نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتو ی ګانی
طالب ISI
08.02.2010
سلامونه ټولو ته،
دا د پښتو (ی) ګانی څنګه زده کړو، چی بیا مو له هیره ونه وځی
ځینی یی آسانه دی لکه کیږدۍ، ډوډۍ، دا یو څو نوری یی یو څه ګرانی دی، او کله چی زده شی، بیا مو له هیره وځی.
ي،ی، ې،ئ،ۍ،
په درنښت
باتور
09.02.2010
تاواني وروره،
زه به د يې ګانو تر څنګ د يو بل څه يادونه :wink: درته وکړم ، هغه :
د )هېر( او د )ياد( تر منځ توپير دی!!
له ياده وتنه کېدای سي، لېکن له هېره وتنه امکان نه لري، ځکه چی هېرېدا د له )ياده وتلو( په معنی ده. .
دلته يو څو نور دوستان هم کله نا کله دا بېځايه لوټه ولي: له هېره مي ووتل او يا له هېره مي ځي . .
هېرېدا، هېرول، هېرېدا . . . . دا ټول د فراموشۍ معنی افاده کوي،
سمه يې دا ده چي داسې وليکو: زما هېروو، هېر ول، هېر شول، هېر ېدل، هېرشو . . . . .
يا ګانو ته به بيا راسم . . . که تر ما کوم بل ځوان تر مخه سوی نه وو
په درنښت
عبد السلام
10.02.2010
ګران ورور شاهر صاحب! سلامونه وړاندی کوم:
دیاګانو او دپښتو ژبې دګرامر په اړه په دې پاڼه کې ډیرې لیکنې شوي ،او دې موضوع ته ډیرو تکړه لیکوالو خپل ارزښتمن وخت ورکړی چې دډیر ډیر قدر وړ دئ . ددې کسانو دجملې نه یو هم ددې پاڼې غښتلئ لیکوال ښاغلئ نقاد دئ ، خدای دې تل سرلوړئ او غښتلئ لري چې نه یواځې دپښتو ژبې دګرامر په اړه بلکې په دې فوروم کې یې په هره بله موضوع ارزښتمنه، لیکنې کړي چې ښایي ډیر یې پوروړې وي.
وروره! په دې توګه ستاسو پاملرنه دیاګانو او د پښتو ژبې دګرامر په نورو برخو کې ددغه ښاغلي لیکنو ته را اړوم.
چې یو لینک یې د (پښتو ادب او ګرامر ) په خونه کې دا دئ :
http://tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=12754&sid=16c1280494fa02d02489b7d1995c9bc3#12754
عادل عادل
10.02.2010
سلامونه
باتور وروره څه ښه ټکي ته مو اشاره کړې ده، دا او دې ته ورته ډیر فولونه شته چې خلک یې د خبرو په مهال وایي، یو مثال به یې زه وړاندې کړم:
ډیرو نه مې اوریدلي چې وایي: په سلو کې لس فیصده خلک یې مني، یا په سلو کې لس فیصده ګټه مې وکړه ..... او داسې نور په سلو کې x فیصده...
چې دا ډول سلنه په حقیقت کې x/100/100 یعنې x زرمه ده یا په بل عبارت په سلو کې لس فیصده مساوي ده د یو زرمې یا 0.1 سلنې سره.
pattang
10.02.2010
عبدالسلام هر وخت د(ي) په ځای په جمعه کې ( دئ ) ليکي !
دا ولې ? خپله کندارۍ لهجه ! او که نوی سلوک په پښتو کې !
pattang
10.02.2010
شهير خانه !
ياد : يانې په زړه مې ده ، په سر کې مې نيولې ده (خبره)
هېر : د (ياد) تضاد دی، يانې په سرکې مې نده پاتې (خبره)
له ياده يو شی وځي خو له هېره ځخه نشي وتلی ځکه چې هېر شي نو بيا
له ياده وتلی وي ٠ داسې سړی وېلی شي : هېر د نشي ( کډي ته ونلوېږي ).٠
داسې ليکل کېږي٠
دا د پښتو (ی) ګانی (نې) څنګه زده کړو، چی بیا مو له هیره (ياده) ونه وځی (ځي)
ځینی (ځیني) یی (يې)آسانه دی (دي)لکه کیږدۍ، ډوډۍ، دا یو څو نوری (نورې) یی(يې) یو څه ګرانی (ګرانې) دی(دي)، او کله چی (چې) زده شی (شي)، بیا مو له هیره (ياده) وځی (وځي).
ي،ی، ې،ئ،ۍ،