اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په داسي حالت کي زموږدنده څه ده؟
وصيل پېروز
06.02.2010
داسلامي نړۍ حالات ورځ ترورځې په بشپړډول دخرابۍ لورته درومي اوهره شېبه مسلمانان په يوه ذلت اخته وي،کوم ذلتونه چي په دې اتوکلونوکي پرمسلمانانوپه ځانګړي ډول پرافغانانوتېرشول په تاريخ کي به یې ډېري لږې بيلګي وموندل شي خو داڅرګنده خبره ده چي دهغه وخت ډېری مسلمانانوبيااسلام اومسلمانانوته په سپکه کتوونکي ته درسونه ورکړي،هغوئ يې دې ته اړويستي چي اسلام اومسلمانانوته درنښت ولري خواوس داسي مهال راغلی چي موږنعوذبالله کفاروته درنښت لرواودقرآن کريم اوحديثوڅرګنداحکام موله ياده ويستلي دي مثلاًالله جل جلاله موږته په قرآن کريم کي وايي : إِنَّ الْكافِرينَ كانُوا لَكُمْ عَدُوّاً مُبيناً . نساء ۱۰۱
يعني کفارستاسوڅرګنددښمنان دي .
خوبياهم ځيني تش په نوم مسلمانان کفارپه دوستي نيسي اوله هغوئ سره هرډول مرستې ته ځان تياروي چي په دې لړکي ډېری اسلامي هيوادونه شامل دي خوزموږ کورني ګوډاګيان اوزموږيوسخت کلک دښمن اوګاونډی په دې کتارکي لومړی مقام لري،پاکستان ووچي دکفرملایې وتړله اوداسلام پرضدیې وهڅول ان په دې لړکي يې داسي جنايات ترسره کړل چي په يادولویې انسان دزغملووس نه لري يوجنايت یې دعافيه صديقې نيول اوامريکاته سپارل دي .
په دې وروستيوکي چي عافيه صديقي په امريکاکي محکمې ته وړاندي شوه اوداسي ګنګوسې خپرې شوې چي ګواکي دمرګ له سزااوياعمري بندسره به محکومه شي نوداسي په زرګونوخويندې اووروڼه په زندان کي ديوه روڼ سباپه هيله شپې سباکوي،په داسي تريخ اوحساس وخت کي دمسلمانانوپه ځانګړي ډول دمسلمانوځوانانومسئوليت څه دی؟ شريعت څه امرکوي؟ اوبايداوس اودراتلوونکي لپاره کوم داسي ګامونه واخلوچي اسلامي امت له دې درمنده پړاوه په خوندي ډول وباسو؟.
ستاسودعلمي نظرونوپه هيله
رښتینی
07.02.2010
په دي موجودصورت کي دا ايت شريف ناسم ليکل شوي
لفاکه ددي ايت شماره او سورت وليکئ
((ان الکافرين کان لکم عدوامبينا))
...........................إِنَّ الْكافِرينَ كانُوا لَكُمْ عَدُوّاً مُبيناً . نساء ۱۰۱
وصيل پېروز
07.02.2010
هوحامدصاحب ستاسوله لارښوونې ډېره ډېره مننه يقيناًداډول غلطۍ بايدونه شي خوانسان دی هيڅکله بشپړېدای نه شي بشپړيوذات دی،موږبايدتل په خيريه چاروکي ديواوبل مرسته وکړوبياهم ستاسوله لارښوونې څخه ډېرمشکوريم الله جل جلاله دي اجردرکړي .
كريم كامران
08.02.2010
[quote:5587a05faf]موږبايدتل په خيريه چاروکي ديواوبل مرسته وکړو[/quote:5587a05faf]
نو چې داسې ده لاندې جمله هم تصحیح ته اړتیا لری:
[quote:5587a05faf]ستاسوله لارښوونې څخه ډېرمشکوريم[/quote:5587a05faf]
چې صحیح داسې راځي:
ستاسو له لارښوونې څخه ډېر [color=blue:5587a05faf]شاکر [/color:5587a05faf]یم.
او ښاغلی حامد صیب په دې مقام کې مشکور دی.
شکر یشکر شکرا، فهو شاکر، وذاک مشکور.
