د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتو د ادب پلار اجمل خټک بابا لدی فانی نړئ څخه سترګی پټی کړی !

Sangar Watan
08.02.2010

د پښتو د ادب پلار اجمل خټک بابا لدی فانی نړئ څخه سترګی پټی کړی !
ساعت ٩:۱٤ ‎ب.ظ روز یکشنبه ۱۳۸۸/۱۱/۱۸
د پښتو د ادب پلار اجمل خټک بابا لدی فانی نړئ څخه ستر ګی پټی کړی !
ستر پښتون, سیاسی مبارز, شاعر, لیکوال, ادیب او ژور نا لست اجمل خټک بابا نن دیکشنبی په ورځ د 2010 ع کال د فبرورئ د میاشتی په 7 مه نیټه د 85 ؤ کالوپه عمر د ا وږدې ناروغۍ له امله په حق رسیدلى دى د بابا د جنازې لمونځ به یی د دوشنبی په ورځ دماسپښین دنمونځ څخه وروستودهغه په پلرنی کلی اکوړه خټک کې اداکولى شی د ښا غلی اجمل خټک شخصیت خوارۀ وارۀ اړخونه لری او د ادب, ژورنالیزم, سیاست او تعلیم په میدان کې ددۀ په غوره خدماتو دلروبر ټول پښتانۀ محترم اجمل خټک سره دمئین توب ترحده مینه لری.
اجمل خټک په کال 1925 ء کې دکوزی پښتونخوا دنوښار ضلعې په اکوړه خټک نومې کلی کې سترګې غړولی وې, لسم جماعت (ټولګی) یې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامی فکر او روښان خیالۍ له امله دوخت دزو رورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر داستاذ ۍ دملازمت څخه ګوښه کړى شو.
دنوکرۍ څه دګوښه کیدو نه پس ګرفتار شو, کور یې تالا شو او دکتابونو لائبریری یې پولیس واله ؤ یوړه, دخان عبدالغفا ر خان بابا لخوا چې دپښتون اولس دحقونو لپاره دخدائى خد متګار په نوم کوم تاریخی تحریک چلیدلى دى ښاغلی اجمل خټک ددغه تحریک یو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شمیرل کیدو.
هغه دخپل ژوند زیاته برخه دزندانونو دننه تیره کړې ده او د قیدوبند په دوران کې یې ډیر زیات تکلیفونه هم زغلی دی خو ولې دقیدوبند دغه دور ورته یو ګټه دا ورسوله چې دجیل د تمبو شاته یې نۀ یوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعری تخلیق کړه بلکې کله چې دجیل څخه رابهر شو نو دجیل متعلق یې دخپلو یاداښتونو یو ضخیم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم ولیکلو کوم چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډیر زیات خوښ کړو اجمل خټک صیب ته اپریل 1948 ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پیښور ریډیو کې دمسوده نګار په حیث دکار کولو بلنه ورکړى شوه. ریډیو پاکستان لپاره اجمل صیب 27 ډرامې او فیچرې لیکلی دی چې وخت په وخت نشر شوی دی.
ښاغلی اجمل خټک دیو ژورنالست په حیث هم خپله ځانګړې پیژندګلو پیدا کړې وه او دژورنالیزم له لا ر ې یې دخپل اولس او خاورې لپاره ئی تل پاتی او نه هیرید یونکی خدمتونه ترسره کړی وؤ.
پخپل اوږد صحافتی ژوند کې ښاغلى خټک صیب دبیلابیلو ور ځپاڼو, مجلو او اووۀ نیزو سره تړلی پاتې شوى و.
په کال 1949 ء کې یې دعدل په نوم دیوې مجلې دایډیټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې چې تر اوږدې مودې یې په عدل رساله کې په مختلفو موضوعاتو خپل قلم وخوزولو او دغه مجله یې دکامیابۍ بام ته ورسوله.
په کال 1956 ء کې دانجام مجلې ایډیټر شو او ددغلته نه یې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې.
همدغه شان په کال 1964 ء کې دبانګ حرم ایډیټر وټاکل شو او په دغه اخبار کې یې داداریه نویس, خبریال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول.
په بانګ حرم کې به ښاغلی خټک صیب د "کچکول" تر عنوا ن لاندې د "ملنګ" په فرضی نامه یو کالم لیکلو چې نن څلو ر لسیزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او شګفته اندازه دخلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى.
همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ښا غلی خټک صیب داسې قیمتی او شاهکار لیکونه کړی دی چې تر پیړیو پیړیو به یاد ساتلى شی.
اجمل خټک, دیو شاعر, ژورنالست او سیاستمدار نه علاوه دسپورټی سرګرمیو سره هم نزدی پاتې شوى دى, او دخپلې ځوانۍ په دور کې دفټ بال او والی بال یو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمینې له امله یې نن هم په اکوړی کې خپلې حجرې ته مخامخ یو لویې میدان اولسی لوبو ته وقف کړی دی.
دښاغلى اجمل خټک شاعری په بنیادی توګه انقلابى او دژوند شاعری ده.
اجمل خټک 1973 ء کې افغانستان ته اوړیدلى ؤ چې اتلس کاله یې دغلته ژوند تیر کړو او دحالاتو په ساز ګاریدو پاکستان ته واپس راغلى, ښاغلى خټک صیب دخپل ژوند یوولس پسرلی دنظربندۍ او دجیلونو دتورو تمبو تر شا تیر کړی دی خو ولې دغه سیاسی, ادبی او صحافی مبارز دد ومره سختیو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازی نۀ وه کړې او هر وخت یې دخپلې نظریې دپاره په جار غږ پور ته کړى دى .
اولسی ادبی جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاریخ یو اهم فورم شمیرل کیږی, په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صیب یو ځلنده کردار ترسره کړى دى, دا هغه ادبی تنظیم ؤ چې په لسګونه کلونه یې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې لپاره هلې ځلې کړی دی او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل, قلندر مومند, امیرحمزه خان شینواری, همیش خلیل, مهدی شاه باچا, لطیف وهمی غوندې درنې علمی نامې زمونږ مخې ته پرتې دی دا ټول داولسی ادبی جرګې برکت, کمال او پیداوار دى.
ددغو ټولو شخصیاتو تخلیقی او تنقیدی شعور اولسی ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې ده اجمل خټک په بنیادی توګه هغه ترقی خوښى شاعر دى چې کلام یې دشعریت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکری ارزښتونو ستنې یې پیاوړې دی.
د پښتون قام لپاره په زیاتیو قربانیو ورکولو دبری پښتونخوا او کوزی پښتونخوا ټول پښتانۀ, داجمل خټک سره یو شان مینه لری او په خاص توګه ددواړو ملکونو ادبی حلقې خو ورسره دومره مینه کوی چې وخت په وخت یې دمختلفو ادبې تنظیمونو, جرګو او ټولنو لخوا داجمل صیب په درناوی کې لوې لوې مشاعرې او سیمینارونه منعقد کړی او دادبى تنظیمونو لخوا ایوارډونه اوانعامونه ورکړی شوی دی ښاغلی خټک صیب چې دسیاسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زیاته برخه پټ پناه, دجیلونو شاته, په نظربندۍ او جلا وطنۍ کې تیره کړې ده خو ولې ددې باوجود هم چې ښاغلی خټک صیب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لو بولى دى نو هغه ددې عظیم شخصیت په لوړ عزم او اراده دلالت کوی.
ښاغلی خټک صیب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زیات تخلیقات ورپیرزو کړی دی.
هسې خو کۀ ددۀ دټولو لیکنو او تخلیقاتو ذکر کوؤ شاید چې دغه بحث پخپله یو ضخیم کتاب ته اړتیا ولری خو ولې بیا هم په کتابی شکل چې دښاغلی خټک صیب کوم تخلیقات چاپ دی نو هغه په دې ډول دی.
1 - پښتو ادب کى تاریخ (اردو)
2 - پښتانۀ شعراء (پښتو)
3 - ژوند او فن (پښتو)
4 - دغیرت چغه (پښتو)
5 - کچکول (پښتو)
6 - باتور (پښتو)
7 - دا زۀ پاګل ووم (پښتو)
8 - دوخت چغه (پښتو)
9 - ګلونه تکلونه (پښتو)
10 - ګل پرهر (پښتو)
11 - سرې غونچې (پښتو)
12 - ځنډ وخنډ (پښتو)
13 - عالمی ادب وخوشحال خان خټک (اردو)
14 - جلا وطن کى شاعری (اردو)
15 - افغان ننګ (پښتو)
16 - دژوند چغه (پښتو)
17 - قیصه زما دادبى ژوند (پښتو)
- اخستنه د پښتونخوا نه


