نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په ګرمسیر کی، د یو ټوک قرآن د سوځولو پر ضد مظاهره، خو د دری سوه جلده قرآن د سوځولو مقابل کی چوپتیا!
طالب ISI
21.01.2010
د هلمند والي د ګرمسير ولسوالۍ بلواګر د هغو ۳۰۰ ټوکه قران کريمونو او شاوخوا ۳۰۰۰ ټوکه درسي کتابونو پر سوځول ګرم وبلل چې تيره اونۍ د امريکايې ځواکونو پر ضد د را ټولو شويو لاريون کونکو ډلي ته ور ننوتلي ول.تيره اونۍ د ګرمسير ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکو دهغه څه پر وړاندي چې هغوي يې د امريکايې ځواکونو له لوري يوه ټوک قران شريف ته بي احترامي بولي لارو کوڅو ته را ووتل او يو شمير ودانۍ او عامه شتمنيو ته يې تاوان ورساوه.ګلاب منګل هغه ښونځي ته ورغی چې د لاريون پر مهال د هغه پر وينا د بلواګرو له لوري سوځول شوی وو او پکې په سلګونو ټوکه د مسلمانانو د مقدس کتاب ( قران شريف) څخه سوځول شوي وو.ګلاب منګل د ولايتي بيارغاونې ډلي د استازي په حضور کې د دغه ښونځي د بيا جوړولو لپاره د ولايتي بيارغاوني د ډلي د استازي د مرستې خبر ورکړ او د دغه ښونځي د بيرته جوړولو سند يې هم له يوه ساختماني شرکت سره لاسليک کړ
http://benawa.com/details.php?id=32274
د یادولو وړ ده، چی په دی هکله طالبانو هم هیڅ نه دی ویلی، آیا کله چی مسلمانان قرآو وسوځوی، بی احترامی نه ده؟
آیا د قرآن او د ښونځی د کتابونو سوځول مقابل کی مسلمان هیڅ سزا نه وینی؟
آیا مونږ لکه پخوانی یهود د ګناهونو څخه معاف یو؟!، ویل کیږی، چی پخوا به یهودو د نورو لپاره سخته سزا ټاکله، او خپل ځانونه یی، خدای پاک ته ډیر نیږی وربلل، نوځکه ددوی لپاره سزا نه وه.
فرض کړه، بهرنی ځواکونه په یوه ورځ دری سوه قرآن کریمونه وسځوی، څه حال به جوړ شی په ملک کی؟
او که هدف یواځی د ښونځی سوځول وو، دا خو داسی دی لکه مونږ چی خپل کور ته خپله اور اچوو.
په یوه نوی راپور کی راغلی، چی کندهار کی ۶۹٪ ښونځی د نا آرامئ او تهدیدونو له کبله تړل شوی، چی مجوعی شمیر یی، ۲۰۷ کیږی، که په اوسط ډول هر ښونځی کی دوه زره شاګردان درس ووایی، نو ۴۱۴۰۰۰ هلکان او نجونی له تعلیم څخه بی برخه دی.
طالبانو څو ځله ویلی، چی دوی ښونځی نه سوځوی، نو ولی په هغه سیمو کی چی دوی واک لری، ښونځی یا بند دی، یا تهدید ورته متوجه دی، یا سوځول کیږی.
که چیری په کال کی دوه یا دری داسی کسان چی ښونځی سوځوی ، یا تهدیدوی، یا بندوی، د طالبان په وسیله اعدام شی، له یوی خوا به ددوی لپاره یوه ښه سیاسی فایده وی، له بله طرفه به ، پښتانه بی سواده نه پاتی کیږی.
البته طالب هم تر طالبه فرق کوی، په لوګر، میدان، وردګو،او شرقی ولایانو کی فکر کوم طالبان له ښونځیو سره کار نه لری، حتی په زه خبر شوم، چی و وردګو ولایت په کومه ولسوالئ کی طالبان استادان تهدید کړی وو، چی ولی غیر حاضری کوئ، ښونځی ته تاسی نه راځی، او نوم زمونږ بد شی.
خو زه نه پوهیږم چی د غرب زون، طالبان ولی داسی اقدامات نه کوی، آیا ای، اس،ای هلته دومره په زور کی دی، چی د طالب امر هلته نه چلیږی، او یواځی هلته طالب هلته امر کولای شی، چیرته چی د آی،اس،ای خوښه وی.
