اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
24.01.2010
[quote:7252249a20]دلاة،مناة اوعزی په اړه به درته ووايم چي داپخواپه ټولنه کي صالح کسان تېرشوي[/quote:7252249a20]
په دغو صالحو کسانو کې لږ تر لږه خو ٢ کسان لات او منات ښځې وې ځکه خويې نومونه هم ښځينه (لکه بي بي لات او بي بي منات ، يا لاهَ او مناهَ ) دي، له دې څخه ځرګنديږي چې معبوديت دغه بڼه د ټولنې په ډير ابتدايي پړاو يعنې د مورواکۍ يا ښځينه سالارۍ په وخت کې رامنځته شوی ، چېرې چې د ټولنې واکمني د ښځو په لاس کې وه ، او آن د اسلام تر درشله يې يو شمير پايلو غځوونی کړی دی!
د اسلام په بري سره د ښځينه سالارۍ ځينې متضادې پايلې هم چې له مرييساتې
تولنې سره يې موازي دوام موندلی و په بشپړ ډول پای ته ورسيدې او نارينه سالاري يې په غير متشدد شکل سره لا پراخه خوندي کړه !
و.افغان
24.01.2010
[quote:2e72e54ef3="پتوال"][quote:2e72e54ef3]دلاة،مناة اوعزی په اړه به درته ووايم چي داپخواپه ټولنه کي صالح کسان تېرشوي[/quote:2e72e54ef3]
په دغو صالحو کسانو کې لږ تر لږه خو ٢ کسان لاة او مناة ښځې وې ځکه خويې نومونه هم ښځينه ( بي بي لات او بي بي منات ، يا لاهه او مناهه ) دي، له دې څخه ځرګنديږي چې عبوديت دغه بڼه د ټولنې په ډير ابتدايي پړاو يعنې د مورواکۍ يا ښځينه سالارۍ په وخت کې رامنځته شوی ، چېرې چې د ټولنې واکمني د ښځو په لاس کې وه ، او آن د اسلام تر درشله يې يو شمير پايلو غځوونی کړی دی!
د اسلام په بري سره د ښځينه سالارۍ ځينې متضادې پايلې هم چې له مرييساتې
تولنې سره يې موازي دوام موندلی و په بشپړ ډول پای ته ورسيدې او نارينه سالاري يې په غير متشدد شکل سره لا پراخه خوندي کړه ![/quote:2e72e54ef3]
پتوال صاحب:
سلامونه:
سره دې چې د ليکلو مناسب وخت راته نه ښکارېده، خو ستاسو دې ليکنې ته مې صبر
ونشو، ومې غوښتل چې ضرور څه درته وليکم:
معلومات دې بيخي ناسم ، او د ځينو شواذو د افسانو او د غربي شاذ، فاسق او فاجر
ناول ليکونکو له ځانو جوړو شويو قيصو څخه دې راټول کړي دي، نه پوهېږم چې ستاسو غوندې هوښيار سړی څنګه داسې اعتقاد ولري؟؟!!!!!!!!!!، او څنګه په
داسې غير موثوق او ناباوره منابعو باندې داسې په آسانه خپله تاريخي عقيده جوړه
کړي.
لومړۍ خو دې نومونه غلط ليکلي دي، او بيا د دغو د اصل او منشأ باره کې دې هم
معلومات يواځې د يوې خندا وړ دي.
په درنښت
25.01.2010
وهاج صيب سلامونه او نيکې هيلې !
