د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

داسلام له نظره د ښځو د تعلیم، کار، خبرو کولو، تجارت اجازه؟

طالب ISI
20.01.2010

بسم تعالی
داسلام له نظره د ښځو د تعلیم، کار، خبرو کولو، تجارت اجازه؟
هیله ده د پورته موضوعاتو په هکله هغه وروڼه چی دینی علم یی کړی، پوره معلومات ورکړی.
دا چی نن ورځ طالبان د جینکو د ښونځیو، کار، پوهنتون....په کلکه مخالف دی، نو که دوی دا کار د شریعت په حساب کوی، نو بیا ولی په پاکستان کی، ډیر جهادی تنظیمونو د زنانه لپاره ښونځی، پوهنتونونه....او هر څه درلودل، له بله طرفه د ډیرو پاکستان علماو، لورانی ښونځی وایی.
په همدی توګه په ټوله اسلامی نړئ کی زنانه ښونځیو ته تللئ شی.



ع کريم حليمي
20.01.2010

محترم او مکرم shaheerصاحب السلام علیکم و رحمة الله

[quote:1c90a315ba]بسم تعالی
داسلام له نظره د ښځو د تعلیم، کار، خبرو کولو، تجارت اجازه؟
هیله ده د پورته موضوعاتو په هکله هغه وروڼه چی دینی علم یی کړی، پوره معلومات ورکړی.
[/quote:1c90a315ba]
تاسو ډېره ښه پوښتنه کړېده ،
بسم تعالی ـ وما أوتيتم من العلم إلا قليل // وفوق كلِّ ذِي عِلْمٍ عَليمٍ
کوښښ به وکړم چه تر یو حده پوره معلومات درکم ، که د رب رضا وه

په ژوند کښی دوه شیان سته ، یو حق او بل باطل ، بطل به وژنې او حق به ژوندئ کوو
يميتون الباطل بهجره، ويحيون الحقّ بذكره
د باطل څخه لاس اخستل ، د باطل وژل دي ، د حق یادول او ږغ يې پورته کول ، د حق را ژوندي کول دي
انسان بې علمه ساتل یو باطله لیاره ده ، موږ ته لازمه ده چه له داسي فکر څخه هجرت وکړو ، او دا باطل
فکر مړ کړو ، او حق راژوندئ کړو او په لوړ آواز ووایو چه: (لا يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون )

بې علمه او عالم نه دي سره مساوي ، انسانانو طلب د علم وکړئ ، علم نور او هدایت دئ ، په علم د انسان درجه لوړيږي
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ

مبارک فرمايي چه : من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين
رب چه د خیر اراده وکړي ، انسان ته دیني پوهه ورکړي ، د دین تر پوهي بله ښه پوهه پر دېٖ جهان نسته
یعني د اخلاقو پوهه ! او علماء کرام ټول په دېٖ موافق دي چه طلب العلم فريضة على كل مسلم ومسلمة

یو مغفل انسان به په دېٖ عقیده وي چه : ښځه د "علم الاخلاق" د زدکړي حق نه لري

د نامحرم سره خبري کول ؟؟ کله چه ښځه پوهه ولري ، نو اسلامي اخلاق ور معلوم وي چه د نامحرم سره
په خوږه ژبه خبري او اوږد خوږ بحث کول ناروا دي ، علماء پوهیږي چه څرنګه اعمال وکړي
ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړئ هم حق نه لري چه د نامحرمي ښځي سره خوږ بحث وکړي ، چه پر لار چه روان
وي چه نامحرمه ښځه يې ولیده سترګي دي کښته واچوي ، که ئې سترګی کښته نه کړي خاین دئ

نه داچه ښځه بلکي په نام انسان د تجارت حق لري ، ، د ژوند زېربنا اقتصا او اخلاق دي
لَها ما كَسَبَتْ وَ عَلَيْها مَا اكْتَسَبَتْ
د نبي علیه السلام په عصر کښي ښځي داسي سرمایه داره او با عایداته وېٖ چه مړونو ته ئې زکات ورکاوه

إنَّ اللهَ لا يَقبِضُ العِلْمَ انْتِزاعًا يَنتزِعُهُ مِنْ قُلوبِ العِبادِ ولَكِنْ يَقْبِضُ العِلْمَ بقَبضِ العُلماء، حتّى إذا لم يُبْقِ عالِمًا اتّخَذ الناس رؤساء جُهّالاً فأفتَوهم بغير علم فضَلُّوا وأضلُّوا"


میوند ننګیال
20.01.2010

سلامونه !

درونداو دقدروړ محترم حلیمی صیب !