pattang
08.02.2010

مړي دې ټول خدای پاک وبخشي ،اجمل خټک دپښتو دژبې او پښتني کلتور لپاره
غټ غټ خدمتونه کړي دي الله دې دی وبخشي٠ خو په سياسي ډول ده او دده
پارټۍ پښتنو ته کار ندی کړی او نه يې يوه خاصه ستراتېږي لرله چې د کاميابي
لوري ته تللې وی ٠ د اجمل صيب د ګوند سياست د برېتور سړي اود پردي خيرات
قصه ده او وه .
دوی ټولو الهام په مسکو کې اخيست او اوس يې په واشنګټن کې اخلي خو پښتانه
ورته خان لا لا وايې او دوی پردې خوشالېږي خپل برېتونه تاوه وي٠
دې دوی د صوبيې حکومت پر وخت کې څو ځله په پښتنو لارې بندې شوې٠


عادل عادل
21.02.2010

سلامونه

الله پاک دې په ټولو مسلمانانو مړو رحم وکړي. آمین

زه خو یې ښه او بد نه پیژنم، خو د لاسپوڅي کمونست نجیب په وخت کې یې ددوی سره په یوه اخور خوړل او څښل.


عتیق الله
21.02.2010

الله دې په ارواښاد اجمل خټګ رحم وکړي. په رښتيا چې د پښتو په نظم او نثر کې په پښتنو د خدای یوه لوريينه وه.
اوس به راشم د پتنګ لالا خبرو ته.
پتنګ لالا پښتانه رښتيا هم په درانه نوم خوشالېږي. تاته چې لالا ليکم هم من غوښې به دې اخیستې وي.
په پاکستان کې د پښتنو ګوند يو ملي مبارز ګوند دی چې ډېره اوږده او درنه مبارزه يې کړې ده. تاسو ليکلي چې د اجمل خټګ ګوند له مسکوه الهام اخیسته. د اجمل لالا ګوند په اصل کې له افغانستانه الهام اخیسته. د ظاهرشاه، داوودخان، کمونستي رژيم په ټولو حکومتونو کې دوی د افغانستان پلويان وو. دا چې د کمونستانو په وخت کې زمونږ حکومت د مسکوله خوا جوړ شوی حکومت ؤ نو د پښتونخوا نيشنل ګوند د افغانستان د حکومت له برکته له مسکوه الهام خیست. او مجاهدينو ته يې د ضياء الحق زامن ويل. چې همدارښتيآ هم وه. دوی ټول داسې د پاکستان په خدمت کې وو لکه ضياء الحق چې زېږولې وي. اوس چې په افغانستان کې د واشنګټن حکومت دی نو دوی د افغانستان له برکته له واشنګټنه الهام اخلي. دا چې د مجاهدينو او طالبانو په وخت کې د افغانستان د حکومتونو مخالف وو ځکه چې زمونږ مجاهدينو او کمونستانو د پاکستان له تور څنګلو الهام اخیست او نشنليانو ته د شعر ويلو فضا چټله وه ځکه يې شعر بند ؤ او له هیچا يې الهام نه اخیست.
زما د خبرو هدف دا نه دی چې نیشنليان د پاکستان د حکومت ريښتیا هم کلک دښمن او مخالف دي،نه داسې نه ده بلکې دا یو هوښيار ملي ګوند دی چې د عدم تشدد مبارزه کوي او د پاکستان د حکومت یو اپوزيشن يا مخالف ګوند دی. ارواښاد اجمل خټک لالا د داوودخان د حکومت او حتی د ظاهرشاه د حکومت په وخت کې افغانستان ته راغلی ؤ ځکه خو د کمونستانو د حکومت په وخت کې هم دلته ؤ. کله چې پښتونخوا ته لاړ بیا راغی او خلکو ته يې وعده ورکړه چې زه به خامخا په افغانستان کې سوله راولم. خپلې هلې ځلې يې وکړې خو چې نه کيده دا د اجمل وس نه وه. اجمل خټک په همغه وخت کې په پېښور کې هم بېچاره محکوم شو چې د سولې راوستو غوره يې کړې وه او ونه شوه نو سايل ورپسې شعر جوړ کړو . نه دې سپرلی راوړو نه ګلونه ......

