ادبي ټوکې ټکالې
راځئ (دیني) ټوکې ولیکو
كريم كامران
18.01.2010
دامام ځیرکتیا
یو امیر په لمانځه کې دکوم امام پسې شاته ولاړ وو، امام به په هر رکعت کې ډیر اوږده اوږده سورتونه لوستل، امیر په دې کار سره دوه وو پوزو ته راغلی وو ورته ویې ویل چې بل ځل په یو رکعت کې دیو ایت نه زیات ونه لولې.
دماښام لمونځ وو امام چې کله الحمدلله خلاصه کړه دا ایت یې ولوست:
[color=green:a7d640e941](وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلا) او دوزخیان به وايي ای ربه! مونږ دخپلو مشرانو او لویانو اطاعت کاوه نو له سمې لارې یې بېلارې کړو.[/color:a7d640e941]
او په دوهم رکعت کې یې دالحمدلله نه وروسته داایت ولوست:
[color=green:a7d640e941](رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْناً كَبِيراً) ای ربه! زمونږ دغو مشرانو ته دوه چنده عذاب ورکړې او لوی لعنت پرې ووایې.[/color:a7d640e941]
امیر له لمانځه نه وروسته مخ ورواړاوه چې دا دوه ایتونه مه لوله نور چې څومره اوږدولای شې اوږدوه یې.
كريم كامران
18.01.2010
یو بیړا سړي له ملا نه دایت واورید چې (یتجرعه ولا یکاد یسیغه) ابراهیم:۱۷
نو ویې ویل: اللهم اجعلنا ممن يتجرعه ويســــــــــــيغه !