د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتنوداملي دنده ده چه 'ګرانووړونو او خوندو سلامونه دې

انځورګر
18.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو ___ ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

N. M. Karaw
18.03.2004

ګران هادي د ټولټاکنو په بهر کې د افغانانو د ګډون کولو په اړه ويلي دي، حال دا چې ايله نن سبا د افغانستان له اتو سترو ښارونو څخه د نوم ليکنې دفترونه نورو سيمو ته لېږل کېږي، ځکه نو پر دغه بهير هم زيات باور نه شو کولای. بايد چې دغه دفترونه د افغانستان ټولو ولايتونو ته لېږل کېدای. افغانستان خو يوازې اته ښارونه نه دي، بله دا چې زياتو ولايتونو ته يوازې له کابل څخه کسان لېږل شوي دي، چې په پښتو نه پوهېږي، دا ستونزه ولې نه وه څېړل شوې؟ هغو په خپلو دفترونو کې له څه وړ چلند څخه کار اخلي؟
د کندوز ولايت په دفتر کې خو درې کسان کار کوي، چې يو هم له پښتو خبر نه دی،له پښتنو سره سوړ چلند کوي، ځکه ګواښ ورته کوي او تر ډېره کچه يې چلند له سپکاوي سره ورته دی.
د باميان لس کلن زلميان او پېغلې هم د اتلس کلنو ځوانانو په نامه کارډونه لري، چې ټولو يې مخکې له مخکې پلانونه جوړ کړي دي. ټول هېواد افغانستان دی، خو ددوی ترمنځ توپير کول او بېلول د خاينانو کار دی، خو سياسي ډلې دې بيا تېرې خونړۍ پېښې نه تکراروي او د خپل اقتدار لپاره دې ملت نه کاروي.



ع کريم حليمي
18.03.2004

ګرانه هادي جانه وروره سلام !
ښه خبره کوئ خو دادي پياد لره چه ټوله UN اوUSA خبر دي چه دغه دپښتنو مشکل دئ ٠ زموږ سره دي کومک
وکئ په دغه لار کئ ٠ شمالی خو ضرورت نه ورته لرئ ٠ که پښتنو دځانسره کومک کولاې سوائ نو موږ امريکايان
څه کوو ٠ چه يوازئ طالبان ونيسئ ٠ او بس ٠ که موږ حق اختلاې سواې ٠ اوس به مو د وخته اخستيوای٠
د حقوق بشر د شعبئ خلک چير دي ٠ که UN عدل ونکړئ ٠ عدل نکيږئ ٠ دا د USA ، UN کار دئ
که پښتنو ته تاوان و رسيدئ دا د UN ،USA تاوان دئ ٠ بايد د UN تر سترګو لاندي انتخابات وسي
که د UN سترګی پټې وي نو د دوعاوي کوه خدای ته ٠



ليلماـ الفت
22.03.2004

ښاغلو اغلو سلامونه او نيکي هيلي او د نوي کال مو مبارک سه :
ډيره په زړه پوري موضوغع مو راخستې ده ريشتيا هم چه پښتانه بايد خپلو ښځو ته دا حق ورکي چه راتلونکو انتخاباتو کي برخه واخلي .
خو د M.N.Kraw ورور خبره ډيره په زړه پوري ده او زه ئې ورسره منمه ، زه څو مياشتي مخکي افغانستان ته تللې ومه د کندهار غوندي په لوئ ولايت کي د نوم ثبت ولو دفتر ته لاړمه . ددفتر کار کونکو راته وويل چه موږ ته ايله د ورځي يوه او يا کله کله دوې ښځي د نوم ثبت ولو له پاره راځي ا و دا هغه ښځي دي چه يو څه ليک او لوست ئې کړئ وي . نور خو دي نو په مخه نه درځي . او د تعجب خبره داده چه زما درست دوستان ( يو دوه لا نه ) په دې خبر نه وه چه انتخابات څه وخت او کله دي . او ځني ته خو لا دا نه وه معلوم چه د نوم ثبت ولو دفترونه چيري دي . نو په داسي پس پاته پښتنو کي بايد تبليغاتي او مطبو عاتي پرګرامونه ډير او په شيدت شروع سي د هادي ورور خبره د مړاوئ چانس د پښتنو د هويت او د اکثريت د اثبات اوی امتحان دئ نو راځۍ چه سر له ننه ئې د خپلو دوستانو څه شروع کړو او هغه دئ ته و هڅوو چه په رايو که برخه واخلي ،
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي خور الفت