زه خو وایم کاشکې په افغانستان کې د نشنل پارټۍ غوندې یو ګوند پيدا شي چې په پښتنو ووياړي او ځانته پښتون ووايي.
احدي خو د عراق د عربانو شکرانې څټي او په خپل ګوند او پښتونولۍ شرمېږي.
ګل بدين خو مور ورانۍ ته راوړی.
سياف خو په اصل کې هندو دی خو کله عرب شي، کله د ټلوالې د غرونو ګيدړ او کله هم ډيموکراټ شي او ګیست هاوسونه جوړوي.
او ملا عمر خو سم د انځر ګل دی.
نه به انځر د ورځې ګل شي
نه به زماز له زړه نه لرې شي غمونه

عادل ته به همدومره ووایم چې ته په رښتيا هم په ښه او بد نه پوهېږې ځکه چې ته په ښه او بد د پوهيدا استعداد نه لرې. ته د شادو غوندې په ځان کې سپژې خوره همدا درته ښه ده.


عادل عادل
21.02.2010

سلامونه

ګوره عتیق اشنا، څرمن دې نوې کړې ده، خو زه دې خیرنه څیره د خیرنو او خوسا خبرو او مردارې خولې له مخې پیژنم .

ته هغه څوک یې چې د شیطان په اندازه ورټل شوې، څرمن او یا نوم بدلول به ستا په وړاندې زما او نورو په موقف کې بدلون رانه ولي، او نه دومره هوښیار یې چې په بشپړه توګه مختلفه لهجه وکاروې.

که ته د سړي په څیر ژبه وکاروې نو څوک خو لیوني نه دي چې بې ځایه دې ورټي.

تاته یوه ورور پداسې ډول نه وو لیکلي چې د غپیدو لپاره نوئ نوم جوړ کړه بلکه د سړیتوب او په بحثفورم کې یې د مسوولانه چلند او ښې نمایندګئ توصیه درته کړې وه، چې ته نه سړئ کیژې په ما یې څه، خدای دې همداسې خر لره.

که دې بیا ناولې پښه را اوږده کړه او ماته دې خوله راواچوله نو بیا به وګورې چې څنګه شادیبازي درباندې کوم .

خدای دې همداسې خوار او سپیره لره.


..Ahmadzai
21.02.2010

عادل صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وروره د دغه س؟ړي زړه درته ډك ده.
نو دا به ښه وي چې تجاهل يې وكړې
له سپكو سپورو څه نه جوړيږي.

خو عادل صاحب
ښيراګانې دې د ثبت او يادولو(حفظ) وړ دي, ډيرې پخې, فصيحې بليغې ښيرا كوې.

[quote:19d95ea4e6]خدای دې همداسې خوار او سپیره لره.[/quote:19d95ea4e6]

أمين

په درنښت


pattang
21.02.2010

عتيق جانه چې خپه نشې ، ځواب د ې منطقي معقوليت نلري :
کمونستان چې ګوډاګيان وو نو دوی به هم ورسره ګوډاګيان کېدل ?
او که يې داسې عمل بايد غندلی وی ?
- کرزی چې اوس لاسپوڅی او اجنټ دی نو دوی به هم دا کار ورسره کوي ?
او که پښتنو ته به حقيقت وايې ?٠
- زه له ډېره نږدي خبر يم ، دوی ته چې هرڅوک جيبونه له دالرو ورډک کړې
هغه پلو ته منډې ور وهي ، نجيب به دا کار کاوه هر وخت به چې دوی راغله
100-200 زرو ډالروبه ددوی په جيبونو کې لوېدل٠
عدم تشدد يانې څه ? زما ملت ، قام ته ګټه رسوي او که نه ? که يې نرسوي
نوجوړه شوې دسيسه ده بل څه نه !

