نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دلندن دکنفرانس په هکله دافغانستان داسلامي امارت د رهبری شورى اعلامیه
pattang
27.01.2010
دلندن دکنفرانس په هکله دافغانستان داسلامي امارت د رهبری شورى اعلامیه
اماره
27.01.2010 11:46
دلندن دکنفرانس په هکله دافغانستان داسلامي امارت د رهبری شورى اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
ټولې نړۍ ته خورا جوته ا وڅرګنده ده چې د ۱۱/ ۹ / ۲۰۰۱ م له پېښې وروسته دامریکا په مشرۍ اشغالګرو ځواکونو له ترورویزم سره دجګړې په نامه زمونږ په اسلامی امارت او ملت باندې وحشتناک او یو ناروا یرغل پیل او زمونږ ګران ټاټوبی یې یرغمل کړ.
دغه نړیوال جرم زمونږ دځورېدلي او کړېدلي غیرتي ولس ناخوالې او ستونزې لا پسې ډېرې، او ددې لا مل شو چې ددغه ځورېدلې او ناتوانه ولس په سر دظلم او زور تورې ورېځې او وحشتناک موجونه را ښکاره ددیموکراسۍ، بیا رغونې او بشر دحقوقو تر نامه لاندې د وژلو، غلا، دملي او ديني ارزښتونو، تاریخي وياړونو دسپکاوي او داسې نورو ناروا او بې حیاییو لړۍ پیل، په دغه هېواد کې وحشت او بربریت مخ په خورېدو شو.
دوی ددیموکراسۍ او بیا رغونې تر نامه لاندې دافغانستان بې وزلو او بې وسو خلکو ته یوازې او یوازې ګډوډي، بې امنیتي، چور او چپاول، بې شرمي، دمخدره او نېشه يي توکیو د تجارت رواجول، په حکومتي کړیو او دفترونو کې رشوت او اخلاقي فساد، دملي خاینینو ، دنېشه يې توکیو تجارانو، دبشري حقونو تېري کوونکي، او دخلکو دشخصي املاکو غاصبینو قدرت ته رسول، او داسې پاک او ستره انتخابات چې دتل لپاره دخلکو په ژبو متل ګرځېدلی رواړي دي او بس!
داوباما او براون تر مشرۍ لاندې جګړه خوښې واکمنۍ چې دلندن له کنفرانس نه غواړي تر څو خپل ولسونه په دې خبره چې نړیوال له مونږ سره دي دوکه کړي، دخپلو ملتونو او ولسونو تر کلک قهر او غوصې لاندې به راشي.
هوکې دوی پرته له هر رنګه اخلاقي او حقوقي ارزښتونو زمونږ په خاوره او کور یرغل اوتېری کړی دی، نو ځکه خو هر افغان او مسلمان په دې مکلف دی چې د خپل سر، مال، ناموس، او ديني ارزښتونو ساتنه او ورڅخه دفاع وکړي، داسلامي امارت مجاهدین دهمدې خاورې اصيل بچیان دخپل هېواد له هسکو ټیټو، لوړو ژورو سره بلد له خپل اسلامي هېواد ځخه دفاع كولو ته تل تیار دي، نو ځکه خو به ماتې او خواري دنیواکګرو په برخه کېږي. ان شاالله تعالی
پاتې دې نه وي چې عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد ـ حفظه الله ـ په رسا او ښکاره ډول سره اعلان کړی چې مونږ په خپله خاوره کې دیوې اسلامي واکمنۍ غوښتونکي یو، لکه څرنګه چي په ځان باندي د بل د ضرر منونکې نه یو همدا رنګه ګاونډیو او دنړۍ نورو هېوادونو ته هم دضرر رسولو هوډ او تکل نلرو، او نه به هم زمونږ خاوره دهېڅ کوم هېواد په تاوان وکارول شي،، اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ اوښی راتلونکی په اړه رغنده ګامونه واخلی او له نورو څخه هم په دې هکله د رېښتینولۍ اواخلاص هیله من یو.
