپل معمول وګرځوو.
دعادل صیب دښېرا دقبلېدو په هیله


..Ahmadzai
19.02.2010

[quote:1493a9b740]الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي.[/quote:1493a9b740]

أأأأأأأأأمين.

په درنښت


pattang
19.02.2010

انډيواله !
پتنګ خپله لاره نه پرېږدي ،ځکه چې زه دپښتون ننګ او دازادي روح يې له خپل
اېمان سره تړلي بولم ٠ طالب نن دهېواد دازادي لپاره جنګيږي ، هغوی چې
په سنګر کې جنګيږي پاک خلک دي او تهمت لګول پرې خيانت دی ٠ دلته اوس
دټولو پښتنو ګنا ده چې خپل اواز نه پورته کوي، يا اوپورتو نسته دي او ځينې
يې په دالرو شخوند وهي٠ په طالبانو کې کلک کلک پښتانه قومندانان شته چې
داسلام او هېواد لپاره جنګيږي ٠ که دوی ملي ګټې په خطر کې ويني نو بيا به
له خپله مشره هم لار ه جداکوي٠ پاکستان مونږ ته غل دی او مونږ پاکستان ته
ګورو به چې څه کېږي ! دملا برادر او څونورو قومندانانو نيول دطالب غرڅنګ
ته کوم زيان نه رسوي ځکه چې ځای يې اوس مخ کې له مخې نورو ځوانانو ډک
ډک که٠ پاکستان خو مونږ پېژنو چې دکوڅې سپی دی که څوک ډوډۍ ور نکړي
نو بيا هرې خواته خپله خوله اچوي ٠
دغه زخمي پښتون يوه اوزبک او يوه پنجشېري نيولی دی او دا دې دايې زوی
پنجشېری ډېر په قهر ورته ګوري٠
نالت په کرزي مفعول CIA ، رحيم وردګ او اتمر ک KGB ٠

[img:8977bb468b]http://i.telegraph.co.uk/telegraph/multimedia/archive/01578/injured-taliban_1578778i.jpg[/img:8977bb468b]

نالت دې وي په چټليستان ٠

[quote:8977bb468b="Subat Sabit"]درنو هيوادوالو،
که  دطالبانو،پاکستان اوغرب سياسي لوبو او دپتوال صيب ليکنو ته ذير شو
داسې مالوميږي چه که ټول نه وي، ځيني طالب مشران ياخو د ISI اجنټان دي او
يا هم د ISI په رزيلانه لومو کې بند پاته دي٠
ځما په اند اوس ددې وخت رارسيدلي دی چه محترمان عادل صيب ،پتنګ صيب
اوددې اندونولرونکي ورته  افغانان په خپل دريځ بيا کتنه وکړي٠ [/quote:8977bb468b]



19.02.2010

هو په دې کې شکنشته چې د سنګر جنګيالي لکه د سنګر پخواني مجاهدين پاک خلک دي، خو کار تل په مشر تابه کې دی، هسې خو آن د خلک او پرچم صفوف
هم چټل خلک نه و، خو سياسي برخليک د مرشتابه په لاس کې وي، ISI, CIA
اوKGB هم يواځې د مشرتابه غړي تر کنترول لاندې لرل او لري يې دستورونه يې ورکول، چې زمونږ وطن يې دړې وړې کړ او کوي يې !

مبارزه بايد داوي چې ملي خيانتونه بايد هرچيرې چې وي رسوا شي اوپر خاينانو هيڅکله باور او اعتماد ونشي، د باکستان اصرار چې طالبان بايد ISI له ګډون او کنترول پرته له سره د د روغې جوړې خبرې پيل نکړي، ددې څرګندويي کوي چې
غټه سياسي سوداګري د طالبانو په نوم او واسطه زمونږ د سپيڅلو ملي ګټو په ضد روانه ده ! د طالبانو له سياسي ماشومتوب او جهادي بلوغ دواړو څخه د ځان
له پاره ناوړه ګټه پورته کوي !
مونږ بايد د پهرنيانو پر ضد د طالبانود ملي اسلامي جهاد ملاتړ او او رسره جوخت د ISI لاسلرنه او لاسلرنه په طاغلب مشرتابه کې رسوا کړو او ويې غندو !
که دا کار ونکړو او د تره کي، ببرک ، رباني او سياف غوندې يې تبرئه کړو، هيواد
به په پاکستان وپلوري چې بيا نو ازادېدلای هم نشي!
په ډيرو تبرئو مو تل د لاس غوټه خولې ته راوړې او ځان، هيواد ملت او ملي ناموس مو بايللی دی !
طالبان بايد د ټ،ل ملت سره يوځای داسې جهاد وکړي چې امريکايان له هيواد ځخه ووځي او پاکستان يې ځای ونه نيسي!
و من الله اتوفيق


عادل عادل
20.02.2010

سلامونه

قسم په خدای چې امریکایان او اسراییل پر پاکستان شرف لري.

