د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

{{{ کيداي شي که ځمکه پري ګرمه شي ووزي. }}}


محمد اسحق شيوانی
18.03.2004

...........................................کيداي شي که ځمکه پري ګرمه شي ووزي.

رښتيا هم کله چه ٢٤ کاله وړاندي په راوسيه کښي د روس کي جي بي او د کمونستي رژيم اجنټانو دا خبره په زيات غرور تر څيړني لا ندي ونيوه ، چه مونږ څنګه کولای شو چه په افغانستان کښي خپله ناوړه او فاسده مفکوره د افغانستان په عام ولس تحميل کړو. وروسته تر زياتي څيړني ئي دا وانګيرله چه زمونږ د بري لاره داده چه په لمړي قدم کښي ددغه هيواد رواحانيين چه زيات اقليت هم دي ، خو منفوز او مقبول ليت ئي په اولس کي زيات ده له منځه يو سو ، تر څو مونږ په آساني سره وکولاي شو چه خپلي پائلي او نتيجي لاس ته راوړو . ومو ليدل چه دوی ددي شوم اقدام په پيل کښي تر زياته حده پوري موافق هم شول ، تر څو چه په هر ډول وحشت او بر بر يت سره زمونږ علماء په زياته بي رحمۍ سره سکنجه او شهيدان کړل او د هيواد واړه بچيان ئي يتيمان او تور سري ئي کونډي او بوري کړي او په ډير تعداد مسلمانان افغانان ئي د پرديو وطنو وهجرت ته مجبور کړل او له قسم قسم ستونزو او مسافريو سره ئي افغانان لاس او ګريوان کړل ، چه تر اوسه پوري د بيرته تګ توان نه لري . لنډه داچه سر کښه روسانو په ١٩٧٨ زييځ لمريز کال په هيواد کښي د خپلو ګوډاګيانو په پلوي او مرسته سره خپل استعماري او ديکتاتوره اداره جوړه هم کړه . دغه ير غلګرو او ښکيلاک ګرو چه هيڅ بشري لطف او انساني کرامت ئي هم نه لارو د افغانستان مسلمان اولس يو خيالي جنت ځان ته بالو ،[color=red:6684d02acb] لکن د افغانستان پاسته او وريښمن ګلان ورته ازغي او د هيواد هرګوټ ورته دوږخ غوندي شو ، [/color:6684d02acb] ځکه له هر لوري پري د مجاهدينو مسلمانانو د تکبير چغي او د جهاد سنګرونه ګرم شول او د سرو روسانو او د هغوی د غلامانو خلقيانو پر چميانو پر ضد اسلامي پاڅون او همدا راز لور له لوره پري د مجاهدينوغورځنګونه پيل شول .
ښکيلاک ګر روسان له دي سره سره چه په مادي وسائلو او وسلو ښه سنبال هم وو ، لکن دهغه چا معنوي زور او قوت ته ګونګ پاته شول چه نصرت او ملګري ئي هغه چا کولو چه روسانو پري عقيده نه لرله . د مجاهدينو زور او قوت چه د متعال خدی جل جلالهُ مرسته او کومک ورسره وو ، روسان له داسي وارخطائي سره مخامخ کړل ، آن تر دي چه روسان ئي په ١٣٦٨ هجري لمريز کال د سلواغي د مياشتي پر ٢٦ مه نيټه له افغانستان څخه تيښتي ته مجبور کړل . که يو خوا افغانستان کنډ و کپر ، په ميلونو وګړي ئي شهيدان ، ورک مجاهر ، درپه دره شول خو ژړا به راځي ، لکن چه د روس امپراتوري ئي په آسيا بلکه په ټوله دنيا کښي د افغانانو مجاهدينو په ننګ او همت دړي وړي شوه ، نو هرومرو به مونږ ته خوشحالي ذريعه وي .
د روسانو له وتو او د هغوی د ګوډاګيانو کمونستانو له ېا پر زيدو ورورسته بيوزله افغان اولس دا احساس وکړ چه مونږ په نړۍ کښي د خپلي مُخي مهم پړاوته را خپل شو او د ډيرې خوشحالئ اظهار ئي کاوه او له ډيرو زوريدلو وروسته ئي ګومان کاوه چه د مقدس جهاد ثمره او د پاکو شهيدانو ويني به نوۍ رنګ راوړي او د اسلامي نظام په رڼا کښي په هيواد کښي دښه امنيت او سو کالۍ آرزو لرله ، خو څنګ لورو ګاونډيانو ، بلکه شرقي غربي دښمنانو نه غوښتل چه افغانان بيا د اسلام او د وطن د ترقۍ په لور له سره خپلواک ژوند پيل کړي او ګټلۍ مقدس جهاد د افغانانو په خپل مقدس نوم پاته شي .