همدا رنګه اسلامي امارت هوډمن دی چې اسلامي بنسټونو او دننۍ نړۍ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو سره دټولو هېوادوالو لپاره دزده کړې او تربيې په هکله رغنده او کوټلي ګامونه پورته کړي، اسلامي امارت غواړی چي دټولو ژبنيو، قومي، اوسیمه ییزو توپیرونو په یوې خوا ته کولو سره داسي زمینه مساعده کړی چي ټول هیواد وال یو او بل ته دورور ولۍ او خواخوږۍ لاسونه سره ورکړي او یو موټی شي، په خپل ګران هېواد کې دداسې یوې سوچه او پاکې اسلامي واکمنۍ تر شا په کلکه سره ودرېږي چې زمونږ داسلامي انقلاب دسپېڅلو اوپاکو شهیدانو دلوړو او هسکو هیلو او آرمانو انځورونکې، او دټول ولس دسر، مال، عزت، حیثیت، دیني ارزښتونو، ملي او تاریخي ویاړونو ساتونکې وي. دافسوس ځای خو لا دادی چې نیواکګر هېوادونه چې امریکا یې په سر کې را ځي لا تر اوسه پورې یوازې دستونزو په نظامي او فوځي حل باندې باور لري، خو باید په ښکاره توګه او رسا غږ سره وویل شي چې: که دوی غواړي چې له مالي او ځاني تاوانونو او تلفاتو څخه ژغورل شوي وي، نه ځان او نه يې هم خپل ولسونه په خیالي پلانونو او تصوري تګلارو سره غولولي اووخت یې نه وي ضایع کړی، او نه يې هم زمونږ ځورېدلی ولس له نورو ستونزو او کړاوونو سره لاس اوګرېوان کړی وي، نو اسلامي امارت دستونزې دحل یوازېنۍ لاره چې ددوی دژغورلو او جوړ پاتې کېدو لاره هم ده دا بولې چې نیواکګر ځواکونه زر ترزره زمونږ له خاورې څخه په پوره ډول ووزي. که دوی په رښتیا سره غوښتي وي چې د ستونزې دحل لپاره کوټلي او رېښتوني ګامونه پورته کړي، نودګوانتانامو، افغانستان، پاكستان او نورو بندی خانو کې به یې په کلونو کلونوزموږبندیان دټولونړیوالو اصولو خلاف نه سا تلی، تور لېستونه به یې له یوه مخه ختم کړی وای ، جنګې قوتونه به یې نه زیا تولی اوهغه څه چی په خوله وایې هغه به یې په عمل کې هم کولی په دې باید پوه شو چې: مخکې هم ګڼ کنفرانسونه اوغونډې شوې دي، لکه دبون، باريس او توکیو غونډې، چې ځوږ او غږ یې خورا لوړ، مصرفونه یې خورا درانده، مګر دافغانستان دستونزې په هکله یې پایلې بې اغېزې او بې ګټې را وتلې دي، ددې په څای چې ستونزې حل او فصل کړي، لا يې پسې کړکېچنې کړېدي، ځکه چې دافغانانو په واک او خوښه نه دي شوي! او دا هم یو ښکاره او منل شوی حقیقت دی چې هره هغه غونډه چې په هغه کې دستونزې داصلي او بنسټیز حل اراده شتون ونه لري بې اغېزې او بې ګټې دي او وي به. دلندن په کنفرانس کې هم که دافغانستان قضیې ته په سم، رېښتوني او واقعي ډول ونه کتل شي، او ددې لپاره هڅې وشي چې په سیمه کې فوځي، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي اشغال همیشنی شي، او لا پر مخ ولاړ شي، نو دا غونډه به هم دتېرو غونډو په څېر دوخت له تېرولو او ځان غولولو پرته بل څه نه وي، په پای كي باید یو ځل بیا وویل شي چې: زمونږ دمسلمان او غیرتی ولس جهاد اومقاومت دنیواکګرو دزور، ناروا او ظلم په وړاندې همېشنی، او ورځ تر بلې په خورا ځواک سره مخ په پراخېدو دی، ددښمن هېڅ چل ول اودوکې نه شي کولای چې یا یې کمزوری کړي، او یایې هم مخه ډب کړي،(ان شاالله تعالی) که څه هم چې وخت په وخت ددې هڅې شوې، او لا پسې کېږي، چې په یو ډول نه په یو ډول دغه مېړنی او مسلمان ولس اوبیا په تېره ددوی قیادت او مشرتوب ـ اسلامي امارت ـ تر خپلې اغېزې لاندې راولي، کله دا اعلان کوي چې هر مجاهد که له مقاومت او جهاد څخه لاس په سر شی، نو دوی به پیسې ورکړي، روزګار به ورته برابر کړي، او له هیواد نه بهر به دمسترح اوارام ژوند تیرولو شرایط ورته مهیا کړی!
