د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاچاخان د ۲۱ تلین په مناسبت

ډاکټر څپاند
26.01.2010

[color=red:e53ce19e0a]د پاچاخان د ۲۱ تلین په مناسبت ![/color:e53ce19e0a]افغانی مشرانو کې ښایی پاچاخان هغه یوازینی ملی مشر وی چې د افغانانو ملی موخې او ګټې یی د بل هر مشر په نسبت په صفا ټکو او روښانه توګه بیان کړی او په عمل کې یی د هغو د لاس ته راوړلو لپاره ویاړلې مبارزه کړې وی . پاچاخان د همدغه موخو لپاره له دیرش کلونو زیات د انګریز او روسته د پنجاب په زندانونو کې تېرکړل چې د نړۍ پرمخ کوم بل مشر د خپل ولس لپاره دومره کړاو نه دی ګاللی . د پاچاخان بله لویه ځانګړتیا دا ده چې د داسې پیچلو مسلو د حل لار هم په عدم تشدد کې وینی او افغانان چې له هغې هم احساساتې او خون ګرمه دی په سیمه او نړۍ کې د وړ ژوند د بسیا لپاره په همدغه وسله سمبالوی . له دې کبله څونه پرځای ده چې په داسې ښېګڼو او بډاینو سره پاچاخان ، د غازی امان الله خان لخوا د فخرافغان په لقب ویاړل کیږی او په سیمه کې د افغانانو د ګاندهې په نوم پېژندل کیږی .

د ۱۳۴۴ لمریز کال د تلې میاشتې خبره ده . موږ هغه مهال د کامی مرادعلی لیسې په اړوند چې ودانی یی تر کار لاندې وه ، د لنډ وخت لپاره د کندیو د شیخ محمدیو په کلی کې زده کړه کوله .

یو سهار د لس بجو په مهال ، ناببره د ښوونځی زنګ په ګړنګهار شو . ډنډوره شوه چې زموږ ښوونځی ته فخرافغان راغلو .هلکانو خپل منځ او له ښوونکو پوښتنې پیل کړی چې فخرافغان څه ته وایی او دا څوک دی ؟ خود داسې پوښتنو د ځواب ویلو لپاره وخت پیدا نه شو . ټوله لیسه چې هغه مهال یی یوازې نهه ټولګی بشپړ شوی وو ، د سترګو په رپ په منظمو لیکو کې لکه عسکری قطعه د تیارسۍ په حال کې چمتو شوه . څو شېبې روسته د ښوونځی د مدیر ، ځینی استادانو او د کامی د سپینږیرو او مشرانو په منځ کې د خپل هېواد د غرونو پشان دنګ ، لوړ او غښتلی سړی د لیسې په مخ کې ودرید .

د لیسې د تیارسۍ او ارام سۍ روسته د لیسې مدیر ایله دومره وویل : ګرانو شاګردانو ستاسو د لیدو لپاره له کوزې پښتونخوا څخه فخرافغان پاچاخان راغلی او غواړی تاسو سره خبرې وکړی .

پاچاخان د « بچوړو ستړی مشۍ » په کلام سره خپله وینا پیل کړه (

۱ ) :
[color=yellow:e53ce19e0a]لومړۍ خبره می دا ده ، زه یو وخت بریتانیا ته تللی وم . هلته مې په یوه ښار کې له یو سړی نه پوښتنه وکړه ، چې ته په قوم څوک یی ؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې زه انګریز یم . په بل ښار کې مې له بل تن څخه وپوښتل چې ته په قوم څوک یی ، هغه هم وویل چې انګریز یم او داسې ډېرو نورو هم یوشان ځواب راکړ . بیا کله چې فرانس او جرمن ته ولاړم ، هلته هم د فرانس او جرمن هر وګړی ویل چې زه فرانسوی او جرمنی یم .

خو کله چې زه دلته افغانستان کې په ولایتونو او بېلا بېلو سیمو وګرځېدم او له خلکو مې وپوښتل ، یوه راته ویل چې زه ازبک یم ، بل راته ویل زه تاجک یم او بل راته ویل زه پښتون یم او داسې نور نور. بچوړو دا خبره سمه نه ده . هر څوک چې په افغانستان کې اوسیږی هغه افغان دی . موږ او تاسو ټول افغانان یو .