[quote:a09905d794="عتیق الله"]الله دې په ارواښاد اجمل خټګ رحم وکړي. په رښتيا چې د پښتو په نظم او نثر کې په پښتنو د خدای یوه لوريينه وه.
اوس به راشم د پتنګ لالا خبرو ته.
پتنګ لالا پښتانه رښتيا هم په درانه نوم خوشالېږي. تاته چې لالا ليکم هم من غوښې به دې اخیستې وي.
په پاکستان کې د پښتنو ګوند يو ملي مبارز ګوند دی چې ډېره اوږده او درنه مبارزه يې کړې ده. تاسو ليکلي چې د اجمل خټګ ګوند له مسکوه الهام اخیسته. د اجمل لالا ګوند په اصل کې له افغانستانه الهام اخیسته. د ظاهرشاه، داوودخان، کمونستي رژيم په ټولو حکومتونو کې دوی د افغانستان پلويان وو. دا چې د کمونستانو په وخت کې زمونږ حکومت د مسکوله خوا جوړ شوی حکومت ؤ نو د پښتونخوا نيشنل ګوند د افغانستان د حکومت له برکته له مسکوه الهام خیست. او مجاهدينو ته يې د ضياء الحق زامن ويل. چې همدارښتيآ هم وه. دوی ټول داسې د پاکستان په خدمت کې وو لکه ضياء الحق چې زېږولې وي. اوس چې په افغانستان کې د واشنګټن حکومت دی نو دوی د افغانستان له برکته له واشنګټنه الهام اخلي. دا چې د مجاهدينو او طالبانو په وخت کې د افغانستان د حکومتونو مخالف وو ځکه چې زمونږ مجاهدينو او کمونستانو د پاکستان له تور څنګلو الهام اخیست او نشنليانو ته د شعر ويلو فضا چټله وه ځکه يې شعر بند ؤ او له هیچا يې الهام نه اخیست.
زما د خبرو هدف دا نه دی چې نیشنليان د پاکستان د حکومت ريښتیا هم کلک دښمن او مخالف دي،نه داسې نه ده بلکې دا یو هوښيار ملي ګوند دی چې د عدم تشدد مبارزه کوي او د پاکستان د حکومت یو اپوزيشن يا مخالف ګوند دی. ارواښاد اجمل خټک لالا د داوودخان د حکومت او حتی د ظاهرشاه د حکومت په وخت کې افغانستان ته راغلی ؤ ځکه خو د کمونستانو د حکومت په وخت کې هم دلته ؤ. کله چې پښتونخوا ته لاړ بیا راغی او خلکو ته يې وعده ورکړه چې زه به خامخا په افغانستان کې سوله راولم. خپلې هلې ځلې يې وکړې خو چې نه کيده دا د اجمل وس نه وه. اجمل خټک په همغه وخت کې په پېښور کې هم بېچاره محکوم شو چې د سولې راوستو غوره يې کړې وه او ونه شوه نو سايل ورپسې شعر جوړ کړو . نه دې سپرلی راوړو نه ګلونه ......

زه خو وایم کاشکې په افغانستان کې د نشنل پارټۍ غوندې یو ګوند پيدا شي چې په پښتنو ووياړي او ځانته پښتون ووايي.
احدي خو د عراق د عربانو شکرانې څټي او په خپل ګوند او پښتونولۍ شرمېږي.
ګل بدين خو مور ورانۍ ته راوړی.
سياف خو په اصل کې هندو دی خو کله عرب شي، کله د ټلوالې د غرونو ګيدړ او کله هم ډيموکراټ شي او ګیست هاوسونه جوړوي.
او ملا عمر خو سم د انځر ګل دی.
نه به انځر د ورځې ګل شي
نه به زماز له زړه نه لرې شي غمونه

عادل ته به همدومره ووایم چې ته په رښتيا هم په ښه او بد نه پوهېږې ځکه چې ته په ښه او بد د پوهيدا استعداد نه لرې. ته د شادو غوندې په ځان کې سپژې خوره همدا درته ښه ده.[/quote:a09905d794]


عبد السلام
23.02.2010

[quote:29cf5fdfc6]
څرمن او یا نوم بدلول به ستا په وړاندې زما او نورو په موقف کې بدلون رانه ولي، او نه دومره هوښیار یې چې په بشپړه توګه مختلفه لهجه وکاروې.
[/quote:29cf5fdfc6]
ګران وروره! عادل صاحب !
خوا مه بدوه ، هیڅ پروا نکوي :D ډیر لرغوني پوستینونه نوي لاروي اغوندي ،خوزوړ پوستین زوړ پوستین وي ، رنګ او بوی یې همغه شانتې وي !
دلته یو کس د (larghonay laraway) په نوم لیکنې کوي خدای دې وکړي چې هغه یې ځانته کش نکړي , زما هدف هغه کس ندی !


