نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د لندن کنفرانس او افغان لوری ته د قدرت انتقال
Lotfollah
25.01.2010
درنو هېوادوالو سلام علیکم
د نړیوالو رسنیو څخه څرګندېږي چې د روان کال د جنوری پر اته ويشتمه نېټه د سيمې او د نړۍ د يوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون په لندن کې د افغانستان په اړه یوکنفرانس جوړېږی . ویل کېږی چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د ستونځې بیلابیل اړخونه مطرح شی.
داسې ښکاری چې د افغان حکومت غواړی چې په دغه کنفرانس کې د امنيت،پخلاينه، اقتصادی پرمختګ،سيمه ايزې همکارۍ، ښې حکومت کوونې او اداري فساد په اړه خبرې وشي.
د دې کنفرانس د اجندا یو مهم ټکئ به د افغان د امنیتی ځواکونو هسې پیاوړي کول وی چې وکولای شی د یوه مشخص زمان وروسته د امنیت چارې پخپله اداره کړي.
ښایی پدې کنفرانس کې د افغان حکومت دکنفرانس له ګډونوالو څخه د نورو غوښتنو تر څنګ د پخلاینې د لومړي ګام په توګه د تور لست نه د ځینو کسانو د نومونو د لرې کولو د وړاندیز ملاتړ وغواړي.
دا چې لدې کنفرانس نه به کومه نتیجه تر لاسه شی راتلونکئ زمان به یې وښیی خو زما په نظر داد ښکیلو اړخونو یو انسانی مسؤلیت دی چې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول ممکنې مشروع هلې ځلې وکړي.
ګرانو لوستونکو تاسې څه نظر لرﺉ؟؟؟
والسلام
Re: د لندن کنفرانس او افغان لوری ته د قدرت انتقال
pattang
25.01.2010
داوړۍ دې ولا که شېړۍ شي !
اشغالګرو داسې ونې ايښې چې دهغوی ريښې زړې او خوسا دي٠
نالت په اجنټ کرزي ،فهيم ، عطا ، دوستم ، محقق ...
[quote:3e8147b34b="Lotfollah"]درنو هېوادوالو سلام علیکم
د نړیوالو رسنیو څخه څرګندېږي چې د روان کال د جنوری پر اته ويشتمه نېټه د سيمې او د نړۍ د يوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون په لندن کې د افغانستان په اړه یوکنفرانس جوړېږی . ویل کېږی چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د ستونځې بیلابیل اړخونه مطرح شی.
داسې ښکاری چې د افغان حکومت غواړی چې په دغه کنفرانس کې د امنيت،پخلاينه، اقتصادی پرمختګ،سيمه ايزې همکارۍ، ښې حکومت کوونې او اداري فساد په اړه خبرې وشي.
د دې کنفرانس د اجندا یو مهم ټکئ به د افغان د امنیتی ځواکونو هسې پیاوړي کول وی چې وکولای شی د یوه مشخص زمان وروسته د امنیت چارې پخپله اداره کړي.
ښایی پدې کنفرانس کې د افغان حکومت دکنفرانس له ګډونوالو څخه د نورو غوښتنو تر څنګ د پخلاینې د لومړي ګام په توګه د تور لست نه د ځینو کسانو د نومونو د لرې کولو د وړاندیز ملاتړ وغواړي.
دا چې لدې کنفرانس نه به کومه نتیجه تر لاسه شی راتلونکئ زمان به یې وښیی خو زما په نظر داد ښکیلو اړخونو یو انسانی مسؤلیت دی چې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول ممکنې مشروع هلې ځلې وکړي.
ګرانو لوستونکو تاسې څه نظر لرﺉ؟؟؟
والسلام[/quote:3e8147b34b]
25.01.2010
نن د ملګرو ملتونو له پاره د طالب دورې پخواني نوماند استازي مجاهد د اريانا
په غږ ليد (TV) کې په دې تړاو صفا خبرې وکړې او ويې ويل چې لومړی بايد د حکومت او مقاومت د خواو ترمنځ باور او اعتماد را پيدا شي او ددې موخې له پاره
غير علني پټو خبروته په سعودي عرب کې سره کښيني او وروسته بيا د بهرنيانو سره خبرې وشي!
