نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دسر خرييل اودهغې ثوابونه!
ډاکټر څپاند
12.02.2010
دسر خرييل اودهغې ثوابونه!
دالجزيره خبري سرويس په حواله :
په هندوستان کې دخوار او ناچارو هندوانو لپاره دهند دعيسويت کليسا مذهبي
مشرانو دثواب او دجنت دتر لاسه کولو لپاره بيزحمته لارې چارې اختراع کړي دي٠
کليسا اعلان کړی چه که هندي ميرمنې د مسيح په لار کې، دخپل سر ويښتان
وخرئی اوکليسا تا ئي په خيرات ورکړي،مسيح به ئي لاسنيولی جنت ته يوسي٠
دخبروالاوو په قول په زرګونو هندي نجونو خپل دسر ويښتان کل(خرئيلي)
اوکليسا ته ئی تحفه يا خيرات ورکړي٠
پدی وروستيو وختونو کی دښځينوو دطبيعي ويښتانو سره دنورو وګړو دويښتو
دپيوند تکنالوژۍ ډيره پرمختيا کړې ده٠
دعيسي پيروان په يورپ او امريکې کی دويښتانو دکمواله سره لاس او ګريوان
دي٠له بلي خوا دويښتانو دبازار سوداګر،پدې پوهيدلي دي چه د هندوستاني
نجونو ويښته تر بل هر نژاد نه دعالي کيفيت لرونکي دي :roll:
Dr. Zubair
19.07.2010
منحرف عیسویت همیشه مذهبي مشران دخپلو سیاسي او اقتصادي گټو دترلاسه کولو لپاره استخدام کړي.
آن دا چې اوس زموږ علماء هم په همدې لار کې استعمالوي.
په کابل کې دعلماوو شوری، او په نورو القابو دعیسویانو خدمتگاران نه وینئ؟!
عبد السلام
20.07.2010
[quote:b50ce74f8f]منحرف عیسویت همیشه مذهبي مشران دخپلو سیاسي او اقتصادي گټو دترلاسه کولو لپاره استخدام کړي.
آن دا چې اوس زموږ علماء هم په همدې لار کې استعمالوي.
په کابل کې دعلماوو شوری، او په نورو القابو دعیسویانو خدمتگاران نه وینئ؟![/quote:b50ce74f8f]
زه خو داسې فکر کوم چې هرکله مذهبی مشران سیاسی شي په کوروړو ترې تښتئ ، په خاصه که دننۍ نړۍ په شیطانی سیاست ککړ شوي وي !
20.07.2010
منحرف عیسویت همیشه مذهبي مشران نه، بلکې منحرف مذهبي مشرتابه دخپلو سیاسي او اقتصادي گټو دترلاسه کولو لپاره عيسويت استخدام کړي
او د يهودو په څير دوی هم آن له پيله ، په تيره بيا د منځنيو پيړيو راهيسې خپل عيسوي دين منحرف کړی دی . اپرچونيزم او رېويزيونيزم په ديني مسايلو کې هم سره خور او ورور دي .
په دين کې د سياست کولو ښه بيلګه پاکستان دی چې د لر او برو پښتنو په دين
ايمان او وينه له امريکا سره څه چټله سوداګري کوي ،
خو له بده مرغه چې نه لر او نه بر پښتون ترې تر اوسه ځان راټول کړ ، خدای دې خير کړي چې نور به لا ورته دغه د شیطان بچی څه پېښوي !
الله تعالی دې لر او بر ته د خبل ځان او خپل سپېڅلي دين دداسې پوره پيژندنې توفيق ورکړي چې د ناولي د پنجابي سياست
له دغې شېطاني کړئ څخه هم خپل ځان او ايمان وژغوري او هم وطن د لويديز استعمار او د هغه د تور سنټو بړېڅو له منګلو څخه خلاص کړي !
امين امين ثم امين برحمتک يا رب العالمين !
M Tahir
30.07.2010
درنو وروڼو
اسلام عليکم
د عيسويت عملي او کارنده ونډه د لوېديځوال ضد انساني او ضد اسلامي سياست لپاره صفر او نور د يو عملي مذهب او کلکې ديني اييډيالوژۍ پۀ څېر پاته نه دی بلکې د يوې ورانې ويجاړې جونګړې مثال لري چې د عيسويت مذهب پال يې لکه يو لېونی شاعر د خپلې محبوبا د خيالي جنت پۀ توګه تمثيلوي او بس!
د پتوال صاحب دريځ د پام وړ دی. ځکه چې پنجابي استعمار د لوی افغان ملت له سپېڅلي ديني احساس څخه ډېره چټله ګټه پورته کوي. پۀ افغانستان کې د اسلامي امارت د زرينې دورې پرمهال د پاکستان به کچه ديني خواخږۍ او بيا له هغه وروسته د امريکايي دجالي يرغل پرمهال يې ضد اسلامي او ضد افغاني سياست ښې بېلګې دي، چې څرنګه يي خپلې ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې زموږ دځپلو لپاره نړيوال يرغلګر ته خلاصې کړې او بې دفاع او بې ګناه افغانان يې د اور لمبو ته ورټېل وهل. دلته د اميرالمومنين د پخواني وياند او وتلي فرهنګي شخصيت ملا عبدالحی مطمئن دا لاندې شعر پۀ دې غرض راوړم چې د اسلامي امارت Governing Body له پاکستاني عوام سره نه، له پنجابي اسټبلېشمنټ سره څومره کرکه لري!
[color=blue:289e9020d3] ياد يې لره هېر به مې نۀ شي تورلېنګيه اشنا
زموږ د تن غوښې خو تا پۀ ستر قصاب وخوړې[/color:289e9020d3]
پۀ مينه
ستاسو طاهر
دافغان غم د پنجابی اختر دی٠
tandar
30.07.2010
دافغان غم د پنجابی اختر دی٠ ما په یوه شعر کی لیکلی٠
امریکا او غربیان څه کړی
.................................تور پنجابی هم ګوزارونه کوی
په ،پټان اګئ،نه ډاریدل پرون بچیان
.................................نن په پټان باندی وارونه کوی
راځی چه ورپه یاد تاریخ داحمدشاه اومیرویس خان کړو
چه داسی سبا یاد شو لکه مونږ چه په نیکو باندی فخرونه کوو