عتیق الله
23.02.2010

پتنګ صاحب ستا طالبان محترمين او نیشنليان هيڅ فرق نه لري خو فرق دومره دي چي طالبان د پاکستان لپاره نعري وهي او نشنليانو د افغانستان لپاره نعري وهلي.
طالبان ټوپکيآن دي او نیشنليان قلميان
زه عتیق الله عتیق مير خيل يم له هيچا نه ډاريږم همدا می خپل اصلي نوم دی او حقيقت به ليکم
عادل خپله خر دی او د خبره ژبه کاروي ما ورته بشتو متل ليکلی او ده غاپلي دي.


..Ahmadzai
23.02.2010

عتيق الله
السلام عليكم
.
سپكو سپورو ته دې څه حاجت وو؟
او كه هغه متل صدق كوي چې وايي:
كه ته خر يې زه هم مير خيل يم!

[quote:992dee281d]عتیق الله عتیق مير خيل[/quote:992dee281d]
په درنښت


pattang
23.02.2010

عتيق جانه سلام عليکم !
هرڅوک خپله مفکوره او سياسي عقيده يې ، سړی کولی شي دلا ئل يې سخت
وغندي ، که ملي خا ئن نوي نو ځاني تېری پرې ناروا کار دی او په پښتو کې هم
ښه کار ندی او زه پر دې عقيده يم چې دمير خيلود پياوړي قام رواج هم ندی.
په عادل صيب دې تېری کړی دی ، ته خو په ځانګړی ډول عادل صيب نه پېژنې !
اوس به راشم نورو ته !
طالبان خو يواځې زما طالبان ندي ، هغوی د افغانستان د ملت ،ناموس اوازادي
لپاره خپلې وينې تويه وي او ټولو اشغالګرو ته ماتې ورکړې ده ٠
يواځې دخپل خدای او هېواد لپاره په وږي نس اولوڅو پښو جنګيږي٠
په طالب پسې لاندې ګروپونه پرو پاګنده کوي :
- پخواني عقيدوي کمو نستان چې هر ډول ازادي يې غوښته
- افغان ملتيان چې د قدرت وږي او دغرب دپښو تلې څټي ٠
- لوچکان ، جنګي جنايتکاران ، فاحش او بې مانا خلک .
- شمالي ټلوال
دغه ټول بيا سره يوګډ شعار ورکوي :
طالب := تيروريست + ISI
له دغه شعارڅخه د CIA داجنټ مفعول کرزي رژيم او اشغالګر دواړه ژوند کوي
دکرزي رژيم دالر اخلي او صليبي اشغالګر ان له يوې خوا خپل اشغال قانوني کوي
اوله بلې خوا پښتانه چې دقاومت لويه ستنه ده له منځه يې وړي ٠
دغه عمل د شمال دلنډغرانو اود اشغالګروګډه پروژه ده د پښتنو پرضد٠
هر وخت بې ګناه پښتانه وژني په داسې حال کې چې ددوی دکامرو په زريعه په
کيلو مترو لرې واټنو کې ستن هم مالوميږي خو هر وخت په ميديا کې د مفعول
کرزي ببرېدل او داشغاګرو معذرت اورېدل او لوستل کيږي خو څوک عمل
په خپل معذرت نکوي او دا عمل هر وخت تکراريږي٠
- زه ګمان نکوم چې نشنليستان دې قلم ولري او که يې لري نو هغه په پښتونوي
او هغه به په اردو وي ٠ تر اوسه نشنليستان په مورنۍ ژبه ښونځی نلري کله چې
په پښتو خبرې کوي دسړي زړه ورته په تنګ شي٠
په طالب پسې پرو پاګنده ملي خيانت دی ٠

[quote:e38b851e83="عتیق الله"]پتنګ صاحب ستا طالبان محترمين او نیشنليان هيڅ فرق نه لري خو فرق دومره دي چي طالبان د پاکستان لپاره نعري وهي او نشنليانو د افغانستان لپاره نعري وهلي.
طالبان ټوپکيآن دي او نیشنليان قلميان
زه عتیق الله عتیق مير خيل يم له هيچا نه ډاريږم همدا می خپل اصلي نوم دی او حقيقت به ليکم
عادل خپله خر دی او د خبره ژبه کاروي ما ورته بشتو متل ليکلی او ده غاپلي دي.[/quote:e38b851e83]


عتیق الله
24.02.2010

جلال احمدزيه په احمدزيانو پسي هم د خدای متلونه دي که زه يي وليکم بيابه ته څه وايي. زه پوهيژم چي (جلال احمدزي، عبدالسلام او عادل) یو سړی دی. ستا بي اقلي په خپل ځای ده چي قوم ته دي خوله اچولي ده. پتنګ لالا ستا خپري پر ځای دي.
خداي دي مل شه


