نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان له ودانولو سره د طالبانو د خاصی لیوالتیا ثبوت
طالب ISI
14.02.2010
چارواکي: اېران د سلما بند د جوړولو مخنيوى کوي
د هرات امنيتي چارواکي وايي داسي اسناد يې موندلي چي اېران د سلما بند د جوړولو په مخنيوي کي لاس لري.
يوه پوليس چارواکي د جنګ او سولي د راپور ورکولو نړۍ والي ادارې يا IWPR ته ويلي د اېران حکومت د طالبانو په واسطه د سلما بند له جوړلو سره ځکه مخالفت کوي، چي که دغه بند جوړ سي اېران ته د تلونکو اوبو مخنيوى به وسي.
د سلما بند د هرات په چشت شريف ولسوالي کي د اېران سره پولي ته څرمه پر هري رود باندي د يوې هندۍ کمپنۍ له خوا د ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د چارواکو په وينا که دغه بند جوړ سي ٧٥٠٠٠ هکټاره مځکه به خړوبه کړي او همدا راز به د برېښنا اسانتيا هم برابر کړي.
د آى، ډبليو، پي، آر دغه راپور وايي د جنوري په مياشت کي چي د چشت ولسوال عبدالقدوس قيوم له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل سو، هغه مهال يې مسئوليت طالبانو پر غاړه واخيست، خو د پوليسو لاسته داسي شواهد ورغلي چي دغه کار د اېران په اشاره ترسره سوئ دئ.
راپور د ګلبدين په نامه د يوه پوليس افسر په حواله وايي چي عبدالقدوس قيوم د سلما بند د جوړولو ته کلکه ملا تړلې وه.
د افغانستان د پارلمان ځينو غړيو هم د آى، ډبليو، پي، آر سره په مرکو کي د سلما له بند سره د اېران مخالفت ته اشاره کړې ده.
افغان کارپوهان وايي افغانستان چي د اوبو له پلوه يو بډايه هيواد دئ، خو د يوه سالم حکومت د نستوالي له کبله يې خپلي مځکي شاړي پاتي دي او له اوبو څخه يې پاکستان، اېران او نور ګاونډيان استفاده کوي.
د افغانستان حکومت په پلان کي لري چي د کابل پر سيند باندي هم د اوبو بند جوړ کړي، خو د پاکستان حکومت يې په هکله افغان حکومت ته اندېښنه څرګنده کړې ده. د کابل د سيند اوبه هم له افغانستان څخه د پاکستان تر پنجاب ايالت پوري بهيږي.
http://larawbar.com/detail.php?id=16271&date=2010-02-14&author=%D8%B3%D9%84%DB%90%D9%85%D8%A7%D9%86
که چیری دا خبره دروغ وی، پکار داده چی طالبان په زغرده، ووایی، چی هر څوک د سلما بند مخنیوی کوی هغه د افغانستان دښمن، او که د طالبانو په ګوتو ورشی، په سزا به ورسیږی.
خو که چیری د سلما بندی مربوطه پولیس وژنی، او بیا یی مسولیت منی، پدی معنی، چی دوی د ایران په خوښه کار کوی.
او په همدی توګه که د کابل سیند، د بند مخنیوی وکړی، بیا به په همدی توګه د پاکستان امرونه، په ځای کوی.
كريم كامران
14.02.2010
له سلامه تېرېږم ځکه چې خبره هسې هم په اوتو بوتو شروع ده.
[quote:3fe27b2a77]که چیری دا خبره دروغ وی، پکار داده چی طالبان په زغرده، ووایی، چی هر څوک د سلما بندی مخنیوی، کوی هغه د افغانستان دښمن، او که د طالبانو په ګوتو ورشی، په سزا به ورسیږی. [/quote:3fe27b2a77]
انډیواله طالبان دومره اوزګار نه دي چې د هر قاصي او دانئ تهمتونو ته ځواب ورکوي، زما طالبانو ته مشوره دا ده چې په داسې خبرو سر هم ونه ګروي او دخپلو لوړو اهدافو دتحقق په لیار کې دې خپل ځانونه او خپل قیمتي وخت په دغو بې اساسه تورونو ضایع نه کړي، دتورونو او تهمتونو انتها نشته. خپل هدف ته ځان رسوئ دهیچاخبرې مو دهیواد دازادۍ په لیار کې ګامونه ټکني نه کړي دا ډول تورونه ددې لپاره په تاسو پورې کیږي چې په مسیر کې مو خنډونه ایجاد کړي او تاسو په ناڅیزه خبرو کې مصروف وساتي.
او دا هم د هغو سولیدلو تورونو دسلسلې یوه کړۍ ده چې همېش په تاسو، پورې کیږي.
نوي څه نشته په دې خبر کې.