له دې پرته له بهرنيانو سره کنفرانسونه د پخوا په څېر بې اغيزه دي!
pattang
26.01.2010
هومجاهدنږدې ښه خبره کړې خو اشغالګربايد هغه غيرې قا نوني او انساني دخپل
صليبي زور دجګې پوزې تهمتونه بېرته واخلې او خپل دزړه دخوښې نومونه لکه تور
لست يا پر سر او سړي د ډېرو پيسو کېښودنه بېرته واخلي ٠
سعودي او نور ممالک بايد پاکستان هم پردې مجلس کې داخل کړي چټليستان يې
هم په ميخ وهي او هم په نال٠
دلته شايد يووار داسې يووار هسي ،زما په خبرو کې مسبت او منفي دوه ډزتوب
ښکاره شي خو دطالبانو مناسبت له پاکستان سره بايد هر وخت دافغانستان دتاريخ
دنورو داخلي اوخارجي دولتونو دناکامي په کونج کې وڅېړل شي ٠
(څرنګه وه ،څه وخت ، څرنګ او ولې پيدا شول ، څه يې وکړل او څه غواړي .... ).
مړه دوي اشغالګر تروريستان .
[quote:917012581c="پتوال"]نن د ملګرو ملتونو له پاره د طالب دورې پخواني نوماند استازي مجاهد د اريانا
په غږ ليد (TV) کې په دې تړاو صفا خبرې وکړې او ويې ويل چې لومړی بايد د حکومت او مقاومت د خواو ترمنځ باور او اعتماد را پيدا شي او ددې موخې له پاره
غير علني پټو خبروته په سعودي عرب کې سره کښيني او وروسته بيا د بهرنيانو سره خبرې وشي!
له دې پرته له بهرنيانو سره کنفرانسونه د پخوا په څېر بې اغيزه دي![/quote:917012581c]
عادل عادل
27.01.2010
سلامونه
افغانانو تل د دښمنئ تر څنګ د روغې جوړې وړاندیز ته تود او مخلصانه لبیک ویلئ، عملي سوله هغه وخت منځ ته راتلای شي چې د جګړې سوچه اطراف مخامخ او مخلصانه خبرو ته حاضر شي.
زما په اند د افغانستان په تپل شوې معضله کې اصلي او کلیدي اطراف د امریکې په مشرئ یرغلګر یو طرف او د افغاني مقاومت سرلښکره طالبان بل طرف دي.
دلته یو څو سوالونه ذهن ته راځي چې د هر سلیم عقل او منطق تقاضا ده او هغه په لاندې ډول دي:-
په دې منځ کې د کرزي رول څه؟ د چا؟ او څه مانا لري ؟
[color=white:1830da6283]دا خو به اول ټول منو چې د ستونزې یو طرف امریکا ده ..... په دې ټول موافق یو[/color:1830da6283]
اول حالت:
که کرزئ ځان افغاني خپلواک طرف معرفي کوي نو بیا دې د طالبانو خبره په خوله هم نه راوړي، د امریکې سره دې خبرې او سوله وکړي د نویو ستراتیژیګانو په بیا بیا جوړولو کې دې مرسته ورسره وکړي وبه ګورو چې د تیر په څیر د هیڅ نه پرته بل څه ترې راایستلای شي کنه؟
دوهم حالت:
که کرزئ او ادراه یې د یو دریمګړي په صفت غواړي د طالبانو او امریکې په منځ کې د سولې لار پرانیزي، نو بیا دې لومړئ طالبان د یو طرف په صفت وپیژني، خپل دریمګړیتوب دې د یرغلګرو سره په استخباراتي او نظامي کچه کې په نه مرسته، او د سلګونو زنداني مسلمانانو په ازادولو سره کوم چې ددوی په واک کې دي، ثابت کړي. کیدای شي چې طالبان به پرې غوږ وګروي او خبرو ته به حاضر شي.
دریم حالت:
که کرزئ او اداره یې غواړي د امریکې په نمایندګئ د طالبانو سره خبرې وکړي، نو دلته اساسي پوښتنه داده چې امریکه آمر دئ او کرزئ يې مامور دئ، آمر د مامور فیصله او تعهدات ماتولئ شي، خو مامور د آمر فیصلې ته احترام کوي، طالبان به کله هم خپل وخت د کرزي سره په خبرو ضایع نه کړي، ځکه چې کرزئ ددوی په اند یو بې واکه او محض لاسپوڅئ دی، ان تر دې چې مغروره بادار یې تر اوسه ورته د سولې د خبرو امر هم ندئ کړئ بلکه داسې انګیرنې کوي چې روڼ اندي طالبان به په ډالرو پیري تر څو طالبان ټوټې شي او داسې نورې څرګندونې چې خیرن نیتونه یې له ورایه انځوروي.