دویمه خبره دا ده ، زه په کابل کې حبیبی لیسې ته تللی وم . هلته مې د یوه شاګرد نه پوښتنه وکړه ، چې ته په قوم څوک یی ؟ هغه راته وویل چې زه افغان یم . ما ترې بیا پوښتنه وکړه چې په افغانی ژبه پوهیږی ؟ هغه زما په خبره پوه نه شو او ځواب یی رانه کړ . نو زه تاسو ته وایم چې که یو قوم پخپله ژبه پوه نه شی او خپله ژبه هیره کړی ، هغه قوم ډېر ژر د دنیا پر مخ له بربادۍ سره مخامخیږی . ژبه د یوه قوم د هویت څرګندوی ده .[/color:e53ce19e0a]درېیمه خبره چې غواړم تاسو ته یی وکړم دا ده ، بچوړو تعلیم به کوۍ . موږ خدایی خدمتګارو به کله چې کوزه پښتونخوا کې خپلو پښتنو ته د تعلیم خبره کوله ، اګریزانو به نه پریښودلو . دلته خو په افغانستان کې تاسو ټولو لپاره د تعلیم اسانتیاوې شته دی ، باید تعلیم وکړۍ او په هغې کې کوښښ وکړۍ !
روسته له ډېرو کلونو اوس هم ، د پاچاخان یادې شوې دریواړه خبرې د هر افغان لپاره د ملی کړنلارې حیثیت لری . د پاچاخان ټول ژوند او د خدایی خدمتګارو هلې ځلې د خپلواکۍ ، ملی هویت ، خپلې ژبې او د پښتنو د تعلیم لپاره وقف شوی دی .یو امریکایی ختیځپوه ښاغلی ایکناټ سوارن « حضرت پاچاخان ژوند اوفلسفه » نومې خپل کتاب کې لیکی : « انګریزان چې په دې پوه شول چې د خان د سکولونو نظام وده مومی او پښتون کې بیداری راځی ، دوی د خان د سکولونو استادانو ته د قیدوبند ډهمکې ورکړې او ځینی استادانو د ازادو سکولونو ملازمت پریښود . هغه سرګرمۍ او خیالات چې نور هندوستان کې به زغملی شول او ډادګیرنه به یی کېده ، هغه پښتونخوا کې نه شول زغمل کېدلی . د انګریز پوځی افسران د پښتنو په بیدارۍ ډېر په تشویش کې وو . د هغوی سینه د پښتنو لپاره کله هم پراخه نه وه او نه د پښتون په حواله سره هغوی تهزیب یافته وو ( ۲ ) »ښاغلی ایکناټ بل ځای لیکی « ده ( پاچاخان ) چې کار شروع کړ ، په هر قدم او ګوټ کې اختلافاتو دده مخه نېوله . د ملاکنډ ایجنسۍ پولیټیکل ایجینټ ډېر سختګیر انسان و. ده خو به لا په څرګنده د خان کارکنانو ته ډهمکې ورکولې او لا به یی په عجیبه عجیبه طریقو د دوی کار کې خنډان پیداکول .ددې پولیټیکل ایجینټ چې ښاغلی کېب نومېده ، له دې نه بل څه کار نه وو چې پاچا خان تر خپل رعب لاندې راولی . ده یوه ورځ د دیرنواب خپل دفتر ته راوبللو او په ضلعه کې یی د یوازینی سکول په باب وویل چې نواب سیب : دا سکولونه او دا سبق موږ لپاره خنډان پیداکوی ، که ته غواړې چې ددې سکول په وجه تا ته مشکلات پیدا نه شی نو غوره خبره دا ده چې څومره ژر کېدی شی دا سکول تبا کړه . نواب سیب څو ورځو کې دننه دننه دا سکول تباکړ ( ۳ ) » همدا شان په ۱۹۷۱ م کال کله چې لوېدیځ پاکستان په دې پوه شو چې بنګال « په هغه مهال یی نوم ختیځ پاکستان و » نوره خپلواکې اخلی نو د شمس البدر د جماعت اسلامی د رضاکارانو په نامه د حکومت تیاره کړې ، تربیه کړې او مسلح کړې ډله وه . کله چې حالات ډېر خراب شول ، نو حکم وشو چې د ډاکې ښار ( د اوسنی بنګله دیش پلازمېنه ) ټول Intellectuals ( روشنفکران ) له مخې نه لری کول پکار دی . او دا کار دې شمس البدر ته وسپارل شو . طریقه ظاهره وه ، فهرستونه تیار شول او د هر ډاکټر ، پروفیسور ، سټوډینټ ، استاد ، لیډر ، فنکار ، صحافی ، لیکوال ، پر کورونو د ( x ) نښې ولګول شوې او په یوه شپه دوه سوه تنه دا منورین او روشنفکران له منځه یووړلی شول . د هغوی ټولو ، مړی بیا د یوه وچ تالاب څخه راوویستل شول » او داسې فیصله شوې وه « چې بنګال به یا زموږ وی ، زموږ خوراک به وی او که زموږ د خوراک کیږی نه ، نو بیا به بنګال تبا کیږی . کالجونه ، یونیورسیټی ، هسپتالونه ، ریلونه ، بندرګا ، پلونه ، کارخانې دا هر څه به لوټې لوټې کیږی ( ۴ )» .کومه لار چې د پاچاخان په مهال انګریزانو د پښتنو د ښوونځیو د له منځه وړلو لپاره نېولې وه ، همغه لار روسته بیا پنجاب د پښتونخوا او بنګله دیش په اړه هم پلې کړه . همدغه لار په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان په اړه هم تعقیب شوې ده . دا چې په پاکستان کې جوړشویو اسلامی او جهادی تنظیمونو په افغانستان او پښتونخوا کې ښوونکی ، استاد ، ډاکټر ، انجینر ، لیکوال ، شاعر او د قوم مشر ژوندی نه پریښود ، بنسټ یی د انګریزانو او روسته بیا د پنجاب لخوا ایښودل شوی دی . ترهګر او په طالبانو کې د دوی ملګری اوس هم د پنجاب په همدغه تګلار روان دی . نه پښتنو ته ښوونځی پریږدی او نه ښوونکی . د پښتنو د هر راز مالی ، مادی او معنوی شتمنۍ د ړنګېدو پسې یی مټې بډوهلی دی !
بلخوا د خپلواکۍ هغه غورځنګ چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ او دویمه لسیزه یی په بره پښتونخوا کې د محمود طرزی او غازی امان الله خان پلاس د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه ، د همدې پیړۍ په لومړۍ نیمایی کې د انګریز پر وړاندې په لره پښتونخوا کې د پاچاخان په مشرۍ د خدایی خدمتګارو په مټ مخې ته بیول کېده . دغو دواړوغورځنګونو په افغانستان او د هند لویه وچه کې هغه مهال ، د خپلواکۍ او ازادۍ په لار کې د پاموړ زیارونه ګاللی دی .
« د ۱۹۳۱ م کال د دیسمبر په ۲۲ مه د پښتونخوا انګریز چیف کمشنر سررالف ګرفټ د پاچاخان سره خبرې وکړی . د خان خبرې ساده او عام فهمه وی .ده سررالف ته ووی چې تاسو د پښتنو قبایلو په وژلو او تباکولو کومې پیسې خرڅوۍ ، که دا تاسو د دوی لپاره په وړو وړو کارخانو جوړولو او سکولونو او سړکونو خرڅ کړی وای ، نو پښتون به ستاسو دښمن نه ، بلکې دوست او ملګری وو . تاسو ته به له پښتون څخه د ډار څه ضرورت نه و . څونه چې بهارت د روس د یرغل نه د ساتلو خبره ده نو دا کار هله په ښه توګه کېدی شی چې تاسو پښتون ته په خپله خاوره واک او اختیار ورکړۍ . پاچاخان ورته دا خبره ښه صفا کړه چې هیڅوک پر موږ حکومت نه شی کولای ، که څوک خلاف جنګ کول غواړی موږ د خپلې خاورې او خپل وطن د تحفظ لپاره خپل هر څه قربانولو ته تیار یو ( ۵ ) » نن هم خبره د پاچاخان د مهال په برید ده ، که لوېدیځ د جنګ جګړې پرځای د لرې او برې پښتونخوا د ودانۍ لپاره پیسې ولګوی ، ترهګر به هیڅکله په دغه سیمه کې ځاله جوړه نه کړی . اوس خو دا ټولو ته څرګنده ده چې د پښتنو سیمه عمدآ روسته ساتل شوی او له پښتنو څخه لومړی انګریزانو او بیا د هغو تالی څټو پنجابیانو د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه پورته کړې ده .
که پښتانه اوس هم د پاچاخان د خپلواکۍ مبارزې او کارنامو ته مراجعه وکړی ، د ډېرو ناخوالو او پیچلو سیاسی غوټو او بوخڅو د حل ځواب میندلای شی .

