اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اسلام له نظره د ژوندیو خلکو مسخه کول څه سزا لری؟
W.Wardak
23.01.2010
محترمو وروڼو اسلام علیکم ،
دا خو ټولو ته جوته ته چې په اسلام کې د مړو مسخه کول نارواکار دی.
خو د ژوندیو خلکو د مسخه کولو څه حکم دې. اوڅه یې سزا ده؟
په لاندې ویډیو کې چې د الجزیری تلویزیون خپور کړئ، زنانه وینئ چې د اسیدو یا تیزابو په وسیله ددوې مخونه مسخه شوی.
http://english.aljazeera.net/news/asia/2010/01/201012241431475384.html
په تیر کال کې د څلور سوه ښځو مخونه مسخه شوی، په پاکستان کې د یوی اسلامی تولنې لپاره دا ډیر د شرم خبره ده.
عادل عادل
24.01.2010
سلامونه
وردګ ماما ستړئ مشې، پس له ډیره وخته، خدای دې جوړ کړه دا دومره وخت چیرته ورک وې.
پس له دومره ځنډه دې ایله په ایله دغه موضوع راخیستې ده، او تر ټولو مهمه دا چې په اسلامي ټولنه مو ورتپلې ده، او د تعجب ځای یې هم دا چې په اسلامي خونه او بحثفورم کې يې پوښتنه کوئ؟
ستا د لیکنې د سرلیک په لیدو مې ګومان وکړ چې د مسخ کولو څخه به مو مطلب په خپل لاس هغه څه وي چې نن سبا یې د ښځو نه علاوه ځوانان هم د خپلو څیرو د لا جذابیت په خاطر د خپل مخ د څرمنې، سپږمې او سترګې تر پلاستیکي جراحي لاندې نیسي، ددغه ډول څیرو بدلون په لبنان کې لوړې کچې ته رسیدلئ، ایران کې هم ډیر دئ، د غربي موسیقئ ستوري مایکل جکسن مسخ شوې څیره یې هم بهترین مثال دی.
بیرته راګرځم ستا د زړه غوټې ته، د دغه ډول ناوړه کورنیو پیښو تر شا د اخلاقي انحطاط او بدلمنیو بیلابیل پټ داستانونه پراته وي، چې د شرم له مخې یې نه په ډاګه کوي، میړه که لیونئ نه وي، نو ولې به د خپلې میرمنې په مخ تیزاب شیندي، کله چې ښځې په تیره بیا واده شوې، خپل زینت د میړه او محارمو نه علاوه د نورو د مزې لپاره ښکاره کړي نو د نوموړو پیښو ښکار ګرزي، او دا هغه وخت وي چې نصیحت، تنبه او اخطارونو نتیجه نه وي ورکړې او د میړه اجتماعي حیثیت یې په خاورو لاهو کړئ وي، نو میړه نه یوازې چې خپلې سرکشه میرمنې ته ناوړه سزا ورکوي بلکه د خپل تللي اجتماعي حیثیت او ابرو د جبران او اعادې په خاطر د ناوړه شدت څخه کار اخلي چې ددې ټولو اصلي مسوولیت پخپله د خاطي ښځو په غاړه دی.
وردګ صیب ستا دې غوږونه ښه خلاص وي چې دغه ډول پیښې د اسلامي ټولنې زیږنده نه بلکه د اسلامي ارشاداتو سره په واټن نیولو کې منځ ته راځي، او میډیا یې د شیطاني اهدافو په لرلو سره د اسلام او مسلمانانو د بدنامئ لپاره د خپلو درواغجنو تبلیغاتي نغارو برخه ګرزوي.
دا و زما نظر، هیله ده چې عالیقدر دیني عالمان ښاغلئ مشر ورور حلیمي صیب ، ښاغلئ عزتمند ورور وهاج صیب او نور وروڼه به مونږ ټولو ته د شریعت په رڼا کې ګټور مالومات او خپل نظریات وړاندې کړي.
