د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو او امریکایانو د ظلمونو مقایسه

طالب ISI
02.02.2010

د ارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ شپی زړه بنګونکی پیښه
دارزکان ولایت دخاص ارزګان دولسوالی دلویدیځ طرفته دولسوالی په ۲ کیلومتری کښی په ګرماب نومی کلی کښي دحاجی قاسم په کورکښی چی دنده یی د خپلی شخصی لاری یعنی خپل شخصی کامازموټر چلول او دنورو دریو وروڼو هریولکه حاجی حکمت الله ددوی مشرورور او حاجی امین الله ددوی دوهم ورور اوهم محمدعثمان چی ددوی کشرورور و اودهغوی دنده دخاص ارزګان دولسوالی په بازار کښی د خوراکی اوزراعتی موادو پلورل وو کوم چی حاجی قاسم به ورته دکندهار ښارنه په خپل موټر کښی انتقالول په پورته ذکرشوی نیټه دوی ټول مازدیګر مهال دبازارنه کورته لاړل او کله چی دشپی یولس نیمی (۱۱:۳۰) بجی شوی نو په نوموړی ولسوالی کښی میشت امریکایی ځواکونه او دهغوی افغانی ساتونکی چی هزاره ګان دی دحاجی قاسم کورته ورغلل او دکوردوازه یی ماته کړل او لومړی یی دکورپه منځ کښی عسکردهراطاق دروازه اوکړکی ته ودریدل اوژباړن یی وویل چی ونه خوځیږی وروسته څونور امریکایی عسکراو دهغوی ژباړن لومړی دمحمد عثمان اطاق ته چی دحاجی قاسم کشروروردی ورننوتل او هغه یی دخپلی ښځی په وړاندی بیله څه ویلو په ډزو سره وواژه اوبیا د حاجی امین الله اطاق ته ورننوتل او هغه یی هم پرته له څه ویلو په اطاق کښی په ډزو سره وواژی او بیاورغلل ددوی دمشر ورور حاجی حکمت الله داوسیدو اطاق ته او هغه یی راوویست داطاق نه او صرف دومره یی ژباړونکی ته وویل چی څه خبره ده چی تاسی مونږ وژنی ؟ خو صرف همدایی وویل او ورسته امریکایی عسکر په سرباند په ډزو وویشت او سمدستی ورغلل دحاجی قاسم داوسیدو اطاق ته او دهغه مخی ته دهغه میرمن ولاړه وه او امریکایی عسکروته یی چیغواوژړاسره ویل چی زماخاوند مه وژنی خو ددی سره سره امریکایی عسکراطاق ددروازی نه په هغه ډزی وکړی او هغه یی هم وواژه اوهم دهغه په کوچنی زوی چی دتیر شوی لوی اخترنه دوه ورځي وړاندی زیږیدلی وواو موریی په مخ کښی ورته ونیوی ترڅو دماشوم له وجی نه یی خاوند باندی ډزی ونکړی خو بیا هم امریکایانو په هغه ډزی وکړی او دمور په غیږ کی یی وواژه او ورسره یی مور هم په لاس او پښه باندی ولګیده او بیا ژباړن ورته وویل چی ځانونه ونه خوځوی که نه نو تاسی به هم ووژنواو بیا یی څو شیبی وروسته امروته وکړچی ټول کوچنیان او ښځي دکورنه بهرشی نو په همدی ترتیب ښځی او کوچنیان چی دوه ښځی پکښی ژوبل هم وی دباندی راوایستل او وروسته امریکایانو ددوی کورهم انفجارکړچی ټولی کړکی او دروازی ماتی شوی او دځینو دیوالونه یی چپه شول او دشپی تریوبجی اودیرشو دقیقو وروسته لاړل او په سبا یی دبازاردټولو هټیوالو په وړاندی ددوی ددکانونه مات کړل او مالونه یی ورلوټ کړل البته هغه افغانی عساکرو کوم چی ددوی سره په کمپ کښی دی او ددوی محافظین دی لوټ کړل . یاده دی وی چی ژوبل ښځه د کلیوالو په مرسته دارزګان ولایت مرکزته مازدیګر راورسول شوه او اوس هم دترینکوټ په ولایتی روغتون کښی بستر ده .