نتیجه:
زما په نظر هر څوک اعم له افغاني ټولنو ، بهرنئ خپلواکو او سوله غوښتونکو ټولنو، ګاونډیان، د منطقې هیوادونه او د بشر د حقوقو او سولې علمبرداران چې غواړي د افغانستان غمیزې ته یو صلح امیزه د پای ټکئ کیژدي، کوښښ دې وکړي چې د ټولو تر مخه امریکا دې ته حاضره کړي چې د طالبانو سره مخامخ مخلصانه خبرو ته کښیني، د ټولو په سر کې دې ټول افغاني او هغه چې د افغان سره په تړاو بندیان دي ازاد کړي، د خپل تور لیست څخه دې د ریښتینو افغانانو سپیڅلي نومونه وباسي، د وتلو مهال ویش دې وټاکي، او د ډزبندئ په موضوع سره دې مخامخ مخلصانه خبرې او مذاکرات پیل کړي.
که داسې وشي نو د یوې خوا به د امریکې ښویدلئ پرتوګ ورټول شي او د بلې خوا به افغانان د امریکا سره په متقابلو ژمنو په واحد افغانستان کې د سوکاله، ارام او خپلواک ژوندانه څښتنان شي.
امریکا ته دې دا هم څرګنده وي چې افغانان به د هیڅ ګاونډي دریمګړیتوب ته زړه ښه نه کړي ځکه هغوی خپل ناولي نیتونه په اثبات رسولي، زمونږ د سولې د پروسې څخه دې سیاسي ګټه او امتیاز نه اوچتوي او نه دې هم د ګاونډیانو په ښکیلولو سره د افغاني طرف د سرښندنو ډک سپیڅلئ انځور پیکه کوي،[color=white:1830da6283] لکه د کرنیل امام وروستئ شیطاني څرګندونې چې همدلته پرې پتوال صیب بحث پرانیستئ.[/color:1830da6283]
29.01.2010
عادل صيب ستا عادلانه خبرې مې خوښې شوې، اول مې سلام او بيا دا پوښتنه ومنه :
تاسې ليکلي :
[quote:0b29252e2d]امریکا ته دې دا هم څرګنده وي چې افغانان به د هیڅ ګاونډي دریمګړیتوب ته زړه ښه نه کړي ځکه هغوی خپل ناولي نیتونه په اثبات رسولي،
زمونږ د سولې د پروسې څخه دې سیاسي ګټه او امتیاز نه اوچتوي او نه دې هم د ګاونډیانو په ښکیلولو سره د افغاني طرف د سرښندنو ډک
سپیڅلئ انځور پیکه کوي، [/quote:0b29252e2d]
پوښتنه :
[color=white:0b29252e2d]تاسې دا خبره د طالبانو په استازيتوب کوئ يا ادعا لرئ چې دغه د طالبانو غوښتنه ده (؟) [/color:0b29252e2d]
او که نه ، دا له طالبانو څخه ستاسې غوښتنه او مشوره ده چې بايد [color=yellow:0b29252e2d]((د هیڅ ګاونډي دریمګړیتوب
ته زړه ښه نه کړي ځکه هغوی خپل ناولي نیتونه په اثبات رسولي، زمونږ د سولې د پروسې څخه دې سیاسي ګټه او امتیاز نه اوچتوي او
نه دې هم د ګاونډیانو په ښکیلولو سره د افغاني طرف د سرښندنو ډک سپیڅلئ انځور پیکه کوي))؟؟؟؟؟[/color:0b29252e2d]
په لومړي صورت کې مو نه اساتازيتوب اعتبار لري ، ځکه نه تاسو خپله ځان د طالبانو د استازي يا وياند او يا بل کوم طالب
ژورنالست په توګه معرفي کړی او نه هغوی دا کار کړی دی .او نه مو په دې مشخَه مهمه او حساسه موضوع کې د طالبانو د اند انځورونه
اعتبار لري، ځکه هغوی پخبله په ډګر کې ولاړ او حاضر اړخ دی او هيڅکله يې نه ويلي او نه حتی په عامه او نامشخصه توګه ويلی
چې ګاونډيان دې د افغانستان يا طالبانو په چارو کې لاس نه وهي، آن دومره شکيل بريښي چې ددغومره قدرې عامې خبرې د کولو
جرئت هم ورته له رسک او ناتوانۍ ډک وي ، نو چې هغوی يې نه وايي ، زه، ته او بل او بل هم ورپورې دا استقلاليت په زوره نشو تپلی ،
په داسې حال کې د ا څوم ځل دی چې ISI ددوی د غلامۍ ادعاوې تکرار تکرار په يو او بل رنګ نشر ته سپاري ، خو طالب مشرتابه پرې
نه يواځې سترګې پټوي بلکې غوږونه هم پرې کڼوي ، نو که څوک د ISI ګوډاګيتوب ملي جرم بولي ، نو بيا دا چوپوالی د جرم ٍ
وروستی او غوڅ ثبوت نه دی ؟؟؟؟
داسلام په سپېڅلي نامه د ساده افغانانو لکه طالبانو له پاره د القاعده لاسوهنې په د افغانستان په ملي او نړيوالو چارو کې هم
مقدسې پريښېدې، نو آيا د همدغه سبيڅلي اسلام په نامه د ګاونډي پاکستان لاسوهنې د افغانستان د برخليک به ټاکلو کې
هم د ساده طالبانو له پاره خدای مکړه روا، ارزښتمن او آن مقدس نشي بريښېدای ؟؟؟؟
همدې سادګۍ خو د ISI څخه د وابستګۍ خبره دې کچې ته ورسوله چې پاکستاني مقامات په ښکاره اوس په طالبانو باندې
په نړيواله برخه کې هم سياسي تجارت کوي او له امريکانو غواړي چې که د هند په مقابل امتيازات راکړئ نو مونږ به افغاني طالبان
د خبرو ميز ته کښينوو، نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې آيا طالبان ددوی مريان دي چې تر څو پرې د هند پر ضد امتيازات پرې تر لاسه نکړي
تر هغه پورې د پخپله د خپل هيواد له حکومت سره دخبرو تصميم هم نشي نيولای ؟؟؟؟ او که يې نيولای شي نو د هند په وړاندې پرې
له امريکا نه امتيازات بيا څنګه غوښتلای شي(؟) او بيا هغسې امتيازات چې راشه که يې ګورې !