که زه مشر ملا صیب وای، او یا یې هم زما خبره منلای نو په یواړخیز ډول مې په ټول افغانستان کې دیرغلګرو سره د اوربند اعلان کاوه، او خپله ټوله پاملرنه مې ناولي پاکستان ته اړوله او تر هغه پورې مې ورسره ډغرې وهلې چې سم نیمایي مې هند او افغانستان ته نه وای مهاجر کړي.

زه خو په دې څو ورځو کې دې نتیجې ته رسیدلئ یم چې مونږ افغانان باید چې خپلې ستونځې د پاکستان سره د یرغلګرو په حضور کې حل او فصل کړو، که داسې ونه کړو، نو د یرغلګرو د ماتې او شړلو محصول به د افغانانو لپاره یو ځل بیا خواري او د سپیڅلو شهیدانو د وینو ضیاع وي.

الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي. آمین


و.افغان
20.02.2010

ټولو ورونو ته سلامونه او نېکې هيلې
السلام عليکم

عادل صاحب:
پښتانه ساده مسلمانان دي، او په پښتنو کې ساده طائفه ملايان دي، پاکستان
د داسې حرامزاده استاذ (انګریز) څخه د حراميتوب زده کړې کړي دي، چې لوی لوی
هوښياران په خپل دام کې نيسې پاتې لا داسې ساده مسلمانان، زه په دې يقين لرم چې
پاکستان په دې يقين لري که چېرې کوم وخت دپښتنو او مخصوصا د ملايانو څخه د
اعتذار غوښتلو او د هغوی د راضي کولو وخت راورسېد، نو پاکستان کولای شي چې
هغوی ټول په اسانه په دې پخلا او غلي کړي چې پاکستان مجبور وو، او دا هر څه يې له
مجبوريته کړي دي؛ د پاکستان له منځه تللو خطره وه، او که پاکستان تللی وی؛ نو
تاسې به هم نه وی پاتې.
له دې خبرې سره به ورته ځمونږ د ټولو پښتنو فورا بلا استثناء الا ما شاء الله
زړونه سپينيږي.

پاتې دې نه وي چې مولوی عبد الکبير چې د ځینو په اند يو پاکستانی ځواکمن ايجنټ
وو، چې آن د مشر ملا صاحب زور هم پرې نه رسېده، هغه يې هم ونيو.

په درنښت


حمید هڅــاند
20.02.2010

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
[quote:91aea297e9]السلام علیکم
له الله تعالی نه به سوال کوو چې دملا برادر دنیول کیدو خبره دروغ وخیژي
خو ماته په پورتنیو ټولو لیکنو کې د ښاغلی عادل صیب دې ښېرا ډېر خوند راکړ چې
اقتباس:
الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي. آمین

نو ځکه خو دزړه له تله وایم چې اللهم آآآآآآميیییییین
او راځئ چې همدغه ښیرا په پنځه وخته لمانځه کې خپل معمول وګرځوو.
دعادل صیب دښېرا دقبلېدو په هیله[/quote:91aea297e9]
کريم کامران ورورجانه! هيله لرم داډول ښېرا په خپلو مسلمانو وروڼو ونه لوروې. عادل ورورجانه!هغه د ننګرهاريانو خبره يوڅه ښه شئ, داډول ښېراوي او کينه دهيڅ درد دوا نشي کيداي.
په مينه او درنښت

hamid hasaand


میوند ننګیال
20.02.2010

سلامونه !

عادل صیب زه تاسو سره موافق یم

پاتی شوه د پاکستان خبره نو دهغه امریکایی جنرال خبرا را په یاده شی چی ویلی یی وه :

پاکستانیانو ته ( بعضی حکومتی سپی یی ) ډالری ورکوی نوهغی به درته خپلی ښځی هم راولی .
دا خو ټولو ته معلومه ده چی پاکستان یو داسی سیاست لری چی په ټول جهان کی یی ثانی نشته بهر حال هر څوک چی وی او هر چیرته وی او داسلام پسی یی را اخیستی وی او مظلومه مسلمانان ځوروی الله دی یی په لورګانو او ښځو سپک کړی.

پا تی شوه د ملا کبیر خبره نو زه پری خو شحال یم چی وویی نیوه هغه د پاکستان ایجنټ وه او ډیر و ورته ویلی وه چی دمره مه خوږیږ ه خو نه یی منله یو غدار او اجیر وه .

اوو الله دی وکړی چی د ملا صاحب حففظه الله ملا برادر خبره دروغ وی .