..Ahmadzai
24.02.2010

[quote:72d8ddc2b1]قوم ته دي خوله اچولي ده[/quote:72d8ddc2b1]

عبدالسلام , جلال أحمدزي او عادل عادل بيل شخصيتونه او بيل اشخاص دي
بې غمه اوسه.
ميرخيل همداسې سرزوري دي, وردګو كې د سوټي خلك ميرخيل دي
زما نيا ميرخيله ده, زه يې ډير ښه پيزنم , ورسره صلة رحم لرم.
ښه غيرتي او دينداره خلك دي, خو سرزوري دي.
قوم ته دې زما سلام وي, زه هم درسره يو رګ شريك يم, ځكه نو ما كې هم د ميرخيلو لږ شانتې سرزوري سته, خو عادل صاحب ته بې ځايه سپكه نه سم زغملى, نو هيلتن معذرت له عادل صاحب څخه وغواړه او زه به له تا څخه معذرت وغواړم.
په درنښت
احمدزى


عادل عادل
25.02.2010

سلامونه

د پښتنو ټول قومونه له توپیر پرته درانه او د قدر وړ دي، پر مونږ او تاسو لازم دي چې که هر قوم ته ځان منسوبوو نو خپله ژبه داسې و نه کاروو چې د خپلې ژبې په سبب خلک د ځان او خپل قوم په وړاندې توهین آمیزه غبرګون ته راوپاروو چې په دې صورت کې ګناه د هغه چا ده چې د خپل قوم غلط او خیرن استازیتوب کوي.

خدای دې مونږ ټولو ته اوچت تفکر او ظرفیت راپه برخه کړي، امین


عتیق الله
25.02.2010

احمدزیه زه خو به بخښنه وغواړم او داکار باندی نه کمېژم خو عادل باید په خپله هم بخښنه وغواړي چې له يو خوا خپله اعتراف کوي چي د يو چا په ښه او بد نه پوهيژم خو بد ورته وايي. دا د ده نه بلکي د پدرام خبره ده او په دي وختونو کي عاو ته باید بخښنه هم وغواړي او دا خبره سپينه کړي چي په لاندي متل کي تا عادل له څه شي سره تشبيه کړي دي
كه ته خر يې زه هم مير خيل يم!
دا صحيح ده چي دا زموژ يو متل دی خو دا يوازي وردګو ته معلوم دی خپله فلسفه لري . او ته هم وردګ یي خو خير. خو تا خو په لویه خوله عادل ته سپکي سپوري ويلي . ته مهرپاني وکړه او خپله خبره دي واخله ځکه : هر سخن جای و هر نقطه مکانی دارد


عادل عادل
25.02.2010

سلامونه

زه له چا نه د څه باره کې بښنه وغواړم؟ د سلیمان لایق باره کې؟

په هغه دې خدای ورحمیژي او مونږ او تاسو ته دې د نیکو اعمالو توفیق او د خیر خاتمه نصیب کړي، آمین

پاتې شوه د تشبهاتو خبره، نو دا به کیدای شي ستاسو په منځ کې معمول او د حسن نیت له مخې ټوکې وي چې په ځان به یې حتما بدې نه لګوئ :--

که همداسې وي نو عتیق اشنا تاسو بې غمه شئ، ما دروند ورور احمدزي صیب ته خپل حق بښلئ چې په غیرمستقیم ډول یې د میرخیلو/تاسو سره تشبه کړئ یم.

ستاسو نه هم د هغه ګډو وډو په اړه چې ماته مو لیکلې وې ګیله نه کوم، او بښنه درته کوم، ځکه چې ستا ګناه نه ده، موسم ژمئ دی، له یوې خوا بیکاري شي او له بلې خوا جایبند ژوند، نو خامخا د زور او زیاتي خبرې سر وهي، خیر دئ پسرلي ته دومره وخت نه دئ پاتې، بیا به د کار له لاسه د ورمیږ ګرولو ته هم وخت ونه مومې.

په هر حال که ستا په حق کې رانه تیرئ شوئ وي نو حاضر یم چې یو جوال شاخل یا اوربشې د پور په توګه ادا او د احمدزي ورور په مبارک لاس درته در ولیژم :lol:


عتیق الله
27.02.2010

عادل ماما له پیرزوينو دي مننه خو که شاخل او اوربشي رولېږې ستا به خپله کمې شي او ژمی خو ستا په خبره لا پاتې دی!



