نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملي سوله اوپر ملي سولې خبرې
ډاکتر وطنمل
04.02.2010
[color=blue:b84d36b105]٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠د ملي سولې خبرې اترې [/color:b84d36b105]
که سوله ملي وي نو په ملي سوله کې سوله او پرسولې خبرې دوه بيل پړاونه دي ٠ لومړی پړاو ددواړو اړخونو تر منځ د سولې په اړه خبرو ته کښيناستل او پر سولې خبرې کول دي ، او دا هيڅډول شرايط نه لري پرته له دې چې دواړه خوا بايد افغانان وي او خبرې
به يواځې او يواځې دافغانانو تر منځ کيږي او تصميم به يواځې همدوی نيسي ٠
دويم سوله ده چې له دواړو خوا و د هغې له پاره ټاکلي شرطونه وړاندې کيږي او هيڅکله هم بي قيدو شرطه نه وي ٠
که سولې يو شرط د اساسي قانون منل وي نو د سولې په خبرو کې به حتما بحث کيږي ، او که د بهرنيو ځواکونو د ويستلو د مهالويش غوښتنه ده، نو پردې به هم بحث کيږی ٠ که دغسې مختلفې او مالفې غوښتنې يو له بل څخه موجودې نه وي، نو د سولې خبرې به د څه له پاره او پر څه باندې کيږي ؟
بده به دا وي که چيرې دسولې پر ځای د سولې د خبرو پيلولو ته شرايط کيښودل شي ٠
هيله ده په دې اړه خپل نظر ورکړئ
په ټوله اسلامي او افغاني پښتنې مينه او سلامونو ٠
وطنمل
Sangar Watan
05.02.2010
محترم وطنمل صيب سلامونه
ستاسو اند دملي سولې په هکله ډير ښايسته پييل شوی دی٠
بيخچنه ستونزه دا ده چه يوه خوا هم د ولسواکيزو معيارونو په اساس دافغان
ملت نمايندګي نشي کولی٠
کرزی يو تقلبي،ناچل اودپرديو ګوډاګی دی٠
طالبان چه دوطن دازادۍ لپاره په ميړانه اوشجاعت له خپل سر اومال نه تير
دي،يوه مستقله ملي او ولسواکيزه مشري نلري٠
که څوک په رښتيا سره دملي،اسلامي اوولسواکيزه بنسټونو پر اساس سوله
اوامنيت غواړي نوبايد ملت ته دې مراجعه وکړي٠
دداسی يو ناپييلي نړيوال سوله ساتونکي پوځ ترنظر لاندی چه دواړه جانبو ته
دمنلو وړ او دنړيوالو قبول کړی شوي معيارونو سره بابر وي،ټولټاکنئ تر سره او دولت جوړ کړي٠
امريکه،انګريز،اودهغوی نوکر سعودي اوپاکستاني رژيمونه يواځې او يواځې
دخپلو شخصي ګټو په لټه کي دي ،نه دافغان ولس په غم کی٠
لویی خدای (ج) دې موږ ته عقل او هدايت راکړي٠
طالب ISI
06.02.2010
سلامونه سنګر صاحب ، وطنمل او د بحث نور ګډونوالو ته،
سنګر صاحب ستاسی خبری ریښتیا دی، خو په عملی بڼه یی لیدل ګران دی، کرزئ که جعلی دی، که هر څه تر هغه چي دده یو بل مترادف نه وی، نو د همدغه کرزی او همدغه طالبانو سره به زمونږ د هیوادوالو سر او کار وی.
هیوادوال به تر څو صبر کوی، چی کوم نوئ میرویس نیکه سر راپورته کړی!
که د کرزی صاحب کارو ته سړئ وګوری، نو که چیری کومه خاصه کینه څوک ورسره ونه لری، نو په ریښتیا چی تر ډیره بریده دی، په خپله هڅه کی ریشتینئ دی، تر څو هیوا د ته صلحه راشی.
طالبان هم داسی نه دی،چی یواځی بده ورځ یی په هیوادوالو لوریږی، کله چی طالبان سقوت وکړ، که چیری دوی ته هم دومره حق ورکړل شوئ وی لکه شمالی ټلوالی ته نو نن ورځ به دا جنګ دومره نه اوږدیده، طالب ته یا القاعده ویل کیدو، یا به بندی کیدو یا بل وژل کیدو.