امید کوم چی روغ جوړ او هوسا اوسی .

ستاسو په اجازه :

اصل کی دا موضوع ډیره پیچیدلی ده او پدی کی د علماوو اختلاف دی بعضی وایی جایز دی بعضی بیا وایی چی نه ندی جایز

کرانه !
ښځه هم انسان دی لکه دسړی الله عز وجل وایی : ( بعضکم من بعض ) او دانسان دا طبیعت دی چی کار او فکر وکړی .

داسی صریح ثبوت نشته چی ښحه دکار نه منع کړی شی د ښځی د نفقی پید کولو لپاره کار کول جایز دی په بعضی حا لاتو کی خو واجب او مستحب کیږی که چیرته کونډه وی یا مطلقه ( طلاق شوی وی )
بعضی وخت حالات داسی وی چی کورنی د ښځی کار کولو ته محتاجه وی لکه پلاریی پوډا وی او وروڼه یی واړه وی یا یی پلار نه وی او واډه ورونه لری لکه په قران کریم کی چی د شعیب علیه سلام د لورګانو ذکر راغلی :
( قالتا لا نسقي حتى يصدر الرعاء وأبونا شيخ كبير )
او یا داسماء بنت ابو بکر رضی الله عنه د خپل میړه زبیر بن عوام سره په کارونو کی کومک کول .

پاتی شوه د ښځي د تعلیم خبره :
نو زما په اند که یو سړی تعلیم یافته وی نو هغه به خپل ژوند جوړ کړی واده به وکړی خو که یوه ښځه او یا یوه انجلی لږ سبق ووایی او ښه او بد پوه شی نو هغه یوه کورنی جوړوی :
دښحی تعلیم هم مهم دی ځکه که چیرته یوه ښځه امیدواره وی نو ایا دا ښه نده چی یوی ښځي ډاکټری ته لاړه شی .

خو دښځی د باندی د کارکولو او درس ویلو لپاره اسلام ددی اجازه نه ورکوی یو غیر شرعی او غیر اخلاقی درسګاه دی وی .

نور بیا



20.01.2010

دروند ننګيال صيب ته سلام او درناوی!
ستاسې ليکنه که څه هم هر چاته د تاييد وړ ده، خو که چا د حليمي صيب ليکنه نه وي لوستلي او ستاسې ليکنه ولولي داسې انګېرنه ترې کوي چې ګواکې حليمي صيب کومه داسې ليکنه کړې وي چې تاسې نه يواځې بشپړ سمښت (= موافقت )ورسره نه لرئ ، بلکې ترديد يې هم کوئ ، حال داچې که د هغوی ليکنه په لږ دقت ولوستل شي نو هغوی د ښځو حق په لوړه سطحه او ژوره معنی بيان کړی نسبت
ستاسې ليکنې ته !
حليمي صيب د ښځو د حق د تاييد په اړه ليکي :
[quote:1171a75a8c]یو حق او بل باطل ، بطل به وژنې او حق به ژوندئ کوو يميتون الباطل بهجره، ويحيون الحقّ بذكره د باطل څخه لاس اخستل ، د باطل وژل دي ، د حق یادول او ږغ يې پورته کول ، د حق را ژوندي کول دي انسان بې علمه ساتل یو باطله لیاره ده ، موږ ته لازمه ده چه له داسي فکر څخه هجرت وکړو ، او دا باطل فکر مړ کړو ، او حق راژوندئ کړو او په لوړ آواز ووایو چه: (لا يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون )
بې علمه او عالم نه دي سره مساوي ، انسانانو طلب د علم وکړئ ، علم نور او هدایت دئ ، په علم د انسان درجه لوړيږي
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ .....علماء کرام ټول په دېٖ موافق دي چه طلب العلم فريضة على كل مسلم ومسلمة [/quote:1171a75a8c]

ددې اعلی بيان دپاسه حليمي صيب ته داسې ليکل بيخي زياته ده :
[quote:1171a75a8c]ګرانه!
ښځه هم انسان دی لکه دسړی الله عز وجل وایی : ( بعضکم من بعض ) او دانسان دا طبیعت دی چی کار او فکر وکړی .... دښځی تعلیم هم مهم دی ځکه که چیرته یوه ښځه امیدواره وی نو ایا دا ښه نده چی یوی ښځي ډاکټری ته لاړه شی . [/quote:1171a75a8c]

دا خبرې خو اصلا د حليمي صيب د ليکنې تصديق او تاييد په شکل ليکل په کار وو، ولې تاسو په داسې شکل هغوی ته راجع کړي چې ګوندې د هغه د ليکنې خلاف پرې يو څه ثابتول غواړئ !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more