28.02.2010

[quote:37a0947ae0]د پښتو د ادب پلار اجمل خټک بابا لدی فانی نړئ څخه سترګی پټی کړی ![/quote:37a0947ae0]
الله پاک دې پرې ورحميږي او مغفرت دې ور په برخه کړي ، خو:
[color=blue:37a0947ae0].......................داد ادب پلار لا دچا پلار نه دی...........نو : هر زوړ ته بابا ويل سم کار نه دی !....................................[/color:37a0947ae0]


عادل عادل
15.03.2010

سلامونه

دروند پتوال صیب

په دعاګانو مو آمین، او د بابا او پلار په اړه مو داسې ګل خبره لیکلې چې د کاذبو باباګانو د شناختو په تیږو کې په نقاشئ ارزي.


عتیق الله
15.03.2010

پتواله پښتانه خپل نيکه ته بابا وایی. دا چی پښتانه محترم خلک دی نو هر سپين ږیری ته هم بابا وایی ځکه چی د دوی د نیکه په منګ وی.
نو نه پوهیږم چی ته او عادل به خپلو نيکونو ته څومره په تحقیر نومونه اخلی
عادل ته زما توصیه دا ده چی د پتوال شعر د خبل نیکه د قبر پر شناخته ولیکی
په همدی هيله


..Ahmadzai
15.03.2010

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

خداى د وكړي چې نور ستاسو دواړو ترمنځ دغه ټنشن ختم سي

عادل صاحب تر تيرسه

په درنښت


عادل عادل
16.03.2010

سلامونه

دروند او عزتمند ورور احمدزئ صیب ستاسو د خیر له توصیو څخه مننه کوم.

ښاغلئ عتیق ورور فکر کوي چې د ټولو باباګان به په بړستن کې مړه وي، بې خبره له دې چې د ډیرو میړنیو تورزنو د قبر څرک نشته.

الله پاک دې د مسلمه امت په ټولو مړو ورحمیژي او مونږ او تاسو ټولو ته دې د خیر او ایمان خاتمه نصیب کړي، آمین


میوند ننګیال
16.03.2010

سلامونه !

عادل صیب ! نیکی پیزوینی ومنه !

ههههههههه
دا دبابا کلمه ډیره سپکه نشوه
څوک یی ظاهر شاه ته وایی او څوک یی نورو اسلام دشمنه او پښتون دشمنه ته



16.03.2010

نه عتيق جانه ، داسې نه ده !
يوزوړ نسبي بابا دی، بل زوړ ادبي بابا دی او بل زوړ زوړ بابادی .
رحمان ، خوشال، ميرويس، احمدشاه او بايزيد بابا تش د زړښت بابا ګان نه، بلکې د وياړ او ملي او ادبي يا مذهبي مشرتوب له امله بابا ګان دي! ددوی احترام له نسبي بابا ګانو څخه هم پورته دی!
اسلاميت دومره مهم دی چې پښتانه له اسلام مخکې نسبي بابا ګانو ته هم بابا نه وايي، نو که څوک دوياړ بابا بولي او د هغه له فسق او بددينۍ نه خبر شي نو د وياړ
وړ يې نه بولي او بابا هم ورته نور نه وايي !
مرحوم اجمل ښه پښتون ، سياسي مبارز، ملي شاعر او .... و، خو په ديانت يې
کمزوری و، دومره کمزوری چې ددې نورو ټولو ښو ستاينتاړو سره سره يې
د بابا د لقب وړ نه بولم!
اصولا ، خو دا جمله د اجمل په اړه نه ده، بلکې عامه ده چې : هر زوړ دينداره پښتون ته بابا ويلی شم، خو يو فاسق ته هيڅکله نه !
د هر مسلمان په جنازه کې د زړه له کومي ګډون کول غواړم ، خو ديو ملحد په جنازه او فاتحه کې نه !


عبد السلام
17.03.2010

[code:1:9ea7725e65]د هر مسلمان په جنازه کې د زړه له کومي ګډون کول غواړم ، خو ديو ملحد په جنازه او فاتحه کې نه ![/code:1:9ea7725e65]پتوال صاحب! خدای مو لره ،خو : خپه مو کړم :D داڅه معنی ؟ مسلمان ته مرګ او ملحد ته ژوند :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more