د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانان او د مهاجرت ستونزې

hewaddoost
14.10.2002

د مهاجرت تر ټولو لويه ستونزه او غميزه دا ده چې موږ او زموږ بچيانو خپله
ملي ژبه هيره كړې ، په دې مانا چې ليك او لوست مو هير كړی او څه پروا او
خيال يې هم نه ساتي ـ زه هيله لرم تاسو ټول ددغې نيمګړتيا په لري كولو كې له
همدا نن څخه عملي كار راپيل كړیـ ستاسو د بچيانو پوهه او په خپله ملي ژبه
پوهيدل به دملي هويت او ملي ژبې د ژوندي توب ضامن ويـي
موږ بايد عملي كسان واوسوـ

هيواددوست


د اند ، پوهې او سياست سره دښمني


22.10.2002

ګرانه وروره هيواد دوسته، سلامونه مې ومنه!
تاسو ډير ښه نظر لرئ ؛ خوالبته لکه څنګه چې ژبه غږيزه توګه د شعور، انداندنې ، اګاهۍ اومعنی په ماده اووښتی شکل دی او لدې کبله هره ژبه د خپل معنوي بنسټ يعنې شعوري کچې، اند او فکرې ځواک او داګاهۍ او سياسي بيدارۍ غبرګيز يا انعکاس او استازيتوب ښيي، نو طبيعي بريښي دواړه يو پر بل اغېزه شيندي، يعنې پښتانه که فکري او پدې توګه سياسي مبارزه ونکړي او د تل پشان يواځې په زور ځواک جنګ او جګړه تکيه وکړي، نه يواځې نتيجه به ورنکړي، بلکې هرڅه به وبايلي او بالاخره به يې هويت او شته والې هم له منځه لاړ شي ـ د ژبې لپاره مبارزه لومړ ی يوه سياسي او بيا د هغې په اړوند کلتوري،ا دبي او مطبوعاتي ده ، چې له سياسي مبارزې پرته هېڅ شی نه ده يا هيڅ ده ـ هره ژبه چې علمي شوې ،ادبي شوې يا وزن او ظرفيت يي موندلی دی دا ټول له دې کبله چې هغه د يو دولت رسمي ژبه شوې نوځکه يې وده او پراختيا هم پېدا کړې ده،ځکه وايي چې اړتيا سړی مخترع کوي، او د ژبې اړتيا صرف د هغې د رسميت له ورځې څخه پيل کيږي . نو پښتو چې کوم پرمختګ کړی ، هغه يې د ١٩٦٣ کال د اساسي قانو ن په بنسټ له رسمي کېدو وروسته په لس پنځلس کالو کې کړی دی .


پښتو به څنګه ساتو؟

N. M. Karaw
29.04.2003

د ګران ورور ښاغلي هېواددوست ښې موضوع ته پام شوی، هسې خو نن سبا نه يوازې بهيرمېشتو بلکې هېوادمېشتو پښتنو څخه هم پښتو هېره شوې ده، په کابل کې ډېرکي پښتانه مېشت دي، خو له بده مرغه چې له خپلو اولادونو سره په پښتو غږېدلو شرمېږي.
تر هغه وخت چې ميندو او پلرونو دغې ستونزې ته په جدي نظر نه وي کتلي، غوڅېدل يې ستونزمن ښکاري.
پاتې شوه د دولت په کچه :
هغه دولت چې شعوري هڅه يې د پښتو له منځه وړل او سپکاوی وي، هلته به پښتو څنګه وده کوي؟ هسې خو نړيوالو هم د پښتو او پښتنو په له منځه وړلو او سپکاوي پسې مټې رابډوهلي، ملي سرود له پښتو څخه پارسي ته واړول شو، د وزارتونو او نورو دولتي کارځايونو لوحې په پارسي اړول کېږي، دغه راز د ملي ټرمينالوژۍ مسئله هم ده، چې شعوراٌ په پارسي اړول کېږي، نو لومړۍ پوښتنه دا رامنځته کېږي، چې د دغې ربړې د اواري لپاره څنګه هڅه په کار ده، چې د پښتو خپل حيثيت بيا له سره راژوندی شي؟
مينه



01.05.2003

ډيره ښه ، ډېره مهمه او ډېره پر ځای پوښتنه ده !
دپښتو سرنوشت د پښتنود سرنوشت سره تړاو لري او دپښتنو سرنوشت له ډډ او هډ څخه د سياست پورې تړلی دی ،کوم چې پښتانه يې نه پيژني، نه پرې پوهيږي او نه يې کله په خپله ګټه منلی ، تائيد کړی او ژغورلی دی . دوی د فردي ژوند او مړې خېټې لپاره ټوپک پېژني او د ورور سره دوښمنۍ ته تکړه دي ، هو! په دې برخه کې ، په اصطلاح ، د ځواکمنې او غښتلې ،خو بي سره تنې په څېر د کړو (عمل) ډګر ته ور دانګي. د قوم او قومي يو والي او ملي مسووليت داحساس متره يې ډېره نيمګړې ده چې د سياسي وزن او ارزښت کچې ته له دوه نيم سوه کلنې واکمنۍ نه وروسته لا هم نه ده رسيدلې. دوی اوس هم د 7 - مې ميلا دي پيړۍ د عربي اسلامي نهضت په ارمان او خوبونو کې ښکېل دي او ويې نشو کړای چې د اسلامي نهضت متره اوماهيت يې هم درک کړی وای چې اسلام هغه وخت ولې د پرمختګ او نوښتګرۍ ځواک درلود . د جهاد په دوه لسيزو کي په پرديو او بيلابيلو تنظيمونو کې تنظيمېدلو او د ګاونډيو هيوادونو پورې د دوی د مشرانو تړاو په چپ او ښي دواړو دوښمنو خواو کې دا وښودله چې د پښتنو په اړه لا پخوا پښتون پوه خوشحال خټک د ځانپوه يا قامپوه په توګه ټيک ويلي ؤ چې :
.................... پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي ..... کوټه سپي د (( خاوندانو)) (؟) د جرس دي. ......................
او سياسي سکالو ګانو ( موضوعاتو) کې خو ددوی چلند بالکل لکه د کږو خښتو څخه سم ديوال جوړل ناممکنه بريښي .......................................................................................................................................................
که د غوڅ اکثريت سره سره ديو لږکي په د اکثريت له ديموکراتيکو حقه حقوقو ځخه محروم و ځپلی ژوندوويني ،
ښايې د ديموکراسۍ او اکثريت په سياسي معنی او وزن هم پوه شي او د سياسي مبارزې لار د وطن ، قام ، ملت ،
پښتو او پښتو ته د ملي ژبې په توګه ملا وتړي او د ديمکراتيکې مبارزې له تاريخي ښوونځي ځخه بريالي ووځي . و من الله الوفيق !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more