اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
(ص) یا (صلی الله علیه وسلم)
لقمان
11.02.2010
قدرمنو دوستانو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله جل جلاله فرمايي: إن الله وملائكته يصلون على النبي يا أيها الذين آمنوا صلوا عليه وسلموا تسليما.
یقینا الله جل جلاله او ملایکې یې په پیغمبر باندې درود استوي، ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! په هغه باندې درود واستوئ او ډیره سلامتیا پرې وایاست.
له پورتني ایت شریف څخه دا مطلب راووځي چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود او سلامتیا په مونږ واجب دي. او که چېرته یې دهغه صلی الله علیه وسلم مبارک نوم ذکر شي (صلی الله علیه وسلم) ووایو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: البخيل من ذكرت عنده فلم يصل عليَّ.
بخیل هغه څوک دی چې زه د هغه په وړاندې یاد شم او په ما باندې درود ونه وایي.
او فرمايي: رغم أنفُ رجل ذكرت عنده فلم يصل عليَّ.
بدمرغه دی هغه څوک چې زه یې په وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي.
اصلي موضوع ته راځم، زمونږ ډیری لیکوالان چې کله د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک نوم ذکر کړي یواځې په (ص) بسنه کوي، او له لنډیز څخه کار اخلي.
شیخ عبد العزيز بن باز رحمه الله په دې هکله وايي چې دا عمل د الله جل جلاله له امر څخه سرغړونه ده کوم چې په پورتني ایت کې ذکر دی. او لکه څرنګه چې په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) باندې درود ویل په لمانځه، دعا، خطبه، وروسته له اذانه، مسجد ته له ننوتو وروسته، د وتلو پرمهال، او د هغه صلی الله علیه وسلم د نامه د ذکر پرمهال یو مشروع او مامور به عمل دی همدارنګه د لیکلو پرمهال هم په مونږ لازمه ده چې په خپل ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) باندې د درود مشروع الفاظ (صلی الله علیه وسلم) ولیکو او یواځې د (ص) په توري اکتفا ونه وکړو ترڅو د الله جل جلاله او دهغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د امر پوره اطاعت او متابعت وکړو.
ابن صلاح په خپل کتاب (علوم الحدیث) چې په مقدمة ابن صلاح مشهور دی همدا خبره کړې چې باید د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د نامه سره هر ځل د (صلی الله علیه وسلم) جمله مکمله ولیکله شي.
یو عالم (حمزة الکناني) وايي: ما به حدیثونه لیکل او چې کله به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ذکر راغی ما د (صلی الله علیه) جمله لیکله او (وسلم) مې نه لیکه، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خوب کې راغی او راته وايي: ته ولې په ما باندې درود په بشپړه توګه نه وایې؟، نو له هغې وروسته به مې بیا مکمل لیکه.
او له همدې کبله ابن الصلاح رحمه الله وايي چې د (علیه السلام) عبارت هم مناسب نه دی بلکې بشپړ او مکمل (صلی الله علیه وسلم) ولیکل شي.
نو راځئ وروسته له دې څخه په خپلو لیکنو کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له نامه سره همدا عبارت مکمل ولیکو، او که کله هم چېرته د هغه دمبارک نامه یادونه کیده ووایو چې (صلی الله علیه وسلم).
اللهم صل وسلم وبارک علی نبینا محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین.
و.افغان
12.02.2010
لقمان صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ډېره ښه موضوع مو لوستونکو ته وړاندې کړې ده،
امام محدث حافظ عبد الرحيم بن الحسين العراقي رحمه الله په خپلې حديثي ألفيې کې
وايي:
واجتنب الرمز لها والحذفا
منها صلاة وسلاما تکفی
مطلب د صلاة او سلام د حذف او رمز څخه ځانونه وژغورئ.
په درنښت