مننه
كريم كامران
08.02.2010
او دموضوع په اړه باید ووایم چې رښتیا هم تاسو یو تریخ حقیقت ته اشاره کړې ده، او دا چې تاسو پوښتئ:
[quote:34479d3b5a]داسي تريخ اوحساس وخت کي دمسلمانانوپه ځانګړي ډول دمسلمانوځوانانومسئوليت څه دی؟ شريعت څه امرکوي؟ اوبايداوس اودراتلوونکي لپاره کوم داسي ګامونه واخلوچي اسلامي امت له دې درمنده پړاوه په خوندي ډول وباسو؟. [/quote:34479d3b5a]
ډیر تفصیلي ځواب ته اړتیا لري
خو لکه څنګه چې دذکرې غمیزې او ناورین کلونه کلونه تیر شوي زما په اند حل به یې هم کلونه وغواړي،
په دې کې هر څوک په ټولنه کې دخپل موقعیت په کچه مسئولیت لري، افراد هم مسئول دی، حکومت هم مسئول دی، او ددې مسئولیت شکل دشرايطو او ظروفو او وخت په تغییر سره بدلون مومي،
خو یو شی چې متفق علیه حل په نظر راځي دځوان نسل تعلیم او تربیې ته په کلکه توجه کول دي،
او کله چې ان شاء الله داشغالګرو له تېښتې وروسته په افغانستان کې اسلامي نظام یو ځل بیا قایم شي باید دښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي نصابونو او منهجونو کې جذري بیاکتنه وشي،
او دښوونځيو او پوهنتونو په درسي نصاب کې یو شمیر داسې مضامین او کتابونه
ورزیات شي چې ځوان نسل خپل حقیقي مسئولیت ته متوجه کړي.
او په اوس وخت کې دحل لپاره لومړی قدم چې اخیستل یې لازمي دي زما په نظر داشغالګرو په وړاندې جهاد دی. که ضروروت یې شو زه ددې خبرې تفصیل ته هم تیار یم، ځکه چې زما شخصي نظر دادی چې که څوک دټولنې داصلاح اودین ته درابلنې لپاره هرراز تګلارې او پلانونه ولري په موجوده نظام کې یې دپلي کولو کوښښ ساده ګې او دوخت ضیاع ده.
خو زه یو ځل بیا دتعلیم او تربیې په ارزښت باندې ټینګار کوم.
او پیروز صیب ستاسو داحساس درناوی کوم او دخپلې لیکنې له یوځل خوندي کولو وروسته مې چې کله ستاسو پروفایل ولید، دتصادف له مخې زده کړه، او جهاد ستاسو دلچسپي او وظیفه ده، کوم دواړه چې ماته دذکر شوي ذلت څخه دراوتلو یواځینۍ حللارې ښکاري. وفقکم الله وإيانا لخدمة الإسلام والمسلمين.
مننه
وصيل پېروز
08.02.2010
محترم کامران صاحب ستاسوله احساساتويوه نړۍ مننه په رښتیاهم تاچي څه ويلي په اوس مهال کي داسلام دډوبېدوونکې بېړۍ ژغورونکي شيان همدادوه دي که مسلمانان اوس مهال هم ځان په غفلت کي وساتي اودکفرپه توطئوځان پوه نه کړي لرې نه ده چي له موجوده ګواښ سره مخ اسلامي هيوادونه به داندلس په برخليک اخته شي چي نوم به یې يوازي دتاريخ په پاڼوکي په داسي ډول ثبت وي چي يووخت پکي مسلمانانوواکمني درلوده . لکه څرنګه چي روښانه ده اوس په څوځانګړواسلامي هيوادونوکي دکفري ښکېلاک پرضدجهادي مبارزه روانه ده خو دډېري زورونې ځای دادی چي داسلامي هيوادونوياواکمنانوله لوري يې ملاتړنه کېږي اوان په ځينواسلامي هيوادونوکي خواولس هم ځان دغفلت په خوب ويده کړی دی اصل خبره داده چي داسي اولس اوواکمن به څرنګه دغفلت له خوبه راپاڅول کېږي؟ اوپه پوښتنه کي هم دې لورته ډېره اشاره شوې وه .