په پاکستان کی چی پاکستانی چارواکو ته به په لاس ورغئ، نو بیا به که یو څو ډالر پری جوړیدل، امریکا ته به یی په لاس ورکولو، که نه بیا به یی په خپله بندی خانه کی اچولو.
نو چی هر څوک وی، دا به ورته بهتره وه، چی د بهرنیانو خلاف یی، جهاد پیل کړئ وی، چی وروسته ځینو د ای،اس،آی او پوځ خلکو د ایمانی جذبی له کبله مرسته ورسره پيل کړه، او ځینو بیا دا ویره درلوده چی افغانستان به ډیر ودان شی، که طالبان مزاحمت ونه کړی، او بل طرف ته د طالبان په برحاله کولو کی پاکستان ته په میلیاردونو ډالر راتلل، خو په هر ترتیت فکر نه کوم چی د طالبانو په دا هیله وه، چی پاکستان ته خدمت وکړی، فرض کړه کله چی د روسانو سره جنګ وو، هغه وقت کی هم نورو ملکونو خپلی ګټی لرلی، خو افغانان خو روسانو او کمونستانو مجبوره کړل، تر څو ټوپک راواخلی.
په هر تیب اوس چی هر څه شوی، هیله ده خبری مخکی وړاندی شی، تر څو داسی یوحکومت منځ ته راشی، چی نه داسی د فساد څخه ډک وی، لکه نن چی دی، او نه داسی، دیکتاتور وی، نه داسی چی لکه د طالبانو، چی سر اوکار یی، یا د ډمانو سره وو، یا د ويښتو او یا د کسټونو سره.
چی ملا یا طالب به نه وی، داسی ورته ښکاریدلی، لکه دوهمه درجه تبعه د مملکت.
پښتانه یی ډیر ووهل، ورټل، او روحیه ورژوبله کړه. خپله یی درئ ځایه دنده تر سره کوله، خو نور افغانانو ته ویل چی دا غربت او وچکالی د خدای پاک له طرفه ده.
خلاصه دا چی هر څوک یو څو منفی صفتونه لری، چی د دوی یوبد صفت حرث وو، حرث په خوراک، قدرت، موټر درلودلو..........که مو په یاد وی، کله چی طالبانو مات شول، په پښتنو منطقو کی یوه عجیبه روحیه را پیدا شوه، هر چا داسی د ازادئ او خپلواکئ احساس کولو، ځکه طالبانو نور نه شوئ کولای د خلکو په غوښو او وریجو بار دیګونه چپه کړی، د وداده واله ګناه به هم یواځی دا وه چی یا به یی څه د خوشحالئ ډول وهلئ وو، یا خو به یی څه اتڼ کړئ وو.
د خلکو عشر ته به داسی آماده ناست وو لکه روژتی چی روژه ماتی ته ناست وی، خو خلکو ته بیا د ورکړل شوی عشر مقابل کی هیڅ کوم عام المنفعه کار نه تر سره کیدو.
خلاصه دا چی د امنیت سره سره، خلکو د خپلواکئ احساس نه کولو .
نو اوس چی یو ګډ حکومت راشی، طالبان به هم کوښښ کوی، هغه کارونوته توجه وکړی، چی خلک پری خوښ وی، او دا نور مفسیدین به هم یو څه اصلاح شی.
او که خدای کول طالب به هم هغه کیبل او نسوارو واله طالب نه وی.
Sangar Watan
07.02.2010
[quote:f4b5d0d7b7]هیوادوال به تر څو صبر کوی، چی کوم نوئ میرویس نیکه سر راپورته کړی!