له غبرګون نه مومننه ، ځکه حقيقت په علمي غبرګونونو موندل کيږي، خو تاسې خپل دلايل ، ښايي د وخت د کموالي له کبله، نه دي وړاندي کړي،
او له تشو ادعاو مو زه هم نه څه اخيستلی شم او نه پرې تبصره کولی شم،
خو دومره به تاسو ته لا ښه معلومه وي او په خپلو دلايلو کې يې بايد درسره په پام کې ونيسئ چې :
١ - آيا لات او منات ښځينه بتان وو که نرينه ؟
٢- آيا مادر سالاري د تاريخ د تر ټلو اوږدې ابتدايي دورې په توګه منئ که نه ؟
او ايا ښځينه سالارۍ او نرينه سالارۍ دواړو په خپل خپل وخت کې لزوم او برحقيت درلوده که نه ،ايا له تاريخي اړخه اړينې او جبري نه وې ؟
او د دويم پړاو برحقيت د الله قران په دې ايت سره نه دی تاييد کړی چې :
الرجال قوامونه علی النسا
٣- آيا باطل معبودان پخپله د انسانانو له خوا نه دي رامنځته شوي (؟) که وي نو دا هم حتماً منئ چې يا د مادر سالارۍ
او يا پدر سالارۍ په دورو کې رامنځته شوي دي، نو ايا اړونده سلاريو د بتانو په جوړولو او جنسيت ټاکلو کې اغيز نه درلود؟
٤- ايا د باطلو ارباب الانواع يا شرک او کثرة المعبوديت ريښې او وده د مرييتوب د کثيرالقشره طبقاتي ټولنې سره تړاو نه لري او هغو ګاونډيو ساحو ته
نه پراخيږي چې مرييساتنې لا په کې دومره وده نه وي کړي ؟
٥- ايا د مصر او بابل د برده داريو فرعوني او نمرودي کلتور په ګاونډ کې جزيرة العرب د اسلام تر په درشله پورې هم قبيلوي او هم يوه داسې ټولنه نه وه چې مرييان هم په کې ساتل او هم پير او پلور کيدل؟
٦ - آيا قبيلوي ټولنه د هغې ټولنې مستقيمه زيږنده يا آن وروستۍ مرحله نه ده چېرې چې د قبيلو ي نرينه سالارۍ پر ځای ښځينه سالاري مسلطه وي ؟
که دا ټول په پام کې ونيول شي حتما به هغه څه چې تاسې يې اصلي منشا بولئ هم ورسره تړاو ولري ، خو آيا مخکې له مخکې د ملا صاحبانو
داجتماعي شعور له پاره ددغسې تړاو درک او منل يو څه ستونزمنه خبره نده ؟؟؟
په ډير درنښت !
وصيل پېروز
25.01.2010
السلام عليکم
وهاج ساپی اوپتوال صاحب الله جل جلاله دي تاسوته اجردرکړي :
ستاسود موضوع لپاره لاندينۍ لينک درکوم :
http://ar.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D9%84%D8%A7%D8%AA
په دې لينک کي له حوالوسره يوځای دلائل ويل شوي دي .
و.افغان
30.01.2010
ښاغلی پتوال صاحب:
دا وروستۍ ليکنه مو له مخکينۍ ليکنې سره ډېر توپير لري، خو بيا هم ستونځې په
کې شته، او ورو ورو به يې له خيره سره وڅيړو.
لومړۍ: تاسو ادعا کړې وه چې لات مناة عزی د ښځينه بتانو نومونه دي، بيا مو دا خبره
د تېرې شوې ښځينه سالارۍ لپاره دليل وړاندې کړی دی:
کېدای شي تاسو د ښځينه سالارۍ لپاره نور دليلونه هم ولرئ، په هغو به وروسته غږيږو
خو لومړۍ به ستاسو په دغه ياد شوي دليل وغږېږو، بيا له تاسو څخه هيله کيږي، چې
د ښځينه سالارۍ بشپړ واضحه تعريف وکړئ، چې مقصد مو ترې څه دی؟. چې بيا د
تعريف په رڼا کې تر بحث لاندې ونيسو.
ښاغلی پتوال صاحب: لات، مناة، عزی، د ښځينه بتانو نومونه نه دي، شرح يې
لوستونکو ته په لاندې ډول وړاندې کوم:
لات: د لات يلُتّ اسم فاعل دی، چې د ميده کولو، رېز مرېز کولو په معنی راځي، لات
د هغه سړي لقب دی، چې په طائف کې به يې په يوه تيږه باندې خلکو ته سويق او سمنک
جوړوه، او اچه (د غواوو غوړي يا ورته نور) غوړي به يې پرې اچول، دی يو صالح سړی
وو، دی د حاجيانو په لار باندې پروت وو، او حاجيانو ته به يې سمنک ورکاوه، کله
چې دی وفات شو، نو د هغه د قبر عبادت يې شروع کړ، دغه خبرې په صحي سند سره
ثابتې شوي دي.