وصيل پېروز
09.02.2010
وروڼو! داهم دهغوتنکيوځوانانواوپېغلوکيسه ده چي دخپل سرپه قربانۍ یې هم خپل هدف له ياده ونه ويست اونه هم دکفراوکفردمزدورانومادي زورته تسليم شول بلکه هغوئ پرمعنويت باوردرلوداوداسي بريايې په نصيب شوه چي موندل یې کلک همت اوسترعزم ته اړتيالري .
دجامعه حفصه ،پېغله
متن : داسلام آباد سړکونه او څلورلارې له مظاهره چيانو ډک وو.په سړکونو په تورو څادرېو کې پټې ميرمنې ولاړې وي چې په لاسونو کې ئې لرګي وو او په لرګو پسې سپينې چيرې ځړيدلي، په چيرو ليکل شوي و :"لا اله الا الله محمدرسول الله"
دځينو په لاسونو کې د "موږ داسلامي شريعت نفاذ غواړو!" شعارونه ليدل کيدل. دستيج په سر يوه مولانا اورنۍ وينا اوروله . دهغه په غږ کې رعب او شدت وو ، دا سې رعب چې زړونه يې لړزول ،ځکه هغه قرآنې اياتونه لوستل.
مظاهره تر ماښامه روانه وه ،له هر لوري شعارونه او چيغې وي، زنده باد او مرده باد فضا نيولي وه.
ماښام ستړي مظاهره چيان دسره جومات په لور روان شول .دجامعه حفصه پيغلې خپلې مدرسې ته راغلي . په مدرسه کې هم ګڼه ،ګوڼه وه ، که څه هم ټول ورځ په مظاهره کې ول ، خو اوس يې هم په څهرو دستړيا اثار نه ښکاره کيدل ، هغوى خوښې وي، دحق دپيغام په رسولو خوښي!
رقيه خپلې کوټې ته راغله ، توره چادري يې ايسته کړه او پر چپرکت کښېنسته.هغې فکر کاوه ،خپل تنکى ورور،مور او پلار ئې وريادشول.پوره يو کال مخکې دا له سوات څخه په همدي مدرسي کې دداخلې لپاره راغلي وه ، هغې په سوات کې هم په يوه مدرسه کې زده کړي کړي وي.
کله چې ئې په هغې مدرسه کې زده کړي پاى ته ورسولي ، پلار ئې دنورو ديني زده کړو لپاره دحافصې جامعې ته راوليږله، دخداى په آمانۍ په مهال يې پلار ورته ويلي و:
"بچۍ ! په زده کړو کې کوښښ کوه ، نه يواځې ددې لپاره چې په خپله دين ښه زده کړي بلکې ددي لپاره هم چې سبا بيا دسوات همدي معصومو پېغلو ته چې له دينې زده کړو بې برخې دي او مدرسې ته نشي تلاى ، يو څه ور زده کړي.
لوري! زموږ ګران رسول صلى الله عليه وسلم په هر مسلمان نر او ښځې دعلم زده کړه فرض کړيده ،ته هم هڅه وکړه چې دينې علم زده کړي ، په قرآن ځان پوه کړه، او له ځان سره تعهد وکړه چې زه به همدا قرآن داسلامي امت هرې لور او بچي ته رسوم.
لورکۍ !په دين ټينګه دريږه ، که څه هم شهيده شي.ما، ته دخداى دين ته وقف کړي يې او په هغه مې سپارلې يي ،ځه الله دى مل شه!"
دمور خبرې ئې په غوږو کې ګرځيدې :"رقيې!هلته چې لاړه شي خپل ستر او عزت ساته، هلته به ټولې پردۍ انجوني وي ، ګوره چى هغوى ته مو پزه پرې نه کړي. په سبقانو کې دي کوښښ کوه، له دې سره دمور په سترګو کې اوښکې راغلي ،دايې په باړخوګانو مچ کړه او ويې ويل :"ځه لوري! په الله مي سپارلي يې!"
دکوټې دروازه خلاصه شوه ، کلثوم کوټې ته راننوته ، ددروازي دخلاصيدو په غږ رقيه دچورتونو له نړۍ راووته .