که د کرزی صاحب کارو ته سړئ وګوری، نو که چیری کومه خاصه کینه څوک ورسره ونه لری، نو په ریښتیا چی تر ډیره بریده دی، په خپله هڅه کی ریشتینئ دی، تر څو هیوا د ته صلحه راشی. [/quote:f4b5d0d7b7]
محترم شهير صيب،
داستا په شان روښان انده شخص ته حيرانيږم چه پدی عقيده وي چه ګواکی
کرزی "په خپلو هڅو کی رښتنی دی"٠
زه به څنګه کينه نلرم؟
بيعلمه،بيعمله،ګوډاګی،فاسد،غل،جعلي،قاچاقبر،دروغجن،چاپلوس،
وعده خلاف فريبکار او دده پشان دده ټوله ادره!
لس کال شوه چه ده په جعل اومنافقت سره درې ځله ځان ددی فقير ولس
"ولسمشر"کړ،مګر[color=red:f4b5d0d7b7] دسولې په لار کې څه لاسته راوړنئ؟[/color:f4b5d0d7b7]
په اقتصادي ډګر کی،که دده په ځای هر بل سړی په قدرت کی وای،اوس به ئی
يو څه کړی ول،مګر[color=yellow:f4b5d0d7b7] دده په فاسده اداره کی لاهم خلک خپل اولادونه خرڅوي[/color:f4b5d0d7b7]
او لاهم خلک د خوړو او اوبو سره (غ)خوري!
مګرباور دی نشي؟
که ده يوه ذره وجدان لرلی،نو کلونه دمخه به ئی دا دشرم نه ډکه وظيفه يو بل چا
ته خوشې کړې وه٠
[color=white:f4b5d0d7b7]که يو څوک يوموټر نشي چلولی،نو يو بل ډريور ته فرصت ورکوي چه خپل
لياقت څرګند کړي٠مګر ده په لسو کالو کی دسولې په جاده کی په وار وار غلطۍ
وکړي،په مخ او په شاه ولاړ،مګر اوس هم نه پوهيږي چه سمه لار چيرته ده٠[/color:f4b5d0d7b7]
پياد ولرلئ،چه ده او دده فاسدې ادارې ته شل،اوسل کاله هم هيڅ دي٠دده ادره
به هيڅکله سراط المستقيم پيدا نکړي٠داځکه چه دی په پټو سترګو او د
چرسو اوشرابو په نشه کی،دپرديو تر هدايت لاندي په غلطه لاروان دی٠
موږ که ميرويس نيکه نشو لرلی،نو امان افغان،ظاهرشاه،داودخان يا
ډاکتر نجيب خو لرلی شو که څنګه؟
دا حتمي نده چه کلکاني،رباني،مسعود،کرزئ او ددوی پشان نور تاريخ وهلي
او خدای شرمولي افراد پر موږ باداري وکړي٠
عادل عادل
07.02.2010
سلامونه
شهیر خانه
میرویس نیکه ډیر بختور سړئ وو چې دده په دور کې پاکستان لا زږیدلئ هم نه وو. که نه ستا د بخت او تخت کرزي او ستا ړانده قضاوت به د وخته پرې د ای-اس-آی ټاپه لګولې وه.
طالب ISI
07.02.2010
سلامونه،
وایی وسله هغه وسله ده چي په لاس کی دی وی، نو اوس خو همدا کرزئ اوطالبان دی، له همدوی څخه د ښو او بد توقع کیږی.
فرض کړه، تاسی ځان کی دا وړتیا وینئ چي د کرزئ څخه ښه یی، او یا یوبل څوک پیژنئ چی تر کرزی ښه دی، نویا بسم الله، راوړاندی شی، په ټولټاکنو کی خو ډیر خلک را وړاندی شوی، وو، جهادی سابقه واله، کمونسیتی سابقه واله، جرمی سابقه واله.، بی ګیری کسان، لنډو ګیرو واله، اوږده ګیره واله......ولی دوی لکه کرزی څخه ټولټاکنی ونه شوئ ګټلئ؟، که چیری فرض کړو چی د کرزی صاحب په ۵۴ فیصده کی، لس فیصده رایله غلطی وی، بیا یی هم ۴۴٪ رایی ګټلی وی، هر چا چی کرزی ته رایه ورکړی، هغه هم په دی پوهیږی، چی حکومت یو فاسد حکومت دی خو د هر چا د کمونستانو،مجاهدینو، او طالبانوحکومت له هیره نه دی وتلئ، ، خو له ډیری ناهیلئ دا ورسره وایی، چی که د کرزی په حکومت کی یوه مړئ ډوډئ می بچو ته پیدا شی، که هر څه خراب حکومت دی، په یو ډول نه په یو ډول د خلکو ګذاره پکی روانه ده البته نه د ټولو خلکو که د طالبان وقت کی دری فیصده خلکو اقتصادی مشکلات نه درلودل،اوس دا فیصدی شاید، ۵۵٪ وی، چی
چی تر پخوا بهتر والئ ښيی، فرض کړه زما خپل کلی کی اوس ټول په یو ډول نه په یوډول په یوه کار مصروف دی.
