د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

انسان څنګه پر دنيا کلک باور پيدا کوي

اور- بل
15.02.2010

دانسان دنيوي ژوند په عملي کار وبار او فعاليت يا پرکتيک ولاړ دی ٠او له کار او زيار پرته هېڅ لاس ته نشي راوړای ٠ الله تعالی  فرمايي :
.......................................و ان لَيْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاّ ما سَعى . النجم

له سعې پرته  انسان ته هېڅ  شی نشته ٠ 
نو کله چې انسان کار کوي د طبيعت يا طبيعي موادو بڼه بد لوي او د کار د محصول په توګه 
 يوڅه تر لاسه کوي او ژوند پرې کوي،
نو دنيوي ژوند دده دخپل کار او فعاليت نتيجه ده ، له دې کبله يې پر واقعيت بشپړ باور پيدا کوي ٠
په اخرت کې انسان له فعاليت پرته ښه ژوند کوي که يې جنت په برخه شی  ٠
 نو دجنت ژوند دده د مادي کار او عملي 
فعاليت مستقيمه  نتيجه نه ده ، بلکې دعقيدې محصول او
 يو ښه حالت دی چې نوموړی  په کې واقع کيږي ، که هلته حرکت هم کوي 
صرف په ارادې پورې  يې تړلی وي او هر چيرې يې چې
هدف وي په همغه لحظه کې همغلته رسيدلی وي ٠ 
نو ځکه پرې مخکې له مخکې باور موندل  په ټوله کې د عمل کار او پرکتيک  سره  سيالي نه کوي ٠
انسان ته له ماشوم توب څخه لومړی ځان مطرح وي، ځان حس کوي، او په ځان پيژندنه پيل کوي ، خو بر ځان باور او ويسا
يې د عمل اوپرکتيک يعنې ژوندانه په ډګر کې پراختيا پيدا کوي او نړۍ هم د همدغه پرکتيک په وځله پيژني ، قوانين يې کشوي
طبيعي علوم تخنيک او تکنالوژي دده په مولده ځواک بدليږي ، نو اړوند يې له دې دنيا سره نور هم پراختيا ژورتيا او هر اخيزتيا پيدا کوي!
ولې په اخرت کې له هر ډول کار او فعاليت ، عملي خلاقيت او ايجاد ګرۍ و توليد او مولديت څخه هم خلاص او هم بي برخې دی
نو ځکه يې پيژندل ورته ګران دي او هره شيبه هم په جنت او هم په دوزخ کې له نويو
حيرانونکو پيښو سره مخامخ کيږي، په جنت کې د خوښۍ ډکو
او په دوزخ کې له غذاب ډکو پيښو سره !
د دوزخيانو په اړه په عظيم قران کې راغلي چې دوزخيان په زاريو او فرياد چغې وهي که مونږ يو ځل بيرته دنيا ته واستوې
نو له نيک عمل پرته به هېڅ ونکړو، خو الله تعالی وايي چې که دوی بيرته دنيا ته وليږم هم دوی به بيا په دنيوي کارونو او غوښتنو کې
ځانونه دومره مصروف کړي چې ددوزخ دغه عذاب بيرته هير او ګناهونو ته مخه کړي .
پوښتنه داده چې هغومره سخت عذاب پرې تير شي
او دردونه ، په اور سوزېدل ټول وويني او حس يې کړي ، څنګه هغه بيا
دد نيا په مقابل کې بيرته هيرولی او له ځان سره جفا کولی شي ؟
آيا ددې علت خو به دا نه وي چې په قيامت کې پرې تيرشوي ټول سخت سخت عذابونه په دنيا کې بيا هم عملي نه ښکاري او په دې
غلط ګمان کې لويږي چې هغه دتش له عذابونو يوډک خوب و؟؟؟
که داسې نه وي نو څنګه هغه سخت عذاب چې دئ بيا نيغ
هملته ورروان دی ، يوه شيبه هم هيرولی شي؟؟؟؟
الله دې مونږ تاسې ته توفيق راکړي چې په همدې دنيوي ژوند کې يوه شيبه هم د خدای له عذابه بې ويرې نشو او د آخرت توخه ددنيا په مصروفيتونو
له لاسه ورنکړو !
[color=blue:ec7f70d6fc] ربنا فغفرلنا ذنوبنا و کفر عنا سياتنا و توفنا مع الابرار !
امين يا ربالعالمين[/color:ec7f70d6fc]


عبد السلام
15.02.2010

غوټۍ خور ته سلام اودرناوی :
که اجازه وي دا لاندې شعر به هم ستاسو له خوا دوړاندې شوی بحث او خبرو په تآید ضمیمه کړم!

من طریق سعی می آرم بجا
-------------------- لیس للانسان الا ما سعی
ورنه شد از جهد کار من تمام
-------------------- من درآن معذور باشم والسلام

زما په نظر دانسان لاسته راوړنه پرته له سعې بل هیڅ هم نه ده ، طبعی خبره ده چې ژوند پرته له سعې یواځې سکون دی .