کلثوم وويل : رقيه ! مولانا امر کړى تر څو دامين فاحشه خانې رنډۍ وتښتوو.
رقيې حيران ورته وکتل :څه ، تيښتونه ؟
هغې وويل :هو! هغه غواړې ديوې فاحشې په تيښته سره سيکولرانو ته وروښيې چې موږ د امربالمعروف او نهي عن المنکر ددندې په اجراء کولو کې له هيڅ رنګه قربانۍ څخه دريغ نه کوو.
********
دامين په نوم رنډۍ خانه چې داسلام آباد ښار په منځ کې موقعيت لري ، ډير مينه وال درلودل . په دې رنډۍ خانه کې لوږي ځپلې چينائې ،پنجابې او سيندې ميرمنې کار کوي.
درنډۍ خانې مسؤله يوه توره پنډه ښځه ده ، چې ټول ورته دانټۍ په نوم غږ کوي.دانټۍ تريو تندى او قهرجنو کتو درنډۍ خانې په ټولو کارکوونکو يو شان رعب خپور کړى دى.
رقيه او کلثوم په رکشه کې ددې رنډۍ خانې په لور روانې وي ،هغوى غوښتل داسلام آباد په نااسلامه فضا کې دګناهونو دسيلاب په کمولو کې ونډه واخلي. هغوى ميرمنې وي خو احساس يې تر نرانو ډير قوي وو ، هغوى دالهې کلام عاشقانې وي،هغوى محبوب درلود او دمحبوب دامر په ترسره کولو کې ئې دسر له قربانۍ څخه هم درېغ نه کاوو.
درقيې او کلثوم خيرن او چيرې لباس دهغوى دبدحالۍ شاهدي ويله ،هغوى انټۍ ته ورغلې او دلوږې او بدبختۍ له امله ئې فاحشه ګرۍ ته زړه ښه کړ.
انټۍ دوى ته له سره تر پښو دخريدارې په سترګه وکتل، له خوښۍ ئې تريو تندى ورين شو، لاسونه ئې وموښل، ويې ويل :زه باور لرم چې ډير ژر به ګراکان پيدا کړئ او ... مخکې تر دې چې جمله يې بشپړه شي درقيې په لاس کې نيولي توپانچې ته يې پام شو، رنګ يې والوت ، په ناباوره سترګو يې دوى ته کتل، کلثوم په امرانه لهجه ورته وويل :
"ژر کوه ، دچينايې فاحشو کوټه را وښيه !"
انټۍ زړه نازړه وه ، غوښتل يې څه ووايې ، خو رقيې دتوپانچې خوله ورته مخامخ کړه:چې څه وايو هغه وکړه!
انټۍ له ويرې لړزيده او دچينائې فاحشو دکوټې په لور روانه شوه ، دکوټې دروازه يې وټکوله ، دروازه خلاصه شوه او يوه دپتې پزي خاونده ددروازه په خوله کې ولاړه وه. د انټۍ په لېدلو يې دزاريو په لهجه وويل :انټۍ ! ډيره بې حاله يم نشم کولاى ...
رقيې دخبرې بشپړولو ته پرېنښوده ،توپانچه يې سرته ونيوله او زينو په لور يې ورته اشاره وکړه ، هغې په نيولې غږ وويل : زه ...زه ..
کلثوم ورته ويل : بيړه کوه! چې ورسېدو، بيا چې څومره غواړي، وغږيږه.
چينايې ميرمن او انټۍ دزينو په لورې روانې شوي، کلثوم يې له څنګه او رقيه له شا وه، کلثوم ورته وويل :
که مو شورماشور ګډ کړ، يا مو رکشې ته په ختلو کې ځنډ وکړ، مجبوره به شم توپانچه په سر درخالي کړم.
انټۍ او چينايې ميرمنې څه ونه ويل ،ددروازې په خوله کې ولاړې رکشې ته وختي. رکشه دجامعه حفصه په لورې روانه شوه.
******
داسلام آباد په کوڅو کې ډير ژر اوازه خپره شوه، چې دسره جومات پېغلو يوه بله اتلولې وکړه . خبر لاړ، داخبارونو په سرخې کې راغى او راډيوګانو پرې تبصري وکړي.
