د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زموږ د وطن د اشغال علتونه او د اشغالګرو اصلي څېرې

باتور
29.01.2010

........................................................ خبرتيا ................................................................

ټولو پښتنو ته د پښتونولۍ سلامونه او احترامونه !

درنو خويندو او وروڼو

په دې ټول پوهېږو چي زموږ ګران وطن اشغال دی، اته کاله يې پوره سول او راتلونکي اته يې هم لا د غوايي په ښکر ولاړ دي، زموږ ښه او بد د پرديو په لاس کي دي، زموږ په هرڅه له هري خوا تعرض دی او موږ خواران په تورو سترګو ورته ګورو. . . نه په طالبانو کي د دې قدرت سته چي موږ له دې بينوا حالت نه وژغوري او نه په کرزيانو کي .

ډېر داسي کسان په موږ کي سته چي د اشغال له اصلي علتونو او د اشغالګرو له اوسنيو هدفونو څخه بې خبر دي او داسي کسان هم ډېر دي چي ځانونه د ړندو او کڼو په شان په بله خوا تېروي او د حق او حقيقت له خبرو اترو لري تښتي . .

دا چي ولي ؟ په دې پسې به نه ګرځو. . د هر چا خپله لار او خپل يې کار .

زه به دلته د ددې هڅه وکړم چي د اشغالګرو له مخونو نه لږ څه د جعلي حيا پرده پورته کړم او د دوی اصلي مخونه تاسو ته در ښکاره کړم . .

په درنښت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


رښتینی
06.03.2010

باتور صیب مننه ښه موضوع دی را نیولی ده خو ګوره دجنوری
په نه ویشتم دی وعده کړی ده

[code:1:af6a8a2824]زه به دلته د ددې هڅه وکړم چي د اشغالګرو له مخونو نه لږ څه د جعلي حيا پرده پورته کړم او د دوی اصلي مخونه تاسو ته در ښکاره کړم . . [/code:1:af6a8a2824]

فروری خو مکمله تیره شوه اوس مارچ روان دن کله به وعده پوره کوی ؟؟

په مینه


كريم كامران
14.03.2010

حامد صیب ګوره دا خونه چې پرانیستل شوه ډاکټر وطنمل په لومړۍ لیکنه کې ویلي چې:
[quote:c6531289d1]له محترمو لوستونکو څخه هيله کوم چې تر څو پورې علمي ليکنه پای ته نه وي رسيدلې او ليکونکي يې پخپله د پای اعلام نه وي کړی
او پرې د بحث غوښتنه يې هم نه وي کړي تر هغه پورې دې هر لوستونکی او ليکونکی پرې له بحث کولو څخه ډډه وکړي او يواځې
لوستونکي دې پريږدي چې ګټه ترې پورته کړي![/quote:c6531289d1]
خو تاسو دباتور صیب لیکنه ځواب کړې ده!
پرې یې ږده چې باتور صیب کله دپای اعلان وکړي بیا پرې خپل نظر څرګند کړه!

[quote:c6531289d1="حامد"]باتور صیب مننه ښه موضوع دی را نیولی ده خو ګوره دجنوری
په نه ویشتم دی وعده کړی ده

[code:1:c6531289d1]زه به دلته د ددې هڅه وکړم چي د اشغالګرو له مخونو نه لږ څه د جعلي حيا پرده پورته کړم او د دوی اصلي مخونه تاسو ته در ښکاره کړم . . [/code:1:c6531289d1]

فروری خو مکمله تیره شوه اوس مارچ روان دن کله به وعده پوره کوی ؟؟

په مینه[/quote:c6531289d1]



24.03.2010

باتور صيب خو کولی شي تر څه ليکلو پورې خپل اعلام وتړي او لږ تر لږه له وار دمخه تبصرو څخه يې وساتي!
فکر کوم دغه فورم د بحثونو هم نه وي ، بلکې زياتره د يو علمي زيرمتون په توګه ترې کار اخيستل په پام کې نيول شوي وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more