خاټول
22.03.2004

ګرانه وروره خالدجانه اوښاغلي استاد حليمي صيب
[color=darkblue:96b5340d6c]السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته[/color:96b5340d6c]
خالدجانه خبره خودي په زړه پوري کړي ولي [color=brown:96b5340d6c]داډبره هم بنده بولم[/color:96b5340d6c]ځکه دپښتنوغوڅ اکثريت لاهم په کليواوبانډو کي استوګنه کوي فکرکوم چي دوي به هيڅ قيمت هم دي ته نه شي اماده چي خپلي ښځمني دي ټول ټاکنوته راوړاندي کړي٠
اوداچي استادبيا دحل کلې دUSA اوUN په ګوتوکي ورکوي نوزه ديوي افغاني پيغلي په صفت اوداستاد دشاګردی په حيث ځان ته حق ورکوم چي له استادنه وپوښتم چي دوي ته دا [color=red:96b5340d6c]خوش باوري[/color:96b5340d6c]په څه دليل پيداشوي? ايا داسي تاريخي شواهدلروچي ښيلاکګرو دي د ښيلاک شويو ملتونودخيراوښيګړي دپاره کوم پلان اوطرح ترﻻس ﻻندي نيولي وي ?? ايا په شلمه اويويشتمه پيړې کي کوم مثال لروچي امريکا چي ددغو دواړو پيړيوسترځواک اوخانتما دي ،دی کوم مظلوم ملت مشکلات يواځي اويواځي دانساني خواخوږې په بنسټ (له خپلوګټو اوخوښ ناخوښ ماورا)حل کړي وي ??
هيلمنه يم چي ګران استادبه مي په مدلل ځواب علمي تنده راماته کړي٠
ستاسي [color=darkred:96b5340d6c]خاټول[/color:96b5340d6c]