دپاکستان مذهبې خلکو دا داوښتون پيل باله ، ديوه اسلامي اوښتون!
مولانا په خپله مرکه کې وويل : موږ داسلامي شريعت نفاذ غواړو او دهمدې لپاره مو سرونه په لاس کې نيولي ، دادفاحشو تښتول ددې کار يوه پيليزه وګڼئ.
خو سيکولر او جمهوريت خوښي خلک لارو او کوڅو ته را ووتل دجامعه حفصه دقهرمانو پېغلو او اتلو زلمو په ضد ئې نارې وهلي، شعارونه يې ورکول :دجامعه حفصه پيغلې دديموکراسۍ لپاره ګواښ دي، موږ په پاکستان کې دويلو او کولو ازادې غواړو.
******
رقيې قرآن کريم بند کړ ، راغله او دکوټې کړکۍ ته ودريده ، کړکېنه دمدرسې انګړ ته خلاصه وه ، دمدرسې په حويلۍ کې دونو په سر مرغان ناست وو، دمرغانو چېغار او دسهار ملايمه هوا له کړکۍ څخه کوټې ته ننوته ، لمر دختيځ له لوري سر څرګند کړي و او تر اوسه يې لا نيمائې څوکه ښکاريده.
رقيې دالرحمن دسورت اياتونه لوستل ،دمرج البحرين يلتقيان په آيت ودريده، دهارون يحيى دکتاب کرښې يې مخته ودريدې :دسرې بحيري او عمان دسيند داوبو ديوځاى کېدلو په نقطه کې خوږې او ترخې اوبه څنګ په څنګ رواني دي، خو نه ګډيږي. ځکه ويلې يې دي، بينهما برزخ لايبغيان.
دمدرسې ددروازې په خوله کې شورماشور شو.مريم کوټې ته ننوته او په ستړي ساه يې وويل:پوځيان را روان دي!
رقيې هېښنده ورته وکتل ،ويې ويل :څه ،پوځيان!
مريم : هو پوځيان دي،بيړه کوه!
مريم منډه کړه ،په المارۍ کې ايښې لاسي بمونه او توپانچه يې واخستله او دنورو انجونو سره يوځاى دمولانا دکوټې په لور په منډه شوه.
مولانا په ډير وقار او متانت سره له کوټې را ووت،ويې ويل:دروازې بندې کړئ او دحملې ځواب ته ځان چمتو کړئ.
لمر لوړيده ، ګرمې شعاوې دځمکې په مخ لګېدې او تاو يې پورته کيده. دمدرسې دروازې بندي شوي . زلميان او پېغلې يو بل لور ته په منډه وو، ځېنو مورچې جوړولي ، چا بيا لاسې بمونه او توپکونه ويشل ، بعضي دذخيره کړاى شوو خوراکې ذيرمو په خوندي کولو لګياوو.
پوځيان دمدرسې مخته ودريدل ، څلورو لورو ته خپاره شول او دسره جومات په څنډو کې يې مورچې ونيوې ،دلوډ سپېکر غږ اوچت شو:
په لسو دقيقو کې دمدرسې دروازې خلاصې کړئ او تسليم شئ ، کنه مسؤليت به ستاسو په غاړه وي!
دمدرسې له لوري کوم ځواب نه ورغى ، پرمدرسه او دمدرسې ورآخوا مرګونې سکوت وزر خپور کړ.
دلوډ سپېکر غږ بيا راغى :تسليم شئ ! له وينې بهولو څخه ډډه وکړئ!
دمولانا ملګرو ځواب ورکړ :موږ يواځې په هغه صورت کې تسليميږو چې داسلامي نظام دنفاذ وعده راکړل شي.
دپوځيانو له لورې کوم ځواب رانغى ، چوپتيا خپره شوه ، ثانيې تيريدلې ،په دقيقو بدلي شوې، يوه ، دوه ، درى ....لس .
دپوځ له لورې دوړو وسلو ډزې پيل شوي ، ګواکې خبر ئې ورکاوه چې مسخرې نه دي ، جګړه به کوو. دمدرسې له لوري هم په ځواب کې ډزي وشوي او ډزو زور ونيو.