دوی فکر کوي چې دامارت مجاهدین دپیسو لاسته راوړلو، یا واک ته دځان رسولو لپاره، او یایې هم مجبورا تورې ته لاس کړی! مګر دا ټول فکرونه بې بنسټه، تش او پوچ دي، هېڅ حقیقت نه لري، ځکه که داسلامي امارت مجاهدینو ددنیوي موخو او مادي ګټو لپاره جهاد اومقاومت کولای، نو په لومړي سر کې به يې نیواکګرو ته دغلامۍ سر ټيټ کړی او مرسته به يې ورسره کړې وای، چې په هغه وخت کې هر څه ددوی په لاس کې وو، هم آرام ژوند او هم پیسې او هم چوکۍ، خو نه او بیا هم نه، کله به هم اسلامي امارت دخپل ایمان، وجدان، خاورې او کور په سر نه دچا دزرو او نه دچا دزوراونوروشخصي امتیازاتو په مقابل کې معامله وکړي، ځکه دا رنګه کرغېړنه لوبه دافغان غیرتي ولس په تاريخ کې ځای نه لري.
نو باید ماتې خوړلی یرغلګر دښمن په حقیقت اوواقعت باندې ښه پوه شي، چې: ددوی هېڅ رنګه چل ول او دوکې به دافغان خپلواک ولس په وړاندې کومه پایله ونه لري، پرته له دې چې یرغلګر او نیواکګر زمونږ دکور او خاورې اشغال ته دپای ټکی کېږدي بله دحل لاره به بي اغیزی وی.
-
داسلامی امارت رهبری شوری
monir
27.01.2010
دوستانو ښې چارې
ملا صاحب په وار وار سره د اولس په نامه غږېږي خو یو وار یې هم ندي ویلي چې که دﺉ بیا واګمن شی دا اولس به په کوم ډول په واک کې شریک کړي؟ داسې ښکاري چې دﺉ به د پخوا پشان امیرالمومنین وي او نور به د هغه رعیت!
خدای دې سړی بې اعتباره نکړي . د چا چې قول او عمل یو نه وي په خلکو کې بې باوره کېږي او داسې اعلامیې هم ځای نه نیسی. د مثال په توګه څرنګه چې په اعلامیه کې راغلي:
[quote:faf6c7bda8]همدا رنګه اسلامي امارت هوډمن دی چې اسلامي بنسټونو او دننۍ نړۍ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو سره دټولو هېوادوالو لپاره دزده کړې او تربيې په هکله رغنده او کوټلي ګامونه پورته کړي[/quote:faf6c7bda8]
د دومره سوځول شویو ښوونځیو ته په پام سره ستونځمن دﺉ چې پدې خبره څوک باور وکړي. کله دوی وایی چې موږ ندي سوځولي او کله وای ښه مو وکړ ځکه دا ښوونځي د کفري هېوادونو له خوا جوړ شوي او هلته کفری مفکورې تدریس کېږي او داسې نور! دا تصادفی هم ندی چې نږدي ټول سوځول او بند شوي ښوونځي یا دطالبانو تر ولکې او یا تر تهدید لاندې سیمه کې دي .
عجیبه دنیا ده !
