د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سلامونه مي ومنئ!

رښتینی
07.02.2010

سلامونه مي ومنئ!

داوږدي غيرازيري بښنه غواړم
اوږدوسفرونواودژوندستونزوله تاسوليری کړي وم
ان شاالله اوس به درسره يم خوسمدستي يوه بي پشتو
کمپيوترته ناست يم چي دابرابرکړم بيابه سره ګورو٠٠٠
سوکاله اوسئ


عادل عادل
07.02.2010

سلامونه

محترم ورور حامد صیب ډیر ډیر ستړي مشئ، خدای وکړي چې وخت مو په پوره خوښئ او عافیت کې تیر شوئ وي، خوراکي مو که څه راوړي وي نو ګناه به نه وي که یې مونږ سره هم شریک کړئ.

په درنښت


رښتینی
07.02.2010

محترم عادل صیب ډیره مننه خوشاله اوسی
او دخوراکی موادو خو زه یوه برابره هټۍ لرم
او له تااونورو ملګرو به یی قربان کړم خو داد
رسد ستونزه یی زما دقربانی مخه نیسی ددی
به څه چاره لټوو

په مینه


pattang
07.02.2010

حامدصاحب سلا م عليکم !
ښه، ښه دخوراکي موادو دوکان لرې ،د اخوډېر ښه کاردی او خوراکي مواد
خودهر چا په کاريږي ٠ زه د نقلو، چڼو، وريجو، ګرمې مسالې ،٠٠٠ او نورو لپاره څه
کم پنځه سوه کيلو متر ه سفر کوم (له مزده يې شکردانه زياته شي ) اوکه دا شيان
نوي نو بيا مجلس هم خوند نکوي او دهلکانو مور هم ټنډه توروه نيولې وي٠
اوس انډيواله دا راته وايه چې کوم ډول خوراکي مواد لرې ?
وچ که لانده ?
مننه


رښتینی
08.02.2010

پتنګ صیب مننه
خو ګوره پام دی وی چی لومړی دروغبړ حق لرم
وروسته به په دکان او ددکان په سامان ګړیږو


باتور
09.02.2010

حامد خانه ستړی مه سې، خپل کور ته بيا په خير راغلې . .

دا وار به دي عذر ومنو، لېکن په راتلونکو راتلونکيو کي که بيا داسي يوناڅاپه په بله خوا تګ درته پېښېده، بيا خو لږ تر لږه له خپلوښو دوستانو څخه د خدای په اماني اخله، نور څه که مو له وسه نه کېدل، يوه د خير دعا خو به درته وکو . .

ښه سو سي راغلې، ستا ځای خالي وو ، ما غوښتل چي بالښت پې کېږدم، نورو دوستانو ويل چي نه ډبره پې کېږده، ځکه چي حامد خان هم زموږ په شان په غرونو کي زېږېدلی دی .

په درنښت


كريم كامران
09.02.2010

حامد صیب ستړی مه شې په خیر راغلې.

[img:926b01ab77]http://alt.coxnewsweb.com/cnishared/tools/shared/mediahub/01/60/50/slideshow_950601_handshake.jpg[/img:926b01ab77]

خو هغه دفیل او میاشي کیسه هم ورسره سمه راپه زړه شوه، که دچا زده وي ودې کړي.
او دغو خوراکې توکو ته مو زما هم سودا شوه.
دسفر دکیسو او خاطراتو په تمه.



14.02.2010

السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

ښه دی چې بيا په دې لار راغلی
................................................... په پخوانو پَلُو دې پريوتل ګردونه !

حامد صيب خدای دې راوله ، جوړ تازه په اندازه، هرکله راشې !
اوس به نو دسفر خوږې کيسې د ټول افغان لوستونکو ته هم کوې، تر دې به غوره ډالۍ د لوستونکو له پاره پله نه وي که مهرباني پرې وکړې
او په خپله خوږه ژبه او ادبي ځواک مو له پند څخه په ډکو کيسو ګران لوستونکې يو څه ونازوې څومره خوند به وکړي!
مونږ ستا د کيسو تږي او غوږ په آواز يو! توفيق مو په برخه شه او قلم مو تاند او څپاند اوسه !

په مينه او درنښت !


و.افغان
02.03.2010

السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

ښه دی چې بيا په دې لار راغلی
................................................... په پخوانو پَلُو دې پريوتل ګردونه !

هر کله راشئ، سفرونه او اقامتونه مو په خير

الله جل جلاله مو تل خوشاله، سوکاله او له هر راز آفتونو لرې لره!

ستاسو خوږو ليکنو او کيسو ته سترګې په لار

په درنښت


رښتینی
02.03.2010

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی !

له ټولو درنو روڼو ډیره مننه کوم الله مو تل سر لوړی
او سوکاله لره باوروکړی تاسو می په یاد اوریدلی
نور به نو کیسی سره کوو الله مو دی له ستونزو په امان کی لری


عادل عادل
02.03.2010

سلامونه

حامد صیب ستوماني مو ډیره درنه بریښي، د میلادي دوهمي میاشتې په اول تاریخ ټول افغان بحثفورم ته راستون شوي یاست او تر ننه چې دریم د مارچ دی ستړي مشې او ستوماني مو نه خلاصیژي.

دا مې ځکه درپه یاد کړل چې خدای مکړه د خپل لاسلیک د مفاداتو تر شعاع لاندې واقع نشئ :)


رښتینی
02.03.2010

ګران عادل صیب هغه دکندهاریانو په ګای ما ویل په دی وروستی
غیرازیری به خاشه واچوم خو تاسو پرینښودم همداسی ده زه دیوه
جدی ستونزی او ډیری بوختیا له کبله بیا نا وخته شوم خو باور
وکړئ چی ان انټرنیت ته می هم لاس نه رسیدی

په هرصورت زموږ شتون او نشتوالی دومره مهم نه دی خو دا دملګرو
او درنو مشرانو لورینه او شفقت ده او که دا عذر می هم دمنلو نه و نو بیا
دا بحث تړم :)

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more