رقيې او څو نورو پېغلو دمدرسې په ديوال کې مورچې ونيوې، درې توپکونه ، دوې توپانچې او څو لاسمې بمونه يې درلودل، دپوځ له لورې ډزې زياتيدې او دغټو وسلو ډزې هم پيل شوي.
لمر پر تندې ولاړ و، هوا دپ وه او له ګرمۍ ټول په خولو کې ډوب وو.څو انجونې ګرزيدي او دکولر اوبه يې ويشلي .
ډزو زور نيو ، دوه دمدرسې زلميان زخميان شوي وو ، سره له دې چې دمدرسې زلمي او پېغلې دخپلو ناکاره وسلو او کمو مرميو په درلودلو دجګړې په پايله پوهيدل ، خو بيا هم ديوه په څيره کې دستړيا ، ماتې يا مايوسۍ نښې نه ښکاريدي. هغوى ډاډه وو يا به ئې دشهادت مرګ په برخه شي او ياهم داسلامي نظام په سيوري کې ژوند!
رقيې په داسې حال کې چې جاغور يې ډکاوو، سهيليو ته وويل :ماخستن مې خوب لېده ، فاطمة الزهرارضى الله عنها په يوه بڼ کې ولاړه وي ، زه دبڼ له دروازې ورګوم او هغه ماته په لاس اشاره کوي چې ورشم ، چې زه ور روانه شم ، له خوبه راوېښه شوم.
له دې سره يې په شونډو موسکا خپره شوه ، ديوه خواږه آرمان درانژدې کېدو په وياړ موسکا !
مرمۍ له غوږونو سره تيريدي ، دمرميو په تيريدو به يې شڼهار پاته کيده ، دانجونو پر مخونو خولې را روانې وي.دکولر اوبه په خلاصيدو وي او دتوپکونو جاغورونه هم په تشېدو ول. خو چا دستړيا احساس نه کاوه.
له مخامخ مورچې څخه مرمۍ راغله، تر ديوال را واوښته او درقيې په نس کې ولګېده، انجونو توپکونه غورځار کړل او په منډه ورته راغلې، درقيې له تورې چادرې سرې وينې بهيدې. رقيې سر له ديوال سره ولګاوو، په وچو شونډو يې ژبه تيره کړه ،په ټيټ غږ يې وويل :اوبه!
له څنګه ناستې انجلۍ ورته ګيلاس په شونډو کښېښود.
رقيې انجونو ته مخ ورواړاوو ، شونډې يې وښورېدي :
خويندو! دټولو پاى مرګ دى ، نيکمرغه هغه څوک دى چې دخداى په لاره کې ورته مرګ راشي.
خويندو!د څو وروڼو او خويندو په شهادت سره مه بې همته کيږئ ، وجنګيږئ تر هغو چې موخي ته ورسيږئ! دشهيد وينې بچي زيږوي ، کومي وينې چې دحق په لاره کې تويې شي ، هغه لاره ګلونه راوړي.زه باور لرم له همدي وينو څخه به دوزيرستان اوسوات درې خړوبيږي. زه ډاډمنه يم چې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې به آرام نه کښيني او زموږ روان کړى کاروان به تر منزله ورسوي.
له خولې څخه يې وړۍ سلګۍ ووتې ، خوله ئې وښوريده، يوې انجلۍ يې خولې ته غوږ ورنژدې کړ ، دهغې غږ اورېدل کيده :"اشهدان لا اله الا الله واشهدو ان محمداً عبده ورسوله "
له دې سره يې سر يوې خواته کوږ شو او روح يې دجنتې حورو په کتار کې ځاى ونيو.