pattang
24.01.2010
کور دې ودان عادل صيب دغه هلکان ډېر ساده دي٠
ع کريم حليمي
24.01.2010
السلام علیکم و رحمةالله
درندو او مکرمو ، وردگ صاحب او عادل صاحب ، الله تعالی څخه مو جوړ ،روغ رمټ بریالي غواړم
عادل صاحب ،زه ستاسو له تبصرېٖ او اند سره صد فیصد موافق یم ،
دردګ صاحب ته لازمه ده چه دا خبر واخلي او د پاکستان څارنوالۍ ته یی وروړي ، او
څارنوالي څخه پوښتنه و کړي ، چه مجرم يې نیولی او که ئې لاندی نیولئ ؟؟
عمومي دومره وایم چه : داسي کړه، ډېر کرغېړن او ناروا عمل دئ
دولت د محکمې قاضي دا وظیفه لري چه فرد مجرم اعلان کړي او مجرم ته قانوني جزا تعین کړي
که یو فرد راولاړ شي چه : د پولیس ، څارنوال ، هم قاضي وظیفه پر غاړه واخلي او پريكړه، فيصله هم صادره کړي،او اخیري بل ظلم هم وکړي او خپله فیصله تطبیق هم کړي ، درېٖ جرمونه دغه سوه ، او څلورم جرم يې دا کړئ چه یو نفر ئې په تېزابو سوځولی دئ او سوځول شرعاً ناروا جزا ده حتیٰ محکمه هم د سوځولو حق نه لري
(يخ ، اور ، او تېزاب درېٖ سره سوَځَوَلْ کوي )
او پنځم جرم ئې دادی چه جرح ئې کړېده ،
اول څلور جرمونه ئې باید په مدني ترازو وتلل سي ، جزا ورکړي ، او د جرحی خبره يي باید په شرعي
ترازو وتلل سي
بسم تعالی : وَ كَتَبْنا عَلَيْهِمْ فيها أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَ الْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَ الأَنْفَ بِالأَنْفِ وَ الأُذُنَ بِالأُذُنِ وَ السِّنَّ بِالسِّنِّ وَ الْجُرُوحَ قِصاصٌ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفّارَةٌ لَهُ وَ مَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِما أَنْزَلَ اللّهُ فَأُولئِكَ هُمُ الظّالِمُونَ
باړخو په باړخو ، تندئ په تندي ، زنه په زنه ، سترګه په په سترګه ، پزه په پزه ، غوږ پّ غوږ ، غاښ په غاښ
درنښت
W.Wardak
24.01.2010
اسلام علیکم،
حلیمی صاحب یوه نړئ مننه، الله مو ونازوه، ریښتیا هم چې اسلام کې چی په چا څنګه ظلم شوئ وی، په عین شکل باید سزا ووینی، خو کله چې امکان ددی وی، چې مساوات نه شی بر قرار کیدلای، نو بیا متبادله لاره ورته سنجول شوی.
الله مو ستاسی علم نور هم پراخ کړه.
او عادل ،
تاسی، د ددغه جرم ټولنیز مشکل څیړلئ، خو فکر کوم،که فرض کړه، ښځی زنا کړی وی، یا کوم بل څه جرم، نو د هفه لپاره یا سنګسار دی، یا په دوره وهل، فکر کوم تیزاب اچول په اسلام کی ځای نه لری.
او که ته ددوی میړونوته دا حق ورکوی، او یا یی تاییدوی، نو دا بیا ته په اسلام کی بدعت کوی، اونوئ شئ، پیدا کوی، کوم چې د اسلام برخه نه ده.
او په ټولنه کی داسی هم شوی، چې یوڅوک په کومه نجلئ مین وی، او بیا د نجلئ رضا نه وی، نو دوی یی بیا مخ ته تیزاب ورشیندلی، نو ځکه زمونږ تبصره باید یوه اړخ ته متوجه نه وی، چی هر چا چی تیزاب چا ته ورشیندل، نوهغه به کوم ناروا کار کړئ وی.
فرض کړه، په کندهار کی چی کله د ښونځی زدکونکو باندی تیزاب وشیندل شول، که هر چا کړی، وو (ای،اس،ای یا په ای،اس،آی خرڅ شوی خلکو).
خلاصه دا چی اسلام یوکامل او ښکلئ دین دی، چی هر څه په کی روښانه دی.
ع کريم حليمي
24.01.2010
محترم مکرم وردګ صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله
[quote:688e2027cc]ریښتیا هم چې اسلام کې چی په چا څنګه ظلم شوئ وی، په عین شکل باید سزا ووینی، خو کله چې امکان ددی وی، چې مساوات نه شی بر قرار کیدلای، نو بیا متبادله لاره ورته سنجول شوی. [/quote:688e2027cc]
بسم تعالی - وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِين
دلته دوېٖ خبري سته !! یوه د محکمې په امر جزا اوبله خبره بیا د دوستانو ، اشنایانو ، همسایه ګانو
اخلاقي مناسبات دي
په فردي او روزمره ژوند کښي دا واجبه ده چه په عین شکل جزا ور کړو ، که تر عین شکل را څخه زیاته شي ګناه مو وکړه . ( یوه زره زیاتي به نه کوېٖ )
اما محکمه او قاضي تر دېٖ آیه ندي لاندي ، محکمه مسئولیت لري چه عدل وکړي ( څرنکه او په کومه اندازه چه قاضي په قضیه پوهېدلئ وي ) بس
مثقال ترازو نه دئ ورته لازم ، په فردي ژوند کښي خلکو ته اخلاقي جزاوي ورکول مثقال ترازو غواړي
حتیٰ که , که کوم اشنا او دوست ته دي silent punishment ورکاوه( مثقال ترازو لازم دي )