عادل صیب او کیم کامرانه صیب ستاسو دعا ته زه هم امین وایم

دغه پاکستان داسلام په نوم یو داغ دی دلته قادیانیان کارکویاو دلته هر دول فتنه شته الله خو دی نوم ددنیا له مخه ایسته کړی الله دی داسی طوفان پذی راولی چی بیخی یی شاړ کړی


كريم كامران
20.02.2010

هڅاند صیب زما مسلمان ورور چې له ما سره وروري نه پالي ماته یې هیڅکله دورور په سترګه نه دي کتلي او برعکس په امریکایانو مې خرڅوي او دمسلمانانو په ځپلو کې سمه نیمه ونډه ورسره اخلي نو زه هم دداسې ورور لپاره له الله تعالی څخه یو داسې اسماني تندر غواړم چې دتل لپاره ترې مونږ بې غمه کړي.

الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي. آمین


Ghairat
21.02.2010

دروند پښتون او مخلص مسلمان ورور عادل عادل صيب ته سلامونه او درناوي!
ستاسو خيرا دې الله قبوله کړي، چې لر او بر افغان ولس
ددغه انګليس غلامه چټل پنجابي دولت له دسيسو او مستقيمو لاسوهنو وژغورل شي!
خو زه وايم : دوښمن ته به خيرا کوو خو حساب تر منځه !
حساب په دې معنی چې الله تعالی له صادقو مسلمانانو څخه عمل هم غواړي ، عمل زمونږ او برکت به د الله له لوري په کې
وراچول کيږي نو هله به بری لاسته راځي . خو که مونږ هېڅ تدبير و نه سنجوو، ددې لاسوهنو مخه ونه نيسو، نو که دطالبانو
په لارښودونکې شورا کې کوم بل غړی هم ددغو پنجابي حراميانو له منګلو څخه يو څه آزاد ي ولري هغه به هم و نيسي او له شورا نه به د ISI نګه شور,ا جوړه شي .
داچې تاسې واياست ملا کبير دfنجابيانو سخت ايجنټ و، fوښتنه دا راپورته کيږي چې طالب مشر تابه څه حق او کوم مجبوريت درلود چې هغه په ننګرهار کې دوالي به توګه توظيف کړي ؟
حق خو يې نه مشر ملا او نه ISI درلود ولې مجبوريت به يې په يو شرط درلود :
که مشر ملاپخپله د ايجنټانو مشر وای نو بيا يې
له ISI څخه مجبور يت درلود چې کبير ملا يې د ISI له پاره د ننګرهار غوندې حساس ځای کې مقررولو!
ځکه په ننګرهار کې د پاکستان ډيرې لاسوهنې دي چې يواځې په دغسې يو
ستر چارواک ايجنټ يې تر سره کولی شي . آيا په دې توګه د جاسوسۍ د اور دغه مرداره لړۍ خدای مکړه آن د والا سر قوماندان تر(( سپينې )) لمن پورې نه رسيږي؟؟؟؟
که رسيږي آيا طالبانو ته نه دي په کار چې لومړی له دې چټلې لومې څخه چې ددوی او ټول افغان ملت د مرګ ګواښ او د غاړې زندۍ او سولۍ ده ځانونه خلاص کړي ؟؟؟


حمید هڅــاند
22.02.2010

سلامونه
........
[quote:d3e665c614]
زما مسلمان ورور چې له ما سره وروري نه پالي ماته یې هیڅکله دورور په سترګه نه دي کتلي او برعکس په امریکایانو مې خرڅوي او دمسلمانانو په ځپلو کې سمه نیمه ونډه ورسره اخلي نو زه هم دداسې ورور لپاره له الله تعالی څخه یو داسې اسماني تندر غواړم چې دتل لپاره ترې مونږ بې غمه کړي.[/quote:d3e665c614]
په دغې بدوا کې زه هم درسره شريک يم او باور در کوم چې ګڼ پاکستانيان به هم در سره مله وي.

[quote:d3e665c614]الله دې د خپل بلا کیف قهر او غضب له مخې پاکستان پداسې یوه آفت ککړ کړي چې افغانان یې تر قیامته له یاده ووزي. آمین[/quote:d3e665c614]

کامران ورور جانه ! که د وکمنو او څا رګرۍ د بدو په بدل کې ټول پاکستان چې داتلس کلن ستر غازي لښکر د بېساري قربانيو په پايله کې ترلاسه شوي په يو داسي اسماني تندر پېرزو کوې چې تر قيامته ځان سمبال نشي کړاي نو بيا خو زه په بښني سره ورته يواځي ناځواني او دوخت له غوښتنو څخه ورته تېښته وايم.
راځۍ د بدوا پرځاي , دوعا وکړو چې افغانستان اوپاکستان , دواړه د مهل له دوړو په امان ووځي.
راځۍ د غيرت ورور لاسليک ته امين ووايو.

