د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بي پلوه رسنیو ژوندی ثبوت او د ذبیح الله مجاهد ناسمه ادعا

مصطفى مهاجر
19.01.2010

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښاغلو نن زه په د اسلامی امارت په ویب پاڼه (shahamat1.org کی ګرځیدم دا فلم می تر سترګو شو تاسو یی وګوری چی زمونږ څومره بی پلوه رسنی دی،او نظر په ورکړی.
http://alemarah.info/movie/index.php?option=com_hwdvideoshare&task=viewvideo&Itemid=1&video_id=27


كريم كامران
20.01.2010

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته

زمونږ رسنۍ فقط هغه څه کټ مټ خپروي چې ورته وویل شي همدا چورلکه چې دمجاهدینو په لاس رانسکور شوې زه باور لرم چې په هماغه وخت کې به زمونږ رسنیو درانسکوریدو عامل یې تخنیکي ستونزې ښوولې وي او یا به یې دبیړنۍ ناستې خبر خپور کړی وي. اشغالګر نه غواړي په حقیقت ولاړ خبرونه درسنیو له لارې خپاره شي ځکه چې هغوی غواړي نړۍ دطالبانو له قوت او ملي نفوذ څخه غافله وساتي او غواړي په افغانستان کې په خپله ماتې پرده وغوړوي.
له هیوادڅخه داشغالګرو دتېښتې په هیله


صديق اکرمان
21.01.2010

کامران صاحب
السلام علکیم
زما خیال تاسو فلم مکمل نه دی کتلی دمهاجر ورور هم دغه مطلب دی تاسو به د فلم اخیر کښی ووینی چی د سټوډیو وال د ازادی راډیو د هغه ورځی خبری هم راخستی هلته هغه وایی چی نن په کونړ کښی نښته شوی ده ذبیح الله مجاهد ادعا کوی چی دری امریکایان یی وژلی او یوه هلکوپتره یی ویشتلی خو له بګرام څخه په خپره شوی اعلامیه دناټول ځواکونو ویاند وایی چی د ذبیح الله مجاهد ادعا ناسمه ده.


وصيل پېروز
21.01.2010

درنولوستوونکو!
السلام عليکم
په رښتياهم دښمن ډېرڅالاک دی تل یې پرخپلوزيانونوپرده اچولې اوغواړي خپله حقيقي شمېره پټه کړي ان ډېرځله خوداسي هم شوي دي چي دجګړې سيمې ته خبريالان نه ورپرېږدي داځکه چي که هغوئ سيمې ته لاړشي ددوئ دزيان اصل کچه به په ډاګه شي لکه چي دکابل وروستي اتلوال عمليات یې يوه څرګنده بېلګه ده،سيمې ته هغه وخت خبريالان پرېښودل شول چي جګړه پای ته رسېدلې اودوئ خپل مړه وژوبل کسان انتقال کړي وو،صرف سوځېدلې ودانۍ ښکارېدې اوبل دافسوس ځای خودادی چي اوس ډېری خبريالانودخبريالۍ له اصولوپښې اړولې اوڅه چي دغرب له لوري ورته ويل کېږي هغه په پټوسترګوديوڅوډالرولپاره مني چي دايوڅوراډيوګانې لکه بي بي سي،ازادۍ،اشنا،مشال او... یې ښې بېلګي دي،دادکفرهغه غلامان دي چي دمسلمان امت زړونوته یې لاره کړې اوله بېخه داسلام دنړولوپه هڅه کي دي خوان شاء الله هيڅ وخت به بريالي نه شي ځکه الله جل جلاله له حق سره دمرستې کلکه ژمنه کړې ده .
داسلامي امارت ديوځل بياقائمېدوپه هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more