اوس يې خوند وکړو، په دې توګه خو نو دا طالب غورځنګ يو ISI يرغمل کړی اتومي ګواښ دی چې د منطقې د هر دولت په وړاندې
پرې له امريکا څخه د پاکستان د ابادولو او مدرنيزه کولو له پاره امتيازات اخلي!
هغه هم د خپل وطن د ورانولو له لارې ٠
نتيجه :
تر څو چې د ISI په وړاندې د طالب غورځنګ د مشرتابه ، په تيره بيا زمونږ د مشر ملا صيب سترګې ټيټې پاتې وي او ددې تورونو
افغاني ځواب ورنکړي او چوپ پاتې وي، تر هغه پورې به د افغان ملت ، په تيره د ټولو پښتنو ، او بيا په تيره دطالبانوخپله ، او د هغوی
د پلويانو او زمونږ ستاسې ټولو سترګې کښته وي! آيا طالب مشرتابه کولی شي دغسې سر ټيټاوی په افغان ملت تحميل کړي؟؟؟؟
نو عادل صيب ستاسې دا ګواښ امريکايانو ته بالکل پر ځای دی چې ګاونډيان دې زمونږ د هيواد په خبرو کې نه راشريکوي،
خو دا ګواښ يواځې امريکا يانو ته نه، بلکې طالبانو ته هم متوجه کړئ چې بايد د باکستان ګډون په خبرو کې نه يواځې ونه غواړي ،
بلکې رد يې کړي.خو ستاسې دا ګواښ دا هم ثابتوي چې تاسې منلې ده چې دا جګړه امريکا او پاکستان په ګډه سره په افغانستان تپلې ده،
او بالکل همداسې ده، نوچې ده ، بيا نو ولې په بهرني اړخ کې امريکا او پاکستان او په داخل کې د هغوی پورې تړلې خواوې دواړه يوشان
تنقيد نه کړو(؟) هم د حکومت تړاو له امريکا سره او هم د طالب تړاو له پاکستان سره ، چې د تحميل شوې ډرامي دوه اړخه دي!!!
عادل صيب ستاسې د ليکنې يو مهم اړخ د ډير تاييدوړ دی او داسې ټينګار پرې کوم چې د لندن دکنفرانس پرځای دا ښه وه او دې خبرې ته
مجاهد صيب (د طالبانو پخواني نوماند استازي د ملګرو ملتونو په سازمان کې ) اشاره هم وکړه چې لومړی دی د افغان حکومت او افغان
مقاومت تر منځ د پټو خبرو له لارې بر يو بل بادې ملي اعتماد او باور رامنځته شي ، دغه ډيره مهمه او اساسي خبره ګڼم، ښائئ چې طالب
مشران هم نو ر دISI له لاسه پوزې ته راغلي وي ، افغان ولس هم د امريکانو ډول ته د حکومتي مشرانو له ګډېدلو څخه نور دوه سپيږمو ته
راغلي دي ، نو لومړی بايد
دواړه افغاني خواوې سره د CIA او ISI له ګډون او څارنې پرته کښيني په خبرو کې دې مشترک اړخونه سره پيدا کړي، ملي باور او
اعتماد دې رامنځته شي نو بيا دې د ملي روغې جوړې پلان هم سره جوړ کړي او نړيوالې ټولنې ته دې وړاندې کړي! د هغې پلان يو جز
به د بهرنيانو د وتلو د مهالويش [color=blue:0b29252e2d]ګډه[/color:0b29252e2d] غوښتنه هم وي !