ع کريم حليمي
23.03.2004

ګرانی غاټول خورکۍ او درنو لوستونکو سلام !
Afghanistan ٠Algeria٠ Azerbaijan ٠ Bahrain ٠ Bangladesh ٠ Egypt ٠ Indonesia ٠ Iran ٠
Iraq ٠ Lebanon ٠ Kazakstan ٠ Kyrgyzstan ٠ Kuwait ٠ Oman ٠ Pakistan ٠ Qatar ٠
Saudi Arabia ٠ Somalia ٠ Sudan ٠ Syria ٠ Tajikistan ٠ Turkey ٠ Uzbekistan ٠ United Arab Emirates ٠ دغه ټوله د دنيا اسلامی وطنونه دئ ٠ اود ټولو په رايه دUN عسکر افغانستانته داخيل سوی دئ
او کله چه امريکا بيله د UN د رايی و عراق ته داخيل سوه څه حال ئی دئ ٠ دغه می خوشباوری ده ٠
او بل دا لنډ تاريخ چه د ملاسويچ چه ئی ونيولی په بازنيه کی دمسلمانانو قتل عام نسو بند؟
تاسو راته و واياست چه په اول خط د طالبانو او شاه مصعود لالا هره ورځ څو افغانان مړه کيده ؟ اؤس ولی نه مري٠ اوبل دUN پيړې نده پوره سوی ټوله عمر ئی تقربأ 50 کاله دی ٠ پيړې تاريخ نلری چه مثال ئی درته وليکم ٠
او بله خبره داده چه تر پرونه پوری ئی د روس د لاسه UN هيڅ نسواې کولای ٠ هر څه ئی ويټوکوله ٠
او د UN حکومت اؤس پر شروع کيدو دئ ٠ تازه
او د کليو افغانان چه په واکسين اؤس پوهيږې د UN نو په ټول ټاکنو ولې ځان نه پوهوي او يا UN ته ﻻزمه ده
واکسين ورکوﻻيسی ٠ نو د رايو صندق دی هم ضرور ور وړی او يا ضرور ئی ځنی وغواړو او غواړو ئی !
هو پوهيږو چه امريکا خپلی ګټی لری ٠ د دنيا د ژوند اصل داسی دئ ٠ بل ته به کټه رسوی٠ که تاسو کټه غواړی !
هو په دنيا کی دغه يوه د UN محکمه ده بله نسته ٠ نو ﻻزمه ده چه عرض ورته وکړو ٠ که تر UN ښه محکمه
بل چرته پيداسوه ٠ زه دي هم ملګری يم بيابه هلته ورسوو٠ چه بله اؤس نسته تاسو راته وواياست چه چرته وﻻړسو؟ او په هر محکمه کی سياست ورسره مل دی ٠ که څوک علم نه لری په هيڅ محکمه کی دعوه نسی کټلای
که څه هم نبی د زمانی قاضی وي ٠ محمد (ص) ته دوه نفره په داعوه ورته راغله نو مبارک ورته ويل چه دغه
دعوه هغه څوک ګټی چه خوله ئی خوزه وي يعنی چه ښې خبری ئی زده وي ٠ (مفهوم دحديث)
او په اوله ورځ چه ئی د UN چارټر ليکلی دنيا پوهيدل چه څوک به د چاسره خواخوږي و نلی
نو د حقوق بشر شعبه ئی هم ورته ضرور وبلل ٠ زموږ د ملت د هغه وخت مشرانو ټوله چارټر ورسره منلی دی
هر ملک دغه چارټر ښه په غور کتلې او لوستلې دئ ٠ چين ئی اخيری ملک وو چه ور داخيل سو٠
ټوله يا ډيرو خلک به ويل چه دا يو کلپ دئ ٠ اؤس ټوله پوه سوه ٠ چه دا د دنيا ښه باډۍ ده ٠ بيا هم عراق ته
و ګوره چه UN موافقه نوه اؤس څه حال دی لکه فيل هډوکی په خوله کی بند دئ ٠
که افغان د UN سره هم را نسی نو توبه چه څه حال به مو وي ٠ ولی ستاسو ياد ندی ٠ چه د پوهنتونو مصرف ،
د ښوونځيو مصرف ئی نه راکاوه ٠ زه ايمان لرم چه UN خانتما دئ کڅنګه؟؟؟
که د UN رايه نوای موږ به هم دغسی جنګ کولای لکه عراق ٠ انشاالله امريکا ته هم لږ وخت پاته دئ چه پوسی
چه هر جهانی اقدام بيله UN غلط دئ ٠ خور کۍ محکمه د چاکورته نه ورځی چه حق پلاس ورکړی
موږ مجبور يو محکمی ته ولاړ سو ٠ چه خپل حق پکښی دلاسه کړو٠
که تاسو خپل مکتب لری ٠ فکر نه کوم چه زما ليکنه تأثير ولری٠ پوهيږم ښه انګليسی ستاسو زده٠
Walt Whitman داسې وايی
It has often been said that Nature speaks in the language of mathematics. I suspect that Nature speaks more than one language, but the success of science suggests that mathematics is indeed one of her favorites. The Mandelbrot Set helps us appreciate what a deep and rich language it is.

حليمي


نقاد
23.03.2004

[quote:96f9634912]دپښتنوغوڅ اکثريت لاهم په کليواوبانډو کي استوګنه کوي فکرکوم چي دوي به هيڅ قيمت هم دي ته نه شي اماده چي خپلي ښځمني دي ټول ټاکنوته راوړاندي کړي٠
ايا داسي تاريخي شواهدلروچي ښيلاکګرو دي د ښيلاک شويو ملتونودخيراوښيګړي دپاره کوم پلان اوطرح ترﻻس ﻻندي نيولي وي ?? ايا په شلمه اويويشتمه پيړې کي کوم مثال لروچي امريکا چي ددغو دواړو پيړيوسترځواک اوخانتما دي ،دی کوم مظلوم ملت مشکلات يواځي اويواځي دانساني خواخوږې په بنسټ (له خپلوګټو اوخوښ ناخوښ ماورا)حل کړي وي ??[/quote:96f9634912]

