نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ښاغلی، مولوی صاحب ضعیف څرګندونی د پاکستان د رول په هکله
طالب ISI
28.01.2010
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2010/01/100127_mulla_zaeef_interview_zs.shtml
مولوی صاحب چې شیطان په خپله اصلی او همدارنګه د شیخ، او .....په جامه کی ډیر ښه پيژنی، غوښتنه کړی، چی که چیری پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبروته، را داخل شی، نو دا به نورمشکلات وزیږوی.
او یوه ښکلی توصیه یی چی کړی هغه دا ده، چی پاکستان باید خپل داخلی مسایل حل کړی. او داسی حال کی چی دوی نه شی کولای د بل چا مشکل حل کړی، چی دوی خپله مشکلات لری.
30.01.2010
شهير صيب ښې چارې !
د ملا ضعيف خبرې د ISI په اړه زمونږ او ستاسې ارزونې تاييدوي، مونږ دا خبره په ګوته کړې چې پاکستان دې د روغې جوړې په خبرو کې
نه شاملوي، نه دې طالبان دا کار کوي او نه افغان ځکومت او نه هم امريکا ، ځکه هغوی طالبان دخپلو ګټو له پاره د يوې سياسي قطې
په توګه کاروي او د خپلې سؤ استفادې پرته طالبان نه پريږدي چې ملي روغې جوړې ته حاضر شي!
خو په همدې فوروم کې هم ځينې داسې کسان شته چې له طالبانو سره د ISI ملاتړ او ګډون زمونږ د ملي روغې جوړې په خبرو کې هم
مهم بولي ، خو نه پوهيږم چې ولې او په کوم دليل دوی د ISI دغه دريځ تاييدوي ؟
ملاضعيف چې پاکُستان له هره ګوډه پيژني او د ISI په
ناوړه هدفونو ښه خبر دی،د ISI ګډون او ټول رول يې د افغانستان له پاره
خطرناک بولي چې بايد افغان حکومت او طالبان
يې هم مخه ونيسي که نه ، د ستونزې حل به نور هم ستونزمن کړي! دملا ضعيف
غوښتنې د طالبانو سره د ISI د همکاريو د پلويانو
پر مخ يو کلک ګوزار دي او بس!