و من الله التوفيق !
و.افغان
29.01.2010
محترمو دوستانو
سلام عليکم
تاسو خپل بحث جاري ساتئ، خو زه د جمله معترضه په شکل يوه خبره په کې وکړم، چې
د لندن کانفرنس له جريان، د کرزي او ګوردن براون له خبرو داسې ښکاري چې د پيسو
په زور د مقاومت ملا ماته کړي، د پيسو د زور له لارې ځينې مجبور کړي چې حکومت
ته تسليم شي.
البته سوله کول په صحي معنا تر اوسه د دوی په نيت کې نشته.
دا خبره هم د کرزي نه ده، بلکه د لوديځوالو ده، او د کرزي په خوله يې وکړه، خو داسې
ښکاري چې دا وړۍ به هيڅکله شړۍ نشي.
په درنښت
عادل عادل
30.01.2010
سلامونه
دروند وهاج صیب
اول دا چې که زما او ستا خبرې د چا د پالیسیو او سیاست په موازاتو او یا هم منافاتو او تضاد کې واقع کیژي نو دا ددې مانا نه ورکوي چې زه او تاسو به ضرور د چا ویندوی/ نماینده یا مخالف/دښمن او یا هم ضرور یو ژورنالست وو او نه هم د هیڅ یو افغان نه دا حق صلبولئ شو چې د افغانستان په غمیزه دې د خپل نظر څرګندونه نکوي ولو که په هره کچه وي .
د کرنیل امام نه هم دا وپوښته چې ته خو نه ددوی ویندوی او نماینده یې او نه هم دوی معرفي کړئ يې او نه هم ژورنالست یې، او په یوه ټکي کې دا حق ترې صلبیدئ هم شي چې ستا تورلنګي یې په افغانستان څه؟
د پاکستان د رول او دخالت مسله د عامو افغانانو په منځ کې یوه داسې معما ده چې حل یې د وخت په لاس کې دئ، خو ستاسو په شان لوستي او ویښ افغان قضاوت بایده چې دومره کورکورانه نه وي.
ایا تاسو به د طالبانو د دریځ او نمایندګئ په صفت د ښاغلیو متوکل ، مجاهد او ضعیف صیب څرګندونې ومنلای شئ؟ حتمي ده چې نه
نو که پورتنئ ادعا نشئ منلای نو دا څنګه منئ چې د ردې نه وتلئ کرنیل امام دې د ای-اس-ای رسمي نماینده او یا هم د پاکستان په سیاست کې یو رسمي لوبغاړئ وي؟؟
د یو سیاسي تنظیم، ډلې او یا حکومت څخه ددې توقع ساتل چې د یو غیر رسمي شخص په څرګندونو دې رسمي غبرګون وښيي، په خپل ذات کې یوه لویه سادګي ده، هر افغاني طرف ددې پر ځای چې په بې باکانه غبرګون سره افغانانو ته اوږدمهاله ستونزې وزیږوي، پکار ده چې د افغاني منافعو د خوندیتوب په هڅه کې عملي ګامونه واخلي.
د مثال په ډول ایا تاسو د هغو ملاماتوونکو بیو تخمین کله هم کړئ چې مونږ او تاسو افغانانو د پاکستان، سعودي، عمان او روسیې په وړاندې د شهید سردار داوود خان د غیر مسوولانه موقف نیولو په بدل کې لنډې کړې دي او لا یې هم لنډوو؟
امریکااو متحدین یې د ټول زور او ځواک سره سره د پاکستان په اړه د زور او زارئ پالیسي خپله کړې نه یې تو کولای شي او نه یې هم تیرولای شي، نو د کرزي ادارې او یا هم مخالفینو لپاره چې په ټوله کې ناتوانه او محتاج افغانان دي او د پاکستان سره د عمر ګاونډیتوب هم لري څنګه دا خوښوئ چې د داسې مکار او چلباز ګاونډي په وړاندې دې واضح دریځ خپل کړي ؟؟ ایا دا به په سیاسي لحاظ د همغه سادګئ برخه نه وي چې تاسو یې وخت ناوخت د طالبانو په ادرس لیکئ؟
الله پاک دې ټولو افغانانو ته په ملي منافعو ولاړ سیاسي شعور او ظرفیت ورپه برخه کړي ... آمین
عتیق الله
30.01.2010
سلام
د عادل تحلیل د سرچوک خبرې دي. نه د طالبانو په بېخ او بنیاد خبر دی او نه د افغانستان په سیاسي اوضاع.