پښتنو راویښ شئ، که نه بیړئ مو ډوبیږی!
پښتنو راویښ شئ، که نه بیړئ مو ډوبیږی!
پښتنو راویښ شئ، که نه بیړئ مو ډوبیږی!
میرویس جلالزی
د کندهار ولایت په کچه د ټولو موجودو ښونځيو له ډلي څخه ۶۹ سلنه یې د مخالفینو د بریدونو او تهدیدونو له ویرې د زدکونکو پر مخ تړل شوي دي.
دغه ټکی د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند نادر نادري څرګند کړ.
نادري وویل چې د کندهار ډیری زدکونکي هلکان او نجوني له تعلیم څخه محروم کړای شوي او دوي په دې اړه شدیده اندیښنه لري.
د کندهار په کچه ۳۰۰ ښونځي شتون لري چې ۲۰۷ ښونځي دمګړۍ تړلي پاتي دي.
نادري د دومره غټي شمیري ښونځیو تړل کیدل د کندهار د راتلونکي لپاره یوه لویه فاجعه وبلله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د حکومت مرستې ته ور ودانګي اوتړل شوي ښونځي بیرته د خپلو ماشومانو پر مخ پرانیزي
عادل عادل
22.01.2010
سلامونه
شهیر لالا
مظاهره چا کړې؟
ځواب یی واضح دی چی ولسی خلکو
ستاسو د لیکنی د لابلا نه جوتیژي چی طالبان او ولس یو د بل سره مل دي او یا هم یو د بل تر شا ولاړ دي، دا خو یو ډیر ښه ثبوت دی چی تاسو وړاندی کړی.
طالب ISI
22.01.2010
نو ستا څنګه خوښه ده، اولسی خلکو ښه کار کړئ که بد؟
زما هدف دادئ چی په یوه بد کار بل ملامت بولو، ولی خپلو ځانونه نه ملامتو، دا کار که طالبانو کړئ، که اولسی خلکو، دری سوه قرانونه، کتابونه ، او ښونځئ خو سوځول شوی.
نو که چیری د قرآن پاک سوځول بد کار نه وی، نو ولی د امریکایانو پر ضد مظاهر وشوه؟
که چیری بد کا ر، وی نو طالبانو خو دری سوه ، ځله عین بدکار تکرار کړ، بیا ولی د طالبانو په ضد مظاهره ونه شی؟
داسی حال چی چی قرآن سوځول د الله پاک د کلام سوځول دی، او دا لوی جرم دی.
pattang
22.01.2010
هلکه خدای دې ملا کړه ! لېونيه طالب قران شريف سوځوي ?
داخو خر هم نه مني ! طالب خپل ځان دقران په ساتلو تبا تبا کړ ،
داد منګل غوايې پرو پاګنده ده٠
[quote:748aa4d412="shaheer"]نو ستا څنګه خوښه ده، اولسی خلکو ښه کار کړئ که بد؟
زما هدف دادئ چی په یوه بد کار بل ملامت بولو، ولی خپلو ځانونه نه ملامتو، دا کار که طالبانو کړئ، که اولسی خلکو، دری سوه قرانونه، کتابونه ، او ښونځئ خو سوځول شوی.
نو که چیری د قرآن پاک سوځول بد کار نه وی، نو ولی د امریکایانو پر ضد مظاهر وشوه؟
که چیری بد کا ر، وی نو طالبانو خو دری سوه ، ځله عین بدکار تکرار کړ، بیا ولی د طالبانو په ضد مظاهره ونه شی؟
داسی حال چی چی قرآن سوځول د الله پاک د کلام سوځول دی، او دا لوی جرم دی.[/quote:748aa4d412]
دا کار د هغو منافقینو دی
پښتون.
22.01.2010
دا کار د هغو منافقینو دی چی پدی توګه د خلکو په سترګو کی خاوری اچوی او د اسلام پر ځای د کفر ملاتړ کوی او د هغوی ستاینه کوی.
لکه څنګه چی پتنګ صیب لیکلی چی طالبان د اسلام مقدس دین لپاره ځانونه ټوټی ټوټی کړل او هره ورځ یو نه يو خپله ځان تیریدنه ښکاره کوی او انشاالله بری به یی په نصیب وی .امین
نو داسی تورونه یواځی د کفارو ملاتړلی ځناور کوی نه رښتینی مسلمانان.