ولسمشر کرزی هم د افغان اولس په نامه غږېږی، د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله هم په( نمایندګی مردم افغانستان ) غږیده او اوس ملا صاحب هم !
په درنښت
pattang
28.01.2010
انډيواله اوس څوک دي ? رشوتخور ، غل ، زناکار ،فاحش ، مردګاو ، قاتل
ايتنيکي شغالان او غريب تړلی رعيت چې هره ورځ بې پته او وژل کيږي٠
اوس نو کومه خوا ښه ده ??
[quote:dd4a5fe071="monir"]دوستانو ښې چارې
ملا صاحب په وار وار سره د اولس په نامه غږېږي خو یو وار یې هم ندي ویلي چې که دﺉ بیا واګمن شی دا اولس به په کوم ډول په واک کې شریک کړي؟ داسې ښکاري چې دﺉ به د پخوا پشان امیرالمومنین وي او نور به د هغه رعیت!
خدای دې سړی بې اعتباره نکړي . د چا چې قول او عمل یو نه وي په خلکو کې بې باوره کېږي او داسې اعلامیې هم ځای نه نیسی. د مثال په توګه څرنګه چې په اعلامیه کې راغلي:
[quote:dd4a5fe071]همدا رنګه اسلامي امارت هوډمن دی چې اسلامي بنسټونو او دننۍ نړۍ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو سره دټولو هېوادوالو لپاره دزده کړې او تربيې په هکله رغنده او کوټلي ګامونه پورته کړي[/quote:dd4a5fe071]
د دومره سوځول شویو ښوونځیو ته په پام سره ستونځمن دﺉ چې پدې خبره څوک باور وکړي. کله دوی وایی چې موږ ندي سوځولي او کله وای ښه مو وکړ ځکه دا ښوونځي د کفري هېوادونو له خوا جوړ شوي او هلته کفری مفکورې تدریس کېږي او داسې نور! دا تصادفی هم ندی چې نږدي ټول سوځول او بند شوي ښوونځي یا دطالبانو تر ولکې او یا تر تهدید لاندې سیمه کې دي .
عجیبه دنیا ده !
ولسمشر کرزی هم د افغان اولس په نامه غږېږی، د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله هم په( نمایندګی مردم افغانستان ) غږیده او اوس ملا صاحب هم !
په درنښت[/quote:dd4a5fe071]
monir
28.01.2010
[quote:e6ce3060f5="pattang"]انډيواله اوس څوک دي ? رشوتخور ، غل ، زناکار ،فاحش ، مردګاو ، قاتل
ايتنيکي شغالان او غريب تړلی رعيت چې هره ورځ بې پته او وژل کيږي٠
اوس نو کومه خوا ښه ده ??
[/quote:e6ce3060f5]
پتنګ کاکا د تاسو په شمول پاک الله دې د افغان اولس له درېواړو نه وژغوري !
30.01.2010
[quote]داسلامی امارت رهبری شوری[/quote
آيا د اسلامي امارت رهبري ولس ټاکلې چې دوی ورته شورا وايي؟
ددغې شورا غړي د چا استازيتوب کوي ؟
دوی په خپلو منځو کې شورا ټاکي چې ملت کنترول کړي؟ حال داچې ملت ددې لپاره ملي شورا ټاکي چې امارت کنترول کړي ، نه ملت ؟؟؟؟
د ملت کنترولول په هېڅ ډول روا او مشروع کار نه ، بلکې يو فاشستي عمل دی!
نو طالبان بايد روښانه کړي چې دوی ولې ملت کنترولول غواړي، ولې ملت ته اجازه نه ورکوي چې دوی کنترول کړي؟ آيا دوی ملت دوښمنه هدفونه لري ؟
ايا غواړي ملت خرڅ کړي او په زور خپل حاکميت ته دوام ورکړي ؟ که دا هدف نه لري نو ولې ملت ته اجازه نه ورکوي چې د ملي شورا له لارې ددوی حکومت پيا کنترول کړي ، ولې ولې او بيا هم ولې ؟؟؟ ايا ددې پوښتنې ځواب له دوی سره شته ؟
pattang
30.01.2010
[quote:527956649b]
آيا د اسلامي امارت رهبري ولس ټاکلې چې دوی ورته شورا وايي؟
ددغې شورا غړي د چا استازيتوب کوي ؟[/quote:527956649b]
انډيواله !