باید زمونږ توقعات هم یو حد ولری، مونږ څه غواړو:
-دوستم، فهیم، خلیلی، او نور غداران باید اعدام شی.
-فساد که هغه اداری وی که اخلاقی صفر شی.
-هر څوک د کار څښتن شی
-بهرنیان ووځی
- او بهرنیان بیا له وتلو وروسته له مونږ سره پراخه مرسته هم وکړی، او په رسمیت مو هم وپیژنی
- اسلام نظام نافذ شی
- پښتونستان را خپل شی
-پښتو ژبه د خپل حق په کچه رسمی او ملی وی
بل طرف ته:
- بهرنیان هر څوک خپل اهداف لری، په دوی هرامر، او هر غوښته اثر نه کوی
- پښتون ټوپک په لاس جګړه کوی، ( په هر دلیل چی خفه دی، که طالب دی، که غریب دی، که ځورول شوئ)
- څه چی جوړیږی، هغه بیرته په بمونو ورانیږی، زیاتره په پښتون میشته سیمو کی
- که یو پښتون چیغی وهی، چی ښونځئ را ته جوړ کړه، بل یی سوځوی، او رانوی
-که مجرمین محاکمه کوی، په هغوی پسی ډیر لنډغر او قوم ولاړ دی، چی یوی خواته طالب شی، بل خوا ته نور مجرمین، نو بیا به ښه مقابه وشی
-په عین حال کی چی جګړه روانه ده، اولس کار او کسب غواړی!
نو په داسی حال کی مونږ څنګه د کرزی صاحب څخه د معجزه توقع وکړو؟
خو که کوم څوک ځان ته میرویس نیکه وایی، خو په ټولټاکنو کی به راوړاندی شوئ، وو!
نو راځی مونږ ټول د خپل حکومت پښی په خپله ونه وهو، او کوښښ وکړه، چی له یو څه خراب شی څخه یو ښه شئ جوړ کړو.
په پای کی غواړم ووایم، چی کرزئ هیڅکه یو کامل شخص نه دی او نه یی حکومت ښه حکومت دی، خو که چیری ملت د اشرف غنی غوندی یو کامل شخص ته هم حق نه ورکوی ، نو یو څوک خو باید وی، چی ددغه ۸۵ فیصده بی سواده اولس رهنمایی وکړی.
او هیله کوم، چی طالبان صلحی ته غاړه کیږی، او بهرنیان هم له ملکی ووځی.