په درنښت
hamid hasaand[/code]


كريم كامران
22.02.2010

هڅاند صیب په دې رابطه دا زما وروستۍ لیکنه ده

بدوا به هم کوو، دعابه هم کوو، او عمل هم، هرهغه افغان چې دې هیواد سره دتېرو او روانو خیانتونو باوجود، له دې هیواد سره په زړه کې کرکه او نفرت ونه لري، په ملت باندې پېټی او دهیڅ راز خیر تمه ترې نشته.
نو ددې لپاره چې همدا احساس مو په زړونو کې مړ نه شي، دملا عبدالسلام ضعیف دګوانتانامو انځور په کتاب په دوه درې میاشتو کې یوځل یو نظر تېرول ښه دي.
په مخه مو ښه


میوند ننګیال
23.02.2010

سلامونه !

بیشکه د پاکستا ن په ازادید و کی مسلمانانو ډیر قربانی وکړی او بعضی خو یی لا اوس ورکوی مونږ هغه شهیدانو ته چا چی صرف داسلام او مسلمانانو لپاره خپل ځانونه قربانی کړی او پکستان یی جوړ کړی د هغه شهیدانو په سترګه ګوروکوم چی د کمونستی روسیی په دور کی شهیدان شوی .

خو خبره دپاکستان د اووسنی حالت ده دپاکستان مثال او س دهغی ډمی ورته دی کومه چی په بازار کی ګدیږی خو دخپله لمن د بد کاری نه ساتی یا دهغی ډمی ورته دی کومی ته چی څوک ډیری پیسی ورکړی نو هغه سره ځی.

د کوم ملک چی قانو د لاد میکال یی نو په هغه ملک کی به فاید ه څه شی وی تر اوسه په پاکستان کی یو ه داسی فیصله نده شوی چی شرعی وی.

که شیعه ګان د یهودو نه خطرناک دی نو د باکستان حمومت د شیعه ګانو نه هم خطر ناک دی داسی دله او تنصیری تنظیم نشته چی پا کستان کی نوی
په مینه



23.02.2010

د هڅاند صيب يوه هڅه چې ګواکې
[quote:fc7ff7d171]پاکستان چې داتلس کلن ستر غازي لښکر د بېساري قربانيو په پايله کې ترلاسه شوي [/quote:fc7ff7d171]
دا پوښتنه راپورته کوي چې په ١٩٤٧ او له هغې مخکې له پښتنو پرته کوم ستر غازي لښکر راپورته شو او پاکستان يې جوړ کړ ؟؟؟؟
او له ١٩٤٧ وروسته د مسلمانو بنګلاديشيانو بيذريغه وژلو او بمبار کولو ته هم غزا وايې ، نوبيا به مو قاموس او د غزا پوهيزی بدل وي !

[quote:fc7ff7d171]پاکستان ......په يو داسي اسماني تندر پېرزو کوې چې تر قيامته ځان سمبال نشي کړاي نو بيا خو زه په بښني سره ورته يواځي ناځواني او دوخت له غوښتنو څخه ورته تېښته وايم. [/quote:fc7ff7d171]
د وخت غوښتنه خو داده چې دغه انګليسغلامه پنجابي پوځ دې د لرو افغانانو له
سپېڅلې اسلامي خاورې څخه ووځي ، د اباسين شاته ستون او په خپله ټټۍ غول
وکړي، بيائې کوي او که يې خوري کار يې خپل دی !
د وخت غوښتنه خو د لر او بر افغان له باره همدا ده ، چې له ١٩٩٨ کې ټيک لس کاله د برلين ديوال له لويدلو وروسته د ډيورن د کرښې
دجبري تړون رسميت هم له منځه لاړ، د اګلستان د قانون سره سم هر استعماري قرار داد تر سلو کالو وروسته نور اعتبار نه لري، نو په
حقوقي او قانوني توګه هم له ١٩٩٨ راهيسې د ډيورنلاين هر ډول رسميت مات او باطل شوی دی، نو دا وخت دی چې
د سولې له لارې د پاکستان له خېټې څخه دستونې په توته سپېڅلې پښتونخوا بيرته راوباسو! خو که ستا تور لينګی پنجابي لښکر
په لر او بر افغان ګوزار کوي ، او څرګنده ده چې کوي يې، نو آيا د سر ماتونکي ځوآب پر ځای تيار يې چې بيا هم غازي لښکر يې وبولې؟

او که نه، بيا هم لر اوبر افغان ته کافر او او هغوی ته مسلمان غازي لښکر وائې؟؟؟؟
به مينه او سلامونو !
دلته مو هم قاموس او د غازي لښکر مفهوم سرچپه ، او د منلو وړ نه دی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more