14.02.2010
کله چې ليونی د کلي اوکلی د ليوني پورې خاندي، نو د چا خندا بايد په ځای وبولو؟
که څوک ليوني ته وايي چې ته دوام ورکه او خانده،
دکلي خندا مهمه نه ده ته دې خندامه ختموه ، نو آيا مسله به پرې حل شي؟
او که له کلي نه بايد پوښتنه وشي چې
ليوني بيا څه کړي چې تاسې ورپورې خاندئ ؟ او که ليونی دا ثابتول غواړي چې ليونی نه دی نو پخپله بايد حاضر شي او له کلي پوښتنه وکړي
چې تاسې ولې ما پورې خاندئ(؟) ما څه کړي دي؟
دلته د فرد او ټولنې خبره مطرح ده، ليونی د کلي څخه وتلی فرد دی او کلی ټولنه يا کل دی!
د طالبانو ډله هم د افغاني ټولنې جز دی، نه کل ، ټولنه حق لري له دوی څخه وپوښتي چې آيا دغه او هغه کارونه دې د ملت له پاره
کړي او کوې يې که د ملت پر ضد دې تر سره کړي ، تر څو ټولنه يې يا تقدير کړي او يايې و ترټي! په تيره بيا د ايران او پاکستان
په تړاو بايد هرې پوښتنې ته ځواب ورکړي، نه يواځې طالبان، بلکې د کرزي د حکومت هر ستر چارواکی هم مسوليت لري چې دګاونډيو هيوادونو
سره د لاس لرلو شکونه له ځان څخه ليرې کړي !
هو، له ايران او پاکستان سره په دې ډول لاسلرلو سره څوک نۀ کافرګيږي، خو د ملي احساس او ملي مسوليت له مخې تر کافر هم بد ګڼل کيږي!
ايرانيان او پنجابيان د طالبانو پر اسلامي تعصب ځکه ټينګار هم کوي چې د ملي مسوليت احساس ترې په اسلامي جذباتو سره اخلي
او د اسلام په نامه يې ملي خيانتونو ته سوق کولی شي !
که دغه کار پاکستان مخکې عملا پر جهادي تنظيمونو نه وای کړی، هغوی د هيواد پلونه بندونه، د خلکو کورونه، ښونځي
او عامه نهادونه د ISI په لار ښودنه او نقشه نه وای وران کړي، تنظيمونو د پاکستان له پاره د افغانستان ملي اردو نه وای ړنګه کړې
پاټکيزم او ټوپکيزم يې نه وای رامنځته کړی ، نو بيا د ورته ملي خيانتونوشک به پر طالبانو هم ، چې تر جهادي مشرانو لا زيات
د ISI له ملاتړ او خواخوږۍ څخه برخمن دي، نه کيدۀ .
هغه وخت هم چې تنقيدونکو به د جهادي تنظيمونو ضدملي کړه وړه د ISI چارې بللې، نو نو متعصبينو به ويل چې نه دا هېڅ امکان نه لري
چې د جهاد رهبري دې د ISI په لاس کې وي، خو وروسته برعکس ثابته شوه چې له
له الف نه تر يا بورې هر څه د دغه جهنمي
سازمان په رهبرۍ تر سره کيدل او جهادي مشران ورته د ټولو ملي غوښتنو آرزښتونو او ملي نواميسو څخه تير وو!
په داسې حال چې د پاکستان په وړاندې د جهادي تنظيمونو ملي اړخ تر طالبانو
قوي و، بيا هم له سيلمي د ISI کړۍ غوږي غلامان راووتل
نو آيا د طالبانو د وابستګۍ په اړه د عين ړوند دريزې غلطۍ تکرارول د افغانستان له پاره بالکل يوه څرګنده سياسي خودکشي نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟
هو، مونږ نه وايو چې طالبان ISI له پاره سياسي خيانت کوي، نه هيڅکله نه، بلکې له هغوی سره په سياسي ډول يرغمل دي !
تر څو چې ترې نه وي ژغورل شوي او نجات يې نه وي موندلی هر وخت يې د افغانستان په وړاندې ملي خيانتونو ته راکښلی شي!
وګورئ تر اوسه لا هم پاکستان د افغانستان په شورا،او حکومتي مقاماتو او پوځ کې د پخواني جهاديانو په بڼه خپل جاسوسان لري !
لويديځوال خوبه ورک شي ځي به، ولې دا د ISI او القاعدې بړيڅي به بيا څوک تصفيه کوي ؟؟؟
Re: د افغانستان له ودانولو سره د طالبانو د خاصی لیوالتیا ثبوت
pattang
14.02.2010
shaheerانډيواله لکه کوچنی هلک د هر چا خبرې مه منه !