اقبال وایي :
ساحل افتاده ګفت ګرچې بسی زیستم
-------------------- هیچ نه معلوم شد آه که من کیستم
موجی زخود رفته تیز خرامید وګفت
------------------- [color=darkblue:82cd5f13da]هستم اګر میروم وګر نه روم نیستم[/color:82cd5f13da]



ع کريم حليمي
15.02.2010

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مکرمي دانشمندي غوټۍ وربل خور ، ډېره یوه عجیبه موضوع دي بحث ته وړاندي کړه
د دېٖ خاوریني نړۍ ژوند او حرکت رأساً اثر او اغېزه لري د عقبیٰ پر حیاة باندي ، که حرکت او ښورېدل د
اخلاقو په جوګاټ کښي ترسره سي ، مادي ګټي ئې هم دلته په درد خوري ، او معنوي ګټه ئې هم هلته په درد خوري !

د هر انسان له پاره لازم دي چه هر څه د اصولو او اخلاقو تر نظارت لاندي تر سره کړي
هر حرکت چه د اصولو خلاف تر سره سي پر دېٖ دنیا ئې مادي ګټه نسته ، او که اصول ئې مراعات سئ او اخلاق له نظره وغورځوي نو بیا يي په عقبیٰ کښي ګټه نسته

[quote:fd5cb41e4c]نو دونيوي ژوند دده دخپل کار او فعاليت نتيجه ده دې کبله يې پرې واقعيت بشپړ باور پيدا کوي [/quote:fd5cb41e4c]
نه هیڅ کله داسي نده !
خلګ سته چه په لاس کښي phd لري ، اما په ښه موټر يي ارمان نوي ختلی ، اما داسي داسي خلګ هم سته
چه په لاس کښي هیڅ سند نه لري اما ملیونر دی ،

بشپړ باور !! ندی ممکن ، که یوازي فعالیت نتیجه ورکولی ، نو هندستان به نن هم د انګلیس تر لاس لاندي وای
اسمان هر څه ته پلان لري ، په فعالیت : کوښښ او هلي ځلي او زیار ایستل د بشپړ باور ندي

په نړۍ کښي پر درېٖ شیانو بشپړ باور ولره چه ضرورت ورته سته : ښه اصول ، ښه اخلاق ، او برکت
 


Ghairat
16.02.2010

محترم  استاد حليمي صاحب  ته سلامونه  دښه صحت  او نيکمرغۍ له غوښتنو سره وړاندې کوم ٠ تاسو ليکلي :

[quote:6f5a983c19]خلګ سته چه په لاس کښي phd لري ، اما په ښه موټر يي ارمان نوي ختلی ، اما داسي داسي خلګ هم سته چه په لاس کښي هیڅ سند نه لري اما ملیونر دی [/quote:6f5a983c19]
هو ،په الهي پلان کې خو شک نشته ، ولې دانسان په اند  سره   ټول د رېالستي 
عواملو محصول بلل کيږي ، نه له اسمانه رالوېدلي دولت  ٠  دا هم سمه ده چې  
سرمايداران يو هم phd   نه لري خو پيسې ددوی په لاس کې وي  ٠ 
برده دار او فيوډال تر دوی هم ناروا امتيازات درلودل، خو
ددوی ټولو ګټه د نورو ډيرو انسانانو د کار نتيجه  او د هغې استثمتار وۀ ، هيڅکله له کار  او کار کونکي پرته منځته  نه ده راغلې ٠

او کله  سرمايدار د بل هغه د رقابت له امله  سقوط وکړي او  هر څه يې له لاسه لاړ شي ٠ په شننو کې يې بيا  علت هم ورته روښانه شي ، په راتليزه کې دتکرار مخه نيسي دغه راز فعاليت هم تر فعاليت فرق لري ،
 شرايط  هم ډير رول لري  او همداسې نور عوامل ٠

[color=blue:6f5a983c19]او د اسمان پلان :
ايا اسمان بر عکس د برده دارانو د مشر فرعون د قدرت د ماتولو له پاره موسی (ع) نه و ورليږلی چې هغه يې له لښکرو
سره د قلزم په سمندرګي کې عرق کړ؟؟؟[/color:6f5a983c19]


عبد السلام
16.02.2010

ټولو ته سلام :
ویل کیږي دا آیت شریف : (وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَىٰ ) ( النجم ۳۹)
په دې لاندې ایت شریف منسوخ دی.

{ وَٱلَّذِينَ آمَنُواْ وَٱتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ }
[الطور:۲۱]
اوس د منسوخ حکم څه دی ، باید په دې خبرې وشي .

ځکه که منسوخ نه وي دصدقې جاریه ، شفاعت، او نورو پسې یعنې دهغو چې اعمال قطع وي ( مړو) پسې ددعا ، صدقه ، اونورو حکم به څه وي ؟


Ghairat
27.02.2010

عبدالسلام  خان  ته سلام ٠
وروره دا چې ايت شريف معنی دې  نه ده کړې ، معلوميږي  چې ته خپله پرې پوهيږې، خو په يو ګل نه پسرلی کيږي او  دا مو هير کړي چې
پښتانه عرب نه دي چې په عربي پوه شي، نو [color=red:a1f6daf926]هر[/color:a1f6daf926] ليکونکی بايد ايت او حديث  تل له ژباړې سره وړاندې کړي ٠
په درنښت ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more