بشير"ريان"
كريم كامران
09.02.2010
ډیره زړه بوږنوونکې کیسه ده، رښتا هم دجامعه حفصې له زده کوونکو سره ډير ظلم وشو. زما دمعلوماتو مطابق جامعه حفصه ددې هیواد یو له هغو دګوتو په شمار مدرسو څخه وه چې ښځینه زده کوونکې یې سل په سلو کې په اسلامي حجاب او ستر برابرې وې، او اسلامي زده کړې یې کولې، چې دا دواړه کارونه داسلام دښمنانو ته دزغملو وړ نه وو. په تیره بیا چې ښځینه طبقه په صحیح توګه اسلامي تعلیمات حاصل کړي. ځکه چې هغوی په اسلامي ټولنه کې دیوې مسلمانې، عالمې او دیندارې مور په رول باندې پوهیدلي دي. او په دې ټولنه کې دیوې بې حیا، سیکولرې، بې دینه او بې حجابه پیغلې په ارزښت هم رسیدلي دي.
خو حیران دېته یم چې هغه میډیا چې په افغانستان کې دمدرسو او مکتبونو په سوځولو او دتعلیم او زده کړې سره په دوښمنۍ طالبان تورنوي او ددوی په اصطلاح ترهګر او توند لاري او افراطیان دښځينه زده کوونکو دتعلیم مخالف دي، هغه میډيا چېرته ده چې دجامعه حفصې سوځوونکي او ورانوونکي هم نړۍ ته وروپیژني ترڅو نړیوال وپوهیږي چې په حقیقت کې دښځینه زده کوونکو دتعلیم دښمنان څوک دي؟؟
زه په دې معتقد یم چې دمکتبونواو مدرسو سوځوونکي او دښځینه تعلیم دوښمنان په افغانستان کې وي یا پاکستان کې هغه څوک دي چې له اسلام او مسلمانانو سره دوښمني ولري داسلام دښمنان دنړۍ په هرځای کې دخپلو مزدورانوپه مرسته هیڅکله نه پریږدې مسلمان ځوان نسل په اسلامې روحیې وروزل شي. نو همدې موخې ته درسیدلو په خاطر دتعلیمي مراکزو دله منځه وړلو کوښښ کوي، هم یې دتعلیمي نصاب او منهج دتغریبولو هڅه کوي او که دا کار امکان ونه لري نو اخیري فیصله یې دهغه مکتب یا مدرسې سوځول، ورانول، او له منځه وړل وي، چې په افغانستان کې یې دواړه پلانونه عملي کړي هم یې له تعلیمي نصاب څخه اسلامي روح ویستی او هم یې په ورانولو صرفه نه کوي چې په ضمن کې ترې دطالبانو په مقابل کې دتبلیغاتي حربې په توګه هم کار اخلي.
الله جل جلاله دې دجامعه حفصې دمظلومو شهیدانو له قاتلانو پخپله انتقام واخلي.
میوند ننګیال
10.02.2010
محترموورنو سلامونه !
[quote:e322e4663e]په اوس وخت کې دحل لپاره لومړی قدم چې اخیستل یې لازمي دي زما په نظر داشغالګرو په وړاندې جهاد دی. که ضروروت یې شو زه ددې خبرې تفصیل ته هم تیار یم، ځکه چې زما شخصي نظر دادی چې که څوک دټولنې داصلاح اودین ته درابلنې لپاره هرراز تګلارې او پلانونه ولري په موجوده نظام کې یې دپلي کولو کوښښ ساده ګې او دوخت ضیاع ده.[/quote:e322e4663e]
کریم کامران ورور زه درسره سل په سلو کی موافق یم .
هو په رښتیا په اسلام اباد کی د پتندو خویندو سره ډیر ظلم وشواو په ډیره بی رحمی شهیدانی کړی شوی همداسی ډیر تنکی ځوانان یی هم شهیدان کړل
خو یوه خبره مو باید په یاده وی چی په مدرسه کی بغیر دڅو میله وسلو نه نور هیڅ شی هم نوه
اصل خبره داسی وه کله چی دوی دروازی بندی کړی نو بعضی طالبانو چی په افغانستان کی جنګیدل هغوی دوی ته ټیلیفون کړی وه چی مونږ به پری دشا خوان ه حمله کوو او لس ګاډی یی تیار کړی هم ول خو متآ سفانه چی کامیاب نشول .
زه ددی واقعی شاهد وم .
د جامعی حفصی جنګ ما دنزدی څارلی هلته یی دانجونو سره ډیر یو غیر اسلامی او غیر اخلاقی سلوک کاوه د بعضو خویندو نه خو یی حجابونه هم را کش کول خو مونږ هیخ هم نشو کولی .