-
وصيل پېروز
07.02.2010
بسم الله الرحمن الرحيم
دبهرنيويرغلګروپه شتون کي له طالبانوسره دسولي خبرې اترې هيڅ امکان نه لري او طالبان بايدهيڅکله ديرغلګروپه شتون کي دخبرومېزته راوړاندي نه شي،يرغلګرددې پرځای چي سوله موهيوادته راوړي جګړه لانوره هم پراخوي دااوس تاسونظروکړئ له يوې خواکرزی پريوه اوبله ځغلي ترڅوځان ته ملاتړپيدا کړي خوله بل پلوه بيايرغلګرپه ټول هيوادکي دپراخواوستروعملياتوتابيانيولی چي لومړی پړاویې دادی په زمري هلمندکي پيل شوی دی اوله څوورځوراهيسي په باباجي سيمه کي درنې نښتې روانې دي،يرغلګراوګاونډيان خوهيڅکله نه غواړي چي په هيوادکي سوله راشي بهرنيان که رښتياهم په افغانستان کي سوله غواړي لومړی دي ډزبندي وکړي اوبيادي دښه نيت په خاطريوڅه بنديان خوشي کړي څو طالبان په دې پوه شي چي اوس يرغلګروپه رښتني ډول هوډکړی څوهيوادته سوله راولي خوداهيڅ هم نه ترسترګوکېږي له يوې خواپه زرګونويرغلګرهيوادته راروان دي اوله بلې خوادسولي نغارې وهل کېږي چي طالب تېری کوي اوسولي ته غاړه نه ږدي اوبله دحيرانتياوړخبره داده چي کله دسولي وړانديزکېږي لومړی پکي داوايي چي اساسي قانون بايدومنل شي که طالبان اساسي قانون ومني نوپاتي څه شول؟؟؟ شاهيرصاحب ويلي ووچي طالبان بايدسولي ته غاړه کښېږدي اودسولي په خبروپيل وکړي جانانه! لږدافغانستان کلواوبانډوته ورشه چي پرمظلوم ملت دي څه تېرېږي؟ لږله زندانونوليدنه وکړه چي بنديان په کوم حال کي دي؟ لږدي دين ته فکروکړه چي راغلي يرغلګردي په دين کومې لوبي کوي؟ ايابياهم ته له يوداسي دښمن سره دسولي مېزته راځې چي هغه دي دسولي پرمېزهم دوژلوتوطئې کوي !!! همدارازښاغلي شاهيرويلي ووچي اشرف غني يوکامل شخص دی داخبره په بشپړ ډول غلطه ده څوک چي په کابل کي ناست وي اوتنخوایې ټوله دګوډاګيان اوياکفرله لوري وي هغه هيڅکله کامل سړی نه شي کېدلای خوهوستاسوپه نظربه يوکامل ځکه دهيواداودين دتخريب لپاره به په ښه ډول روزل شوی وي،کامل سړی هغه دی چي يرغلګریې دې ته اړويستل څودمسلمانانودذهنونودتېرويستلواوخپلې ماتې دپټولولپاره دسولي نغارې وډنګوي خوان شاء الله تعالی دکفرهرچل ناکام دی ځکه (ان کيدالشيطان کان ضعيفا)
زه په دې انديم چي دافغانستان روانه مسئله به هيڅکله هم دسولي دخبرواتروله لارې حل نه شي دحل کېدلوښه لاریې دجهادسپېڅلې لاره ده .
Lotfollah
07.02.2010
دوستانو سلامونه
شهیر صاحب تاسو ډېر ښه تحلیل کړﺉ دﺉ اوستاسو لیکنه په هیواد کې پر موجودو واقعیتونو ولاړه ده.
که هم موږ افغانان کله کله باټې وهو چې دا کوو او هغه کوو، خو زما په نظر د افغانستان په کړکیچ کې د افغانانو دواړه خواوې دومره صلاحیت نلري. د افغان حکومت لارښوونه له امریکا او نورو لخوا کېږي او دا طالب بې وځلي د پاکستان نظامیانو تر قوماندې لاندې دي.
ولسمشر کرزي خو دومره وکړﺉ شول چې له خپلو ملګرو څخه لږ تر لږه د بین الافغانی خبرو اترو اجازه تر لاسه کړي مګر د بې وځلو طالبانو په سر پاکستان په معاملو بوخته ده. کله وایي چې په شمالی وزیرستان او کوټه کې د ترهګرو پر ضد د پراخو عملیاتو پیسې نلری پدې معنی چې نورې پیسې غواړي او بیا پدې هڅه کې ده چې د ځینوطالبانو په سر د هندوستان اغیزه په افغانستان کې کمه کړي.