د سلام اودرناوي سره د پورته پوښتنې په اړه زما اندڅار ( نظر) :
په ټولګړې توګه بالکل ټيک ، سمې او رسا خبرې دي ، خو په څانګړې توګه په ځينو هيوادونو او په تيره بيا په اوسني افغانستان کې صدق او مصداق نه لري:
يو خو په افغانستان کې داسې کومې سترې طبيعي منابع نشته چې امريکا يې ښکيل او ستعمار کړي ، بلکې برعکس هغه څه چې امريکا يې ښکيلوي هغه دوه بل ډول ستر بشري منابع دي چې يو جهالت او ناپوهي ده او بل دهغې سره تړلی فقر او نيستي ده . خو دا دواړه هغه شيان دي چې امريکا خپله په کې ښکيل کيږي :
اول امريکايانو غوښتل د طالبانو د واکمنۍ په وخت د هغوی له جهالت څخه هم ګټه پورته کړي او د ايران پر ضد يې وکاروي ، خو د سپتمبر د ١١ بريد وښودل چې امريکا پخپله د طالب د جهالت ګوزار په سر وخوړ ، او که چاره يې ونه کړي پکې ښکيل پاتې کيږي او نور ګوزارونه به هم وخوري . د طالب له پرځولو وروسته امريکا او نور لويديز وال د افغانانو د فقر او نيستۍ په لانجه کې هم ښکيل پاتې دي . دالقاعده او د طالب دپاتې شونو ګواښ چې ترڅو له منځه نه وي تللی، مريکا له افغانسان څخه پښې نشي سپکولای . القاعده له يوې خوا او فقر نيستي او وروسته پاتې والی له بلې خوا ، دواړه د افغاني ښکيلاک هغه کلابندۍ دي چې امريکا او لويديځوال يې په افغانستان کې ښکيل او مصروف ساتلي دي. ښايې که القاعده ، ملاعمر او د هغه سخر (؟) بن لادن ، اوبيا د هغه سخر الظواری په ﻻس ورشي ، نو دافغانستان له فقر نه به وتښتي او هر څه به نور پر ځای پريږدي او خپل ځواکونه به وباسي . خو تر څو پورې چې ﻻ په فغانسان کې يې ځواکونه پاتې وي، مجبور دي د جهل او فقر دواړو پر ضد مبارزه وکړي ، که نه ددوی ستونڅې نورې هم لته ډيريږي .
نو دا صرف د طالبانو برکت دی چې لويديځوال افغانستان ته راغلل او يواځې د طالبانو د لجاجت په برکت سره دلته پاتې دي . پخوا به خلکو په لوڅ سر ظاهر خان ته دعا کوله او ويل به يې: عمر دې ډير شه باچا ، خو اوس شمالي ټلواله او پلوي خلک يې طالبانو ته دعا کوي او وايې : مرګ دې اوږود شه طالبه ، څو امريکا يان ژر له افغانستان څخه ونه وځي او ددوی چړچې دوام وکړي .
له دې نه چې تير شو ، افغانستان تل يو شتراتيژيک ارزښت د ښکيلاک ګرو له پاره ﻻره، لومړي د هندله کبله د انګريزانو له پاره، بيا د شوروي پر ضد امريکا ته، او د امريکا او دهغه د نظامي پيمانونو د ملګرو پر ضد په سيمه کې د شوروي له پاره، او دغه راز د هند د سمندر تر تودو اوبوپورې د شوروي د کمونستي واکمنۍد غزيدلو لهپره افغانستان ډير ا رزښتمن و، خو هغه دواړه پوځي خواوې اوس له منځه تللي دي . نه شوروي شته او نه د انګليس مستعمره هندوستان ، بيا هم ځينې جيو پوليتيکي منافع شته ، خو هغه منافع د افغانستان په پوځي ښکيلولو نه ارزي او بل هغه له دغسې پوځې ښکيلاک پرته هم تر ﻻسه کيدای شي .

دپورتنيو منافعو له پاره امريکايانو د جاپان ، جرمني سهيلي کوريا او ټايوان سره مرستې کړي دي او هغوی يې په خپلو پښو درولي دي ، که څه هم دغه هيوادونه دوی د دوښمنو هيوادونو په شکل نيولي او له فاشيزم او مليتاريزم له منګلو څخه يې خلاص کړي وو او اوس يې ټينګ دوستان دي،خو د طالب او القاعدې د جهالت پنجه دوی ته د فاشيزم له پنجې څخه هم ککړه ښکاري . او ککړه ده . والسلام .



