نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سرحد پښتانه او د پاکستان پوځ
م ن غروال
20.03.2004
درنو پتمنو پښتنو خويندو او ورونو!
د تروريزم په نامه دا ځل بيا پاکستان شريف ته ښه موقع په ﻻس ورغلې ده٠ د القاعدي او طالب نږدي دوست او ورور اوس غواړي د پښتنو په سيمو کي خپل پوځ د القاعدي اوطالب په نامه د سيمي ﻻندي کولو په هدف ځاي په ځاي کړي دي٠ د خپلو سرحدي سيمو ساتلو ته البته پاکستان ته هرومرو اړتيا شته چه سيمه نظامي خپله کړي٠ خرڅه به غرب بالخصوص امريکا د تروريزم په وړاندي پاکستان تر ﻻسه کوي٠ پښتانه به رسما د پکستان تبعه شي او کرښه به عملا رسميات پيدا کړي٠ په اکثره ځايو کي حتی د افغانستان خاوره کي تاڼي جوړې دي او د کرښې علايم يې هم يا ورک او يا هم د افغانستان خاورې ته راتېر کړي دي٠
په هر چاودنې کي چه په ګران هېواد افغانستان کي کيږي بايد د پاکستان ﻻس به مستقيما پکي وي٠ دده هيڅ کله دا پېرزو نده چه د افغانستان اړيکي له غرب سره ښې شي او د ګران هېواد د سولې او روغې په لور مخه شي٠
افغان مسلمان ملت په دا څو لسيزو کي دومره د غربت فقر او بدبختۍ شپې سبا کړي چه په هره ګړي کي د پاکستان په زړه د سړو اوبو سيلاب تويودو٠ اما دا مظلوم او مجاهد ملت او ددغو يتيمانو او کونډو بده دعا به لوئ سبحان و تعالی د خپل عادل نوم په برکت پخپل دربار کي قبوله کړي او پاکستان به په خپل وير اخته شي٠ انشأالله تعالی
ع کريم حليمي
21.03.2004
ډير ګران غرول صاحب سلام
ماته ډير عجبه ده که خدای دهر چا بد دعا او دعا هغه ورسره وکړی ٠ نو بيا خو ټول نظام دړی وړی سو ٠
په دعا وو خو هيڅ کار تر اوسه ندی سوی ٠ و اصلأ دعا يو قسم عبادت دی ٠ (دعا د عبادت مغز دی ) اوبس
پښتنو ته ضرور ده چه سياست،حکمت،علم ،تکنالوجی،منافع ملی زده کړی ٠ که پښتانه قومی منافع ساتی ، شخصی منافع نو دوی به هميشه ټوکر ټوکر وي ٠ او اؤس هم عجبه ده چه 110 کاله ئی نيمه ازادې درلو ده ٠او بل دعا اوعمل معقول چه سره يو ځای سی ښه نتائج ورکوي٠
غروال صاحب ٠ تاسو موږ پښتنو ته يو څه ﻻر ښول وکړی چه څه وکړو٠
هغه څه چه ما ،ستاسو د پښتونستان په ليکنه کی موافقه پر راغلی وه هغسی سوه ٠ کنه؟
حليمي
م ن غروال
24.03.2004
ښاغلئ حليمي ورور سلام
په دعا به کار کيږي او که نه ، په دې به بحث نه کوم چه هدف د مسئلې بلې خواته مخ کوي اما را به شو مونږ پښتنو او پښتونستان ته٠ زما په آند که ټول پښتانه په يوه کامل اتحاد د خپلې پلرنې ټاټوبې آزادۍ لپاره په سياسي معقوليت مټې راونغاړي نو يو څه اميد د يوه لوئ افغانستان جوړيدو شته که نه نن دکار اصلي ريښې د پردي په واک کښي دي چه دا د يو څو محدودو کسانو چغې به کوم ځای ونه نيسي٠
په اوسني وخت کي د ګران هېواد سياسي مخ ﻻ پټ دي ﻻ جانيان غارت کوونکي او متجاوزين په حکومت کي لرو او د قانون تطبيق هم ﻻ ډير وخت ته اړتيا لري او همدا ډول حکومت له هره پلوه تش ﻻسۍ دی او خپله ملت خو په هغه بدبختئ اخته دي چه نه د لوږې کمۍ دې او نه هم د بې روزګارئ، نه هم سياسي تفاهم وجود لري او نه يې هم پوهه او نه يې کور شته او نه يې هم اور، نو دا ملت باالخصوص چه بيا خپلو کي د دښمن په ډول د يوه بل وينو څښلو نڅا ته مستانه په ګډا وي، د پښتونستان د آزادۍ تمه زما په يقين يو غير سنجش شوئ يا غير علمي عمل او تګ ﻻره به وي٠
اوس مونږ پښتانه چه دومره وکوﻻی شو وکړو چه ﻻ اقل پښتون نور د توپک خولو ته د اسلام مقدس دين د مقدساتو په نامه او دداسی نورو مختلفو تحريکو او احساساتي نامو په بهانه وربرابر نکړو، فکر کوم چه خورا لوی خدمت به مو کړئ وي٠ دا چه پاکستان د اسلام په نوم د افغان مسلمان ملت سره څه وکړل او څه کوي هغه به هم راتلونکي کي انشأالله تعالی سره ګورو٠٠٠٠٠٠٠
په درنښت