سره له دې چې یو مبتدي او د تمرین په حالت کې لیکوال دی خبرې غټې غټې کوي او د ستمیانو پېښې کوي چې داوود خان ته یې هم نېش ور اوږد کړ.
عادله پرشهید داوودخان د ستمیانو د نیوکو پېښې مه کوه.درسره بدې ښکاري!
عادل عادل
30.01.2010
سلامونه
عتیق اشنا تاسو ایله زه مسکین د خدای بنده و ارزولم، پکار خو دا وه چې اصل موضوع مو تللې او څیړلې وای، په هر حال اوس مو هم زما په حق کې د خپل حسن نیت له مخې مبالغه کړې او د لیکوال کلمه مو راته کارولې ده، زه نه لیکوال یم او نه معیاري باسواده، بس د خپل وطن غم اخستي یو، او دلته د نورو وروڼو په شان کله ناکله د زړه بړاس باسو او بس، نه مې له چوک سره کار شته، نه یې د سر او د سرسر او هم ټیټ سر سره.
چې دې ایښئ راته غر دئ ترازو کې
دا د کوم انصاف له مخې زما وروره
که شم غر او سیال د غره په ترازو کې
سستې پښې به دې شي میخ له خپله زوره
که زه نیم او ته پوره حاصل یو نیم شو
دا اثر به دې شي ورور لکه د موره
راځه پښې یو د بل ټینګې لاس وزر کړو
تر څو وباسو تیارې له خپله کوره
په درنښت
pattang
30.01.2010
انډيواله خبره د ې د عادل صيب سره ده خو ماته يې خوند را نکړ ، يو څوپو ښتنې
درڅخه کوم٠
- کولی شې چې دکور دمنځ او دسالون د څو سياسي خبرو مسال را کړې ?
- ايا ضرور دی چې د يوه فوروم غړي ټول ليکوالا ن وي ?
- دفوروم او بحث هدف څه شی وي٠ ?
- دافغانستان بله سياسي او ضاع چې تا دلته ياه کړې کومه يوه ده ?
- کولی شې چې دطالبانو بيخ او بنياد مونږ ته واضح کړې ?
- داؤد خان او کورنۍ يې په افغانستان کې دملي يوالي لپاره کوم خدمتونه کړي دي ?
[quote:035f408cbd="عتیق الله"]سلام
د عادل تحلیل د سرچوک خبرې دي. نه د طالبانو په بېخ او بنیاد خبر دی او نه د افغانستان په سیاسي اوضاع.
سره له دې چې یو مبتدي او د تمرین په حالت کې لیکوال دی خبرې غټې غټې کوي او د ستمیانو پېښې کوي چې داوود خان ته یې هم نېش ور اوږد کړ.
عادله پرشهید داوودخان د ستمیانو د نیوکو پېښې مه کوه.درسره بدې ښکاري![/quote:035f408cbd]
Lotfollah
03.02.2010
شرق الاوسط : د سعودي منځگړتیا طالبانو ته وروستی فرصت دی
03/02/2010
الشرق الاوسط نړیواله عربی ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولی لپاره د سعودي عربستان منځگړتیاد طالبانو لپاره وروستی فرصت دی.
دالشرق الاوسط نړیواله ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزي غږ کړیدی چی سعودی عربستان دی دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ او قبایلی ډلو ترمنځ منځگړتوب وکړی؛ ددی لپاره چی په افغانستان کی سوله منځته راشی. ورځپاڼه لیکی چی دا ډیرښه اقدام دی خو پکارده چی ډیر پخوا شوی وای.
ورځپاڼه لیکی چی د سعودی عربستان دموقف په نظر کی نیولو سره په اسلامی نړۍ کی داهیواد ددی نقش لپاره ترټولو غوره او باکفایته هیواد دی. پردی سربیره د سعودی عربستان منځگړتیا نړیوال منښت لری.
طالبان په بله توگه نشی کولی چی له خپل نړیوال تجرید او انزوا په بله توگه ځان خلاص کړی بیله دینه چی دسعودی عربستان د حکومت منځگړتوب ومنی. دشرق الاوسط ورځپاڼه لیکی چی دایوازینی لاره ده چی د طالبانو لپاره خلاصه ده او پکارده چی طالبان دالاره بنده نکړی.یوازی داخبره نه ده بلکه سعودی عربستان دهغوی دری هیوادونو له جملی نه یوهیواد و چی د طالبانو حکومت یی په رسمیت پیژندلی و.
داهغه وخت و چی طالبانو کوشش کاوه چی دافغانستان اتباع دافغانستان د جنگسالارانو له استبدادنه خوندی وساتی. هغوی د اداری فساد سره مقابله وکړله او په افغانستان کی یی د کوکناروکرل بند کړل.
