اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تبرک باثارالصالحين
شبيراحمد
15.02.2010
ټولوپوهانوته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دازمايولنډکى سوال دى
تبرک باثارالصالحين
ثواب دى اوکه بدعت به وي اوکه ؟؟؟
ستاسودګډون اوځواب په هيله
Re: تبرک باثارالصالحين
و.افغان
15.02.2010
ګرانه وروره!
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
پرته له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه په بل هيچا هم تبرک کول روا نه دي، نه د چا
په ويښتو، نه لاړو، نه خولو، نه له څښاک يا اوداسه څخه په پاتې اوبو، دغه ټول
په نبي کريم صلی الله عليه وسلم پورې خاص دي، ځکه چې د خير او برکت دغه متعدي
خاصيت الله جل جلاله د خپل خوږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم په وجود کې ايښی
وو.
ځکه خو صحابه کرامو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه پرته پر بل هيچا تبرک نه
دی کړی، نه يې د رسول الله په ژوندانه کې کړی دی، او نه د هغه له وفات څخه
وروسته.
نه يې پر څلورو راشدينو خليفګانو تبرک کړی دی نه په نورو، نو له دې ښکاريږي چې
صحابه کرام په دې پوهېدل چې دغه تبرک په نبي کريم صلی الله عليه وسلم پورې خاص
وو، او له هغه پرته په بل هيچا تبرک کول جايز نه دي، ځکه چې دغه رنګ تبرک کول
د شرک لپاره يوه وسيله ده، او يو خطرناک بدعت دی.
دا دې هم پاتې نه وي چې صحابه کرامو د ګران پيغمبر صلی الله عليه وسلم له وفات
څخه وروسته د هغه مبارک په حجره او قبر هم تبرک نه دی کړی، او نه په هغو ځايونو
پسې ګرځېدلي دي، کومو کې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ناسته ولاړه ملاسته يا
لمونځ کړی دی، او نه يې پر دغو ځايونو تبرک کړی دی.
نو کله چې هغه ځای چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم پرې خپل مبارک قدمونه ايښي
وي، او هلته يې لمونځ کړی وي؛ په هغه باندې د هغه امت ته مسح کول او موچو کول
روا نه وي، نو په طريق اولی سره د هغو ځايونو او مقامونو موچو کول، مسح کول،
متبرک ګڼل حرام او ناروا دي چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه پرته نورو خلکو
هلته ناسته پاسته او ملاسته کړي وي، او خلک يې خاوندانو ته د اولياء الله په سترګه ګوري.
نو په يقين سره ويلای شو چې دغه رنګ ځايونو ته تلل، د هغوی مسح کول، او پرې
تبر ک کول يو لوی خطرناک بدعت دی چې انسان شرک ته رسوي.
البته مونږ له دغه تبرک پرته يو بل جايز، روا بلکه مستحب تبرک هم لرو، چې ځمونږ
په اسلامي شرع کې ثابت دی، او هغه په مبارکو اقوالو تبرک کول دي، په مبارکو افعالو
تبرک کول دي، اصلا تبرک طلب يا د خير او برکت او زيادت غوښتنې ته ويل کيږي،
نو په ښه قول، ښه فعل، ښه عمل،تابعدارۍ د قرآن او سنت، ذکر د الله، تلات د قرآن،
او په نورو ډېر ښو کارونه تبرک کېدلی شي، او د برکتونو له اسبابو شمېرل کيږي.
همدارنګه ځينې مبارک خاص هيئتونه د تبرک او جلب برکت موجب وي، لکه ډوډۍ
يو ځای خوړل، د کاسې له اړخونو خوراک کول، له ډوډۍ وروسته ګوټې څټل، او داسې
نور.
همدارنګه اسلام ځمونږ لپاره ځينې ځايونه مبارک ګڼلې دي، چې په هغوی تبرک کول
جايز دي، او هلته برکت غوښتل روا، بلکه مستحب او سنت دي، لکه مسجدونه،
چې لمونځونه او اعتکافونه په کې کيږي، د علم مجلسونه، حرمين شريفين، په ملتزم
کې دعا کول، د مقام ابراهيم شاته لمونځ کول، يو لمونځ په يو لک لمونځونو دی په
مکي حرم کی، او په مدني حرم کې په 1000 لمونځونو دی، په مسجد اقصی کې په
500 لمونځونو دی، هلته دعا ګانې نسبت نورو ځايونو ډېر قبليږي، انسان الله تعالی
له نورو ځايونو ډېر ورنژدې وي، ...... ،
نو په دغه ځايونو تبرک کول لکه څنګه چې نبي
کريم صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو کړی دی جايز دی، بلکه مستحب او سنت
دی.
هو! ځينې نور مبارک ځايونه دي چې الله جل جلاله پرې برکت ايښودی دی، نو هلته
اوسېدل يو برکتناک عمل دی، له فتنو اوشرونو څخه انسان نسبت نورو ځايونو ته په
کې په امن وي، لکه مدينه منوره، مکه مکرمه، شام، او نور.
قال الله تعالی: سبحان الذي أسری بعبده ليلا من المسجد الحرام الی المسجد الأقصی
الذي بارکنا حوله....
نو که هر څوک په دغو ځايونو کې په نيت د برکت غوښتنې اوسيږي، الله جل جلاله يې
په عمر اوعمل برکت ږدي، او ښه زندګي ورکوي، البته د دغو ځايونو په ونو،
لارو، کوڅو، يا سړکونو يا نورو باندې تبرک کول، يا د هغوی مسح کول، خلاف سنت
او بدعت دي، او شرک ته لاره جوړوي، او داسې کارونه صالحو سلفو نه دي کړي.
په درنښت
[quote:38c8f6074c="شبيراحمد"]ټولوپوهانوته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دازمايولنډکى سوال دى
تبرک باثارالصالحين
ثواب دى اوکه بدعت به وي اوکه ؟؟؟
ستاسودګډون اوځواب په هيله[/quote:38c8f6074c]
عبد السلام
16.02.2010
شبيراحمد خان وروره! سلام:
وروره! داستاسو ښکلئ لاندې دستخط څه معنی لري ؟ خصوصاً داچې مولاک لایراک؟ څنګه [color=darkblue:3676806d97]لایراک[/color:3676806d97]؟ [color=white:3676806d97]مولاک ،لايراک ،حين نهاک ،هذاتقواک[/color:3676806d97]
شبيراحمد
16.02.2010
محترمو
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم وهاج ساپى صاحب له ځواب څخه مويوه دونيامننه
خداى دي آباداوراته ژوندى لره
آمين
اوعبدالسلامه وروره تاسو مي هم سلامونه ومنئ
ګرانه زمادلاسليک ماناخوخوراښکاره ده اوکه تاسوته پکي کوم سوال پيداشوى وي نوراته وليکئ چې يوڅه خوپرې وګړيږو نوروروڼه به هم راسره ګډون وکړي .
اوس راځم مانا ته يې
مولاک
ستامولاياني الله جل جلاله
لايراک
تادي ونه ويني
حين نهاک
په داسي وخت کي چې تامنع کوي
هذتقواک
داستاتقواده
__________________________________________________
ياني الله جل جلاله چې تادهغوکارونوپه کولوونه ويني چې ته يې ترې منع کړى يې نوداستاتقواده .
خداى دي وکړي چې زماپه ګوډه ماته مانادي سرخلاص شوى وي .
ستاسوشبير