او ځینو ويلي دي چې ځينو داسې اعتقاد لره چې دغې تيږي دغه سړی تېر کړی، نو د
هغې تيږي عبادت يې شروع کړ چې ده به پرې سمنک جوړاوه، تر څو چې د اسلامي
غازيانو له خوا له منځه يوړل شوه، د مؤنثې صيغې
استعمالول ورته هيڅ ستونځه ځکه نه لري، ځکه چې موسوم به د (صخرة) کلمه ده، او
او هغه مؤنثه ده.
مناة: هم يوه تيږه وه، چې په هغوی دوی خپلې قربانۍ کولې، او مناة ځکه ورته ويل
کيږي چې ډېرې وينې به پرې بهولی کېدې، یعنې قربانۍ پرې کېدلې، د مؤنثې صيغې
استعمالول ورته هيڅ اشکال ځکه نه لري، ځکه چې موسوم به د (صخرة) کلمه ده، او
او هغه مؤنثه ده.
العزی: د خرماوو يوې ونې (شجرې) نوم دی چې خلکو د هغې عبادت کاوه، او د هغې ونې مجاوره او خدمتګاره يوه ښځه وه، قريشو به د دې ونې تعظيم او عبادت کاوه،
تر څو چې ديوه غازي صحابي په لاس له منځه يوړل شوه، اطلاق يې په دواړو شوی
دی، خو په اصل کې مقصود هغه ونه ده، او د مؤنثې صيغې
استعمالول ورته هيڅ ستونځه ځکه نه لري، ځکه چې موسوم به د (شجرة) کلمه ده، او
او هغه مؤنثه ده.
هو! داسې يو قول هم مفسرينو کې شته، چې د مشرکينو مراد له دغو دريو آلهه وو څخه
ملائکي دي، چې مشرکينو ورته د الله تعالی د لوڼو نسبت کاوه (العياذ بالله)، خو دغه
قول ضعيف دی، مجرد تفسير دی، اګر که دا خبره حقيقت لري چې مشرکينو به ملائکو
ته د الله تعالی د لوڼو نسبت کاوه، ځکه خو الله جل جلاله هغوی ته خطاب کوي:
ألکم الذکر وله الأنثی، تلک اذا قسمة ضيزی.
يعنې نا اشنا او عجيبه ویشنه ده، چې د خپلو ځانونو لپاره هلکان خوښوئ، انجوني
مو بدې راځي، ژوندۍ يې په خاورو منډۍ، او بيا الله ته لورګانې ثابتوئ، سره له دې
چې په دې خبره هيڅ کوم دليل نه لرئ.
د پورتنيو خبرو مصادر:
تفسير مجاهد (ج 2 / ص 645) ، تفسير الطبري م الرسالة/24 - (ج 22 / ص 523)، تفسير الطبري م 12 - (ج 11 / ص 519)، الدر المنثور السيوطي دار الفكر/8 - (ج 7 / ص 652)، تفسير القرآن العظيم ابن كثير م/ت سامي سلامة/8 - (ج 7 / ص 455)، تفسير القرآن العظيم ابن كثير م/4 - (ج 4 / ص 323)، تفسير القرطبي م دار إحياء التراث/20 مع التعليقات - (ج 17 / ص 100)، زاد المسير ابن الجوزي م المكتب الإسلامي/9 - (ج 8 / ص 72)، فتح القدير الشوكاني م - (ج 5 / ص 153)، المجلى شرح القواعد المثلى كاملة الكواري - (ج 10 / ص 4)، شرح العقيدة الطحاوية سفر الحوالي - (ج 1 / ص 1166)، معارج القبول حافظ الحكمي م - (ج 1 / ص 128)، تيسير العزيز الحميد سليمان بن عبد الوهاب م - (ج 1 / ص 144).
:
.
:
"
[quote:2b16ec31a4="پتوال"]وهاج صيب سلامونه او نيکې هيلې !