ليلماـ الفت
29.03.2004

پاڅونوال صيب قلم مو همداسي چالانه اوسه
ډيره په زړه پوري ليکنه مو کړې ده دا خو يو معلوم حقيقت دئ چه موږ تل د نړۍ د سترو تاقتونو د سيالۍ قرباني ګرځيدلي يو : او [color=yellow:b1857d721a]اوس به هم امريکا هغه څه په افغانستان کي کوي چه ددوی عمر همدلته ډيروي [/color:b1857d721a]
ځکه امريکا ته افغانستان هغه ستراتيژي ده چه يو لور ته ئې غټ دښمن روس اوسيږي
بل لور ته ئې ستر دښمن ايران اوسيږي بل لور ته ئې ستر دښمن چين اوسيږي : دئ ئې يو ټک دري نښانه لوبه همدا اوس اوس شروع کړې ده نو ځکه په هغه د حليمي صآحب خبره هغه څه پېښيږي چه UN او USA غواړي
همدا ددوې ګټي ساتي او په همدې ددوئ شتون په افغانستان کي اوږديږي
په کليواله پښتنه مينه
ستا سي قلمي خور الفت


دانتخاباتومخالف نه يم هو په اوسني شرايطو کي رايي به په موژ امريکي ((خليلزادګان يا کرزي صاحبان )) تپي

mahboob
29.03.2004

ټو لودوستانوته سلام . فرض کړۍ چي په ټولټاکنو کي شځواونرو ګډون هم وکړ او ټاکني پاي ته هم ورسيدې خو بيا هم ايا تاسي مطمئن ياست چي دافغانانود خوښي حکومت به رامنځته شي ??? زه خو پدي نظر يم چي په افغانستان کي دا ټاکني دامريکي او UN تر څارني لاندي له همدي کبله کيژي ترڅو امريکايي نانځکي اودUN تنخوا خواره په موژ وتپي . ځکه پدي رايو کي بايد نر هم ګډون ونکړي شځي خولاپريژده دا هسي د افغانانو غولول دي اصل لوبغاړي امريکه ده چي مسلمانان کله په يوه نامه کله په بل نامه خوشحالوي نومونه خوډير غوړغوړ استعمالوي خو هدفونه يي نور وي موژ بايددامريکي اهداف وپيژنو اودهرهغه شي مخالفت بايد وکړودکومو له لاري چي ددوي شوم اهداف ترلاسه کيژي .
[color=red:1b6ff4c7b2]زه په هيواد کي دانتخاباتومخالف نه يم هو په اوسني شرايطو کي رايي به په موژ امريکي ((خليلزادګان يا کرزي صاحبان )) تپي اوددوي په ذريعه به اريکا په ګران هيواد کي هرڅه چي وغواړي هغه به کوي څوک به يي مخالفت نشي کولاي ځکه چي په اصطلاح دا به په ظاهره دعوامو په لاس جوړ يو حکومت وي ځکه يي زه مخالفت کوم .[/color:1b6ff4c7b2]
[/img]


نقاد
01.04.2004

[quote:c73467eb5e]پاڅونوال صيب ... اوس به هم امريکا هغه څه په افغانستان کي کوي چه ددوی عمر همدلته ډيروي
ځکه امريکا ته افغانستان هغه ستراتيژي ده چه يو لور ته ئې غټ دښمن روس اوسيږي
بل لور ته ئې ستر دښمن ايران اوسيږي بل لور ته ئې ستر دښمن چين اوسيږي :[/quote:c73467eb5e]

دغه هيوادونه د ختيځ ګاونډي په شمول زمونږ هم دوستان نه دي ، که څنګه ؟ نو آيا دوی زمونږ ګډ دوښمنان نه دي ؟ دوی زمونږ د ملت بد ه غواړي او که په بده اوړي زمونږ يې پرې څه ؟:
چې زما د کور اغزي ته کاږه ګوري ...وايم اور شوای د هغه په ګلستان .
که دغو هيوادونو ته امريکا سور اور هم شي، زمونږ د ٢٥ کلنې غميزې غچ به ترې خدای (ج) د امريکا په وسيله اخلي ، ځکه نوموړې غميزه مونږ ته د همدغو بد غوښتونکو ګاونډيو له خوا پيښه شوي وه. [quote:c73467eb5e]

دئ ئې يو ټک دري نښانه لوبه همدا اوس اوس شروع کړې ده نو ځکه په هغه د حليمي صآحب خبره هغه څه پېښيږي چه UN او USA غواړي . همدا ددوې ګټي ساتي او په همدې ددوئ شتون په افغانستان کي اوږديږي [/quote:c73467eb5e]
که د دوی اوس مهاله شتون بيا هم په هيواد کې د ديموکرا سۍ په رامنځته کولو او غوړيدلو کې مرسته وکړي ،
او ديموکراسي دافغانو تر منځ د باور او خواخوږۍ فضا منځ ته راوړي، يو څه به مو ګټلي وي او بيابه ددې هم جوګه شوي يو چې په يو غږ سره بهرنيان له وطن څخه وباسو. خو لومړی په کار دي چې له هغو امکاناتو څخه ګټه پورته کړو چې دوی منځته راوړي دي.