زما د ی دهغه الله په ذات قسم وی چا چی د فرعون شداد هامان غوندی خلک تباه اوبرباد کړی کله می چی هم هغه صحنه رایاده شی نو ستر ګی می له اوښکی ډکی شی او ځان راته ډیر بی غیرته معلوم شی بهر حال الله به یی وشرموی
ان شاءالله
دیو ازاد اسلامی او خود مختاره افغانستا ن په هیله
وصيل پېروز
13.02.2010
السلام عليکم
ټولورښتنواوبااحساسه مسلمانوځوانانوته دزړه له کومې سلامونه وړاندي کوم
هو! په داسي حالت کي به دهررښتني مسلمان زړه خوړين وي،سترګې به یې له اوښکوډکې وي،لاسونه به یې په دعاوي اوشونډې به یې دالله تعالی دربارته دنصرت په هيله ښوري خوچي نه قبلېږي الله تعالی ته به ښه معلومه وي .
دجامعه حفصې دځوانانواوپېغلوپه څېرله ډېری ځوانانواوپېغلوسره ډېرکرغېړن عمل وشوخوبياهم مسلمان په هغه خوب ويده دی نه پوهېږم چي کله به له دې اوږده خوبه راپاڅېږي مطلب داچي کومه داسي شپېلۍ به وموندل شي چي مسلمان ملت به دغفلت له خوبه راپاڅوي،ددې هدف لپاره بايدهرمسلمان اورښتنی ځوان خپلې هڅې وکړي خپل ملګري وپوهوي،جهادي احساس پکي ژوندی کړي اوبالاخره بايد خپل ملګري اوټولنه دې ته تياره کړي چي داسلام په لارکي سراومال قربان کړي خو دډېرتأسف ځای دادی چي اوس داډول ځوانان ډېرکم دي اوکه شته هم ياخودې دعوتي کارته خلاص نه دي ځکه هغوئ زموږپه څېرنه دي بلکه يادجګړې په ډګرکي وي اويادزندان توري تيارې ديوه راڼه سباوون په هيله تېروي،نوراځئ ! چي له همدې شيبې په خپلوملګرواوټولنه کي په يوه دعوتي پروګرام لاس پوري کړوان شاء الله زموږداقدم به ددې سبب شي چي ډېرنوربه هم پرې دتللوتکل وکړي اوډېربه زموږ په وسيله له ضلالته راوګرزېږي . په همدې هيله
كريم كامران
13.02.2010
وعليكم السلام ورحمة الله
اګر که زمونږ اصلي مسئولیت ځای اوسمهال دجګړې ډګر، دجهاد سنګرونه او دغرو څوکې دي خو که الله جل جلاله راباندې دا لوریینه نه ده کړې دومره خو کولای شو چې دژبې او قلم په وسیله څه ناڅه دا ستر مسئولیت له خپلو اوږو کوز کړو، پیروز ورور ګل خبره کړې او ډېره په زړه پورې غوښتنه یې کړې چې
[quote:3f1c3a4dd3]راځئ ! چي له همدې شيبې په خپلوملګرواوټولنه کي په يوه دعوتي پروګرام لاس پوري کړوان شاء الله زموږداقدم به ددې سبب شي چي ډېرنوربه هم پرې دتللوتکل وکړي اوډېربه زموږ په وسيله له ضلالته راوګرزېږي . [/quote:3f1c3a4dd3]
نو که یو کس هم زمونږ په وسیله ضلالته راوکرځي او سمې لارې ته برابر شي دا به زمونږ لپاره په دنیا او اخرت ستر ویاړ او لویه کامیابي وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: لأن يهدي الله بك رجلا واحدا خير لك من الدنيا وما فيها. يعنې که الله جل جلاله ستا په لاس یو کس ته هدایت وکړي ستا لپاره ددنیا او مافیها څخه غوره او بهتر دی.
الله جل جلاله دې په مونږ کې همدا احساس راژوندی کړي او مونږ دې خپل دین ته دخدمت مصدر وګرځوي. آمین
كريم كامران
13.02.2010
-------------------