د شرق او غرب لاس وهنه په افغانستان کښي د نمونې په ډول نه بلکه په پراخه پيمانه شروغ او ذرګنده سوه . دغي لاس وهني مخلص مجاهدين دي ته اړ کړل چه په خپلو کورونو کښي مايوسه کښيني ، ځکه ځه د اسلام د دښمنانو د خپلي لاسي وهني مخه په داسي سياسي شکل غوره کړه چه هغه کسانو ته ئي د خپلو جيبو خولي خلاصي کړي چه هغوی دخپل اقتدار دپاره د روس پر خلاف مقدس جهاد کښي يو ذه اندازه بر خه اخيستي وه او فقط د مجاهدينو په نوم خلګو ته ځان پيژندلئ وو او په حقيقت کښي دا اقتدار د نورو په خوښه استعماليدی .
خو ريښتيا هم چه د بهر نيو لاس وهني په خپله هڅه کښي بريالی وختي او په ١٩٩٢ زييځ لمريز کال کښي دافغانانو تر منځ کورنئ جګړه کښي اسلامي دنيا ته بد نام کړ. ستړي او زوريدلي افغانان د کورنئ جګړي د لمبو ښکار شول او له لوی خدای جل جلالهُ څخه په خپلو خواستونو کښي د يوه نوي سبا غوښتنه کوله . مهربانه خدای د خپلو بندګانو دعاوي خپل حضورته منظوري کړي او د هغه اقتدار غوښتونکو چه جګړه مارانو پر سرئي په ١٩٩٦ زييځ لمريز کال کښي يو داسي آسماني تندر نازل کړ چه د اقتدار پلوه لاري ، لاري وهونکو ټولي د ظلم وستم جرړي او ځنځيران ، پاټک سالارئ يې د اسلامي مدرسو په طالبانو له منځه يو وړي ، چه جهان ورته ګوته په غاښ وو .
د اسلامي مدرسو طالبانو زوريدلی . او همدارنګه طالبانو دشرقيانو او غربيانو هر څه هيلي له خاورور سره خاوري کړي او هر هغه څه چه دوی لاس ور پورې نولي وو اسلام تحريک ددوي دغه ناوړه هدفونه ور شنډ کړل . دغه شرقي او غربي دښمنان د څه وخت لپاره چوپ او غلي پاته شول او خپله هغه ملي پانګه ئي چه پخوائي خپل غلامان پري تر بيه کول د موسسوپه ذريعه دخپل ناوړه هدف لپاره صرف کړه ، خو د اسلامي تحريک واکني افغانانو ته ستر وقار ور په بر خه کړ او هغه لري چاوطنه افغاناند هو سا ژوندون پر يوه ټغر په مينه او ورو ولي سره راغونډ شول او شرقيانو او غربيانو د موسسي په نوم مرستو هم دوی ته څه نتيجه ورنکړه .
دغو دښمنانو ته بله لاره نه شوه پاته ، نو ئي کوښښ وکړ چه په څه نامه اسلامي تحريک بد نام کړي . يو ه الره دوی ته پاته شوه ، هغه دا چه د ټول جهان د مطبوعاتو له اري ئي د تروريست مسئله را وړاندي کړه او بيوزله مظلوم افغان اولس ئي له سياسي لاري په اقتصدي بر خه کښي له ستر آز مويښت او تهديد سره مخ کړ ، لکن ددوی دغه پلمه چه د پخوا په څير ئي نا آشنا ځانګړتياوي لري د پر مخ تګ لارئي ډب نه شوه او له دي سره سره خپل شيطاني تبليغاتي ذرائع ټول په کار واچول او دمسلمانانو د هويت دښمنان په دغه تبليغاتي جنګ کښي چه دوی ستره جګړه ورته وائي ښه بريالي شول ، حتی په اسلامي نړی کښي ئي د مسلمانو په ذهنو کښي هم يو ډول زهر جن تبليغت پيچکاري کړل او سمدستي په ٢٠٠١ د اکتوبر دمياشتي پر ٧ تاريخ غري بشري بي رحمانه بمبارونه پر مظلومو افغانانو شروع کړل او په ټول افغانسان ئي له هر ګلي د شهيدانو جنازي او د زخميانو قافلي سر کړي او د وران هيواد څه پاته ودانۍ ئي له خواور سره په بمنو ايره کړي، او له څه وخته وروسته ئي د اسلامي حکومت پر ځای خپل ګوډاګي خبيث حکومت جوړکړ او خپل غلامان ئي پر طيارو تړلي کابل ته راوړل او د لوی جرګي په تش نوم ئي ډولزنان او سګوانان پر واک سپاره کړل، حيراني ودي خبري ته ډيره چه د افغانانو غيرت ئي لا ندي تسليم کړی اوله سرو روسانو ئي درس هم نه ده اخيستی.