طالبان دومره بيکاره ندي چې دهر لوده ،ا جنټ او د cia هرې پرو پا ګندې ته ځواب ورکړي هغوی نور مهم مسئوليتونه په غاړه لري له هر بد اخلاقه سره لاس په ګرېوان لودګي دی او داسې لوده برېښي لکه ستا ددغه مضمون عنوان٠
[quote:ce97b29ab1="shaheer"]چارواکي: اېران د سلما بند د جوړولو مخنيوى کوي
د هرات امنيتي چارواکي وايي داسي اسناد يې موندلي چي اېران د سلما بند د جوړولو په مخنيوي کي لاس لري.
يوه پوليس چارواکي د جنګ او سولي د راپور ورکولو نړۍ والي ادارې يا IWPR ته ويلي د اېران حکومت د طالبانو په واسطه د سلما بند له جوړلو سره ځکه مخالفت کوي، چي که دغه بند جوړ سي اېران ته د تلونکو اوبو مخنيوى به وسي.
د سلما بند د هرات په چشت شريف ولسوالي کي د اېران سره پولي ته څرمه پر هري رود باندي د يوې هندۍ کمپنۍ له خوا د ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د چارواکو په وينا که دغه بند جوړ سي ٧٥٠٠٠ هکټاره مځکه به خړوبه کړي او همدا راز به د برېښنا اسانتيا هم برابر کړي.
د آى، ډبليو، پي، آر دغه راپور وايي د جنوري په مياشت کي چي د چشت ولسوال عبدالقدوس قيوم له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل سو، هغه مهال يې مسئوليت طالبانو پر غاړه واخيست، خو د پوليسو لاسته داسي شواهد ورغلي چي دغه کار د اېران په اشاره ترسره سوئ دئ.
راپور د ګلبدين په نامه د يوه پوليس افسر په حواله وايي چي عبدالقدوس قيوم د سلما بند د جوړولو ته کلکه ملا تړلې وه.
د افغانستان د پارلمان ځينو غړيو هم د آى، ډبليو، پي، آر سره په مرکو کي د سلما له بند سره د اېران مخالفت ته اشاره کړې ده.
افغان کارپوهان وايي افغانستان چي د اوبو له پلوه يو بډايه هيواد دئ، خو د يوه سالم حکومت د نستوالي له کبله يې خپلي مځکي شاړي پاتي دي او له اوبو څخه يې پاکستان، اېران او نور ګاونډيان استفاده کوي.
د افغانستان حکومت په پلان کي لري چي د کابل پر سيند باندي هم د اوبو بند جوړ کړي، خو د پاکستان حکومت يې په هکله افغان حکومت ته اندېښنه څرګنده کړې ده. د کابل د سيند اوبه هم له افغانستان څخه د پاکستان تر پنجاب ايالت پوري بهيږي.
http://larawbar.com/detail.php?id=16271&date=2010-02-14&author=%D8%B3%D9%84%DB%90%D9%85%D8%A7%D9%86
که چیری دا خبره دروغ وی، پکار داده چی طالبان په زغرده، ووایی، چی هر څوک د سلما بند مخنیوی کوی هغه د افغانستان دښمن، او که د طالبانو په ګوتو ورشی، په سزا به ورسیږی.
خو که چیری د سلما بندی مربوطه پولیس وژنی، او بیا یی مسولیت منی، پدی معنی، چی دوی د ایران په خوښه کار کوی.
او په همدی توګه که د کابل سیند، د بند مخنیوی وکړی، بیا به په همدی توګه د پاکستان امرونه، په ځای کوی.[/quote:ce97b29ab1]
طالب ISI
15.02.2010
پتنګه وروره فکر کوم چی د په خپلو لیکنو طالبانو تخریبوی.
تر اوسه هیچا دا نه دی ویلی، چی مجاهدینو ولی روسانو سره جهاد وکړی، خو ښه ته خو ټول ښه وایی، خوکله یی، کابل کی جنایات وکړل، اولس خفه شو، او که یی خلک ورته یاد نه کړی، بیا خو مو ددوی په ظلمو پرده واچوله.
که چیری کوم بم کی امریکایان والوځی ،هیڅ افغان به ونه وایی، چی دا بد کار وشو، ټول به طالب ته شاباسئ ورکړی، خو له عمدغه طالبه خلک حق نه لری چی هیله وکړی، چی پول اوښونځی مه سوځوه او که بل څوک یی ستا په ساحه کی سوځوی مه یی پریږده؟؟؟؟؟؟
په همدی توګه د بند سلما پروژه د ۱۵۰ میلیونو ډالرو پروژه ده، خو که ورغول شی، همدغه خوار خلک به فایده تری واخلی، هندوان خو ددغه بند برق ډهلی ته نه وړی،
نو که larawbar.com دا راپور خپور کړئ، خلک حق نه لری چی پوه شی، چی ولی داسی کار کیږی؟