[quote:c73467eb5e]په کليواله پښتنه مينه . ستا سي قلمي خور الفت[/quote:c73467eb5e]
ما شأالله ، ډيره مننه ، زما قلمي خور کۍ ، پتمنه اوسې ، نيکمرغي مو غواړم او په لوی الله مو سپارم .


Re: دانتخاباتومخالف نه يم هو په اوسني شرايطو کي رايي به په موژ امريکي ((خليلزادګان يا کرزي صاحبان )) تپي

نقاد
02.04.2004

[quote:b4eb0f7b35="zia"]ټو لودوستانوته سلام . فرض کړۍ چي په ټولټاکنو کي شځواونرو ګډون هم وکړ او ټاکني پاي ته هم ورسيدې خو بيا هم ايا تاسي مطمئن ياست چي دافغانانود خوښي حکومت به رامنځته شي ??? زه خو پدي نظر يم چي په افغانستان کي دا ټاکني دامريکي او UN تر څارني لاندي له همدي کبله کيژي ترڅو امريکايي نانځکي اودUN تنخوا خواره په موژ وتپي . ځکه پدي رايو کي بايد نر هم ګډون ونکړي شځي خولاپريژده دا هسي د افغانانو غولول دي اصل لوبغاړي امريکه ده چي مسلمانان کله په يوه نامه کله په بل نامه خوشحالوي نومونه خوډير غوړغوړ استعمالوي خو هدفونه يي نور وي موژ بايددامريکي اهداف وپيژنو اودهرهغه شي مخالفت بايد وکړودکومو له لاري چي ددوي شوم اهداف ترلاسه کيژي .
[color=red:b4eb0f7b35]زه په هيواد کي دانتخاباتومخالف نه يم هو په اوسني شرايطو کي رايي به په موژ امريکي ((خليلزادګان يا کرزي صاحبان )) تپي اوددوي په ذريعه به اريکا په ګران هيواد کي هرڅه چي وغواړي هغه به کوي څوک به يي مخالفت نشي کولاي ځکه چي په اصطلاح دا به په ظاهره دعوامو په لاس جوړ يو حکومت وي ځکه يي زه مخالفت کوم .[/color:b4eb0f7b35]
[/img][/quote:b4eb0f7b35]
دروند ورور ضياالله ته سلام .
وروره ستاسو د نظر قدر ماسره خوندي دی ، خو تر څو پورې چې د نظرڅرګندونې او نطري اختلاف موخه

حقيقت موندل وي ، نه پخپله نظر ښودنه او نظر ي اختلاف ، نو راته ښايي چې ستاسو په شمول د ټولو ګرانو او قدرمنو لوستونکو پام په پورتني اړوند دغو ټکو ته رواړم :
١ ــ امريکا نه يو مذهبي حکومت لري ، او نه د کوم مذهبي رژيم سره دوښمني لري . مګر داچې د يو مذهبي رژيم پرې د مذهب په بهانه تيری وکړي ، بيا هم د هغه مذهب سره نه، بلکې په امريکا تيری کوونکي رژيم ، سازمان او يا ترهګرو سره دوښمني کوي ، او لکه طالب رژيم د القاعدې سره يې ځغلوي .