الشرق الاوسط لیکی چی کله طالبانوپه افغانستان کی اکثرو سیمو قدرت ونیو نو په خپلو کارونو کی یی له افراط نه کار اخیستل پیل کړل. هغوی دمعاصر ژوند په نمایندگی باندی بندیز ولگاوه، د ښځوحقوق یی محدود کړل. حتی دافغانستان اثار دهغوی د تنگنظری او افراطیت نه خوندی پاتی نشول.
د الشرق الاوسط نړیواله ورځپآڼه لیکی چی د طالبانو تر ټولو غټه اشتباه داوه چیافغانستان یی د ترهگرانو او ترهگرو لپاره د سیب په ځای بدل کړ.
داهغه بدلون و چی دهغوی شخړه یی له نړیوالی ټولنی سره گړندی کړله. په دغه شخړه کی، د سپتمبرد ١١می نیټی د بریدونو نه وروسته، هغوی مات وخوړله. ورځپاڼه لیکی چی د سعودی عربستان د خارجه وزارت له خوانه چی کوم خبرلیک خپور شویدی په هغه کی ویل شوی دی چی د جمهوررئیس کرزی له خوانه د سعودی د منځگړتیا غوښتنه منطقی کارد ی، ځکه چی هغوی دادروازه نده بنده کړی. خو په خبرلیک کی ویل شویدی چی پکارده د افغانستان حکومت په رسمی ډول دغه غوښتنه وکړی. او طالبان خپل نیت تصدیق کړی چی په مذاکراتو کی به برخه واخلی او له تروریستانو سره خپلی اړیکی وشلوی.
د سعودی عربستان شهزاده سعود الفیصل وویل چی د طالبانو مخلصانه هلی ځلی د سولی په برخه کی باید داسی پیل شی چی له افراطیانو سره اړیکی وشلوی او اسامه بن لادن ته د پناه ورکول بند کاندی. هغه وویل چی دا به منطقی نه وی چی سعودی عربستان دداسی دوه ډلو ترمنځ منځگړتوب وکړی چی یوه یی داسی ترهگرو ډلو ته پناه ورکوی چی له سعودی عربستان سره اوپه مجموع کی له ټولی نړۍسره دښمنی کوی. دالشرق الاوسط ورځپاڼه لیکی چی دجمهوررئیس کرزی غږ ښایی د طالبانو لپاره د هیلی یوازینی لاره وی چی له دغی نړیوالی انزوا او تجرید نه راووزی. له بی ځایه کیدو او تعقیب نه خلاص شی. داد طالبانو لپاره ښه فرصت دی چی دخپل ځان په هکله تصور کی بدلون او پرمختگ راولی. خپل اشتباهات او له نړیوالی ټولنی سره خپلی اړیکی سمی کاندی. په دی توگه به هغوی د افغانستان د ټولنی دمنلو وړ ډله وگرځی.
[color=blue:47f68c599f]دالشرق الا وسط ورځپاڼه په پای کی لیکی چی ایا طآلبان به له افراطیانو سره د خپلو اړیکو، له شلولو نه وروسته ژوندی پاتی شي ؟ ایا هغوی به له خپلو پخوانیو اشتباهانونه تیرنسی چی په ماضی کی یی کړیدی ، اوله خپلو انډیوالانو سره یی سقوط وکړ؟دهغو نتیجه معلومه ده.[/color:47f68c599f]
په داسی حال کی چی دافغانستان حکومت نن د طالبانو د منځگړتوب لپاره غږ کوی او طالبان دارد کړی نو دوی به دافغانستان د حکومت اونړیوالو لپاره دغوره کولو لاری محدودی کړی. په دی توگه به د طالبانو او دهغوی دانډیوالانو خلاف جگړی کولو نه پرته بله چاره نه وی.که چیری داکار پیښ شی نو طالبانو به یوه وژونکی اومهلکه غلطی کړی وي.
http://www.voanews.com/pashto/2010-02-03-voa9.cfm
__________________________________________________________
داسې ښکاري چې دا لاندې برخه سمه ترجمه شوې نده او ما هم د امانت داری له امله په متن کې لاسوهنه ونکړه.
Will the Taliban survive, ending its alliance with the militants? Or will it continue in its obstinacy, clinging to the mistakes that it made in the past, collapsing – along with its allies – in a spiral of violence, the result of which is already a foregone conclusion?
دالشرق الا وسط ورځپاڼه په پای کی لیکی چی ایا طآلبان به د خپل بقا لپاره له افراطیانو سره د خپلې اړیکې وشلوي؟ یا هغوی به له خپلو پخوانیو اشتباهانونه تیرنسی چی په ماضی کی یی کړیدی ، اوله خپلو انډیوالانو سره یی سقوط وکړ؟دهغو نتیجه معلومه ده.