له غبرګون نه مومننه ، ځکه حقيقت په علمي غبرګونونو موندل کيږي، خو تاسې خپل دلايل ، ښايي د وخت د کموالي له کبله، نه دي وړاندي کړي،
او له تشو ادعاو مو زه هم نه څه اخيستلی شم او نه پرې تبصره کولی شم،
خو دومره به تاسو ته لا ښه معلومه وي او په خپلو دلايلو کې يې بايد درسره په پام کې ونيسئ چې :
١ - آيا لات او منات ښځينه بتان وو که نرينه ؟
٢- آيا مادر سالاري د تاريخ د تر ټلو اوږدې ابتدايي دورې په توګه منئ که نه ؟
او ايا ښځينه سالارۍ او نرينه سالارۍ دواړو په خپل خپل وخت کې لزوم او برحقيت درلوده که نه ،ايا له تاريخي اړخه اړينې او جبري نه وې ؟
او د دويم پړاو برحقيت د الله قران په دې ايت سره نه دی تاييد کړی چې :
الرجال قوامونه علی النسا
٣- آيا باطل معبودان پخپله د انسانانو له خوا نه دي رامنځته شوي (؟) که وي نو دا هم حتماً منئ چې يا د مادر سالارۍ
او يا پدر سالارۍ په دورو کې رامنځته شوي دي، نو ايا اړونده سلاريو د بتانو په جوړولو او جنسيت ټاکلو کې اغيز نه درلود؟
٤- ايا د باطلو ارباب الانواع يا شرک او کثرة المعبوديت ريښې او وده د مرييتوب د کثيرالقشره طبقاتي ټولنې سره تړاو نه لري او هغو ګاونډيو ساحو ته
نه پراخيږي چې مرييساتنې لا په کې دومره وده نه وي کړي ؟
٥- ايا د مصر او بابل د برده داريو فرعوني او نمرودي کلتور په ګاونډ کې جزيرة العرب د اسلام تر په درشله پورې هم قبيلوي او هم يوه داسې ټولنه نه وه چې مرييان هم په کې ساتل او هم پير او پلور کيدل؟
٦ - آيا قبيلوي ټولنه د هغې ټولنې مستقيمه زيږنده يا آن وروستۍ مرحله نه ده چېرې چې د قبيلو ي نرينه سالارۍ پر ځای ښځينه سالاري مسلطه وي ؟
که دا ټول په پام کې ونيول شي حتما به هغه څه چې تاسې يې اصلي منشا بولئ هم ورسره تړاو ولري ، خو آيا مخکې له مخکې د ملا صاحبانو
داجتماعي شعور له پاره ددغسې تړاو درک او منل يو څه ستونزمنه خبره نده ؟؟؟
په ډير درنښت ![/quote:2b16ec31a4]
عبد السلام
01.02.2010
[color=darkblue:df2e92be42]ښاغلی پتوال صاحب: لات، مناة، عزی، د ښځينه بتانو نومونه نه دي، شرح يې
لوستونکو ته په لاندې ډول وړاندې کوم:[/color:df2e92be42]
ته په دې خبره کلک ولاړ یې؟؟؟ چې دبتانو ښځینه نومونه لات، مناة، عزی نه وو؟ اوداهم داسما الحسنی مونثه صیغې ندي؟ الات د الله نه ، او المناه د المنان نه او العزی د العزیز نه،( اغز، عزی ) یا هېخوا اویا دې خوا اخیستل شوي؟ او دکومو مصادرو څخه مو چې نقل کړئ دې موضوع ته یې هم اشاره نه ده کړي؟؟ هغه مو ولې ندی راخیستی؟
و.افغان
01.02.2010
[quote:a9529551b9="عبد السلام"][color=darkblue:a9529551b9]ښاغلی پتوال صاحب: لات، مناة، عزی، د ښځينه بتانو نومونه نه دي، شرح يې
لوستونکو ته په لاندې ډول وړاندې کوم:[/color:a9529551b9]
ته په دې خبره کلک ولاړ یې؟؟؟ چې دبتانو ښځینه نومونه لات، مناة، عزی نه وو؟ اوداهم داسما الحسنی مونثه صیغې ندي؟ الات د الله نه ، او المناه د المنان نه او العزی د العزیز نه،( اغز، عزی ) یا هېخوا اویا دې خوا اخیستل شوي؟ او دکومو مصادرو څخه مو چې نقل کړئ دې موضوع ته یې هم اشاره نه ده کړي؟؟ هغه مو ولې ندی راخیستی؟[/quote:a9529551b9]
عبد السلام صاحب: ځما خبرې مو صحي نه دي لوستلې، ما داسې نه دي ويلي چې دغه
ښځينه نومونه نه دي، ما داسې ويلي دي لکه څنګه چې تاسو اقتباس کړی دی، چې دغه
دغه نومونه د ښځينه بتانو نومونه نه دي، دا مې هم ويلي دي اګر که د مؤنث صيغې
دي، خو په دوه وو کې ترې (صخرة) مراد ده، او په درېيم کې ترې (شجرة) مراد ده، چې
د شجرې او صخرې لپاره عرب مؤنث صيغه استعمالوي، دا چې هغوی دا نومونه د الله
جل جلاله د ځينو نومونو څخه مشتق کړي دي، نو داسې يو قول شته، البته د بتانو په
ښځينتوب دلالت نه کوي، او نه د دغه قول والاوو د بتانو د ښځينتوب دعوی کړې.