٢ــ امريکا د حق ، حقيقت او عدالت استازې نه ده، بلکې د خپلو ملي ګټو پسې ګرځي او د هغې دفاع هم کوي .
او د پرينسيپ په توګه د نورو ملتونو حق ، چې له ځان او خپلو ګټو څخه بايد دفاع وکړي ، هم مني . مونږ او تاسې ته دې خدای وسه او طاقت راکړي چې د ملي ګټو دفاع دامريکا پر ضدهم وکړو . دا کار له مونږ څخه لومړی د ملي ګټو پيژندل او بيا د هغوی اولويت منل غواړي . د اسلام په نامه په نورو ظلم او تيری کول اسلامي پوهه ، وسعت نظر ، جهانشموله خصلت له منځه وړي، د افراطيت او تعصب تياره يې د نور ډيوه تته او رڼا يې راکموي او يواځې د ا نتقام ، کينې او مرګ په ايديالوژۍ بد ليږي او له مسلمان څخه د عقل وسله تري تم کوي او دتشو احساساتو او جذباتو په ګوډي يې بدلوي .
٣ ــ د ټول ټاکنو سره يواځې (( د مخالفت نه لرل)) بس نه دی، بلکې د آزادو، عمومي ، پټو او عادﻻنه ټول ټاکنو فعاﻻنه عوښتنه او په ټول ټاکنو کې ونډه اخيستل ضروري دي . د جمهوري رياست له ټاکلو څخه د پارلماني ټاکنو له پاره هلې ځلې کول ﻻ مهم دي . په تيره تيره بيا دپښتنو له پاره ټول ټاکنې يواځينی حياتي چانس دی چې دهيواد په سرنوشت ټاکنه کې رول ولوبوي . طالبانو ورونو ته هم پکار دي چې د عقل د ګز او ګام ډګر ته راودانګي او په ټاکنو کې مسوﻻنه برخه واخلي او د پارلماني مبارزې له ﻻرې د اسلام ، وطن او ملت خدمت وکړي .
دلته د مذهب په نامه منترونه ويل او پښتانه له ټولټاکنو څخه منع کول
يا ستره ملي ، سياسي او تاريخي تيروتنه او يا خيانت دی . نوره مو خوښه چې له دغسې تيروتنې څخه ځان ساتل غواړئ او که د نوموړي خيانت له ارتکاب څخه پرهيز خوښوئ . په مينه او درنښت .



ليلماـ الفت
03.04.2004

ګران ورور پاڅون وال صاحب سلامونه او پېرزويني
د يادوني نه مو ډيره زياته مننه
[quote:593dc094f5]په تيره تيره بيا دپښتنو له پاره ټول ټاکنې يواځينی حياتي چانس دی چې دهيواد په سرنوشت ټاکنه کې رول ولوبوي . طالبانو ورونو ته هم پکار دي چې د عقل د ګز او ګام ډګر ته راودانګي او په ټاکنو کې مسوﻻنه برخه واخلي او د پارلماني مبارزې له ﻻرې د اسلام ، وطن او ملت خدمت وکړي[/quote:593dc094f5]
ستاسي دا خبره پر ځای څه بلکې زه سل په سل کي درسره تائيدوم لکه ښاغلي هادي جان چه په لمړي سر کي ليکلي دي چه داټول ټاکني د پښتنو دپاره يواځنئ مړاوی چانس دئ چه ددوی اکثريت او ملي هويت نړيوالو ته ورپه ګوته کوي .
نو هر هغه څوک چه هر رنګه مفکوره ولري که پښتون وي نو بايد چه په ټول ټاکنو کي برخه واخلي او ستاسي په وينا دعقل له لاري خپله مفکوره عملي کړي هغه که طالب وي که حزب اسلامي وي او که نور وي بايد لمړئ د پښتنو ملي يوالئ په نظر کي نيولو سره دخپل اولس ملاټر ځان ته حاصل کړي ، بيا خپل هدف او مفکوره پر مخ بوزي که هر ګوند يا تحريک او يا پاڅون په زور يا په رضا د افغانستان واک په لاس کي واخلي او داولس ملاټر نه وي ورسره ډير ژر به د بدو عواقيبو سره مخامخ سي لکه په دې ورستيو 23 کلونو کي مو چه وليدل ، ځکه دا يو منلې فلسفه ده چه (( [color=yellow:593dc094f5]بې اولسه حکومت نه کيږي ، بې حکومته اولس هر څه کولائ سي[/color:593dc094f5] ))نو زما په دې کمزوره اند به دا دداسي ډلو او حزبو لپاره ډير ښه چانس وي چه له دې لاري هم د اولس ملاټر جلب کي او هم خپل اهداف په يو قانوني چوکاټ کي پر مخ بوزي :
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي خور الفت