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی



ع کريم حليمي
18.03.2004

ګرانه شيوانی صيب او درنو لوستونکو سلام ٠
موږ افغانان ډير بيځايه خيالور يو ٠ هغه د ابادې ورځی دی درپيادکه ٠ چه ته خيال په کوئ ٠
اول ٠ ستا په عمر دئ يو ساينټسټ نه لرئ
دوهم ٠ ستا په عمر دئ د دنياپه سويه صنعاعت نه کې پيدا ٠او تاريخ دي 5000 کاله دئ
دريم ٠ په ټوله وطن کی داسی څه ولاکه لرئ چه ته ورته وګورئ چه دخوشحالۍ احساس په وکئ
يو شئ لرئ چه هر ورځ دي ګريوان څري غوټي ئی شکيدلې پر ميدان ولاړيی اووني دي بهږی ته دغه نارئ وهه چه
غيرتی يم او افغان يم ٠ اؤس په نړۍ کي دغيرتی تعريف نوئ سوئ دی ٠
دغيرت لغوي معنی پر ځای ده ٠ او تعريف ئی نن داسی کيږئ ٠ هغه څوک غيرتی معلوميږئ چه هر څه ئی خپل وي
علم ولري (توپک ، طياره،موټر،شفاخانه،دوا، سکډ کوز ) دغه خپل و لری ٠ حق لري چه دغيرت والو په قطار
کئ و دريږې٠
او بل خو اصلی معنی د غيرت خو داسی ده (هر هغه څوک چه د دين او ناموس ساتل کوي غيرت ورته ويل کيږئ ٠
هو هغه يوازي يو ناموس چه په کور کئ دئ ساتلئ مو دئ او بس
پښتون بيله ښځی نور نواميس هم لري ٠ چه هغه ټوله زموږ څه وجاړه پراته دي ٠
اول ستادقوم وايمان ته وګوره ٠ نه سم پښتون دئ ٠ نه دقوي ايمان خاوند دئ ٠ نه خپل پريږدئ نه پردۍ
رمي دي دوطنه و استی ، افغان سيدجمالدين دي و استئ ٠ البيرونی درڅه وﻻړی ٠
کمونيزم تانغوښتی او چين ئی په نس موړکی
کياپيټلزم ته نه غواړی چه سعودی عربستان ئی په نس موړ کی
او Made پاکستان اسلام (Islam +Capitalism ) هم نه غواړی
اښه ټوله خارجی عسکر ولاړه ٠ سهار ته او لوی ملاصاحب پاته ياست ٠ او بن ﻻدن ولاکه راته راولی ٠
ته راته و وايه ٠ څنګه شکل حکومت افغانان يا تاسو غواړی ٠؟؟؟ بيله خوب او خياله (حکومت حضرت عمر)
موږ او تاسوته خدای ښه د اوړو پزه راکړه چه يوازئ امريکايان ندی راغلی ٠ اوس به مو پزه پری وای ٠
تاريخی بهانه لرو وا يو چه ټوله د دنيا حکومتونه په کومک راغلی دي ٠ چپله روسه ٠
حليمي



Adil watanmal
25.07.2004

Garano lostonkoo
Hila laram chi gharibana sawalona me Qabul karee.

Ka mong da khapal watan osani halat ta waqorao no sarree deer pa fikar kee walwegee chi Hagha khalak chi zamong garan watan yee dee halat ta rawarasawoo nan beya da salibee lakhkaroo pa malgarteya da hewad wagee yee palas kee dee.
1---Mung wagora Zahirsha pa khapal 40 kalana dawra kee afghanistan ta sa khizmat wakroo chi data da baba laqab warkaree shoo.
2---Masood sa wa aw sa yee karee dee chi domra warta pa ghata starga katal kee gee aw da atal laqab warkawal keegee da hamagha kas wa chi Rosano ta ba yee da mujahedeeno da hamlona da Salang lara satala pa toll afghanistan kee rosano wenee yee bahawli aw da da sara yee Orband kawaloo

KHO DA YAWA MANAL SHAWEE KHABARA DA CHI HARKALA MUSTAMIREENO CHATA DA ATAL LAQAB WARKAREE HAMAGHA MELEE ATAL NA BALKEE MELEE KHAIN WEE.
3-------saif rabani aw da doyee dalee hamagha khalak dee chi da khapal chawkee pa khatir yee da kabul khar lotee lotee karoo aw 50 zara begona khalak da khawroo landee kara.

4------ dostam ghat layeen da kofar jalaa yawazee yee da daishtee laila 13 afghani waqaree rapa yad karee

AW HAGHA warona chi pa dee nazar dee chi amricain zamong madad ta raghalee dee no lag fikar wakree chi :
1---rosan ham da hamdee kar lapara raghalee wa wali mo wa yeestal .
2--- stasee sa ladee salibee lashkar sakha mahfooz dee watan yee dar na qabza karee dee namos yee faimal karee dee kha misal yee da Tarjomanano waqiya da aw hagha sa na ba farda na rawchatawoo chi rozana pa Bagram aw noor zaino kee da afghani maindo sara kegee faqat da 100 dalaroo pa mogabel kee.
Deen :
Da khapal pak islam deen ta khatar na garoo chi nan pa afghanistan kee 390 NGO ganee pa Isaweyat ta pa dawat masrofee dee pa kabul kee Night clubona aw kalisqani joreedal aw barband filmona khawaredal da sharaboo khakara sakal aw kharsawal baid chi mong da fikar wakroo chi da komo khazo sara chi salibeyan wahshee terekawee da kho ham da cha ba khor aw da cha ba lor wee no dee fikar khabara da fa kofar bandee razakidal aw khoshali sarkandawal da ham da saree iman ta ghat khatar motawajee kawee .....................

satasee da khoshalee pa tama

watanmal


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more