نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یو لک او څلویښت زره پوځیان په رواني ناروغیو اخته شوي
كريم كامران
13.02.2010
د امریکا ددفاع وزارت دیوې څیړنې پراساس په هغو پوځیانو کې چې عراق او افغانستان ته لیږدول شوي یو لک او څلویښت زره يې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
څیړنه وايي چې دا پوځیان په سردرد، دحافظې له منځه تلل، او نورو رواني ناروغیو مبتلا شوي دي.
دڅیړنې په وینا احتمالي لامل یې دهغو بمونو دانفجار غږیزي څپې دي چې ددوی ټانګونه او موټر یې هدف ګرځولي او پوځیان ورسره په وار وار مخامخ شوي دي او دهغوی په دماغي حجرو یې ناوړه اغیز کړی.
څیړنه زیاتوي: په تقریبا دوه میلیونه پوځیانو کې چې عراق او افغانستان ته لیږدول شوي، درې لکو یې دماغي ټکان لیدلی چې رواني تکلیفونه یې ورته پیدا کړي.
[url]http://www.alshaab.com/news.php?i=22324[/url]
پښتون.
14.02.2010
خدای پاک دی دخنځیر په مرګ مردار کړی.دا ټول د پخوانه هم لیونیان ،ادم خواره او انسان وژونکی وو.او انشا الله حال به یی د دی هم خرابیږی اودا ټول به مرداریږی.
تاسی هم ورته د مرګ هیله وکړی او ووایاست امین
25.02.2010
[quote:2966280921="POKHTON"]خدای پاک دی دخنځیر په مرګ مردار کړی.دا ټول د پخوانه هم لیونیان ،ادم خواره او انسان وژونکی وو.او انشا الله حال به یی د دی هم خرابیږی اودا ټول به مرداریږی.
تاسی هم ورته د مرګ هیله وکړی او ووایاست امین [/quote:2966280921]
[color=red:2966280921]آمين! آمين،! امين، ثم امين يا رب العلمين ![/color:2966280921]
امين، ثم امين يا رب العلمين
پښتون.
25.02.2010
پتوال صیب : بیا هم پری امين، ثم امين يا رب العلمين !
خدای تعالی دی ټولو مسلمانانو ته اتفاق او وحدت په نصیب کړی او کفارو ته د الله پاک قهر او غضب ! امين، ثم امين يا رب العلمين
رښتینی
06.03.2010
لوی څښتن دی موږ ته دښو عملونو توفیق راکړی څو مو دعاوی
او په هغو امین مؤثر او اغیزمن وګرځی او که نه ددی لیونیو رحم
او کرم ته به پراته یو الله دی دوی داسی لیونی کړی چی په ځانو
خولی لګوی او ونشی کولی زموږ تعذیب ته وخت پیدا کړی
و.افغان
07.03.2010
ځما هم ستاسو په دعا ګانو آمين دی.
که د افغانستان لپاره امن، پرمختګ او خوښي غواړئ؛ نو افغانستان له اسلامي صف
څخه مه وباسئ، او نه يې د ويستلو کوښښ وکړئ.
افسوس چې ډېر له شعوره خلاص اوس هم نه پوهيږي.
په افغانستان کې د يوه سوچه اسلامي خپلواک حکومت په هيله.
15.03.2010
[quote:6f01fb38b6]که د افغانستان لپاره امن، پرمختګ او خوښي غواړئ؛ نو افغانستان له اسلامي صف څخه مه وباسئ[/quote:6f01fb38b6]،
بالکل سمه ده، خو همدارنګه که د اسلامي ټولنې له پاره امن ، پرمختګ او خوښي غواړئ اسلامي ولسواکي ترې مه وباسئ، ملاصاحبان بايد ملي اسلامي ولسواکان او ولسواکان بايد ټينګ عملي مسلمانان وي !
همدارنګه که اسلامي ولسواکي ښه پلي کول او غوړول غواړئ دملي ګټو پر ضد يې مه کاروئ او ملي ګټې په کې وساتئ،
او که ملي امن، د ملي واکمنۍ پرمختګ او خوښي غواړئ ملي او اسلامي ولسواکۍ ته سره ارګانيک تړاو وروبښۍ او ټينګه يې کړئ ! ديکته بايد نه وي خو
ولسواکه ملي او اسلامي قانونواکي بايد وي!
و.افغان
21.03.2010
ملا صاحبانو چې هغه وخت يواځې د خپلو سرونو د امان په بدل کې دا هيڅ هم نه
غوښتل؛ چا ژوند ته پرېنښودل، نو اوس خو به ضرور خپل انتقام اخلي، ولو که دغه
انتقام د ملي او ولسي ګټو ته زيانونه هم واړوي.
لعنت په کمونستانو.
[quote:13c4bb8869="پتوال"][quote:13c4bb8869]که د افغانستان لپاره امن، پرمختګ او خوښي غواړئ؛ نو افغانستان له اسلامي صف څخه مه وباسئ[/quote:13c4bb8869]،
بالکل سمه ده، خو همدارنګه که د اسلامي ټولنې له پاره امن ، پرمختګ او خوښي غواړئ اسلامي ولسواکي ترې مه وباسئ، ملاصاحبان بايد ملي اسلامي ولسواکان او ولسواکان بايد ټينګ عملي مسلمانان وي !
همدارنګه که اسلامي ولسواکي ښه پلي کول او غوړول غواړئ دملي ګټو پر ضد يې مه کاروئ او ملي ګټې په کې وساتئ،
او که ملي امن، د ملي واکمنۍ پرمختګ او خوښي غواړئ ملي او اسلامي ولسواکۍ ته سره ارګانيک تړاو وروبښۍ او ټينګه يې کړئ ! ديکته بايد نه وي خو
ولسواکه ملي او اسلامي قانونواکي بايد وي![/quote:13c4bb8869]