د اللات باره کې خو صحيح روایات راغلي دي، چې له لات څخه هغه سړی مراد دی،
او لات د لات يلت څخه اخيستل شوی دی، چې معنا يې پورته شوې ده، اللات اسم
فاعل صیغه ده، د مذکر لپاره استعماليږي، د مؤنث لپاره بايد: اللاتة وويل شي، کوم
چې مناة دی، نو دهغې توجيه هم پورته وشوه، نو مناة هم د الله جل جلاله له نومونو
څخه مشتق نه دی، کوم چې العزی ده، نو عزی د فُعلی صيغه ده، کوم چې د افعل
التفضيل په مقابل کې د مؤنث لپاره کارول کيږي، نو امکان د دې شته چې د العزيز
نه مشتق وي، البته د العزيز په مقابل کې العزيزة راځي نه العزی، العزی د الأعز په
مقابل کې مؤنث ته کارول کيږي، خو که بيا هم ومنو چې العزی هغوی د العزيز نه
مشتق کړی دی، نو دا خبره د دې معنا نه ورکوي چې د العزی اطلاق په ښځينه بت شوی
دی، ځکه چې د صحيحو رواياتو له مخې العزی هغه ونه وه، چې دوی يې عبادت کاوه،
کېدی شي چې دوی داسې عقيده درلوده چې دغه ونه دوی ته څه عزت يا نور څه
وربښي، لکه ځمونږ د زمانې ځينو جاهلان چې په ونو او تيږو باندې رنګارنګ عقيدې
لري.
يوې مسئلې ته مو بايد فکر وي چې د اشتقاق په مسئله دلته مهمه قضيه د نيت ده،
يعنې هغوی چې دا اشتقاق کاوه، د هغوی په نيت کې د الله جل جلاله له نومونو څخه
دغه اشتقاق مقصودي وو، او د چا لپاره يې چې اشتقاق کاوه هغوی باندې دوی د
آلهه وو عقيده لرله، که چېرته دغه دوه خبره نه وي، نو ځينې نومونه په ظاهري لفظ کې
د الله جل جلاله او د بندګانو تر منځ مشترک دي، نو که په بنده باندې يې اطلاق وشي،
نو څه پروا نه لري، ځکه چې دلته خبره نسبي ده، او هغه أکمله معنی مراده نه ده کومه
چې د الله جل جلاله له شان سره ښايي.
نو مثلا انسان کولی شي چې په ځان باندې: عزيز، بصير، رحيم او داسې نور نومونه
کېږدي، البته که عبد ورته مضاف شي، نو بيا ترې بهترين نومونه جوړيږي، او د مضاف
اليه څخه لوی الله جل جلاله مراديږي، لکه: عبد العزيز، عبد البصير او داسې نور.