نه اوس- اوهم بيا تر يو څه وخته پورې ضرورت ندی چې شورا اولس وټاکي -
بلکې يوه لودګي به وي چې ملت د اشغال په حالت کې شورا ټاکي ، دملي مقاومت
سره هر ډول خلک شته خو دوی ټول د طالبانو په نوم ياديږي٠
ملت خو بندي او تړلی دی ، سر يې خالي دي او وېشل شوی دی٠
کوم تاريخي مسال به پيدا شي چې داشغال او جنګ په وخت کې يې اولسي شورا
تاکلې وي ? ٠ دطالبانو شورا اوس سياسي او معنوي او ګوندي ده خو يو وخت به بيا
يوازې معنوي وي او زه ګمان نکوم چې ټا کلو ته يې ضرورت پيدا شي ٠
ددغي شورا غړي دملت دازادي او داشغاګرو د شړلو لپاره جنګ کوي چې ملي ارادې
ټولې پکشې نغښتې دي ،نو نور استازيتوب څه مانا لري .
[quote:527956649b]
دوی په خپلو منځو کې شورا ټاکي چې ملت کنترول کړي؟ حال داچې ملت ددې لپاره
ملي شورا ټاکي چې امارت کنترول کړي ، نه ملت ؟؟؟؟[/quote:527956649b]
هو اوس داسې ضرور دی چې اشغالګر ، غله ، قاتلان ، بې کاره ،بې مسلکه دچوکيوغله
رشوتخواره ، اولاسپوڅي وشړي ، په اوس وخت کې خو ملت خپل ځان نه پيژني ، ملت
ددالرو او ظالمانو په بنديخانه کې شپې تېروي ٠ غربي خوبونه په شرق کې ورځې
او ورځې يې شپې دي ٠ دلته هم شورا نشته چې په واقعي ډول دولت کنترول کړي
د دولت کنترول دسرمايې په لا س کې دی نه دملت ، انتخاب دلته ، انتخابات هلته خوشې دنسوارو عادت دی خو په حقيقت کې هغه خر هغه يې کته .
[quote:527956649b]د ملت کنترولول په هېڅ ډول روا او مشروع کار نه ، بلکې يو فاشستي عمل
دی![/quote:527956649b]
غټې خبرې ! اول بايد ملت جوړ شي بيا سياسي شعور ولري ، غير لدې څخه ملت
دمونډېيې خر دی چې هر دلال به يې خر څوي٠
[quote:527956649b]نو طالبان بايد روښانه کړي چې دوی ولې ملت کنترولول غواړي، ولې ملت ته اجازه نه ورکوي چې دوی کنترول کړي؟ آيا دوی ملت دوښمنه هدفونه لري ؟[/quote:527956649b]
انډيواله هغه دکنداريانو خبره ده ، ولې پسخند راباندې وهې ?
داسې مه ليکه ! داسې وليکه!
ولي اجازه نه ورکوي چې اشغالګر او دشمال خنځيران[color=red:527956649b] دوی [/color:527956649b]کنترول کړي !
[quote:527956649b]ايا غواړي ملت خرڅ کړي او په زور خپل حاکميت ته دوام ورکړي ؟ که دا هدف نه لري نو ولې ملت ته اجازه نه ورکوي چې د ملي شورا له لارې ددوی حکومت پيا کنترول کړي ، ولې ولې او بيا هم ولې ؟؟؟ ايا ددې پوښتنې ځواب له دوی سره شته [/quote:527956649b]
څه شی خرڅ کړي! سياسي ملت خو نشته ، هو دوی بايد په زور تر هغه وخته حاکميت ته
دوام ورکړي چې يو حقوقي ملت جوړ ، ظالمان او قاتلان محاکمه شي ٠