نقاد
03.04.2004

[quote:f25c20d6f2]نو هر هغه څوک چه هر رنګه مفکوره ولري که پښتون وي نو بايد چه په ټول ټاکنو کي برخه واخلي او ..... دعقل له لاري خپله مفکوره عملي کړي هغه که طالب وي که حزب اسلامي وي او که نور وي بايد لمړئ د پښتنو ملي يوالئ په نظر کي نيولو سره دخپل اولس ملاټر ځان ته حاصل کړي ، بيا خپل هدف او مفکوره پر مخ بوزي [/quote:f25c20d6f2]

پتمنې خورکۍ ليلمأ الفت او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلي !
څومره پرځای اند مو څرګند کړی دی، زه يې له منلو او تاييد پرته بله چاره نلرم، ځکه انسان د ټولنيز او اندوال موجود په توګه بايد دا ومني او تن ورته کيږدي چې فرد بايد د ټولنې په برخه کې هيڅکله ځان لومړی او نور دوهم ونه بولي او د په خپل سر کوم سياسي او اجتماعي اقدام ونکړي . د فرد اند او مفکورې هم هغه وخت ارزښت موندلی شي چې ټولنه يې خوښې کړي او د ټولنې د ګټې لپاره يې ملا تړ وکړي . له دې کبله بالکل او مطقآ غلطه ده چې يو فرد او يادد افرادو کومه ډله د مذهب يا ټاکلې ايديالوژۍ په نامه ځان ته د ټولنې د رهبرۍ او مشرۍ په حق قائيليږي ، له ټول ټاکنو پرته د زور او کودتا ګانو له ﻻرې د واکمنۍ ګدۍ ته رسوي او پر نورو باندې هغه يا دغه ديکتاتوري قبولول غواړي او د زور زياتي په لاره د سلګونو او زرګونو بيګناه افغاني خويندو ورونو ژوند د خطر سره مخامخ کوي . ايديالوژيک ارزښتونه که مذهبي وي او که کمونستي ، د قدرت غصبولو حق نشي لرلی ، خو که کمونست وي او که ملا چې چايې خبرو ته غوږکيخود ، رايه يې ورکړه او وټاکل شو ، ملت ته ښاغلی او منلی دی . څوک چې د ازادو ټاکنو او ديموکراسۍ مخه نيسي ، له پيسو او نور ناجايز و ﻻرو څخه په کار اخلي، لومړي د همدغسې جنايتونو پر ضد او د ديموکراسۍ د تطبيق له پاره بايد مبارزه وکړو ، نه دچې په دې بهانه ﻻ زياتو جنايتونو ته د ديموکراسۍ او ازادو ټول ټاکنو پر ضد اړم شو .

بله مهمه خبره د ملي يووالي ساتنه او مراعات دی چې تاسو ورته پر حق ګوته نيولې ده :
هيڅ يوه ټولنه له چټک يا ورو ورو پرمختګ پرته خپل موجويت ته ادامه نشي ورکولای . د پانګوالۍ د انصاراتو تر ودې پورې دټولنيز پر مختګ شکل ملت او ملي ټولنه ده . د ملي وحدت له پياوړتيا پرته د ملت او ملي ټولنې جوړونه ، وده او پراختياامکان نه لري ، ځال دا چې وروستۍ اړتيا يو شتراتيژيک اوږود مهاله ضرورت دی او کومه ټاکټيکي او موقتي او يواځې د کومو ټولټاکنو په هدف نه، بلکې ديموکراتيکې ازادې او عادﻻنه ټول ټاکنې د ملي وحدت او ملي ټولنې په جوړولو کې ستر او رغنده رول لوبوي . له دې کبله هيڅ چاته دا حق او اجزه نشته چې په سياسي چوکاټ کې د ملي وحدت او ملي ګټو پر ځای او يا دهغې پر خلاف نورو اولويتونه وړاندې کړي . البته که په فردي او شخصي او نورو اجتماعي او اخلاقي برخو کې نور رزښتونو ته لومړيتوب ورکل شي، ښايي اجازه به ولري، خو په سياسي برخه کې ملي ګټې او ملي ارزښتونه لومړۍ درجه لري ، څو د ټولنې پرمختګ ممکن او تضمين شي . البته د پښتنو پراخه او بيدريغه برخه اخيستنه به ملي ولولې راژوندۍ کړي او د پښتنو ملي اګاهي يو نوي لوړ کچ ته پورته کړي او د ټولنې په ټولو برخو کې به ددوې کواندې ونډې اخيستنې وهڅوي . ومنالله التوفيق !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more