بله دا چې ګرانه تاسو ټولې حوالې نه دې کتلي، تاسو کوم قول ته چې اشاره کړې ده،
هغه په معارج القبول کې شته، چې پورته يې حواله ورکړل شوې ده، همدارنګه په تفسير
القرطبي 7/285، 7/328 ، زاد المسير لابن الجوزي 293/3، تفسير البغوي 307/3، تذكرة الأريب في تفسير الغريب ص193،
التفسير القيم لابن القيم ، أعلام السنة المنشورة صـ 90، او نورو ډېرو کتابونو کې شته دی.
أکثره مفسرين دغه شرحه د دې آيت (ولله الأسماء الحسنی فادعوه بها، وذروا الذين
يلحدون في أسمائه) د تفسير لاندې د قول أول يا ثاني يا ثالث په حيث
راوړي، او آيت ټولو ته مشتمل دی، که مشرکينو اشتقاق نه وي کړی، که له هغوی
وروسته څوک داسې يو اشتقاق کوي، يا مخلوق ته اله وايي، يا الله جل جلاله په هغه
نوم نوموي چې هغه ځان لپاره نه وي غوره کړی، يا يي نومونه او صفتونه کوي، دغه
ټول په الحاد کې راځي.
البته د دغه اشتقاق خبره ځمونږ د اصل موضوع سره هيڅ منافات نه لري، ځکه چې دا
اشتقاقات په دې دلالت نه کوي چې بتان ښځينه وو، او ځمونږ بحث اصلا په همدغې
نقطه دی، چې آيا بتان ښځينه وو او که نه؟.
هيله ده چې ستاسو مخکينۍ اشکال رفعه شوی وي، او که نه نو ورور دې د مزيد
وضاحت لپاره حاضر دی.
په درنښت
میوند ننګیال
02.02.2010
سلامونه !
ستاسو له ټولو څخه یو جهان مننه چی دومره مفید او په زړه پوری بحث مو روان کړی .
الله مو له اجره مه محروموه
02.02.2010
محترم وهاج صيب خبره ښه شنلې او شربلې ده، او رښتيا هم
[quote:60c245d5e3]ځمونږ بحث اصلا په همدغې نقطه دی، چې آيا بتان ښځينه وو او که نه؟. [/quote:60c245d5e3]
خو دا خبره تاسې ټول هغه کسان چې سعودي کې مو څه وخت تير کړی د تاريخ له مخې روښانه کړئ چې آيا لات او منات دوه بتان ښځينه
باډي او قواره لرله که نه، که نه، نور بيا اشتقاقاتو ته يې اړتيا نه ليدل کيږي !
او که هغه په واقعيت کې ښځينه بتان وو نو بيا
که اشتقاق يې نرينه هم کړي څه معنی نه لري . د اشتقاق له مخې د هغوی ښځينه ثابتول هغه وخت وزن پيدا کوي چې په تاريخ کې
عربو ته ثابته وي او وايئ چې دغه بتان ښځينه وو . که عربي تاريخدانان ئې نرينه بولي نو بيا يې د نومونو ښځينه اشتقاق نه يواځې
معنی نه لري، بلکې د وهاج صيب دخبرې سره سم به هغه اشتقاق هم غلط وي او په سم اشتقاق سره لات او منات نرينه نومونه دي او په دې صورت
کې له ښځينه سالارۍ سره هم بيا تړاو نه لري !
له وهاج صيب څخه مننه ، چې تر دې ځايه يې د اړونده نومونو په اړه زمونږ نيمګړی معلومات ته سمون ورکړ، خو دا به ډيره ښه وي
چې د تاريخ شاهدي ددغو بتانو په نارينه توب هم رانقل کړي !
[color=darkred:60c245d5e3]
بله نقطه د بحث له پاره د بشر په تاريخ کې د ښځينه سالارۍ سکالو ده، اياعربي تاريخبوهانو د عربو ښځينه سالاري تٍبيت کړې ده ؟
لا مهمه داده چې آيا د اسماني اديانو تاريخ دښځينه سالارۍ دوره مني که نه
( ولې د منلو او نه منلو دواړو له پاره ډيره دا اړينه ده
چې معلومه شي چې د آدم (ع) ژوند له نن څخه څو زره کاله مخکې بولي؟؟؟ ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ )
يعنې آدم او حوا دقيقاً څو زره کاله مخکې له اسمان نه ځمکې ته راښکته شوی دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او څه ډول ژوند توګه يې غوره کړې وه ؟؟؟؟؟[/color:60c245d5e3]
ځينې څيړنې هابيل شپون او قابيل کروندګر بولي ، که تاسې په دې اړه له
لوستونکو سره څه شريکولای شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
و.افغان
12.02.2010
محترم پتوال صاحب:
لومړۍ به له دې روانې سکالو فارغ شو، بلې ته به بيا شروع وکړو.
