نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که برف کوچ کی ګیر شو باید څه وکړو
طالب ISI
11.02.2010
http://www.youtube.com/watch?v=wcr1Sl-T9S0&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=gBvNpRFN8Ak&feature=related
سالنګ:
http://www.youtube.com/watch?v=RHkuboe5ipM
http://www.euronews.net/2010/02/10/death-toll-from-afghan-avalanches-rises/
http://fr.euronews.net/2010/02/09/afghanistan-avalanches-meurtrieres/
کله چي هوا کی ژر تفیر راشی، تند باد وی، امکانات دبرف کوچ ډیریږی، خو که چیری پکی ګیر شوئ، کوښښ وکړئ، چی د خپل مخ مقابل کی، یوه د تنفس ساحه جوړ ه کړئ، ورخطا کیږئ مه، ځکه بیا مو د اوکسیجن مصرف ډیریږی، او د اکسیجن کمښت ستاسی د مرګ سبب ګرځی، په لومړنیو ثانیو کی واوره دومره کلکه نه وی، کوښښ وکړئ چی لومړئ، دا معلومه کړئ، چی ستاسی د وجود موقعیت څنګه دی، ددی لپاره تو کړئ، کومي خواته چی د خولی لاړی ښکته تويی شوی، هغه د ځمکی خوا ده، بیا تر خپله وسه ورو ورو، کوښښ وکړئ، چی ځان پورته کړئ، که چیری امکان نه وو، نو بهتره ده، خپله انرژی بی ځایه مصرف نه کړئ، او آرا م پاتی شئ، تر څو مرسته درته ورسیږی، خو که چیری لږ، لږ حرکت ولرئ، دا به ستاسی سره مرسته وکړی، تر څو یخ مو ونه وهی.
هر کال په ټوله نړئ کی ۱۵۰ کسان د برف کوچ له کبله مړه کیږی، خو بدبختانه سږکال یواځی افغانسان کی ، تر ۱۵۰ زیات کسان مړه شول.
په ځینو ممالکو کی یوډول مصنوعی راکټونه ددی لپاره کارول کیږی، چی برف کوچ را منځ ته کړی، مخکی له دی چی هلته خلک تری لاندی شی.
کله چي برف کوچ پیل شی، تر ۱۲۰ کیلو مترو په ساعت کی ګړندئ وی، چی وزن یی، په سلهاوو ټنو ته رسیږی، چی ددی مقابل کی، موټر، سړی، .... د بڅرکیو حیثیت لری.
هیله ده نور وروڼه هم په دی هکله خپل ګټور معلومات شریک کړی، دا یو څو موده مو غوږونه له وحشیان بمباریو، او ځان مرګي بریدو په کراروو، اوس برف کوچونه د هیوادوالو د مرګ باعث شو.
افغان دولت باید له وړاندی اجازه نه وئ ورکړي، تر څو ډریوران داسی خطرپه ځای قبول کړی.
که چیری تاسی پورته ویډیو ګانی وګورئ، نو هیله ده بیا په سالنګ کی اول له حالاتو ځان خبر کړئ بیا حرکت وکړئ، ځکه زمونږ افغانان وروڼه په ډیره ساده توګه توکل په خدای وایی با چی یوه واقعه وشی، بیا فکر پسی کوی، بی له دی چي اول ښه فکر وکړی، بیا توکل په خدای ووایی
په درنښت
.