03.02.2010
عادل عادل صيب سلامونه!
[quote:dd2c3b273f]د کرنیل امام نه هم دا وپوښته چې ته خو نه ددوی ویندوی او نماینده یې او نه هم دوی معرفي کړئ يې او نه هم ژورنالست یې، او په یوه ټکي کې دا حق ترې صلبیدئ هم شي چې ستا تورلنګي یې په افغانستان څه؟[/quote:dd2c3b273f]
نو بيا طالب مشرتابه ولې دومره دISI
له غير رسمي متقاعد غړی کرنيل څخه هم دومره ويريږي چې ستا خبره داحق هم ترې نشي صلبولی [quote:dd2c3b273f]چې ستا تور لينګي يې په افغانستان څۀ؟[/quote:dd2c3b273f]
آيا دومره ناتواني چې د متقاعد مخبر ادعا هم نشي ردولای له ISI
سره ددوی د لا ژور ې ښکيلتيا معنی نه لرئ؟؟؟؟
او که دا هم تاسې له ISI
سره د طالبانو يوه بې کچه مينه بولۍ چې د هغوی نوموړی کرنيل ته هم د مرځوم ملنګ جان له دې بيت سره سم بادار وايي ؟ چې :
[color=red:dd2c3b273f]که د يار د درګاه سپی وي او په ما ملنګ جان راشي
.................................................................... په عزت به ورته وايم چې په خير راغلې باداره [/color:dd2c3b273f]
[quote:dd2c3b273f]د پاکستان د رول او دخالت مسله د عامو افغانانو په منځ کې یوه داسې معما ده چې حل یې د وخت په لاس کې دئ، [/quote:dd2c3b273f]
دا جمله مو لږه نه، بلکې ښه سمه روښانه کړئ چې مطلب مو څه دی ؟
[quote:dd2c3b273f]ایا تاسو به د طالبانو د دریځ او نمایندګئ په صفت د ښاغلیو متوکل ، مجاهد او ضعیف صیب څرګندونې ومنلای شئ؟ حتمي ده چې نه[/quote:dd2c3b273f]
که دوی صرف تقاعد اخيستی وای ، له طالبانو سره يو ځای اوسيدلی او او بيا يې د کرنيل امام غوندې د طالبانو له پاره په غير رسمي ولې فعاله توګه کوم خدمت وړاندې کولای په چمتو والي او رښتينوالي به يې بشبړ باور کيدلای !
[quote:dd2c3b273f]د مثال په ډول ایا تاسو د هغو ملاماتوونکو بیو تخمین کله هم کړئ چې مونږ او تاسو افغانانو د پاکستان، سعودي، عمان او روسیې په وړاندې د شهید سردار داوود خان د غیر مسوولانه موقف نیولو په بدل کې لنډې کړې دي او لا یې هم لنډوو؟ [/quote:dd2c3b273f]
عڅيبه ده، له يوې خوا کرنيل امام بي اهميته شخَي فرد متقاعد بولې او له بلې خوا يې به وړاندې غبرګون ددولتونو لکه روسيې ، عمان او سعودي له مشرتابه به کچه خطر ناک او دويرې وړ بولې ، آيا همدا نه ثا بتوي چې د ISI
يو متقاعد غير رسمي غړی لکه کرنيل امام نه يواځې پخوا بلکې همدا اوس هم د طالبانو پلار دی ؟؟؟؟
[quote:dd2c3b273f]امریکااو متحدین یې د ټول زور او ځواک سره سره د پاکستان په اړه د زور او زارئ پالیسي خپله کړې نه یې تو کولای شي او نه یې هم تیرولای شي، نو د کرزي ادارې او یا هم مخالفینو لپاره چې په ټوله کې ناتوانه او محتاج افغانان دي او د پاکستان سره د عمر ګاونډیتوب هم لري څنګه دا خوښوئ چې د داسې مکار او چلباز ګاونډي په وړاندې دې واضح دریځ خپل کړي ؟؟ [/quote:dd2c3b273f]
امريکا او انګليس په دې ټوله منطقه کې يودوست اسرائيل او يو وفادار غلام پاکستان لري ، نو ولې به يې له لاسه ورکوي (؟) ، زور او زارۍ پاليسي دلته هېڅ ځای نه لري او نه دپاکستان تو کولو او نه هزمولو ته اړتيا لري ! بر عکس پاکستان دی چې له امريکا سره يې د زارۍ ، مکر او تزوير پاليسي خپله کړې ده ٠
نو الله پاک دې ټولو افغانانو ته د ISI او CIA په واندې په ملي منافعو
ولاړ سیاسي شعور او عملي تو فيق ورپه برخه کړي ... آمین