محترما:
عربي مؤرخين دوه ډوله دي، لومړۍ ډول داسې دي چې هر څه يې چې اوريدلي دي، نو هغه
يې په خپلو کتابونو کې راټول کړي، بېشماره تضادات، تناقضات او بې دليله خبرې د هغوی په تاريخ کې ليدل کيږي.
بل هغه مؤرخين دي چې محدثين دي، هغوی د توثيق او د يو څه د اثبات لپاره خپل قواعد
او ضوابط لري، د اسانيدو څيړل، په هغوی کې صحيح او ضعيف معلومول د هغوی دنده
ده، او ډېره ښه يې ترسره کړې ده.
ما خو د دوی دواړو په کتابونو کې داسې ثابت څه نه دي ليدلي چې په هغې کې دغه
بتان ښځينه شمېرل شوي وي، که تاسو ته معلوم وي نو له مونږ سره يې شريک کړئ.
پاتې شوه د شکلو او قوارو خبره، نو شکلې او قوارې هيڅ وجود نه لري، په دې چې لات
او مناة تيږه ده، او العزی ونه ده چې مجاوره يې يوه ښځه وه، دا چې دوی وروسته د لات
بُت هم جوړ کړی دی، نو احتمالي خبره ده.
او که بيا هم بالفرض و التقدير دغه بتان ښځينه وو؛ نو بيا هم ستاسو له خوا د وړاندې
شوې مفکورې لپاره پرې استدلال هسې يو پوچ او غلط استدلال دی، ځکه چې د درې
ښځينه بتانو تر څنګ تاسو په سوونو نارينه بتانو ته وګورئ، او بيا د هغه وخت په ټولو اقوامو
او اهل مذاهبو په عقيدو او مذهبونو کې سوچ وکړئ چې هغوی د ښځې په اړه څرنګه عقيده
لرله، تر څو چې اسلام راغی او د ښځې حقوق او لوی مکانت يې خلکو ته واضح کړ.
اوس له تاسو ښاغلي څخه يوه پوښتنه؟
معلومداره خبره ده چې په عمومي ډول د ښځې بدني، روحي، نفساني او فسيولوجي حالت
دا نه ايجابوي چې ښځه دې د ټولنې مشري وکړي، بالعکس د سړي بدني، روحي، نفساني
او فسيولوجي حالت سړي د ټولنې د قيادت لپاره ترجيحوي، دا چې ځينې ښځې په دې
توانيږي چې کاميابې قائدانې جوړې شي، يا ځينې سړي داسې شي چې ښځې پرې وربرې
شي؛ نو دا يو استثنائي حالت دی، چې قياس پري صحيح نه دی، بلکه داسې حالت ته شاذ
او نادر ويل کيږي، او شاذ او نادر حکم نه لري، د عمومي ضابطې څخه مستثنی وي.
نو پوښتنه دا ده ښاغليه!
تاسو داسې يو دليل مونږ ته وړاندې کړئ، چې د هغه له مخې استدلال کېدای شي چې
په تېره زمانه کې يو وخت د سړي او ښځې د بدني، نفسي قواوو کې داسې يو عظيم او
بې نظير انقلاب را منځ ته شو، چې سړي د ښځې خواص خپل کړ، او ښځې د سړي خواص
خپل کړ.
هو! که داسې کوم يو دليل لرئ نو مونږ به هم ضرور تاسو سره دا ومنو چې يو وخت ښځې
د ټولنې قيادت کاوه.
او که يې نه لرئ نو ويلای شو، چې داسې غلطې افسانې د غربي ليبرل ملحدو ليکوالانو
د کيسو اختراع ده، چې له حقيقت سره هيڅ تړاو نه لري.
په درنښت