نوټ: پورته ټوله لیکل شوی واقعه دهغه ژوبل شوی ښځی دخولی بیان دی کوم چی دواقعی شاهده وه او دحاجی قاسم نومی وژل شوی کس میرمن ده او خپل کوچنی ددوه نیمو میاشتو زوی اوخاوند یی هم امریکایانو په هغه شپه وروژلی دی که خبریالان او رسنی په دی هکله نور معلومات وغواړی نو کولی شی چی د نووموړی میرمینی نه چه اوس هم په ترنکوټ کښی په دولتی روغتون کښی بستر ده معلومات تر لاسه کړی .
له بینوا څخه په مننه
دغه ظالمان زمږنږ د هیوادوالو په ضد له داسی عاجلو فیصلو څخه کار اخلی، طالبانو هم داسی ډیر هیوادوال، په عاجلو محکمو کی وژلی، لکه هفه ډله لغمانی ځوانان چی د ملی اردو د کسانو په نامه یی ډیر عاجل مړه کړل..
چی عاجله فیصله هر څوک وکړی، پایله یی خرابه ده، ددغه خبر په اوریدو سره به د بهرنیانو خلاف د خلکو کرکه نوره هم ډیره شی، خو چی یو څوک د خوب څخه راويښوی نو مطلب دا شو، چی هغه نور هیڅ مقاومت نه ښيی، نو بیا یی ولی بګرام ته نه راولی، او نه یی بندی کوی.
خو د چا په زړه کی چی احساس د مسولیت نه وی، همداسی کوی.
او چی داخلی عساکر بیا ورسره هرازه ګان وی، بیا خو به دوی، نور هم زړور وی،
هیله ده بهرنیان نور له هیواده ووځی، او د صلحی خبری ښه پایله ولری، تر څو داسی خواشینونکی واقعات نه طالبان تکراروی، نه د انکل سام اولاده.


pattang
07.02.2010

انډيواله دا مو څه انډوخر شروع کړی !
- اول خو دې دغه دمقايسې عنوان رواجي او حقوقي ډېر بې منطقه ده :
څوک چې خپل ټاټوبی ازادوي هغه بايد اشغالګر او دهغوی جاسوسانو او همکاره
ملګرو ته يې سزا ورکړي ٠ دغه کلتور دطالب ندی بلکې په زرګونو کالونو راهسي
په ټوله نړۍ کې رواج او عملي کيږي٠ دا پر دې مانا چې دازادي په جنګ کې ظلم
نشته ٠
- ددغې پښتنې مېرمنې ناورين په داسې ظلم سره به د هر مسلمان او حتی هر روغ
انسان زړه نرۍ کړي ، دايواځې افغانستان ندی چې داسې ظلمونه پرې کوي ، ددې
ظالم هېواد تاريخ په زور او ظلم کېښودل شوید ی ٠ دغه صليبي وحشيان بېله مرګ
ژوبلې او ظلم څخه بل کار نلري ، په رنګ رنګ سترا تيږي سره خپل ناوړي مرامونه
دسرمايې په خدمت کې او دخپل غصب شوي هېواد، دخامو موادو دساتلو او پيدا
کولولپاره عملي کوي٠
- طالب زما زوی او ورو ده هغه خپل کلتوري معيارونه پېژني د خدای
نوم ته هر وخت سجده ږدي .
انډيواله نو اوس ته ديوه پښتون ! په دود، څرنګه دغه وحشيان له طالبانو سره
مقاسه کوې ?


طالب ISI
08.02.2010

محترم پتنګ صاحب سلامونه،
یوه ځل صحابه کرام له یوه غزا څخه بیرت را ګرځیدل، پدی وقت کی یو له صحابه کرامو څخه وفات شو، نو نورو صحابه کرامو وویل چی جنت د ورته مبارک وی، خو رسول د خدای وویل، نه،هغه .....(کمربند، تسمه دغه نوم زما له یاده وتلئ، چی څه شئ ووکه حلیمی صاحب دغه لیکنه لولی، هیله ده دلته وضاحت وکړی، که معلومات ورته وی) هغه څه چی دغه صحابی د غنیمت له ویشه مخکی اخیستی، نو هغه به ددی باعث شی، چی دئ اور ته واچوی.
نو که بیا یو څوک ناحقه قتل شی، د هغه به څه حال وی؟
جهاد داسی نه دی، چی تر هر وقته به د مجاهد حیثیت لری، تر هغه وقته چی د مجاهد صفت درپکی وو، مجاهد یی، چی فاسد شوی، بیا فاسد یی، که خر وی بیا خر شوی.
نو یو طالب که بهرنئ وژنی، غازی دی، چی یو بی ګناه افغان وژنی بیا یوقاتل دی.
که بهرنیان چیرته کوم ښونځئ، پول روغتون جوړ کړی، کولای شی ووایی،چی دلته دوی بشر دوستی، وکړه، او یو بل ځای، عام خلک ووژنی، بیا قاتیلین دی.

زه نه د طالب نمایندګې کوم نه دبهرنیانو، که نیک کار هر څوک وکړی، هغه ته خلک ښه وایی، که بد کار هرڅوک ووایی، هغه ته بد وایی.
بهرنیان خو ښه دی، چی کله مجبور شی، دا منی چی کوم ځای کی دوی عام خلک وژلی وی او بیا یوه د شرم څخه ډکه بښنه هم وغواړی، طالب خو په دغه ۱۴ کالو کی هیڅ بی ګناه خلک نه دی وژلی. ته وایی، چی ټولو د خدای لپاره الهام راځی چی څوک باید مړ شی، څوک نه.
په ځان مرګو بریدو کی چی عام خلک شهیدان کیږی، هغه د هغوی خپله ګناه ده، ځکه خلک باید یوه ورځ تر مخکی خوب ووینی، چی سبا په فلانی ځای کی ځای مرګئ برید کیږی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more