پاچاخان زموږ د زمانی هغه لوی افغان دی چې د خوشحال بابا دا خبره « ما هلته خښ کړی چې د مغلو د آسونو پښو ګرد مې پر قبر پرینوځی » پخپل وصیت سره چې ما په خپلواکه خاوره افغانستان کې خښ کړۍ ، یو ځل بیا افغانانو ته د زده کړې لپاره تازه کړه . پاچا خان هیڅکله د پاکستان خاوره خپلواکه ونه ګڼله او له دې کبله یی ونه غوښتل چې مزار یی هلته وی .

افغانان باید وویاړې چې د پاچاخان غوندې لوی پښتون او د ختیځ ستر سیاسی او ټولنیز شخصیت د دوی په منځ کې هست شوی دی !

یوه څرګندونه او اخځونه :
( ۱ ) هغه خبرې چې دلته د پاچا خان له قوله شوې ، د نوموړی د خبرو په اړه زما د بیان توګه ده ، نه د پاچاخان خپله وینا
( ۲ ) د ایکناټ سوارن لیکنه : د حضرت پاچاخان ژوند او فلسفه له کتاب څخه ( ۱۵۵ ) مخ
( ۳ ) همغه کتاب ( ۱۴۰ ) مخ
( ۴ ) د خان عبدالولی خان لیکنه : پاچاخان او خدایی خدمتګاری دویم ټوک ( ۶۰۲ ــ ۶۰۳ ) مخونه
( ۵ ) د ایکناټ سوارن نوموړی کتاب ( ۲۶۶ ) مخ

داکتر مرادزی - (دبینوا نه)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more