په هر حال موجودو سیاسی هلو ځلو ته په پام سره طالبانو ته ښایی چې دا وروستی لاسته راغلی چانس له لاسه ورنکړي او د پاکستان مخالفت سره سره خبرو اترو ته کښیني، که نه نو له صحنې نه به د تل لپاره ورک شي. ځکه لومړﺉ خو د افغان اولس ډیری دوی نغواړي او دوهم دوی باید پاکستان سره د تېرې تجربې څخه لږ تر لږه یو څه زده کړي وي. پاکستان د طالبانوله امارت سره څه وکړل؟؟؟
والسلام
Sangar Watan
07.02.2010
شهير صيب بيا سلامونه،
زه غواړم يوه خبره په دقت ولولې اومنصفانه قضاوت پری وکړی٠
کرزی بيکفايته دی،مګر قدرت اوشهرت خوند ورکړی او په انتخاباتو کی ئې
داسې جعل وکړ چه زما دلسو فيصدو ګمان پري نشي٠
البته داځما شخصي نظر دي،مګر ددي نظر خلاف کوم ثبوت هم نشته٠
څرنګه چه زه کرزي په هيڅ ډول معيار درهبرئ لايق نوينم،دابه بهتره وي چه
يوبل دوست يو څو نومونه په ليکه کړي٠زموږ بحث هسي هم فرضی دی٠ځما
يا ستا په فرمايش يو کاتب هم نشي مقرريدلی٠
مګر لس ناکامه کلونه اوبياهم شلګي؟
که تاسو په تيرو ٤٠-٥٠ کالو کی دنړۍ سياسي حالت ته نظر وکړی،دا به در
ته جوته شي(رپخواني سوسيليستي او دعربو دارتجاعي رژيمو نه بغیر) چه
که يو جمهور ريس يا صدراعظم، دتوجه وړ لاسته راوړنې ونه لري،حاجت
وبل چا ته نشته،خپل ګوند ئی په هکله تصميم نيسي او يو موثر تر سړی
را مخ ته کوي٠
تر کرزي لا ګل اغا شيرزوی ا وپروفيسور احمدزي داميد وړ ښکاريدل!
دبرلين په جرګه کی ئی تکنوکراتان او دشاه پلويان په توطيه سره له ميدان نه
بهر کړل،او وپسي جعلي،جعلي او بياهم جعلي انتخابات !
pattang
07.02.2010
انډيواله ټول تاريخي اشغالګر له ادمه تر دې دمه جنايتکاره اقليتونه قدرت ته
رسوي او ملګرتيا ورسره کوي لکه په افغانستان کې او نور ...
کرزی خو بيا ضعيفاالا خلاقه ، مداري ، چاپلوس ، ډارن او دهيچا زوی ندی خو
CIA داسې خلک غواړي چاره يې څه ? لاس په توره ........
[quote:0fe8f6ca35="sangar watan"]شهير صيب بيا سلامونه،
زه غواړم يوه خبره په دقت ولولې اومنصفانه قضاوت پری وکړی٠
کرزی بيکفايته دی،مګر قدرت اوشهرت خوند ورکړی او په انتخاباتو کی ئې
داسې جعل وکړ چه زما دلسو فيصدو ګمان پري نشي٠
البته داځما شخصي نظر دي،مګر ددي نظر خلاف کوم ثبوت هم نشته٠
څرنګه چه زه کرزي په هيڅ ډول معيار درهبرئ لايق نوينم،دابه بهتره وي چه
يوبل دوست يو څو نومونه په ليکه کړي٠زموږ بحث هسي هم فرضی دی٠ځما
يا ستا په فرمايش يو کاتب هم نشي مقرريدلی٠
مګر لس ناکامه کلونه اوبياهم شلګي؟
که تاسو په تيرو ٤٠-٥٠ کالو کی دنړۍ سياسي حالت ته نظر وکړی،دا به در
ته جوته شي(رپخواني سوسيليستي او دعربو دارتجاعي رژيمو نه بغیر) چه
که يو جمهور ريس يا صدراعظم، دتوجه وړ لاسته راوړنې ونه لري،حاجت
وبل چا ته نشته،خپل ګوند ئی په هکله تصميم نيسي او يو موثر تر سړی
را مخ ته کوي٠
تر کرزي لا ګل اغا شيرزوی ا وپروفيسور احمدزي داميد وړ ښکاريدل!
دبرلين په جرګه کی ئی تکنوکراتان او دشاه پلويان په توطيه سره له ميدان نه
بهر کړل،او وپسي جعلي،جعلي او بياهم جعلي انتخابات ![/quote:0fe8f6ca35]
pattang
07.02.2010
.....